د اهل بيتو (ع) ميراث

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

د دغه مکتب پيروانو د اهل بيتو امامانو عليهم السلام په وسيله له رسول الله مبارکه ډير روايتونه نقل کړي دي، او نور ډير روايتونه له حضرت علی علیه السلام او نورو امامان(ع) لري چې نن د شيعه معارفو او فقې اصلي منابع ګڼل کيږي، منجمله د لاندې ذکر شويو څلورو کتابونو چې په کتب اربعه مشهور دي: «کافي، من لايحضره الفقيه، تهذيب او استبصار» نومونه اخستلي شو. خو د دې خبرې تکرار ضروری ګڼو چې هر حديث چې په دغو څلورو منابعو او يا نورو معتبرو کتابونو کې موجود وي د دې معنا دا نه ده چې دغه خاص حديث معتبر دی بلکه د هر حديث د سند يوه سلسله ده چې بايد د سند هر يو  رجال(راوی) يې په جدا توګه د رجالو په کتابونو کې وجاجول شي او که د سند ټول رجال(راویان) يې معتبر او د باور وړ وو، دغه حديث د يو صحيح حديث په توګه منل کيږي که نه وي دا به يو مشکوک يا ضعيف حديث وي او دا  کار يوازې د علم حديث او رجالو د عالمانو او پوهانو کار دی.

له دې ځايه ښه څرګنديږي چې د شيعيانو په کتابونو کې د حديثونو د راغونډولو حالت او روده د اهل سنتو له مشهورو منابعو سره توپير لري ځکه چې په صحاحو کې په تيره بيا په صحيح بخاري او صحيح مسلم کې د ليکوالو مبنا دا ده چې هغه حديثونه يې راغونډ کړي چې د هغوي په نزد صحيح او معتبر وو؛ او له همدې امله د اهل سنتو په عقايدو د پوهيدو لپاره په هغو کې په هر يو استناد کيدي شي.[39] حال دا چې د شيعه محدثانو مبنا دا ده چې په اهل بيتو(عليهم السلام) پورې منسوب ټول حديثونه راغونډ کړي. او له صحيحو د غير صحيحو پيژندل يې علم رجال ته پريښي دي، (پام وکړئ).

سرچینه

[39]. د «صحیح مسلم » او « فتح الباري فی شرح صحیح بخاري» مقدمې ته مراجعه وکړئ.