د امام محمد تقي(ع) شهادت

مامون د هجرت په 218 کال کې مړ شو او تر هغه ورسته يې ورور ځای ناستی شو. د هجرت په 218 کال معتصم امام له مدينې، بغداد ته راوست چې له نزدې يې تر څارنې لاندې وي. او لکه څنګه چې مخکښې مې هم وويل په هغه محفل کښې يې چې د غل د لاس د پريکولو لپاره جوړ شوی ؤ امام هم راغوښتی ؤ. د بغداد قاضی ابن ابی داود او نور کسان شرمنده او پيکه شول او څو ورځې پس ابن ابي داؤد د حسد او ميرڅۍ په وجه معتصم ته وويل: ستا خير غوښتونکی يم ځکه درته يادونه کوم چې د څو ورځو مخکينۍ قيصه ستا د حکومت د لوړ رتبه مقاماتو په مخکښې دې د ابو جعفر(چې نيم مسلمانان يې د خلافت جوګه ګڼی او تا غاصب بولي) فتوا ته د نورو په فتواګانو ترجيح ورکړه، دا خبره په خلقو کښې خوره شوه او دا پخپله د هغه د جوګه والۍ او امامتۍ پوره څرګنده نښه ده، معتصم چې د امام سخت دښمن ؤ، د ابن ابي داود په خبرو وپاريد او د امام د شهيدولو نيت يې وکړو، بالاخره يې خپله سپيرۀ فيصله عملي کړه او هجرت د 220 کال د ذی قعدې په اخره کښې يې امام په زهرو شهيد کړ. د امام ابو جعفر جواد عليه السلام د قبر په څنګ کښې خاورو ته وسپارلو. د دغو دوؤ امامانو مزار اوس په کاظمين کې مشهور دی او د مسلمانانو يو لويې زيارت ګڼل کيږی.