د امام حسين (ع) په زمانه کې د ټولنې کږلاري(۱

مونږ شيعو ته تل دا پوښتنه پيدا ده چې څرنګه او ولې مسلمانان او په تيره بيا هغه کسان چې په کلونو کلونو له امير المومنين علي سره وو او د هغوي له تعليماتو برخمن وو او هم دا راز هغو کسانو چې پخپله يې امام حسين د حکومت او ولآيت لپاره بللے و د سيد الشهدا په وړاندې تورې وتړلې او په دومره بيدردۍ او بې رحمۍ سره يې هغه شهيد کړ؟

دا چاره دومره عجيبه ده چې که هر کال د کربلا پيښه نه بيانيدے په اسانه پرې د چا باور نه کيده چې داسې پيښه دې شوي وي.

له دې مخکې اشاره وشوه چې د دغه پوښتنې د ځواب لپاره بايد د عاشورا له پيښې يو څه مخکې لاړ شو. او د اسلام د لومړيو وختونو په تيره بيا د هغه وخت حالات وجاجوو چې بني اميه وو په شام کې قدرت په لاس کې واخسته. هم دا راز مو وويل چې په اسلامي ټولنه کې ځينې کمزورۍ موجودې وې او دې کمزورۍ د معاويه په شان سياستمدارانو لپاره زمينه برابره کړه چې د هغو په مرسته او د يو لړ عواملو او اوزارو په مټ خپل هدف ته ورسيږي هغه څه ته په پام سره چې ومو ويل روښانه شوه چې په دوي کې زياتې کمزورۍ د خلکو د ديني او علمي سويې د ټيټوالي او په ټولنه د قبيله ايز سسټم د واکمنۍ له امله وې په دې ډول چې که د قبيلې مشر به يو کار کاوه نورو به هم په پټو سترګو د هغه تقليد کاوه.

په کلي ډول په دې بحث کې د امام حسين (ع) په وخت کې د انحراف د ټولنيزو زمينو د ټولنې د بې لارې کولو لپاره د معاويه د لارو چارو او سياستونو د ټولنې له انحراف سره د مقابلې د لارو چارو او د معاويه په زمانه کې د امام حسين د پټو فعاليتونو په شان موضوګانې څيړو.

د ټولنې د انحراف اجتماعي زمينې

1. د فرهنګي او تعليمي سويې ټيټوالے

د امام حسين عليه السلام په زمانه کې د انحراف لومړۍ زمينه د خلکو د تعليمي او فرهنګې سويې ټيټوالے و. که څه هم د رسول الله مبارک له رحلته يوازې څو مياشتې تيريدې او د اسلام پولې ډيرې خپرې شوې وې خو لا اسلامي دودونه او فرهنګ له مدينې بهر د اسلامي ټاټوبو ليرې سيمو لکه شام ته نه وو رسيدلي او ايمان د دغه سيمې د خلکو به زړونو کې لاره نه وه پيدا کړې.

البته بايد پوه شو چې د اسلامي تربيت او معرفت د سويې لوړاوی په اسانه نه کيږي په تيره بيا د شام په شان سيمه کې چې مشر يې هم د معاويه په شان کس وي.

د قبيله ايز ژوند روح

يوه بله زمينه چې معاويه د خپل حکومت به مزبوتولو کې له هغه ګټه پورته کړه د قبيله ايز ژوند روح و قبيله ايز ژوند داسې و چې که د قبيلې مشر په يو کار کې مخکې شو د قبيلې ټولو خلکو او يا ډيرو به يې د هغه پيروي کوله او البته په کلي ډول دا منفي کار نه شو ګڼلاي ځکه چې د اسلام په لومړيو وختونو کې که د يوې قبيلي مشر به په پيغمبر ايمان راوړ نو د قبيلې نور خلک به بې له څه مقاومته او په اسانه مسلمانيدل او که د قبيلې مشر به مرتد شو نو ټوله قبيله به بې له څه اعتراضه مرتده شوه. د پيغمبر له وفاته وروسته هم هم دا کانه وشوه او د قبيلو خلک د خپلو مشرانو په پيروۍ له اسلامه جاروتل. [1]

د ايمان کمزوري

يوه بله زمينه چې معاويه ورنه استفاده وکړه د خلکو د ايمان کمزوري وه مختلف عوامل له يو بل سره يو ځاي شول چې د خداي د رسول له رحلته نيمه پيړۍ وروسته په ټولنه کې د دين او ديندارې د ودې زمينه کمزورې شي. امام حسين(ع) په يو حديث کې په هغه وخت کې د ټولنې د ديندارۍ حالت په يو حديث کې داسې انځوروي:

النّاسُ عَبيدُ الدّنيا وَالدّينُ لَعِقً عَلیٰ اَلْسِنَتِهِمْ يَحِوطونَهُ مَا دَرّتْ مَعَايِشَهُمْ فَاِذَا مُحِّصُوا بِالبَلاءِ قَلّ الدّيّانُون[2] (خلک د دنيا مريان دي او دين د هغوي په ژبه د څټونکي څيز په شان­­­­­­­­­­­­­­ د هغوي په ژبو ده تر کومه يې چې دنيا او معاش برابر ده د دين خبره کوي او کله چې ازميښت هغوي جدا کړي نو دينداران کميږي.)

د دين ادعا کوونکي ډير دي خو تر هغه وخته په دغه ادعا باقي وي چې دين يې دنيا ته تاوان ونه رسوي. خو که مجبوره شي چې په دين او دنيا کې يو غوره کړي او د دين به ساتلو سره دنيا د هغوي له لاسه ووځي دينداران ډير کم پاتې کيږي له بل پلوه د کومو کسانو چې ايمان کمزورے دے له دې خطر سره مخامخ دي چې د ابو سفيان په شان شيطانان له هغوي ناوړه استفاده وکړي. دا کمزوري په تيره بيا په شام کې چې خلکو يې ديني روزونکي او استادان نه لرل ډيره ليدل کيده، تر دې چې په تاريخ کې د هغوي د ناپوهۍ او جهل په هکله عجيبې کيسې مشهورې دي. حتیٰ په مدينه کې هم چې خلک د پيغمبر اکرم(ص) په سيوري کې روزل شوي وو او لا د هغه مبارک له وفاته ‌ډير وخت نه و تير د غدير پيښه هيره کړې شوه. دا او ځنې نور موارد هغه زمينې وې چې معاويه خپلو موخو ته د رسيدو لپاره له هغو کار واخسته.

سرچینې

[1] . رک: ابن واضح، تاريخ يعقوبي ج

[2] . محمد باقر مجلسي، بحار الانوار ج  ص116

کلیدي کلمې: