د امام حسين عليه السلام اخلاق او کردار

د امام حسين عليه السلام  په شپږ کلن عمر چې نظر واچوؤ نو وينو چې د هغوي ټول وخت په پاک لمنۍ، بندګۍ، د پيغمبر(ص) د دين په تبليغ او د لوړو مفاهيمو په خپرولو کې تير شوی دی.

هغه حضرت له مانځه دعا او له خداي سره له راز و نياز سره ډيره مينه لرله. کله کله به يې په شواروز کې په سلګونو رکعتونه مونځونه کول [1] او حتی د ژوند په وروستۍ شپې کې يې هم مونځ او دعا پری نۀ ښوده او د شهادت په  وخت يې له دښمنانو دومره مهلت وغوښتو چې له خداي سره راز و نياز او مونځ وکړي او وی فرمايل خداي خبر دی چې زۀ له مانځۀ د قران له تلاوت او دعا او استغفار سره څومره مينه لرم .[2]

ابن اثير په اسدالغابه کتاب کې ليکي:

      کان الحسين  فاضلاً کثير الصوم و الصلوة و الحج و الصدقة و افعال الخير جميعاً.[3]

امام حسين (ع) به ډيره زياته روژه نيوله، مونځ به يې کوو، حج ته به تللو، صدقه به يې ورکوله او ټول ښه کارونه به يې کول، د حسين عليه السلام شخصيت دومره لوړ او پرتمين ؤ چې کله له خپل ورور امام حسن سره پياده حج ته روان ؤ نو ټول بزرګان او اسلامي شخصيتونه د دوي په احترام کې له خپلو سورلو کوز شول او له دوي سره يې ټوله لاره پياده ووهله.

د هغه وخت ټولنې به ځکه د امام حسين عليه السلام ډير قدر کولو چې امام به له خلقو سره ګډ او شريک ژوند کوو. له هغو به يې څنډه نه کوله، له معاشرې سره عږ ملی ؤ او تر ټولو لويه دا چې په خداي باندې د هغوي بې کچه ايمان هغه د خلقو او اولس غمخور ګرځولی ؤ که نه نوله هغه سره نه ماڼۍ وې، نه محلونه وو و نه سپايان او غلامان، او هيڅ کله يې د لويو خلقو او جبارانو غوندې ژوند نه کوو او له خلقو يې نه غوښتل چې مثلاَ د پيغمبر(ص) د زيارت په وخت هغه ته زيارت خالي کړي.

شعيب بن عبدالرحمان خزاعي وايي: کله چې امام حسين عليه السلام شهيد شو نو د هغوي په ملا د يو زوړ زخم داغ وليدل شو چې کله يې له امام زين العابدينه (ع) د هغه داغ پوښتنه وکړه نو هغوي وفرمايل دا داغ د ډوډۍ او اوړو و هغو بوجو داغ دی چې پلار مې د شپې په شا کولې او کونډو يتيمانو او فقيرانو کره به يې وړې.

علائلي په "سموالمعنی" کتاب کې ليکې: "د انسانانو په تاريخ کې لوي لوي کسان شته چې هر يو په يو خاص ډګر او خاص صفت کې ډير زيات مشهور شوی دی. مثلا څوک په ميړانتيا کې مشهور دي څوک په سخاوت کې او څوک په داسې نورو صفتونو کې، خو د امام حسين عليه السلام عظمت او لوي والی ډير زيات دی چې هر يو اړخ يې د هغوي د تاريخي عظمت ښودنه کوي ګوندې په هغه کې ټولې خوبۍ او ښه صفتونه جمع دي".

امام حسين عليه السلام د هغه د ژوند او مرګ قيصه د هغوي وينا او کردار نه يوازې د تاريخ د يو لوي شخصيت نمونه ده بلکې هغه په خپل ټول وجود سره د فضيلتونو، لوي والي، سرښيندنو، فداکاريو او خداي غوښتنو صفا هنداره هم ده.

[1]  . عقدة الفريد ج2 ص143.

[2]  . ارشاد مفيد ص214.

[3]  . اسد الغابه ج2 ص20.