د دغه مکتب پيروانو د اهل بيتو امامانو عليهم السلام په وسيله له رسول الله مبارکه ډير روايتونه نقل کړي دي، ا و نور ډير روايتونه له حضرت علی او نورو امامانو(ع) لري چې نن د شيعه معارفو او فقې اصلي منابع ګڼل کيږي، منجمله د لاندې ذکر شويو څلورو کتابونو چې په کتب اربعه مشور دي: «کافي، من لايحضره الفقيه، تهذيب او استبصار» نومونه اخستلي شو. خو د دې خبرې تکرار ضروری ګڼو چې هر حديث چې په دغو څلورو منابعو او يا نورو معتبرو کتابونو کې موجود وي د دې معنا دا نه ده چې دغه خاص حديث معتبر دی بلکه د هر حديث د سند يوه سلسله ده چې بايد د سند هر يو رجال يې په جدا توګه د رجالو په کتابونو کې وجاجول شي او که د سند ټول رجال يې معتبر او دباور وړ وو، دغه حديث د يو صحيح حديث په توګه منل کيږي که نه وي دا به يو مشکوک يا ضعيف حديث وي او دا کار يوازې د علم حديث او رجالو د عالمانو او پوهانو کار دی.
له دې ځايه ښه څرګنديږي چې د شيعيانوپه کتابونو کې د حديثونو د راغونډولو حالت او روده د اهل سنتو له مشهورو منابعو سره توپير لري ځکه چې په صحاحو کې په تيره بيا په صحيح بخاري او صحيح مسلم کې د ليکوالو مبنا دا ده چې هغه حديثونه يې راغونډ کړي چې د هغوي په نزد صحيح او معتبر وو؛ او له همدې امله د اهل سنتو په عقايدو د پوهيدو لپاره په هغو کې په هر يو استناد کيدي شي.[1] حال دا چې د شيعه محدثانو مبنا دا ده چې په اهل بيتو (عليهم السلام) پورې منسوب ټول حديثونه راغونډ کړي. او له صحيحو د غير صحيحو پيژندل يې علم رجال ته پريښي دي، (پام وکړئ).
[1] . د «صحیح مسلم » او « فتح الباري فی شرح صحیح بخاري» مقدمې ته مراجعه وکړئ.