د اميرمؤمنان(علیعليه السلام) له نظره، پاک ملګري

اميرالمؤمنين على (عليه السلام)، چې د پرهيز ګارانو مشر دے د ښه ملګري په هکله او دا چې هغه بايد کوم کوم صفتونه ولري فرمايي:

«لاَ يَكُونُ الصَّدِيقُ صَدِيقاً حَتّى يَحْفَظَ أخَاهُ فِى ثَلاَث: فِى نَكبَتِهِ، وَغَيْبَتِهِ وَوَفَاتِهِ».

هغه دوست، دوست نه دے مګر دا چې د خپل ديني ورور او ملګري په دريو ځايو کښې خيال وساتي: په مصيبت او ستونزو کښې او د هغه په غيبت کښې چې کله د ملګرو تر مينځ نه وي او د هغه په مرګ او وفات کښې.

کله چې يې ملګرې په مصيبت او ازميښت کښې راشي نو خپل مال، عزت، ژبې او قدم سره د هغه ملګرتيا وکړي تر دې د دنيا دا مصيبت او سخته له هغه ليرې شي. او کله چې هغه په يوه ټولي کښې نه وي او خلک هغه پسې خبرې وکړي نو د هغوي د تيزو خبرو مخ نيوه وکړي او کله چې هغه له دنيا لاړ شي نو د هغه پاتې کارونه په لاس کښې واخلي او د ښځې بچو خيال يې وساتي.

که دوستۍ او ملګرتيا هم د هغه اصولو مطابق چې اميرالمؤمنين على (عليه السلام) بيان کړي دي، وشي نو د ټولو انسانانو ژوند به د قيامت په ورځ د جنتيانو د ژوند يوه نمونه شي.

ممکنه ده چې څوک ووايي چې دا داسې دوستۍ پيدا کيدل ډېر ګران دي او کيدې شي غير ممکن وي، نو ځواب يې دا دے: د قران او د اهلبيتو عليهم السلام د مکتب روزل شويو کسانو به نورو سره په معاشرت کښې هم دا رنګ لکه څنګه چې حضرت علی عليه السلام فرمايلي دي، عمل کاوۀ او په خپلو اوږو به يې څه بار نه محسوسوه او خپل عمل سره يې ثابته کړه چې د معرفت او دين او ديندارۍ په حدونو کښې هر يو مثبت کار کول، ممکن او اسان دي، چې په راتلونکيو برخو کښې به د هغه کسانو د ژوند ځينو برخو ته اشاره کوو چې هغوي د پيغمبرانو، امامانو او د خدای د پاکو او نيکو بندګانو په ملګرتيا سره خپل ژوند له نوره ډک کړے و.

کلیدي کلمې: