د امام زين العابدين (ع(اخلاقی ځانګړتياوې

د امام سجاد(ع) په زمانه کښې يو سړي د هغوي د ځينو ملګرو په  وړاندې هغوي ته بد رد وويل او لاړو، امام سجاد(ع) موجودو کسانو ته وويل د دۀ خبرې خو مو واوريدې اوس راځی چې زما ځواب هم واوری، هغوی له امام سجاد(ع) سره روان شول او وې ويل بهتره وه چې هماغه وخت چې دۀ په تا پسې بد رد ويل ځواب دې ورکړی وی امام د هغه سړی د کور په لور روان شو او په لاره يې د قران دا ايت تلاوت کړو چې د مومنانو ځينې لوړ او ښۀ صفتونه يې بيان کړی دی:

"...وَالْکَاظِمِنَ الغَيظ والعَافِينَ عَنِ النَاسِ وَاللهُ يحب المُحْسِنِين".[1]

(يعنی هغه کسان چې خپله غصه څښی او د خلقو له بدو او زياتيو تيريږي، او خداي نيک کسان خوښوي)

د امام ملګري له دې ايته پوه شول چې امام د بدل اخستلو لپاره نۀ دی روان کله چې د هغې سړي کور ته ورسيدل امام هغۀ ته اواز وکړ هغۀ په دې ګمان سره چې امام د بدل اخستلو لپاره راغلی دی ځان جنګ ته تيار کړ او بهر راووت. امام سجاد(ع) هغۀ ته نزدې ورغی او وې فرمايل ای وروره! تا چې څو شيبې مخکښې ماته کومې خبرې وکړې که دا ما کښی وې نو خدايې ما وبخښه او که دا په ما کښې نه وې نو له خدايه غواړم چې تا وبخښي د امام سجاد(ع) د دې دومره نرمۍ هغه سړی شرمنده کړ، رامخکښې شو د امام تندی يې ښکل کړ او ويې ويل: څه چې مې وويل يقيناً په تاسو کښې نشته بلکې زۀ پخپله د دغو بدو ردو لايق يم.[2]

امام صادق(ع) فرمايې چې په مدينه کښې يو مسخره سړی ؤ چې خلق به يې په خپلو کارونو خندول خو ويل به يې چې تر اوسه مې امام سجاد(ع) نۀ دی خندولی، يوه ورځ يې په لاره کښې د امام سجاد (ع) څادر د هغوی له اوږې واخستو او لاړ، امام د هغوی دې بد کار ته څۀ پام ونۀ کړ، د امام ملګرو له هغۀ څخه د امام څادر واخسته او امام ته يې بيرته راوړ امام پوښتنه وکړه دا څوک ؤ؟ ورته وويل شول يو سړی دی چې خلق خندوي. امام وفرمايل دۀ ته ووايئ چې "اِن للهِ يوماً يخسر فيه المبطلون" (خداي يوه داسې ورځ لري چې په هغې کښې به د فضولو او سپکو کارونو او خبرو واله خلق په خپل تاوان پوه شی)[3]

امام سجاد (ع) به د شپې د مدينې د غريبانو او اړمنو لپاره ډوډۍ وړله او له هغوی سره به يې مالی مرسته کوله کله چې هغه مبارک شهيد شو نو خلقو ته پته ولګيده چې دا نا پيژندلی کس امام سجاد (ع) ؤ. او د دوی له شهادته وروسته دا هم معلومه شوه چې د مدينې د سلو کورنيو خرچه د دوی په غاړه وه. په داسې حال چې هغوی ته پته نۀ وه چې مرستندوي يې څوک دی.[4]

امام باقر (ع) فرمايي: پلار به مې د مانځۀ په وخت داسې په زمکه پروت ؤ لکه يو مريې چې د يو لوې باچا په وړاندې وي. د خداي له ويرې به رپيدۀ، رنګ به يې بدليدۀ او لمونځ به يې داسې ترسره کولو ګوندې دا يې د ژوند ورستی لمونځ وی.

سرچینې

[1]  . سوره ال عمران ايه 134

[2]  . ارشاد شيخ مفيد ص240

[3]  . امالي شيخ صدوق ص 133

[4]  . تذکره الخواص ابن جوزي ص184