د امام زین العابدین د حقونو رساله

د امام سجاد(ع) يو بل قيمتي اثر او کتاب د "حقونو رساله" ده چې د پخوانيو عالمانو په کتابونو کښې يې يادونه شوې ده په تحف العقول کتاب کښې ټوله موجوده ده. او په من لا يحضره الفقيه، خصال، امالي کښې يې هم ځنې برخې راغلي دي. بده نۀ ده چې له دغه کتابه هم ځينو  برخو ته اشاره وکړم چې د هر يو څيز د حقونو په حقله يې ليکلی دی.

د خداي حق:

د لوي خداي حق په تا دا دی چې د هغۀ عبادت وکړې. شريک ورسره ونۀ ټاکې او که په اخلاص سره دې داسې وکړل نو خداي پاک به دې دنيا او اخرت ښۀ کړي.

د نفس حق:

د نفس حق په تا دا دی چې د خداي پاک په اطاعت کښې ترې کار واخلې.

د ژبې حق:   

له بدو خبرو او کنځلو ساتل او د نيکو خبرو عادت، همدا شان د چټي او فضولو خبرو نه ځان بچول او له خلقو سره د ژبې په ذريعه نيکي کول.

د غوږونو حق:

د غوږونو حق له غيبته او ناجائز او حرامو څخه د دې ساتل دي.

د سترګو حق:

له حرامو نظارو ساتل، او د سترګو په ذريعه عبرت اخستل.

د لاسونو او پښو حق:        

د پښو حق دا دی چې هغو ځايونو ته پرې لاړ نشې چې حلال نۀ دي ځکه چې په همدغو پښو به د صراط په پل ودريږی نو خيال کوه چې ونۀ ښويږې. او په اوور کښې ؤنه غورځیږی.

د خيټې حق:  

دا ده چې د حرامو ځاله يې نۀ کړې او له ضرورته زيات ونۀ خورې.

د عورتينو يا شرم ځايونو حق:

چې له زنا او فحشاوو يې وساتې او د نورو له نظره يې پټ کړې.

د لمانځۀ حق:

د مانځۀ حق دا دی چې پوه شې چې مونځ د خدايې در ته حاضريدل دي او په مانځۀ کښې  خدايې ته ولاړ يې او که په دې پوه شوې نو په ډيرې عاجزۍ او غريبۍ سره به ودريږې او په زړۀ سره به هغۀ ته متوجې کيږې او د مونځ حق به ادا کړې.

د حج حق:

دا ده چې پوه شې چې حج د خدايې در ته ورتلل او له ګناهونو څخه خدايې ته پناه وړل دي. ستا د توبې د قبليدو وسيله او د هغې فريضې کول دي چې خدايې په تا فرض کړې ده.

د روژې حق:

دا ده چې پوه شې چې روژه داسې پرده ده چې لويې خدايې ستا په خلۀ، غوږونو، سترګو، خيټې او شرم ځايونو اچولې ده چې په دې وسيله دې له اوره وساتي او که روژه دې پريښوده نو د خدايې پرده دې شلولې ده.

د صدقې حق:

دا ده چې خبر شی دا ستا په نزد د خدايې يوه صدقه ده. او داسې امانت ده چې ګواه ته يې حاجت نشته. که په دې خبره پوه شوې نو په هغه څۀ به دې زيات اطمينان وي چې په پټه يې د خدايې  په لار کښې ورکوې. او خبر شه چې صدقه په دنيا کښې تا له بلاګانو مصيبتونو او ناروغيو ساتي او په اخرت کښې له اووره.

د قربانۍ حق:

دا دی چې لوي خداي ورسره وغواړی نۀ مخلوق.

د استاد حق:

د هغۀ عزت او ورته د لويې والي ورکول دي، د هغۀ په وړاندې په ادب سره کښيناستل او د هغۀ خبرو ته ښۀ غوږ اچول دي. پکار ده چې په استاد باندې ستا اواز لوړ نۀ وي او که څوک ترې څه پوښتنه وکړي نو تۀ ځواب مه ورکوه بلکې پريږدې چې هغه په خپله ځواب ورکړي. د هغۀ په محفل کښې له چا سره خبرې مۀ کوه د هغۀ په مخکښې د چا غيبت نۀ دی پکار او که څوک د هغۀ غيبت وکړي نو پکار ده چې دفاع يې وکړې د هغه بدۍ او عيبونه پټ او نيکۍ ښکاره کړه، له دښمن سره يې ملګرتيا او له دوست سره يې دښمني مه کوه. که په دغو دندو دې عمل وکړ نو پرښتې ګواهي ورکوي چې تۀ د خداي لپاره هغۀ ته ورغلی يې او علم دې ترې زده کړی دی نۀ د خلقو لپاره.

د زده کونکی او د شاګرد حق:       

په استاد باندې د شاګرد حق دا دی چې استاد پوه شي چې خدايې پاک چې کوم علم دۀ ته ورکړی او دی يې د شاګردانو مشر ټاکلی نو پکار ده چې نيک درس ورکړي په شاګردانو سختي ونۀ کړي او غصه نشي چې خدايې پرې  خپل رحمت زيات کړي. او که خلق دې له خپله علمه منعې کړل او سختي دې ورسره وکړه نو خدايې به درنه د علم رڼا واخلي او له سترګو به دې وغورځوي.

د ښځې (ټبر) حق:

په تا باندې د خپلې ښځې حق دا دی چې پوه شې چې خدايې هغه ستا د اسانتيا او محبت وسيله ګرځولې ده او دا په تا باندې د خدايې يو نعمت دی، نو عزت يې وکړه او محبت ورسره وکانده. کۀ څه هم په هغې باندې ستا حق زيات دی خو په تا لازمه ده چې ورسره مهربان اوسی.

د مور حق:   

دا دی چې تۀ په دې پوه شې چې په داسې ځايې (خيټې) کښې يې ګرځولی يې چې نور څوک دې نۀ ګرځوي. او تا ته يې د خپل زړۀ ميوه(وينه) درکړې ده چې هيڅوک چاته نۀ ورکوي، تۀ يې په خپلو ټولو غړو سره وساتلې او پروا يې ونۀ لرله چې پخپله وږې وي خو تۀ يې موړ کړې، تږې پاتې شوه خو تۀ يې خړوب کړې، هيڅ پروه يې نۀ وه. چې پخپله جامه ونۀ لري خو تۀ يې پټ کړې پخپله په نمر کښې وه او تۀ يې سيوري ته کړې. ستا په خاطر يې شپې روڼې کړې او له تودو سړو يې وساتلې چې تۀ ورته ژوندی پاتې شې. نو د خدايې له مرستې او د هغۀ له توفيقه پرته د مور د شکريه او مننې توفيق نۀ لرې. 

د پلار حق:   

خبر شه چې پلار ستا بنياد دی که هغه نۀ ؤ نو ته به هم نۀ وې. نو کله چې دې په ځان کښې کوم خوښوونکی او ښۀ صفت وليدۀ، پوه شه چې د دې نعمت اصل ستا پلار دی د خداي شکر کوه او په همدې اندازه د پلار منندوي اوسه.

د زوی حق:

دا دی چې پوه شی دې له تا دی او د دنيا په نيکو او بدو کښې په تا پوری تړلی دی او تۀ د هغه د روزنې، د خداي په لور د هدايت او د خدايې د حکمونو په منلو کښې له هغۀ سره د مرستی ذمه وار يې. نو د هغۀ په کار کښې داسې اوسه چې ګوندې د هغۀ په نيکو کارونو تاته هم بدله ملاويږي. او د هغۀ په بدو تا ته هم سزا.

د ورور حق:

دا دی چې هغه ستا لاس، ستا عزت او ستا توان دی. هغه د خداي د نافرمانۍ او په مخلوق باندې د ظلم لپاره وسيله مۀ ګرځوه، د دښمن په وړاندې د هغۀ مرسته کوه او خير غوښتونکی يې اوسه او که د خدايې له اطاعته بغير ګام پورته کوي نو خدايې ته په هغۀ ترجيح ورکوه.

د نيکې کوونکي حق:

په تا دا دی چې د هغۀ منندوي اوسې او نيکي يې ياده وساتې، د هغۀ ښه والې ووايه. خدايې ته د هغۀ لپاره خالصه دعا وکړې او که وس دې ورسيد د نيکۍ بدل يې ورکړه.

د ملګري او شريک حق:   

په تا دا دی چې نرمي ورسره وکړې او په خبرو کښې انصاف هغۀ تا ورکړې. نيکۍ يې يادې ساتې او بدۍ او غلطۍ يې هيرې کړې.

د ګاونډي حق:

د هغۀ په نشتوالي کښې د هغۀ د حقوقو خيال ساتل دي، له هغۀ سره مرسته او که ظلم ځپلی وي نو مرسته ورسره پکار ده. پکار ده چې په عيبونو پسې يې ونۀ ګرځې، که بده دې ورځنې وليده نو پټه يې کړې، که نصيحت ورته وکړه په سختۍ يې يوازې پرې نږدې او نيک معاشرت او ګډ ژوند ورسره وکړې.

د دوست حق:

دا دی چې په انصاف او عزت سره ورسره ناسته پاسته وکړې او څنګه چې ستا قدر کوي، قدر يې وکړې چې په دې کښې تر تا مخکښې نشي او که مخکښې شو نو بدله ورته ورکړې داسې مهربان ورسره اوسه لکه له تا سره چې مهربانه دی که د ګناه خيال او نيت وکړي نو منعې يې کړې او د هغۀ لپاره رحمت جوړ شه نۀ عذاب.

په کار او مال کښې د شريک حق:

دا دی چې که غائب وي نو د هغۀ په ځايې کار وکړې او که موجود وي نو خيال يې وساتې. د هغۀ مخالف حکم ونۀ کړی او د هغۀ له مشورې پرته کار ونۀ کاندې. د هغۀ د مال خيال وساتې، او خيانت ورسره ونۀ کړې ځکه چې تر څو دوه شريکه له يو بل سره خيانت ونۀ کړي خدايې ورسره ملګری وي. څوک چې دې منندوي نۀ وي په ځان ورته ترجيح ورنۀ کړې خپل مال د خدايې په اطاعت کښې ولګوې، بخل او کنجوسي ونۀ کړې چې افسوس او پښيماني دې نصيب نشي.

د پور غوښتونکي حق:

دا دی چې که پيسې يا بل څه لرې وريې کړې که نۀ وي درسره نو نيک ځواب ورکړی چې هغه خوشاله شي.

له تا سره د مشوره کونی حق:

دا دی چې که پوهيږې نو لار ورته وښيې او که نۀ پوهيږې نو داسې کس وروښيې چې په خپله  پوهيږې.

له چا سره چه ته مشوره کوې که رايې يې له تا سره يو وي نو د خدايې شکر وکړه او که بدله وي نو تهمت پرې ونۀ لګوې.

 که چا درنه نصيحت وغوښت نو نصيحت ورته وکړه او مهرباني ورسره کوه، د لويو حق دا د چې د هغوي د عمر او په اسلام کښې تر تا له مخکښې کيدو په وجه يې عزت وکړې تر هغۀ مخکښې روان نۀ شې او مخې مخې ته يې نۀ ځې. د وړوکي حق دا دی چې مهرباني ورسره وکړې د ښوونې، بخښنې او د هغۀ د عيب د پټولو په وخت او له هغۀ سره د مرستې په وخت د سوال کوونکي حق په تا دا دی چې که لا تا څۀ وغواړي نو د هغۀ د اړتيا په اندازه يې ورکړې.

کلیدي کلمې: