د امام حسين (ع) په زمانه کې د ټولنې کږلاري(۲

د ټولنې د انحراف لاملونه او وسيلې

معاويه په دغو زمينو کې د خپلو اهدافو د پرمخ بيولو لپاره له څو اوزارو او لاملونو کار واخسته البته له دغو عواملو استفاده کومه نوې خبره نه وه د نړې سياتوالو له پخوا تر اوسه له دغو وسايلو استفاده کړې ده معاويه هم دغه لاملونه ښه پيژندل او د هغو د کارونې په طريقې ښه پوهيده. دغه عوامل دا دي:

تبليغات يا پروپاګاندا

ټول سياستوال هڅه کوي د پروپاګنډې په وسيله د خلکو افکار او ذهنونه هغه لور ته چې دوي يې غواړي واړوي البته د وخت په تيريدو او د ټولنو د کلتور په بدليدو سره د پروپاګنډې وسايل هم بدليږي د هجرت په لومړۍ لسيزه کې په اسلامي ټولنه کې د تبليغاتو او پروپاګنډې وسيلې زمونږ د وخت په شان د هيومينزم پلوراليزم يا د بشري حقوقو چارې نه وې. يوازې اسلام واکمن و او خلکو به خداي او په پيغمبر(ص) عقيده لرله او له دينه مختلف قراءتونه او اخستونونه نه وو دود. خو د هغه وخت په ټولنه کې نور عوامل او اوزاز وو چې په پروپاګنډې کې ترې کار اخستل کيدې شو. په هغه وخت کې د پروپاګنډ‌ې په وسايلو کې هنر او ادب په تيره بيا شعر ته اشاره کولاي شو د هغه وخت په عربو کې شعر ځانګړی مقام درلود. معاويه هـڅه کوله تکړه او مشهور شاعران استعمال کړي چې د هغه په ستاينه او د دشمنانو په غندنه کې يې شعرونه ووايي او په خلکو کې يې مشهور کړي. په دوي کې يو مشهور شاعر اخطل نصراني و[3]. هغه ډير زبردست شاعر ګڼل کيده او د دې کار لپاره به يې شاګردان هم روزل.

البته په مومنانو او دنيدارانو کې قران او حديث تر هر څه زيات اهميت درلود او په دې وجه معاويه هڅه کوله چې يو شمير کسان د حديثونو د جعلولو لپاره راغونډ کړي. په دوي کې ابو هريره ته اشاره کولاي شو هغه د حديثونو يو مشهور جوړوونکی او جعل کوونکي دی چې ځينو اهلسنت عالمانو هم د هغه د حديثونو د جعلولو په هکله کتابونه ليکلي دي. ابو هريره به حديثونه جعلول او هغه به يې په پيغمبر پورې تړل او ساده خلکو به هم منل معاويه هم دا راز له هغو کسانو چې (قراء) بلل کيدل کار واخست قاري په هغه وخت کې ډير درناوی درلود قاري به يوازې به ښه غږ او تجويد سره قران نه وېل بلکه په هغه وخت کې يې د دين لويو عالمانو ته قاري ويل دا هغه کسان وو چې قران به يې ډير ښه لوسته او د هغه تفسير به يې کاوه او غالبا قران يې حفظ و[4] معاويه له دغو درې واړو پرګنو يعنې قاريانو شاعرانو او محدثانو کار واخست چې يو منسجم او هر اړخيز پروپاګنډيز سسټم ولري. او د خپل حکومت لپاره يې په کار واچوي.

لالچ  ورکول

معاويه هغه كسان چې په شعر قران او حديث سره به يې نه شول غولولاي هغوي به په لالچ سره له ځان سره يو ځاي کول. هغه د قبايل زياتره مشران د پوسټ مقام او د لويو انعامونو او ‌ډ‌اليو د ورکولو په لالچ وغولول هغوي يې ځان ته جذب کړل. کله به چې معاويه د قبيلې کوم يو مشر ته د پيسو کڅوړه وليږله نو ډيرو کمو کسانو به پيسو ته ځان ټنيګولاي شو.

ګواښل او ويرول

ګواښ د خپلو شيطاني غرضونو د اجرا لپاره د معاويه د حکومت يو بل کارنده اوزار و. د معاويه کسان به چې کله خبر شول چې کوم کس د هغه مخالفت کړے دے نو هغه به يې نيولو او شکنجه کولو او اخر به يې وژلو دا ګواښونه او ځورونې په تيره بيا د اهل بيتو (ع) په معامله کې ډيرې ظالمانه او سختې وې.[5]

معاويه له دغو عواملو په استفادې سره ټولنه د خپلو شيطاني اهدافو په لور منحرفه کړه. البته هغه به له دغه هر يو عامله د هغه په مناسب ځاي کې کار اخسته، له شاعرانو قاريانو او محدثانو به يې د حکومت لپاره د تبليغ او پروپاګنډې په غرض استفاده کوله او د قبيلې مشران او د ټولنې لوي شخصيتونه به يې به پيسې او مقام سره تطميع کول او په کوم ځاي کې چې دغو عواملو کار نه ورکاوه له ويرولو او ګواښلو به يې استفاده کوله.

معاويه کابو څلويښت کاله په شام حکومت وکړ د دوهم خليفه له وخته د هجرت تر څلويښتم کاله پورې يې حکومت يوازې په شام پورې محدود و او د هجرت له څلويښتم کاله او د امام علي (ع) له شهادت او د امام حسن(ع) سره له سولې وروسته يې ځان په شام کې د ټول اسلامي سلطنت خليفه وباله.

هغه غوښتل د شام خلک په خپله خوښه تربيت کړي. او خپل مقصد ته د رسيدو لپاره يې له نوموړو لاملونو پوره پوره کار اخست. هغه دغه کار سريزې په شام د خپل واک له لومړيو برابر کړې وې او کسان يې ازمايلي او پيژندلي وو او په دې لاره کې يې کافي تجربه لاسته راوړې وه او خلافت ته له رسيدو سملاسي وروسته يې خپلې موخې تعقيب کړې. د خپل عمر په وروستيو کې د معاويه وصيت د هغه د اوږد مهاله او لويو موخو بيانوونکي دي هغه غوښتل کومه پاچاهي يې چې لاسته راوړې په خپلې کورنې کې باقي وساتي او يزيد د هغه ځاي ناستي شي که څه هم ښه پوهيده چې يزېد هغه شان چې بايده ده د حکومت وړتيا نه لري هغه ډيره هڅه وکړه چې د ځينو کسانو په لاس يزيد تربيت کړي حتیٰ ځینې کسان يې ټاکلي وو چې د يزيد خيال دې ساتي معاويه د يزيد د مرستې او لارښوونې لپاره هغه ته وصيت وکړ او د هغه څه مطابق چې په تاريخ کې راغلي دي. هغه ته يې ويلي وو ما ستا د حکومت لپاره داسې زمينه برابره کړه چې بل هيچا د خپل بچي لپاره نه ده برابره کړې. حکومت تا ته تيار دی په دې شرط چې د څو خبرو خيال وساتې د عراق خلک غواړي هره ورځ يې واکمن بدل شي که هغوي داسې وغوښتل ته هم داسې وکړه دا تر دې غوره ده چې ستا په خلاف په زرګونو تورې راپورته شي د حجاز د خلکو درناوی کوه. هغوي ځانونه د اسلام متوليان ګڼي هر کله چې تاته راغلل د هغوي ميلمستيا او هرکلي وکړه او انعامونه ورته ورکړه او که هغوي رانغلل ته ورپسې استازی وليږه چې د حال احوال پوښتنه يې وکړي او له هغوي سره خواخوږي وکړي. خو څو کسان دي چې په اسانې سره ستا حکومت ته غاړه نه ږدي د ابوبکر زوي، د عمر زوي. د زبير زوي او د علي زوي د دغو څلورو کسانو نه ځير اوسه...... له حسين سره مقابله مه کوه تر کومه چې کولاي شې له هغه بيعت واخله که بيعت يې ونه کړ او له تا سره وجنګيد او پر هغه بريالي شوې بيا هم له هغه سره مهرباني کوه له حسين سره ښکيليدل ستا په سلا نه دي هغه د محمد اولاد دي او په خلکو کې ډير لوي مقام لري. او هغه له نورو شخصيتونو سره ډير فرق کوي [6]

خو يزيد د خپل پلار په شان د راتلونکي په فکر کې نه و. او له دې وروسته چې په ګدې کښيناست د مدينې واکمن ته يې امر وکړ چې له څو کسانو بيعت واخله. او که بيعت يې ونه کړ سرونه يې ووهه.[7]

دلته ده چې ګورو خلک ډير په اسانۍ او په لږ وخت کې له اسلامه لاس اخلي او د پيغمبر د سترګو تور وژني داسې کس چې د پيغمبر پر لمسي والي او امامت سربيره يو محبوب و. هغه داسې کس و چې خلک د هغه د جمال په ليدلو سره په هغه مينيدل او چا به چې د هغه اخلاق وليدل د اخلاقو ليواله به يې شو. که چا به ترې څه وغوښتل نو داسې به يې ورکول چې د سايل له سترګو سره يې سترګې ونه جنګيږي او هغه شرم محسوس نه کړي. داسې يو کس يې په دومره بيدردۍ سره شهيد کړ.

دغو خبرو ته په پام سره په هغه وخت کې حقيقي مومنان چې ايمان يې د زړه تل ته کوز شوي وي ګوته په شمير وو. او معاويه د خلکو په پيژندلو او د هغوي د ايمان له کمزورۍ په استفادې سره وتوانيد د تبليغ لالچ ورکولو او ګواښ او ويرولو له لارې ټولنه په هغه لور چې ده غوښتل بوځي.

امام حسين (ع) له معاويه سره د يزيد په شان مقابله ونه کړه. ځکه چې پوهيده چې هغه يا بل هر يو کس که په دغو حالاتو کې له معاويه سره مقابله وکړي په پټه به له مينځه يوړل شي او بيا به دا چاره د هغه په تبليغاتي دستګاه به جعلي اشعارو او حديثونو او په ډول ډول تورونو او تومتونو سره توجيه شي. او يو شمير دنيا غواړي او درباري ويناوال او واعظان به چې هر ځاي او هر وخت په تيره بيا به ديني ټولنو کې د خلکو د بې لارې کولو لپاره يې اساسي رول درلود. له معاويه سره په دې لاره کې مرسته کړې وه. قران فرمايي په هر دين کې د انحراف فساد او اختلاف عاملان ځان پلوري عالمان وو. [8]  او بې له دې بل څه نه وو چې هغوي ته د علم له راتللو وروسته په خپلو کې په اختلافاتو اخته شول.

د فساد د اختلاف د پيدا کولو بلوا انحراف او فتنې سرچينه د هغه چا په لاس کې وه چې لاره يې پېژندله. معاويه په شان واکمنانو دغه ډول وګړي دريافت کول او په پيسو به يې هغه اخستل او په خپل خدمت کې به يې راوستل او غيرتمن عالمان په مختلفو رودو سره څنګ ته کولاي شول د اميرا المومنين (ع) يو شمير اصحاب په دغو کسانو کې شامل وو. او په يو بل پسې ترور شول يا په ځينو پلمو په دار وځړول شول.[9] حجر ابن عدي او ميثم تمار په دغو کسانو کې شامل وو. دوي په خپل ايمان کلک ولاړ وو. او په دوي باندې د معاويه هيڅ يوه حربه ونه چليده او له دې امله اخر پانسي شول.

هغه څه چې سبب ګرځيدل خلک د اسلام له اوامرو وغړيږي او حتیٰ خپل ديني احساسات. قومي دودونه. قبيله ايز اخلاق او ميلمه پالنه هم له لاسه ورکړي همدا درې لاملونه وو چې معاويه کارول.

تر ټولو ښه درس چې له کربلا يې اخستلاي شو دا دي چې پوه شو څرنګ د مسلمانۍ مدعيان او هغه کسان چې ځانونه يې د پيغمبر پيروان ګڼل او حسين يې په ځلونو د پيغمبر په غيږ کې ليدلاي و او په خپلو سترګو يې کتلي وو چې کله د خداي رسول په منبر خطبه لوستله او حسين به په منبر وروخت نو په غيږ کې به يې اخسته[10] او دا يې هم ليدلي وو چې د خداي رسول د حسين ژړا نه شي زغملاي.[11] او خلکو ته يې سپارښتنه کړې وه چې د هغه خيال دې ساتي. خو بيا يې هم له امام حسين سره داسې سلوک وکړ او په ډير بوږنوونکي ډول يې شهيد کړ.

[3] . زبير بن بکار، اخبار الموفقيات . رسامي مکي العاني ص

[4] . مراجعه وکړئ: ابن قتيبه، المعارف

[5] . مراجعه وکړئ : محمد بن جرير، طبري،  تاريخ الامم و الملوک، ؛ ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، تحقيق محمد ابوالفضل  ابراهيم،  ۱ ټوک   & مخونه

[6]. خوارزمي  مقتل الحسين، لومړي ټوک

[7]. تير سند  

[8] . جاثيه

[9] . ابن ابي الحديد شر ح نهج البلاغه، لومړۍ ټوک.

[10].  مراجعه وکړئ:  طبرسي، اعلام الوري  باعلام الهدي 

۱۱. مراجعه وکړئ:   خوارزمي مقتل الحسين.

کلیدي کلمې: