د امام مهدي (ع) په باره کښې مفسره او مؤوله آيتونه

په شيعه کتابونو کښې د حضرت امام مهدي (ع) په حقله زيات آيتونه تفسير او تاويل شوي دي، په دا ډول چې حجت الاسلام والمسلمين کوراني د «معجم احاديث الامام المهدي» پينځم ټوک دې چارې ته بيل کړے دے.

خو د سنيانو په کتابونو په تېره بيا د هغوي په تفسيرونو کښې د امام مهدي (ع) په باره کښې د قرآن مجيد په تفسيرونو کښې د ګوتو شمېر آيتونه تفسير او تاويل شوي دي. البته همدغو شمېر آيتونو د امام مهدي (ع) حقانيت ثابت کړے دے او په هغوي باندې  حجت تماموي.

وړومبے آيت:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴾

« هغه هغه څوک دے چې خپل رسول يې په هدايت او حق دين سره ولېږۀ، چې هغه په ټولو دينونو باندې غالب کړي، که څه هم مشرکان ترې کرکه ولري» [1]

په دې اړه چې په ﴿لِيُظهِرَهُ﴾ کښې ضميرونه څه ته ګرځي، دوه امکانه لري.[2]

الف) د خداے ګران رسول (ص) ته ګرځي.

ب) (اسلام) حق دين ته ګرځي.

په څو وجوهاتو دويم امکان صحيح ښکاري.

وړومبۍ وجه) ظهور او د آيت سياق په دې باندې دلالت کوي چې د ها‌‌‌‌ء ضمير حق دين ته ګرځي، ځکه چې په تېر آيت کښې خداے پاک فرمائي:

﴿ يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴾

«مشرکين غواړي د خداے نور په خپلو خولو سره غلے کړي خو خداے له دې نه بغېر څه نه غواړي چې خپل نور کامل کړي که څه هم کافران ترې کرکه لري»[3]

او هغه نور چې کافران او مشرکان يې غلے کول غواړي له اسلام او حق دين نه بغېر بل څه نه دي.

مشهور سني مفسر محمد علي الصابوري هم دغه ټکي ته اشاره کوي او وائي: يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ اراد به نورالاسلام[4] غواړي د خداے نور يعنې اسلام غلے کړي.

نو ځکه خداے پاک د بحث وړ آيت کښې هغوي ته جواب ورکوي چې اسلام نه يوازې نه ختميږي بلکه په ټولو دينونو به غالب کيږي او پېغمبر اکرم (ص) او د هغه حضرت امت ته زېرے او خوشخبري ورکوي چې بالاخره کاميابي او غلبه هغوي لره ده او همدغه غلبه او تسلط  د  دې سبب کيږي چې مشرکين پرې خفه کيږي.

له دې نه علاوه د خداے پاک په نزد مهم دين اسلام دے چې د خداے ګران رسول (ص) يې د تبليغ او ترويج لپاره  په رسالت مبعوث شو. حقيقت دا دے  چې د پېغمبر اکرم (ص) مقصد اسلام دے، نو ځکه د بحث وړ آيت کښې پکار دي د اسلام د غلبې خبره وي.

دويمه وجه) اکثرو سني مفسرانو د هاء ضمير حق دين او اسلام ته ګرځولے دے[5] او مونږ هم د سني اکثريت نظر بيان کړو.

دريمه وجه) د سني علماو د روايتونو او اقوالو شتون[6] دا ښودنه کوي دغه آيت د امام مهدي (ع) په  حق کښې دے، ځکه چې هغه حضرت به په نورو دينونو باندې غلبه مومي.

نو اوس چې د ضمير مرجع معلوم شو، نو د دغې غلبې  چې په آيت کښې يې ذکر شوے دے معنا څه ده؟ آيا تسلط د حجت او دليل په ذريعې سره دے يا د کاميابۍ او غلبې په ذريعې سره؟

نو معلوميږي چې دغه تسلط د غلبې او کاميابۍ په ذريعې سره دے.

ستر سني عالم فخر رازي دغه خبره ذکر کړې ده او وائي:

پوه شئ چې په نورو باندې تسلط يا په حجت او برهان سره، يا په زياتوالي او پراخوالي سره او يا په غلبې او کاميابۍ سره دے او په دې وجه چې الهي زېرے له راتلونکي وخت سره تعلق لري نه اوس وخت سره، او له بلې خوا په حجت او برهان سره د دې دين څرګندوالے په ټولو وختونو کښې معلوم دے، نو ځکه پکار دي تسلط په لا غوره معنا په غلبې سره اسلام وي.[7]

البته په نورو دينونو باندې د اسلام غلبه د خداے د ګران رسول (ص) په زمانه کښې عملي شوې وه او تر ټولو غوره دليل يې د نورو دينونو د پېروکارو لخوا مسلمانانو ته د جزيې ادا کول دي. او دا چاره په هغه زمانه کښې د اسلام د شان او قوت ښودنه کوي، خو افسوس چې هغه کسان چې پرون يې مسلمانانو ته جزيه ورکوله، نن يې د مسلمانانو مقدساتو ته لاس غزولے دے او له هرې خوا يې مونږ محاصره کړي او تر دباو لاندې راوستي يوو. دا په داسې حال کښې دي چې د نورو دينونو پروګرامونه او تبليغات زيات پراخه او مضبوط شوي دي.

که دا عقيده لرو چې قرآن مجيد د نن او راتلونکو ورځو لپاره غوره دے، نو څه رنګ په نورو دينونو باندې د اسلام کاميابي ته له اوسنيو حالاتو سره مطابقت ورکولے شوو، په داسې حال کښې چې مسلمانان هرې خوا نه مخ په زياتېدو دباوونو په محاصره کښې دي. نو مسلمانان د هغه الهي زيري د پوره کېدو په تمه دي چې د اسلام شان او شوکت په دنيا باندې غالب شي.

د ابن جوزي په تفسير کښې داسې راغلي دي:

« او د هغۀ تسلط، يعنې هغه به د ترټولو اوچت او قوت لرونکي دين په توګه وګرځوي له مشرق نه تر مغربه غلبه پېدا کړي.»[8]

او دا هم هغه روايت دے چې ځينو مفسرينو له ابوهرېره نه نقل کړے دے[9] (او د سنيانو له نظره معتبر دے.)

په تفسير درالمنثور کښې داسې راغلي دي:

سعيد بن منصور او ابن المنذر او بېهقې په خپل سنن کښې له جابر څخه د ﴿ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ ﴾  په باره کښې روايت راوړے دے چې وې ويل: «دا به پوره نه شي مګر دا چې يوازې اسلام به پېروکار ولري، نه يهودي او نه مسيحي.»[10]

لکه قرطبي وائي:

سدي ويلي دي: «دغه د دين څرګندېدنه، د امام مهدي (ع) د خروج په وخت ده، چې څوک به پاتې نه شي مګر د اسلام پېروکار به شي.»[11]

په همدې اړه مقداد بن اسود وائي:

د خداے له ګران رسول (ص) نه مې واورېدل چې وې فرمايل: لا يَبقى عَلى ظَهرِ الأرضِ بَيتُ مَدَرٍ و لا وَبَرٍ إلاّ أدخَلَ اللّه ُ علَيهِم كَلِمَةَ الإسلامِ بِعِزِّ عزيزٍ و بِذُلِّ ذَليلٍ ، إمّا يُعِزُّهُم اللّه ُ فَيَجعَلُهُم مِن أهلِها فَعزوا به، وَ اما يُذِلُّهُم فَيَدِينُونَ لَها «د زمکې په سر به د خښتو او خټو هيڅ يو کور، جونګړه او خېمه پاتې نه شي مګر دا چې خداے پاک د اسلام مبين دين ورته داخل کړي، يا به په سرلوړۍ يا ذلت او خوارۍ سره اسلام قبول کړي او خداے پاک به هغوي سرلوړي کړي او يا دا چې مجبوراً به اسلام ته د تعظيم  سر ټيټ کړي.[12]

اوس چې په دې پوه شوو چې  دغه تسلط په نورو دينونو باندې د غلبې او کاميابۍ په شکل کښې او په پراخه توګه دے نو دا پوښتنه رامنځته کيږي چې دغه غلبه به د  چا لخوا او په کومه زمانه کښې عملي کيږي؟

دوه امکانات شته[13]؛ د حضرت عيسی (ع) لخوا د هغۀ د نازلېدو په وخت، د حضرت امام مهدي (ع) لخوا د هغۀ د څرګندېدو په وخت.

په څو دلائلو سره دويم امکان صحيح دے

وړومبے دليل: د سني علماو اقوال. لکه قرطبي وائي: سدي ويلي دي: «دغه د دين اظهار د مهدي (ع) د خروج په وخت دے چې څوک به پاتې نه شي مګر دا چې د اسلام پېروکار به شي.»[14]

سعيد بن جبير د ﴿ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴾ آيت په باره کښې وائي:

«هغه د بي بي فاطمې له اولاد څخه مهدي دے.»[15]

په تفسير قرطبي کښې داسې راغلي دي:

فروی أن جميع ملوك الدنيا كلها أربعة : مؤمنان وكافران ، فالمؤمنان سليمان بن داود وإسكندر (ذي القرنين)، والكافران نمرود و بختنصر ، وسيملكها من هذه الأمة خامس لقوله تعالي : ﴿ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ ﴾ [التوبة : 33 ] وهو المهدي «روايت شوے دے چې د ټولې دنيا باچايان څلور تنه وو، دوه تنه مومنان وو او دوه تنه کافران. هغه دوه تنه مومنان سلېمان بن داؤد او سکندر وو او دوه کافران نمرود او بختنصر وو. او نزدې ده چې پينځم هم د حضرت محمد (ص) له امت څخه د دې دنيا مالک شي. د خداے پاک د دې فرمان په دليل: ﴿ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ ﴾ او هغه مهدي (ع) آخرالزمان دے.[16]

هغه په دوام کښې هغو کسانو ته چې وائي مهدي هماغه عيسی دے محکم جواب ورکوي.

«په دې اړه چې د خداے د ګران رسول (ص) له اولاد  څخه امام مهدي (ع) به زمکه له عدل و انصافه ډکوي لکه چې مخکې له ظلم و ستمه ډکه وي په سني احاديثو کتابونو کښې زيات روايتونه موجود دي.»[17]

دويم دليل: که څه هم ل نقلي دليل نه وروسته د عقلي دليل لپاره  نور څه ځاے نه پاتې کيږي خو د لا زيات اطمينان لپاره به زياته کړو چې دا امکان نه لري چې دغه کاميابي به د حضرت عيسی (ع) لخوا وي ځکه چې مونږ عقيده لرو چې پېغمبراکرم (ص) تر ټولو آخري او تر ټولو افضل  دے او په ټولو انبياو عليهم السلام باندې اوچت او غالب دے. آيا دا خبره عاقلانه ده چې حضرت عيسی (ع) دې راشي او د اسلام مبين دين دې کامل او اتمام او کاميابۍ ته ورسوي او هغه دې په ټولو دينونو باندې غالب کړي، په داسې حال کښې چې د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) تر ټولو آخري  او تر ټولو افضل دے.

اسلام به د خداے د ګران رسول (ص) د يو جانشين او د هغه حضرت د يو فرزند حضرت امام مهدي (ع) په ذريعې سره په نورو دينونو باندې غلبه مومي او هيڅ مشکل به هم نه رامنځته کيږي، ځکه چې جانشينان د اسلام ساتونکي او د هغه تکميلوونکي وي. هم هغه اسلام چې پېغمبراکرم (ص) يې لپاره مبعوث شو.

ابن جوزي د حضرت امام مهدي (ع) په امامت کښې د حضرت عيسی (ع) د نمونځ ادا کولو په اړه وائي:

«که حضرت مهدي (ع) په حضرت عيسی پسې نمونځ ادا کړي نو دا په دوو دليلونو جائزه چاره نه ده. يو دا چې د هغه حضرت  په حضرت عيسی پسې نمونځ کول هغه له امامته خارجوي او ماموم او تابع کوي يې.

 دويم دا چې د خداے ګران رسول (ص) فرمائي: لانبي بعدي، او له پېغمبراکرم (ص) نه پس ټول شريعتونه نسخ شوي دي. حال دا چې که حضرت مهدي (ع) په حضرت عيسی پسې نمونځ وکړي نو نوموړے حديث شکمن کيږي.»[18]

همدغه استدلال  دلته هم رامنځته کيږي. نو ځکه په آخري زمانه کښې په نورو دينونو باندې دغه غلبه او کاميابي به د خداے د ګران رسول (ص) د فرزند حضرت مهدي (ع) په ذريعې او د حضرت عيسی (ع) په مرستې او ملګرتيا سره عملي کيږي.

دويم آيت: 

﴿ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴾

«په دنيا کښې د هغوي ګټه (يوازې) رسوائي ده او په آخرت کښې ستر الهي عذاب.» [19]

دغه آيت هم په سني تفسيرونو کښې د حضرت امام مهدي (ع) په پاڅون او د کفاروو په رسوائۍ تفسير او تاويل شوے دے.

سني امام المفسيرين طبري د سدي له قوله د «لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ.....» أيت په باره کښې داسې وائي:

أما خزيهم فی الدنيا فانهم اذا قام «المهدی» و فتحت القسطنطينيه، قتلهم، فذلک الخزی.، «خو د هغوي رسوائي به د مهدي (ع) د پاڅون په وخت، د قسطنطنيه د فتح کېدو په وخت او کله چې مهدي (ع) هغوي ووژني عملي کيږي.»[20]

او قرطبي هم په خپل تفسير کښې د قتاده او سدي له نقل داسې ليکي:

الخزی لهم فی الدنيا قيام المهدی و فتح عموريه و روميه و قسطنطينيه و غير ذالک من مدتهم علی ما ذکرنا فی کتاب التذکره، «د مهدي (ع) پاڅون په دنيا کښې د هغوي لپاره رسوائي ده. او د عموريه، روم، فسطنطنيه او نورو ښارونو فتح هم د هغه څه له مخې چې مونږ په التذکره کتاب کښې يې ذکر کړے دے.» [21]

او هم دا رنګ ابن کثير د سدي، عکرمه او وائل بن داؤد په نقل سره وائي:

« هغوي (په جوماتونو کښې د خداے له ذکر څخه د منعې کوونکو او د جوماتونو د ړنګوونکو لپاره) رسوائي د مهدي (ع) په قيام او خروج تفسير کړ.»[22]

شوکاني هم په خپل تفسير کښې ليکي:

«په دنيا کښې د هغوي رسوائي د مهدي (ع) د پاڅون، د قسطنطنيه د فتح او د مهدي (ع) لخوا د هغوي د وژلو په وخت رامنځته کيږي.»[23]

سيوطي هم په خپل تفسير کښې پاس ورکړې شوې ليکنه نقلوي.[24]

په دا ډول سترو سني مفسرينو د بحث وړ آيت د حضرت امام مهدي (ع)  په آخر الزمان کښې د هغه حضرت د پاڅون په اړه تفسير کړے دے او د هغو کسانو لپاره يې چې په مهدويت باندې اعتراض کوي يا په دې اړه له شک او ترديد سره مخامخ شوي دي وضاحت کړے دے.

دریم  آيت:

﴿وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ 

«او په زبور کښې مو له ذکر(تورات) نه وروسته وليکل چې غوره او صالح بندګان به مې په زمکه کښې (د حکومت) وارثان شي» [1]

آلوسي په آيت کښې د الارض کلمې په اړه له ابن عباس څخه داسې نقلوي:

«له زمکې نه مراد دنيا ده چې مومنان به يې وارثان شي او ورباندې به تسلط ولري. دا د کلبي قول هم دے  او هغۀ (کلبي) د خپل قول د تائيد لپاره «ليستخلفنم في الارض» (هغوي په زمکه باندې خليفه ګان ګرځوي) آيت د شاهد په توګه راوړي.

بيا له مسلم، ابوداؤد او ترمذي څخه او هغوي له ثوبان څخه داسې نقلوي:

إن الله زوى لي الأرض فرأيت مشارقها ومغاربها، وإن أمتي سيبلغ ملكها ما زوى لي منها [و هذا وعد منه تعالی باظهار الدين و اعزاز اهله و استيلائهم علی اکثرالمعمورة التي تکثر ترددالمسافرين اليها و، الا فمن الارض يطاهاالمومنون کالارض الشهيرة الدنيا الحديدة و ابالهند الغربي][2]

ثوبان وائي: «د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: خداے زمکه په يو ځاے زما لپاره راغونډه کړه او ما يې مشرق او مغرب وليدۀ او ومې ليدۀ چې زما امت به ډېر زر د هغې مالک جوړ شي.[او دا د اسلام د غلبې او د دغه دين د خاوندانو د قدرمن کېدو او په هغو زياترو زمکو باندې چې مسافر پرې زيات تګ راتګ لري (ځکه چې داسې نورې زمکې هم شته چې کله کله مسلمان پرې قدم ايږدي، لکه نوې دنيا (امريکه او اروپا او لويديځ هند)  د هغوي د تسلط موندلو  په اړه د خداے وعده ده.] خو د هغوي باچائي د مسلمانانو نه ده.»[3]

که څه هم آلوسي د مسلمانانو د موعود حکومت په دومره اندازه محدود کړے  دے خو داسې ښکاري د خداے د ګران رسول (ص) حديث مبارک په راتلونکو وختونو کښې په ټولې زمکې باندې د مسلمانانو په تسلط دلالت لري.

آلوسي بيا په دوام کښې وائي:

«و إن قلنا بأن جميع ذلک يکون فی حوزة المؤمنين فی ايام المهدی رضی الله تعالی عنه و نزول عيسی(ع) فلاحاجة الی ما ذکر (سابقاً)، که ووايو دا هر څه (يعنې د اسلام او مسلمانانو غلبه) د مهدي رضي الله عنهم (د حکومت) او د عيسی (ع) د نزول په ساحه او دوران کښې عملي کيږي نو بس بيا هغو څيزونو ته چې مخکې مو ذکر کړل ضرورت نشته.»[4]

شېخ منصور علي ناصف په خپل کتاب کښې وائي:

«اشتهر بين العلماء – سلفاً وخلفاً – أنّه فی آخر الزمان لابدّ من ظهور, رجل من أهل البيت مسمّی المهدي يستولی علی الممالک الإسلاميّۀ، ويتّبعه المسلمون، و يعدل بينهم، ويؤيّد الدين، د نننيو او تېر ټولو علماو او پوهانو ترمېنځ مشهوره ده چې په يقيني توګه به په آخره زمانه کښې د پېغمبر اکرم (ص) له اهلبېتو څخه يو سړے راڅرګنديږي چې په ټولو اسلامي هېوادونو به مسلط کيږي او ټول مسلمانان به له هغۀ  څخه پېروي کوي او د هغوي تر مېنځ به عدل او انصاف جاري کوي او دين به مضبوطوي.»[5]

په دا ډول د مسلمانانو دغه غلبه، عزت او عظمت که څه هم د خداے د ګران رسول (ص) په زمانه کښې عملي شوے ؤ خو په اوسنۍ زمانه کښې به د حضرت امام مهدي (ع) په ظهور سره عملي کيږي.

 

[1] - سورۀ انبياء ۲۱ آيت.

[2] -روح المعاني ۱۷ ټوک ۱۰۴ مخ.

[3] - د عبارت دا برخه کېدې شي خپله د الوسي لخوا وي.

[4] - روح المعاني ۱۷ټوک۱۰۴ مخ

[5] -التاج الجامع للاصول ۵ ټوک ۳۴۱ مخ (په لمن ليک کښې)

 

[1] - سورۀ توبه ۳۳ آيت، سورۀ صف ۹ آيت او په لږ فرق سره د سورۀ فتح .

[2] - زاد المسير، ابن جوزي ۳ ټوک ۲۹۰ مخ.

[3]- سورۀ توبه 32 آيت

[4] -صفوة التفاسير ۱ ټوک ۵۳۲ مخ

[5] - الجامع الاحکام القرآن، قرطبي ۱۱ ټوک ۴۸ مخ، الکشاف زمخشري ۴ ټوک ۹۹ مخ، احکام القرآن جصاص ۵ ټوک ۳۳۴ مخ، تفسير ابن جزي ۲۵۲ مخ، درالمنثور سيوطي ۴ ټوک  ۱۷۵ مخ او داسې  نور تفسيرونه.

[6] - تفسير قرطبي ۸ ټوک، ۱۲۱ مخ او ۱۱ ټوک۴۸  مخ، تفسير فخر رازي ۱۶ ټوک ۴۰ مخ، نور الابصار ۲۲۸ مخ، الاخبار في اخبار صاحب الزمان ۲۵ باب ۱۵۶ مخ.

[7] - تفسير کبير فخر رازي ۱۶ ټوک ۴۰ مخ.

[8] - تفسير ابن جزي ۲۵۲ مخ

[9] - تفسير طبري ۱۴ ټوک ۲۱۵ مخ، ۱۶۶۴۵ شمېره، تفسير کبير فخر رازي  ۱۶ ټوک ۴۰ مخ، تفسير قرطبي  ۸ ټوک ۱۲۱مخ، در المنثور ۴ ټوک ۱۷۶ مخ.

[10] - در المنثور ۴ ټوک ۱۷۵ مخ.

[11] - تفسير قرطبي ۸ ټوک ۱۲۱ مخ، تفسير کبير ۱۶ ټوک ۴۰ مخ.

[12] - مستدرک حاکم ۴ ټوک ۴۷۶ مخ ۸۳۲۴ حديث

[13] - زاد المسير ۳ ټوک ۲۹۰ مخ.

[14] - تفسير طبري ۱۴ ټوک ۲۱۵ مخ حديث ۱۶۶۴۵۵، تفسير کبير، ۱۶ ټوک ۴۰ مخ، تفسير قرطبي ۸ ټوک ۱۲۱ مخ، درالمنثور ۴ ټوک ۱۷۶ مخ

[15] - البيان في اخبار صاحب الزمان ۲۵ باب ۱۵۶ مخ.

[16] - تفسير قرطبي ۱۱ ټوک ۴۸ مخ، البته  له پېغمبر اکرم(ص)  څخه حديث راوي ابن عباس دے، تاريخ ابوالفرج الجزري، عقدالدرر ۱۹ او ۲۰ مخونه، البته په عقدالدرر کښې د مهدي له نوم نه بغېر ذکر شوے دے.

[17] - فوائد الفکر له ۶۱ نه تر ۶۴ مخ پورې، عقد الدرر في اخبار صاحب المنتظر له ۳۶ نه تر ۴۱ مخ پورې.

[18]-  تذکرة الخواص ۳۶۴ مخ.

[19] - سورۀ بقره  ۱۱۴ آيت او سورۀ مائده ۳۳ آيت.

[20] - تفسير طبري ۱ ټوک ۶۹۹ او ۱۵۱۸ مخونه.

[21] - تفسير قرطبي ۲ ټوک ۷۹ مخ.

[22] - تفسير ابن کثير ۱ ټوک، ۱۶۲ مخ.

[23] - فتح القدير ۱ ټوک ۱۳۲ مخ.

[24] - درالمنثور۱ ټوک ۱۰۸ مخ.