د امام رضاعلیه السلام شهادت

بالاخره مامون د امام د شهيدولو نيت وکړو ځکه چې پوهه شوی ؤ په هيڅ ډول امام د خپل لاس وسيله نشي ګرځولی. د امام عظمت او هغوي د ټولنې پام هم مخ په زياتيدو ؤ او د امام د شخصيت د داغي کولو لپاره د مامون له ټولو هلو ځلو سره سره د امام شخصيت احترام او عزت مخ پر وده ؤ او مامون پوهه ؤ چې د وخت په تيريدو سره د امام حقانيت او د مامون زور زياتي او ويرول زياتيږي. له بل خوا عباسيان او د هغوي پلويان د مامون لخوا امام ته د ولي عهدۍ په ورکولو غصه وو، تر دې چې د مخالفت په توګه يې په بغداد کښې د ابراهيم بن مهدي عباسي بيعت وکړ او په دې ډول له بيلا بيلو اړخونو د مامون حکومت ته خطره پيښه شوه. نو په پټه يې امام ته زهر ورکړل چې هم امام له مخې يوسي او هم د بني عباسو او د هغوي د پلويانو پام ځانته راواړوي.

د امام له شهادته ورسته يې بني عباسو ته وليکل تاسو په ما نيوکې کولې چې ولې مې د ولي عهدۍ مقامعلی ابن موسی الرضا ته ورکړو خبر شئ چې هغه له دنيا لاړو نو اوس زما اطاعت وکړئ. [1]مامون کوشش کوؤ چې د امام عليه السلام منونکي او پلويان د امام له شهادوه خبر نشي او په تظاهر او عوام غولونې سره يې غوښتل چې خپل جرم پټ کړي او داسې وښئ چې امام په خپل مرګ مړ شوی دی. خو حقيقت پټ نۀ شو او د امام ملګري او خپلوان له حقيقته خبر شو.

ابا صلت هروي(رح) چې د امام نزدې ملګری ؤ او د امام او مامون ترمينځ له شوو قيصو او پيښو خبر ؤ وايي: مامون چې د امام عظمت او بزرګي يې ليدلې وه،په ظاهره د هغۀ احترام او ورسره دوستي کوله او هغه يې ولي عهد کړو چې خلقو ته وښئ چې هغه د دنيا ليوال دی او دنيا يې خوښه ده چې د خلقو له سترګو پريوځي. خو چې کله يې وليدل چې د امام تقوي او پاکۍ ته هيڅ تاوان ونۀ رسيد او د خلقو په نزد د امام فضيلت ورځ په ورځ زياتيږي، مامون د بيلا بيلو ښارونو متکلمان راغونډ کړل، په دې اميد چې په علمي بحثونو کښې امام پړ کړي. د محققانو او پوهانو په سترګو کښې د امام علمي مقام پريوځي او خلقو ته د امام خامي او کمي څرګنده شي خو امام په يهوديانو، مسيحيانو،اور منونکو، صائبانو، برهمنو، ملحدانو، دهريانو، او د مسلمانانو د بيلا بيلو فرقو په ټولو عالمانو او پوهانو بری وموند. هغوي يې پړ کړل او د ځان ليوال يې کړل. خلقو چې دا وليده نو وې ويل چې په خدايې قسم امام د خلافت لپاره تر مامونه غوره دی. د مامون جاسوسانو به چې هغۀ ته دا خبرونه رسئول نو هغۀ به له حسده لمبه کيدۀ. امام هم د مامون په وړاندې د حق له ويلو دريغ نۀ کولو او حق خبره به يې کوله چې په دې وجه هم له هغۀ سره د مامون کينه او ميرڅي  زياته شوه او بالاخره يې امام ته زهر ورکړل.

ابا صلت چې د امام ملګرې و او د امام په جنازې کښې يې هم ګډون کړې ؤ وايي: له مرو څخه بغداد ته د ستنيدو په وخت مامون امام ته په انګورو کښې زهر ورکړل.[2]

د امام پاک جسد په هماغه زيارت کښې چې هارون پکښې ښخ ؤ د هارون د قبر مخې ته خاورو ته وسپارل شو د امام د شهادت نيټه د هجرت د 203 کال د صفر د مياشتې ورستۍ ورځ وه په دا وخت د امام عمر 55 کاله ؤ. د هغۀ په پاک روح دې سلام وي.

د تاريخونو چپتيا او تحريف ددې سبب شوی چې د مامون عباسي په شمول د ځنو ظالمانو واکمنانو ظلمونه راتلونکو نسلونو ته ښکاره نشي. مامون په خپل رذالت او چل ول سره نۀ يوازې امام ته زهر ورکړل بلکې د امام ډير خپلوان پلويان او علويان يې هم ختم کړل يا يې دشتو، غرونو او نورو ښارونو ته وشړل او ژوند يې پرې دومره سخت او تنګ کړو چې هغوي پټ په پټه يو خوا بلخوا وتنبيدل او ځينې شهيدان شول د هغوي د اکثرو د ژوند د تاريخ هيڅ پته نشته.

[1]  . تاريخ طبري ج 11 ص 1030 البدايه والنهايه ج  10 ص  249.

[2] . عيون اخبار الرضا  ج 2  ص 245