د امام موسی کاظم سیرت اواقتصادي لارښونې

د دین پيغمبران او مخکښان د خداي پاک د مهربانۍ او په نړۍ کې د رحمت او لارښونې سرچینه ده. دوی د تاریخ په تورتمونو کې د مشال په څیر ځلیږی څو انسان د هدایت لاره له جهالت او ځان منامۍ بیله کړی. تر اوسه پورې دغو غوره الهي کسانو لارښونې د حقیقت غواړو د زړونو روښآنه کوونکی دی. نن له هغو د یوه لوی شخصیت د شهادت کلیزه ده د ۱۸۳ قمری کال د رجب د میاشتې په ۲۵ نیټې اسلامی نړۍ د اسلام د لوی پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه پاک لمسي په شهادت کې په ویر کې ډوبه شوه. هغه بزرګوار چې په کاظم یعنی د غوسې په څښونکي مشهور ؤ پخپل ټول ژوند کې ئې په صبر او زغم سره له ټولو کړاؤنو او مشکلاتو سره مقابله وکړه. د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په تسلیت وئيلو سره پر محمد او آل محمد درود او سلام لیږلو او د هغه بزرګوار د ژوند د کتاب یوه پاڼه راسپړو، په دې هیله چې تر پایه راسره ملهّ ووسئ. 
حضرت امام موسی کاظم علیه السلام په ۱۲۸ قمري کال کې له مدینې ښار سره نزدې په آبواء ټاټوبی کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د خپل پلار بزرګوار حضرت امام صادق علیه السلام له شهادته وروسته په شل کلنۍکې تر ۳۵ کلونو پورې د اسلام د امت د لارښونې دنده ئې په غاړه واخستهّ . د امام کاظم دور د عباسی واکوالانو د ظلم او کړاؤ له لومړنۍ مرحلې سره یو ځای وو. امام کاظم علیه السلام د عباسیانو په بند کې تر کلونو ډير سخت شرائط او کړاؤنه وزغمل. په دې توګه چې د خپل ژوند وروستی څلور کلونه ئې د عباسی خلیفه هارون په بندونو کې تیر کړل. عباسی واکوالان په ښه توګه پوهیدل چې د هغوي په لاس کې خلافت داسې حق دی چې په چلول او دوکو سره ئې د پیغمبر له اهل بیت علیهم السلام څخه غصب کړی دی. دوی د حکومت لپاره د پیغمبر اکرم د اهل بیت او امامانو پر استحقاق او وړتیا خبر وو او کله نه کله ئې پرې اقرار هم کاوهّ، خو د هغوي لپاره له مقام او شتمنۍڅخه سترګو پټول چې زړونه ئې په دنیا پورې تړلی وو آسان کار نه ؤ. په دې توګه حتی دې ته حاضر شول چې د امام کاظم علیه السلام په څیر لوی شخصیت تر کلونو پورې په بند کې وساتی او بلاخره د هغه بزرګوار د مقام او حیثیت او نفوذ څخه په ویرې کې ئې هغه بزرګوار شهید کړ. هغه څه چې د امام کاظم علیه السلام د شهادت سبب شول، له ظالمو پاچایانو سره د هغه بزرګوار مخالفت او د ټولنې په سویه د الهی حکمونو پر اجرا ټينګار ؤ .

د عباسیانو د حکومت په وخت کې په بیلا بیلو اړخونو کې ظلم او بې عدالتۍ له اقتصادی او ټولنیزې چارو رانیولې تر سیاسی او کلتوري چارو پورې ټوله تر سترګو کیدلې. په دغه پړاؤ کې د حکومت ډیر مالونه او شتمنۍ چې له عامو خلکو سره ئې اړه درلوده په عادلانه ډول په هغوی کې نه ویشیدل او بیت المال یوازې د عباسی واکمنانو د بخښنې او ډالیو او دغه راز په دربارې جشنونو او لګښتونو کې خرڅ کیدل. بد اقتصادی وضیعیت او د خلکو اقتصادی وضعیت ته پام نه کولو، له ځان سره ډیرې ناسمې ټولنیزې او کلتوري نتیجې درلودې . په هغو کې یوه نتیجه کاذبو او حرامو کارونو او ګوشه نشینۍ ته مخه کول وو. په همدې دلیل امام موسی کاظم په دې زمینې کې روښانه کولو ته مخه کړه څو د خلکو لپاره په اقتصادی ډګر کې د دین اصول بیان کړی . پر دې اساس متوجه کیږو چې په اسلام کې د امام او رهبر د لارښونې دایره عبادی او اخروي مسئلو ته محدوده نه ده .دا موضوع د اسلام د دین د جامعیت له امله ده چې د انسان د دنیا او آخرت نیکمرغي په نظر کې لری . 
د امام موسی کاظم غوره اقتصادی لارښونې هغو کسانو ته د مشورو ورکولو په چوکاټ کې وې چې فکري مرستې ته ئې اړتیا درلوده. په ځینو موردونو کې هم هغه بزرګوار پر ځینو کسانو په اقتصادي چارو کې د تیروتنو په دلیل نیوکې کولې . اوس هم د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د اقتصادی نظرونو په اړه درسره غږیږو. 

د امام موسی کاظم په سیرت او اقتصادی لارښونو کې خورا مهم اصل، پر مینځلاریتوب تکیه او له افراط او تفریطه ډډه کول وو. امام بزرګوار په دې باب فرمآئي ؛، هر څوک چې اقتصاد او اعتدال رعایت کړی او قانع شي، پر هغه نعمت باقي پاتی کیږی او هر څوک اصراف وکړي نعمت به هم له لاسه ورکړي. 
د امام بزرګوار له نظره له الهي نعمتونو غوره استفاده دا ده چې د اعتدال په رعایتولو سره او د ضرورت په اساس وی . دا موضوع د انسان لپاره د نعمت تل پاتې کلي(چابی)ده . امام موسی کاظم هیڅ کله ځان بې دلیله له الهي مهربانیو او حلالو نعمتونو نه محروماوه ّ . او له هغو کسانو سره ئې چې د آخرت د نیکمرغۍ د تامینولو لپآره دنیا پریږدي، مخالفت کاوهّ او په همدې دلیل ئې په یو لړ خبرو کې فرمايلی دي ؛، له مونږه نه دی هغه څوک چې دنیا د خپل آخرت او آخرت هم دخپلې دنیا لپاره پریږدی؛،
امام بزرګوار پر هغو کسانو چې ځانونه ئې په ظاهري زهد پوښل او د خداي حلال ئې پر ځان حرام ګرځول اعتراضونه کول. البته امام موسی کاظم هماغه ډول چې له تصوّف پالنې ئې ډډه کوله، د تجملاتو، د دنیا له پړک پړوک سره ګروهنه او له آخرته تښته هم نفي کوله .
امام موسی کاظم علیه السلام له ډيرو زیاتو ټولنیزو مسئولیتونو او ستونزو سره سره د کار په ډګر او اقتصادي چارو کې هم ډیره هڅه کوله. البته د الهي پيغمبرانو او والیانو عملی سیرت دا ؤ چې د ژوند پيټی ئې پخپله پر اوږو اوچتاوهّ . امام بزرګوار هم د ژوند د ضروریاتو د تامینولو لپاره پر نورو پورې اړونده نه ؤ او د معاش لپآره ئې په خپلو مځکوکې کرهڼيزو چارو ته مخه کوله . دغې چارې دنیا ته د امام بزرګوار د فکر ډول او له آخرت سره د هغه په زړه پورې رابطې ښودنه کوله . او پر هغو منحرفو تفکراتو ئې چې کار او تولید ئې له روحي کمالاتو سره په تضاد کې ګڼل د باطلیدا کرښه راکښله . هغه بزرګوار خپل یوه ملګری ته وفرمايل ، هر څوک له حلالې لارې د خپلې روزۍ تکل وکړي څو ځان او خپله کورنۍ تامین کړی ، د هغه چا په څیر دی چې د خداي په لاره کې ئې جهاد کړی دی ؛.
امام موسی کاظم علیه السلام پر دې سربیره چې پخپله د اقتصاد په هڅې او د تولید په ډګر کې مخکښ ؤ ، د تولیدونکو او کروند ګرو ئې هم ملاتړ کاوه . له هغو دیوالیه شویو او تاوان موندونکو سره د امام بزرګوار ډيرې مرستې چې اقتصاي ژوند ئې ګډ وډ شوی ؤ، له هغو د ملاتړونو یوه بیلګه ده . یوه ورځ امام موسی کاظم له هغه کروندګر سره په مرستې کې چې کرهڼې ئې تاوان موندلې ؤ پر هغې اصلی سرمائې سربیره چې له لاسه ئې ورکړې وه هغه ګټه هم ورکړه چې کروندګر ئې په تمه ؤ . د دې په ترڅ کې چې هغه ته له خپل معنوي ملاتړونو ګټه ورکړي، د هغه په کار کې د برکت لپاره ئې ورته دعا هم وکړه 
= هغه څه چې د امام موسی کاظم په اقتصادی سیرت کې پرې ډیر ټينګار شوی دی، په کار کسب او تولید کې روا ؤ او سمو آوزارونو او عواملو ته اهمیت ورکول دی .امام بزرګوار په تولید کې هر ډول اقتصادي پراختیا او پرمختګ نه تائيداوهّ . هغه حضرت په وسایل الشیعه نومې کتاب کې د داؤد په نامه خپل یوه ملګری ته وفرمایل ؛. ائ داؤده ، حرام مال وده او پراختیا نه مومی او که وده وکړي نو برکت پکې نه وی او له هغو هر څومره انفاق وشی، خدای ئې اجر نه ورکوی او له هغو هرڅه چې پاتې شی جهنم ته د تلو لپاره د انسان وسیله ده ؛. 
امام بزرګوار د اقتصادی فعالیتونو پر روا والي تر دې حده ټينګار درلود چې حتی خپل ملګری ئې د عباسیانو له ظالمو واکوالانو سره له اقتصادي ملګرتیاؤ منع کول .په هغو کې یو مثال دا چې صفوّان چې یو پرهیزګار کس ؤ او خپل اوښان يې د حج د سفر لپاره هارون ته په کرایه ورکول، له دغه کاره منع کړ. د حضرت امام موسی کاظم په ځلانده سیرت کې له اقتصادی انحرافاتو او فسادونو سره د هغه بزرګوار د مبارزو یوه روښانه پاڼه تر سترګو کیږی . امام موسی کاظم په ځلونو په ظالمو اودنیا پالوعباسی واکوالانودعمومی مالونواوبیت المال په غله کولوسخت اعتراضونه او نیوکې کولې . همداراز هغه بزرګوار خپل ملګری په معاملوکې له دوکومنع کول .دامام موسی کاظم یوملګری هشام بن حکم وائي ، یوه ورځ د هوا په یخې سیورې کې د شیانو پر پلورلو بوخت وم اوتیاره کیدونکي وه ، امام بزرګوار زما له څنګه تیریدهّ نو زه ئې ولیدم چې شیان خرڅوم . هغه بزرګوار لږ تم شو او زما وخوا ته راغی او وې فرمايل:، ائ هشام په کمې رڼا کې معامله مه کوه چې د دوکې او یا د درغلۍسبب کیږی او دا مسئله حرامه ده ؛. 
دامام موسی کاظم د اقتصادي لارښونو په ټولګو پوهیږو چې په اسلام کې د تولید او مصرف اوکارکسب هدف یوازې دمادی اړتیاؤ تامینول اولازیاتې ګټې نه دی .انسان داسلامی تعلیماتو په چوکاټ کې باید له دنیاوي کارونواو چارو څخه په ښې استفادې سره خپل نهائي هدف یعنی معنوی او روحې کمالاتواو الهی قرب ته رسیداپه نظرکې ولری اوپه اقتصادی فعالیتونو کې انسانی او اخلاقی اصول هم رعایت کړی . 
:،سلام وي پر تا ائ دما مولا، ائ موسی بن جعفراوپرتادې دخداي رحمتونه اوبرکتونه وي ؛، 
یوځل بیا دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د تلسیت په ویلو سره خپل دغه پروګرام هم پاي ته رسوو .خداي پاک دې مونږ ټولو ته د امام موسی کاظم علیه السلام په لارې د تلو توفیق راپه برخه کړي (آمین یا ربّ اللعالمین)