د امام حسين (ع) په زمانه کې د ټولنې کږلاري(۳)

معاويه او په ټولنه کې د انحراف د عواملو د استعمال ‌طريقې

معاويه له دغو عواملو په مختلفو ځايونو کې په بيلا بيله طريقه کار اخست. له دې نظره د هغه د حکومت دوره په دريو پړاوونو ويشلاي شو.

اول: د امير المومنين(ع) له خلافته مخکې

په دغه دوران کې په ډيرو برابرو شرايطو کې حکومت کاوه ځکه چې د هغه د دولت مرکز يعنې شام يوه ليرې پرته سيمه ګڼل کيده او له مرکز سره يې چندانې رابطه نه لرله د دغه سيمې خلکو د خدای رسول او لوي اصحاب ډير کم ليدلي وو. له بل پلوه دويم او دريم خليفه د معاويه کنټرولولو ته زيات اهميت نه ورکاوه. په تيره بيا دريم خليفه د معاويه لاس ډير خلاص پريښے و په داسې حالاتو کې د معاويه د فعاليت لپاره هر ډول زمينه برابره وه. او هغه په دغه موده کې د شام ټولنه په خپله خوښه تربيت کړه.

دوهم: د امير المومنين د خلافت په دوران کې

په دغه دوران کې د معاويه روده په تيره بيا به تبليغاتي زمينه کې بلکل بدله شوه. هغه علي او ملګري يې د دريم خليفه عثمان په وژله تورن کړل او په دې اساس يې وويل چې علي دې د عثمان قاتلان حواله کړي چې قصاص شي. په دې مسئله کې د معاويه تبليغات دومره پراخ وو چې  ډير خلک د هغه تر اغيز لاندې راغلل د عثمان د خون خواهې مسله يوه زمينه شوه چې معاويه يو شمير کسان ځانته جذب کړي او د علي په مقابل کې د صفين جنګ پيل کړي پر هغو وژلو سربيره چې په خورو ورو جنګونو کې وشوې په دغه جنګ کې په لسګونو زره کسان له دواړو لورو ووژل شول. دا لانجې د امام علي (ع) په شهادت سره پاي ته ورسيدې.

دريم: د اميرالمومنين (ع) له شهادته وروسته

خلک په دغه دوره کې له جنګه ستړي شوي وو حتیٰ د حضرت علي(ع) نزدې ملګري چې د صفين، نهروان او جمل درې جنګونه يې کړي وو له ډيرو ستونزو سره مخامخ شول دا د امام علي د حکومت په وروستيو کې هم ښه ښکاره وه[12]  د امام علي له شهادته وروسته معاويه له دغه حالته ګټه پورته کړه او د امام حسن د لښکر کوماندانان يې به چل دوکې او فريب سره وغولول او هغه حضرت يې د سولې منلو ته مجبوره کړ. په دغه زمانه کې معاويه په ټول اسلامي ټاټوبي واکمن شوی ؤ او پر شام سربيره يې په مصر، عراق، حجاز، يمن، د افريقې په شمال او ايران هم حکومت کاوه. د پيغمبر اکرم له کورنۍ يوازې امام حسن د لارې خنډ ؤ. چې هغه يې هم په سولې سره له لارې وغړاوه. په دغه دوران کې معاويه ځان په هرکس وسيال ګاڼه. او له دې امله يې له دغو عواملو دومره ګټه پورته کوله چې ويلاي شو د امام حسن غربت او مظلوميت او له هغوي وروسته د امام حسين مظلوميت تر دې زيات ؤ چې کوم چې په کربلا کې په سيد الشهداء تير شو.

متاسفانه د دغه وخت په باب په تاريخ کې ډير معلومات نه دي پاتي او هم دا راز د اهل بيتو مظلوميت داسې نه دے چې وتوانيږو په هغه سره د خلکو احساسات وپاورو او د هغه وخت يادونه ژوندۍ کړو. بلکه يوازې په تفکر او ځيرتيا سره پوهيدلاي شو په هغه وخت کې په اهل بيتو څه څه ظلمونه شوي دي. د امويانو دربار دومره د پيغمبر د کورنې به ضد تبليغ او پروپاګنډا وکړه چې په امير المومين (ع) لعنت او بد رد ويل د ځينو عبادتي دستورو لکه د جمعې د لمانځه برخه وګرځيده او هر خطيب بايد په هغه حضرت لعنت ويلي واي او خلکو به له عامو لمونځونو وروسته هم په امام علي لعنت وايه. [13]  په داسې حالاتو کې د امام علي (ع) بچيانو بايد صبر کړي واي او له زغمه يې کار اخستي واي او د امام حسن له شهادته وروسته هم امام حسين دا بوج په يوازې سر يوړه. تر هغه وخته چې امام حسن ژوندي ؤ امام حسين د هغه په ملګرتيا او ملاتړ ډاډه ؤ. خو د هغه له شهادته وروسته امام حسين يوازې په دغه غم کې کړيده او هيڅوک نه وو چې د زړه غم يې ورته بيان کړی واي دا حالت لس کاله روان و. تاريخ هغه خبرې اترې چې د امام حسين د پلويانو او د نورو تر مینځ شوي او کله کله هغه ليکونه چې د امام حسين او معاويه تر مینځ رد و بدل شوي او همدا راز د امام حسين او معاويه له يو بل سره مخامخيدل ليکلي دي. او دا ټول د امام حسين د يوازې توب او مظلوميت ګواهي ورکوي[14]

معاويه دوه ځله حجاز ته سفر وکړ. او د شام ځينې لشکريان يې هم له ځان سره مکې او مدينې ته بوتلل او تر يوه موده هلته پاتې شو چې د يزيد د ولي عهدۍ لپاره زمينه برابره کړي. په دغو سفرونو کې د امام حسين او معاويه تر مینځ خبرې اترې شوي دي معاويه هم دا راز د مدينې له ځينو مشرانو سپين روبو او د قبايلو مشرانو سره چې هغه ته نه تسليميدل خبرې وکړې دا هغه لوي شخصيتونه وو چې د يزيد ولي عهدي يې نه منله او معاويه ټنيګار کاوه چې د يزيد لپاره له هغوي بيعت واخلي. په دغه شان يو لړ خبرو کې چې د امام حسين او معاويه تر مينځ شوي معاويه امام ته بلنه ورکوي او دوي ته وايي چې زه له تا سره خصوصي خبرې لرم او له هغه سره خبرې کوي معاويه وايي د مدينې ټول خلک حاضر دي د يزيد ولي عهدي ومني يوازې تاسو څلور کسان يې نه منئ، د دغو کسانو مخکښ هم ته يې چې که ته د يزيد ولي عهدي ومنې او بيعت وکړې نور يې هم مني او په دې ډول د اسلامي امت يو والي او وحدت ساتل کيږي او د مسلمانانو وينه په ځمکه نه توييږي، ولې د يزيد بيعت نه کوې؟

امام حسين وفرمايل تا د خپل حکومت په دوران کې ډيرې وينې توي کړې او ډير فساد دې وکړ. په اخري عمر کې او له مرګه مخکې د ځان لپاره د ګناه توښه مه برابروه او د يزيد ګناه په غاړه مه اخله ته څرنګه حاضريږې چې هغه په خلکو واکمن کړې حال دا چې په خلکو کې داسې کسان شته چې ميندې يې، پلرونه يې او پخپله تر يزيد او د هغه تر مور او پلار غوره دي او خلکو ته يې ګټه ډيره ده.

معاويه وويل ګواکې غواړې د ځان خبره وکړې ته دا ويل غواړې چې ستا مور او پلار د يزيد تر مور او پلار او ته پخپله تر يزيده غوره يې؟

معاويه وويل: دا چې تا وويل مور دې د يزيد تر مور غوره ده دا دې رښتيا وويل ځکه چې فاطمه(س) له قريشو ده او د يزيد مور قريشه نه ده دا کافي ده پر دې سربيره چې مور دې د پيغمبر لور هم ده. نو رښتيا ده چې ستا مور د هغه تر موره غوره ده خو دا چې ودې ويل ستا پلار د يزيد تر پلاره ښه دي دا د تامل ځاي لري. ځکه چې تاته پته ده چې ستا پلار او د يزيد پلار له يو بل سره وجنګيدل او خداي تعالی د يزيد د پلار په ګټه حکم وکړ. خو دا صحيح نه ده چې ته تر يزيده غوره يې. بلکه يزيد د اسلامي ټولنې لپاره تر تا ډير ښه دی.

امام حسين وفرمايل: ته وايې چې شرابخور يزيد تر ما ډير ښه دی؟

معاويه په ځواب کې وويل د خپل تربور غيبت مه کوه.

معاويه امام حسين ته نصيحت وکړ او وې ويل زيږ سلوک مه کوه د خپل تره زوي غيبت مه کوه او بد يې مه وايه يزيد هيڅ کله ستا بد نه وايي نو تر تا ښه دی.[15]

په دې ډول چې کله بني اميه وو د قدرت واګي په لاس واخستل د جبريونو دې نظريې ته يې لمن وهله چې (د خداي خوښه داسې وه)

داسې جبري تعبيرونه د خلفاوو له لوری د امام علي په حق کې هم شوي دي. په تاريخ کې راغلي چې په يو سفر کې دوهم خليفه له امير المومنين علي وغوښتل چې په دغه سفر کې ورسره ملګری شي خو امام علي ونه منله خليفه په دغه کار خپه و او له دې امله يې ابن عباس ته چې په سفر کې يې ملګري و وويل: تاته پته ده چې د تره زوي دې ولې له ما سره په سفر رانغے؟ ابن عباس وويل نه. خليفه وويل علي په مدينې کې پاتې شو چې ځانته زمينه برابره کړي چې له ما وروسته خليفه شي. ابن عباس وويل هغه ځانته د دې خبرې ضرورت نه ويني ځکه چې باوري دي پيغمبر هغه له ځانه وروسته امام ټاکلی دی. په دغه وخت کې دوهم خليفه وويل: هو پيغمبر غوښتل چې علي له ځانه ورسته خليفه وټاکي خو خداي ونه غوښتل[16]

معاويه هم له دغه غلط استدلاله کار واخست، هم دا راز يزيد هم په يو محفل کې چې د اهل بيتو بنديان يې ورته راوستي وو امام زين العابدين (ع) ته وويل د هغه خدای حمد چې ستا پلار يې وواژه[17]

د امام علي له شهادته وروسته د معاويه په شل کلن حکومت کې د هغه يوه تبليغي سوژه (موضوع) په تيره بيا د هغو شيعو په هکله چې په عراق او په ځانګړې توګه په کوفه کې اوسيدل، دا وه چې علي او د هغه پنځه کلن حکومت د اقتصادي شاته پاتي والي، د وينو د بهيدلو د ماشومانو د يتيم کيدو او داسې نورو مسايلو ذمه وار وښودي.

دا تبليغي چل ول حتیٰ د امام علي په ژوند کې هم استعماليده. لکه څرنګه چې امام علي له خپلو دوستانو ګيله کوله او فرمايل به يې. په ژمي کې تاسو ته وايم چې جنګ ته لاړ شئ وايئ چې ګرمي ده. په ژمي کې به د جهاد حکم ويل وايئ چې ساړه دي. صبر وکړه چې موسم ښه شي. کروهنه مو پاتې کيږي. او فصل مو په ځمکه پروت دي[18]

دا ټول د معاويه د تبليغاتو نتيجه وه. د معاويه لاس پوڅو د امام علي په حدودو کې داسې تبليغات کول. او خلک به يې د امام علي په خلاف کارول او د بلوا او بغاوت زمينه يې برابروله.

د دې مثال په اسلامي انقلاب کې هم ليدل شوی دی. په ورځپاڼو کې ليکي:که د خرمشهر له فتحې وروسته امام خميني جنګ بند کړی واي نن به داسې مشکلات نه لرل[19]

نن د ملي جبهې او د ازادې د غورځنګ مشران هماغه کسان د چا په هکله چې امام خميني وفرمايل: دوي تر منافقانو هم بد دي[20] د هيواد تر پردې شاته سياستوال شوي دي. د هغوي تبليغاتي سوژه دا ده چې که دا جنګ نه واي په هيواد کې به دا دومره بد بختۍ نه وې دوي علما ء ګرم ښيي او وايي د ملايانو حکومت دا جنګ په خلکو وتاپه او که زر يې سوله کړې واي خبره به دې حد ته نه رسيده د هيواد د ټولنې اقتصادي مشکلات له امريکا سره د اړيکو د غوڅولو په وجه دي. که ايران اوس هم له امريکا سره ساز باز وکړي ټول مشکلات هواريږي.

د معاويه چل دا و چې يوه غلطه خبره به يې چې غلطوالی يې ثابت او څرګند و دومره تکراروله چې خلک يې ورو ورو ومني. دوي هم همدا سياست تکراروي. په ځينو ځايونو کې د رهبرې ستر مقام) آيت الله خامنه اي ځينې خبرې بيان کړي او ځواب يې ورکړي مثلا دوي له امريکا سره د اړيکو په هکله په تفصيل سره بحث کړی دی نورو ليکوالانو هم په تاريخي او علمي شواهدو سره ثابته کړې ده چې له امريکا سره رابطه نه يوازې زموږ اقتصادي ستونزې اواروي نه بلکه دوه برابره کوي يې. د مثال په توګه ترکيه هغه هيواد دي چې د امريکا تابع دی خو د دغه هيواد خلک د خپلو حقوقو (تنخاګانو) د پنځوس فيصده زياتوالي غوښتونکي دي او د ګډ وډ اقتصادي حالت په اعتراض کې هړتالونه کوي. امريکا هغه هيواد چې يو وخت تر ټولو لوي اسلامي هيواد او د عثماني خلافت مرکز و دومره خوار کړي چې د اسراييلو تالي څټي يې ترې جوړ کړي دي. خو دلته بيا هم ويل کيږي زمونږ مشکل دا دی چې له امريکا سره اړيکي نه لرو. که له امريکا سره اړيکي ولرو زمونږ ستونزې هواريږي. دا هماغه د معاويه سياست دی خو د علي سياست دا و چې د يو اسلامي واکمن دنده تر هر څه مخکې د اسلامي احکامو اجرا او د اسلامي ارزښتونو ساتل دي. او له هغه وروسته د اقتصاد لمبر راځي. د علي او د معاويه منطق نن هم روان دی.

رگ رگ است اين آب شيرين آب شور

بر خــــلايق مي رود تــــــــا نـــفـــخ صور

سرچینې

[13]. ابن ابي الحديد . شرح نهج البلاغه  دريم ټوک   ۵۷ مخ

[14]. ر، ک ابي منصور احمد بن علي طبرسي، الاحتجاج دوهم ټوک    او مخونه

[15] . ر. ک: ابن قتيبه دينوري، الامامة السياسيه، لوموک 184مخ.

[16]. ابن ابي الحديد شرح نهج البلاغه  دولسم وک مخ

۲. ابي منصور احمد بن عل طبرسي ، الاحتجاج، دوهم وک   مخ

[18].  شيخ مفيد الارشاد  ترجمه  محمد باقر ساعدي  خراساني   مخ

[19] . رک : اکبر ګنجي (عالي جناب سخ پوش) روزنامه صبح امروز،   دولسم مخ

[20] .  صحيفه نور.

کلیدي کلمې: