د امام حسين(ع) په زمانه کې د ټولنې کږلاري(۵

په ټولنه کې د انحراف له عواملو سره د مقابلې لارې

د امام حسين په زمانه کې د ټولنې د انحراف او د هغه د عواملو او له دغه مسلې د مسلمانانو د اغيز منلو د څرنګوالي له جاجه وروسته د معاويه په شان د شيطاني چل ولونو په وړاندې له کمزورۍ سره د مقابل د لارو چارو د معلومولو لمبر رارسيږي که مونږ غواړو چې د هغه وخت د خلکو کمزوري چې د امويانو د واک لپاره يې زمينه برابره کړه زمونږ په ټولنه کې پيدا نه شي يا که داس کمزوري زمونږ په ټولنه کې وي ليرې شي څه اقدامات بايد وشي؟ دغه مقصد ته د رسيدو لپاره بايد در اوزار يعنې تبليغ، ګواښ او لالچ ورکول شنډ کړو.

۱ . د پيژاندنې د سوي لوړول

له تبليغاتي چل ولونو سره مقابل لپاره تر ټول ښه لامل د اسلام او تشيع او د امام حسين د لارې په باره کې چ نن د امام خميني په لاري کې متجلي شوې ده د خلکو پوهه او شعور زيات کړي شي. له دې امله بايد په دې زمينه کې خپل معرفت زيات کړو. چې دشمنان ونه توانيږي د امام د ليک او لار په نامه د امام او اسلام مخالف افکار په مونږ کې دود کړي. لکه څرنګه چې معاويه دغه کار وکړ. يو مورد چې امام خميني ورسره مخالفت کاوه او نن په دروغه د هغه د مبارزاتي موخو برخه ګڼل کيږي د ازادۍ مفهوم دي دوي ازادي چې امام غوښته جنسي ازادۍ او بې لاريتوب تفسيروي او وايي: ايا امام نه ويل چې ازادي او خپلواکي، دا يوه ښکاره مغالطه ده ځکه چې امام خميني د اسلام له دشمنانو ازادي غوښتله نه له خداي دین او ارزښتونو ازادي. امام خميني خپل ټول عمر د اسلامي ارزښتونو په ساتنه کې تير کړ امام د ارزښتونو د حفاظت لپاره پاڅون وکړ، نه له ارزښتونو د خلکو د ازادولو[32] لپاره نن که له ځينو مسولينو پوښتنه وکړی چې ولې په کلتوري چارو کې د ارزښتونو خيال نه ساتل کيږي په ځواب کې وايي مونږ خلکو ته ازادي ورکړې ده او دا تر ټولو لوي ارزښت دی دا هماغه خبره ده چ امام خميني غوښتله. خو په حقيقت کې دا خبره امام حسين ته د معاويه د خبر په شان ده چې ته اوس د يزيد بد واي نو هغه له تا غوره دي ځکه چې هغه ستا بد نه وايي. دا يو ډيره د چالاکۍ مغالطه ده او هغه وخت د دغه ډول مغالطو له اغيزه ځان ساتلاي شو چې له دين او د دين له مسايلو پوره خبر وو. يو مومن او مسلمان ځوان بايد په شواروز کې يو څه وخت د ديني معارفو او تعلیماتو مطالعې ته بيل کړي. په دې زمانه کې د ديني مسايلو مطالعه ډيره ضروري ده.[33]

ځکه چې د ريډيو ټيلي ويژن، انټرنيټ، ورځپاڼو. ويډيو او سپوږمکۍ په وسيله د اسلام او اسلامي ارزښتونو په خلاف تبليغات ډیر زيات شوي دي، که په چا باندې دين ګران وي بايد د هغه لپاره پانګه ونه وکړي مسلمان ځوانان بايد اسلامي مطالعې ته تر ورزش او بدني تحرکاتو زيات اهميت ورکړي، دا علم او پوهه د روح خوراک دی او د روح د لوړاوي سبب کيږي. نن چې اکثره ټولنيز عوامل د اسلام په خلاف دي او اسلام پيدا کوونکي نه دي. په تيره بيا فرهنګي ارتباطاتو ته په پام سره چې نن سبا ټينګ شوي دي او هغه غلط فرهنګي سياستونه چې چلول کيږي، د ټولنې کلتور د بې دينۍ په لور کاږل کيږي.

۲. د ايمان د سوي لوړاوي

د ايمان مزبوتول يو بل عامل دي چې له هغه بايد د اسلام د دشمنانو د ګواښ د لالچ ورکولو په وړاندې کار واخستل شي. د دغه عواملو په وړاندې کمزوري او له ګواښه ويريدل د ايمان د کمزورۍ نښه ده.

د ګواښونو او تمو د مقابلې لپاره بايد خپل ايمان مزبوت کړو. د ايمان د پياوړتيا لپاره يوازې مطالعه کافي نه ده، بلکه عمل هم ضروري دي البته معرفت او پوهه اول قدم دی خو ايمان په عمل سره قوي کيږي. انسان که د لمانځه په هکله هر څومره مطالعه وکړي خو لمونځ ونه کړي ايمان ي وده نه کوي عمل يو ډول تلفيقي اړخ هم لري چې د ايمان د پياوړتيا سبب کيږي. بايد ځان ته تلقين وکړو چې که اسلام له ما وغواړي زه مرګ ته تيار يم امام حسين د عاشورا په ورځ خپلو اصحابو ته وفرمايل:

صبرا بني الکرام فما الموت الا قنطره تعبر بکم عن البؤس والضراء الي الجنان الواسعة والنعيم الدائمة.[34]

اي د لويو خلکو زوزاته! لږ صبر وکړئ دا مرګ به تاسو له سختۍ مصيبته او سپکاوي وژغوري او لوي جنت او تل پاتې نعمتونو ته به مو ورسوي. ايا دا خبره ښه نه ده.؟ ولې بايد له داس مرګه ويره وشي؟ ايا که څوک انسان له جيله او بنده خلاص کړي او يو ښکلې ماڼۍ ته يې بوځي له هغه مننه کوي که خپه کيږي ترې؟ مرګ مومن انسان د دنيا له بنده خوشے کوي او د جنت ماڼيو ته يې رسوي. ايا داسې څيز ښه دے او که ويروونکي؟ خو د کافرانو لپاره مړينه داسې نه ده هغوي له جنته وباسي او جهنم ته يې بوځي. ځکه چې هماغه دنيا چې د مومن لپاره د اخرت د مقاماتو په پرتله بند دي. د کافر لپاره له ټولو بدبختيو او مشکلاتو سره سره جنت دی ځکه چې کافر په اخرت کې دومره عذاب لري چې په دې دنيا کې که هر څومره په مصيبت او مشکل کې وي د هغه نړې د عذاب په پرتله جنت دی. مرګ کافران له جنته وباسي او جهنم ته يې بوځي. خو تاسو له بنده ازادوي او دومره پراخ باغ ته مو بوځي چې د اسمان او ځمکې هومره لوي دي:

.[35] آيا داسې مرګ بد او کرکجن دے او ورځينې ويره پکاره ده؟

همدا وجه وه چې ديارلس کلن ځوان وويل: الموت احلی عندي من العسل[36] مرګ ماته تر شاتو زيات خوږ دے دا ځوان حضرت قاسم (ع) و چې د خپل تره سيد الشهداء په لاس روزل شوي و.مونږ هم که حسينيان يو بايد د دغو تعليماتو په وسيله خپل ايمان مزبوت کړو. د امام حسين د لارې په دوام سره مرګ زمونږ لپاره تر ټولو ښه ژغورونکے دے امام حسين پخپله هم داسې روحيه لرله. لکه څرنګه يې چې وفرمايل:

وَ مَا اَوْلَهَني الی اسلافي اشتياق يعقوب الی يوسف[37] د خپل نيکه، پلار او ورور ليدلو ته زما تلو سه او اشتياق دومره دے څومره چې يعقوب د خپل زوي يوسف ليدلو ته ليواله و.

امام حسين په دغو خبرو سره خپل اصحاب تربيتولو او هغوي هم شهادت ته تيار وو.

د انقلاب په زمانه کې هغه ځوانان چې د شاه رژيم د بې لار فرهنګ تر زيات تاثير لاندې راغلي وو د امام خميني په بياناتو سره يې له شهادت سره مينه پيدا شوه او د جنګ په جبهو کې يې په ياد پاتیکیدونکې حماسه وپنځوله د امام خميني ژوند بخښونکې ويناو د هغوي د زړه له تله راپورته کيدې او په زړونو کيناستې. نو که د پيغمبر اکرم (ص) او امامانو له سيرته درس واخلو او د خداي په لاره کې د مرګ لپاره چمتووالي او د شهادت غوښتنې روحيه د يو ايډيال په توګه دود کړو هيڅوک پر مونږ نه شي واکمنيداي.

د معاويه په زمانه کې د امام حسين  پټ او مخفي فعاليتونه

امام حسين د حضرت امام حسن د شهادت له وخته د معاويه تر مرګ او د يزيد تر واکمنيدو پور هڅه وکړه داسې کسان وروزي چې وکولاي شي د هغوي په مرسته په ټولنه کې څپه جوړه کړي. هغه حضرت لس کاله په پټه فعاليت وکړ. هغه به په يو خوا بل خوا ځايونو کې په پټه ډير کم کسان موندل او هغوي ته به يې لارښوونه کوله په تيره بيا د حج  په ورځو کې چې له مختلفو هيوادونو به خلک راغونډيدل، امام حسين به هڅه کوله په مني عرفات يا مسجد الحرام کې له هغوي سره خبر وکړي او هغوي ته لارښوونه وکاندي.

امام حسين په منی کې او د ځينو کسانو په مینځ ک چې احتمال يې ورکاوه چې خبره يې اغيزه وکړي د معاويه او د هغه د مامورانو له سترګو ليرې وفرمايل:

اِسْمَعُوْا مَقَالَتِيْ وَ اکتموا قولي[38] (زما خبره واورئ خو راز داره اوسئ زما خبره پټه ساتئ او ښکاره کوئ یې مه)

په دغه دوره کې امام حسين په ښکاره مبارزه نه شوه کولې ځکه چې که دا کار يې کړي واي نو ټرور کوه يې او له دغه کاره به څه نتيجه هم په لاس نه وه راغلې. نو له دې امله هغه حضرت هڅه کوله اول په ټولنه کې مناسب فرهنګي حالات پيدا کړي. له دې امله دوي له باوري کسانو سره کله يوازې او کله په غونډه کې کيناسته او هغوي ته يې د حق سپارښتنه کوله او فرمايل به يې: زه له دې ويريږم چې حق د زمکې په مخ بالکل هير کړاي شي او چاته پته ونه لګيږي چې حق څه دي.

که خلک حق وپيژني خو هوا او هوس او د دنيا مينه او مقام پرستي د دې مخه ونيسي چې په هغه عمل وکړي د علماوو کار اسانيږي ځکه چې په خلکو حجت تماميږي (غاړه خلاصيږي) او عالمان دا دليل او حجت لري چې خلکو حق پيژنده خو عمل یې پرې نه کاوه. خو په داسې ځاي کې چ حق د هيريدو په حال کې وي، د عالم دنده درنيږي په داسې بڼه کې که وتوانيږي په ښکاره فعاليت وکړي خپله دنده يې سر ته رسول ده، او اخر دا چې د شيخ فضل الله نوري په شان د خپلې دندې په سر ته رسولو کې په دار خيږي او شهيديږي. خو کله چې د حق په ويونکي ډول ډول تومتونه لګيږي نو په داسې شرايطو کې ويل او يا نه ويل فرق نه کوي او دا چاره د ډيرو روحي عذاب او کړاو سبب کيږي امام حسين همداسې موقعيت درلود هغه په مدينه کې چيرته چې پيدا شوي او په ځلونو خلکو د پيغمبر په اوږو ليدلاي و. خبره نه شوه کول او بايد په مني کې يې د حج په ورځو کې ځينې کسان راغونډول او له هغوي سره به يې خبره کوله.

د امام حسين بل اقدام د حج په سفر کې له ځينو پوهو کسانو سره د هغوي خبره دی. امام په دغه سفر کې فرصت پيدا کړ او له خپلو دوستانو او خپلوانو يې ځينې کسان وپيژندل بيا ي يو پټ محفل جوړ کړ. او هغوي ته يې خبر وکړ. امام اول هغوي ملامته کړل چې ولې په خپلې دندې عمل نه کوي امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه کوي او په خپل مال او سر ويريږي. بيا يې وفرمايل:

اللّٰهُمّ اِنّکَ تَعْلَمُ اَنّهُ لَم يَکُنْ مَا کَانَ مِنّا تَنَافسا فِی سُلطانٍ وَ لَا التماسا من فضول الحطام،  اي خدايه ته خبر يی په هغه څه چې مونږ په دې موده کې د پلار له وخته تر اوسه کړي دي د دې لپاره نه وو چې د دنيا په مرداره له يو بل سره سيالي وکړو. مونږ په مقام او حکومت پس نه وو. او نه مو غوښتل چې د دينا له خشاک او خاره د ځان لپاره څه زيات کړو.

ولکن لنری المعالم من دينک و نظهر الاصلاح فی بلادک[39] دا هر څه په لومړۍ درجه کې د دې لپاره وو چې مونږ خلکو ته د دين نښې اثار او ارزښتونه وښيو او د هدايت په دندې چې مونږ ته راکړل شو عمل وکړو. چې خلک حق له باطله وپيژني او حق د تورو وريځو او خړو اوبو شاته پټ نه شي. او هم دا راز مو هڅه کړې ده تر خپل توانه فاسد کارونه اصلاح کړو. او د غلطو کارونو مخه ونيسو چې په ټولنه کې کيږي زمونږ هدف دا و چې د دغه دندې د ترسره کولو په سيوري کې ظلم ليدلي خلک امنيت ته ورسيږي.

معاويه امام حسين ته وايي: که ته د يزيد بيعت وکړ د ټولنې امينت ساتل کيږي. امام حسين هم په ځواب کې فرمايي خلکو امنيت تا له منځه وړي دي د خلکو په مال او ناموس د تيري کړي دي. او کله چې بسر بن ارطاه د معاويه لخوا او د امير المومنين د ملګرو د قتل او تالا کولو لپاره مداين ته راغي د مهاجرو او انصارو په ښځو يې تيري وکړ.[40]

و يعمل بفرائضک و سننک و احکامک، زمونږ مقصد دا دې چې د خداي واجبات مستحبات او احکام په ټولنه کې اجرا شي. مونږ د مال او مقام لپاره نه يو پاڅيدلي او دا چې مونږ خپل ځان په خطر کې اچولاي دي هدف مو دا نه دی چې د عيش او عشرت لپاره زمينه برابره کړو.

فانکم الا تنصرونا و تنصفونا قویٰ الظلمة عليکم، که تاسو له مونږ سره مرسته ونه کړئ او له مونږ سره انصاف ونه کړئ، ظالمان به پر تاسو بريالي شي.

وعملوا فی اطفاء نور نبيکم، او هڅه کوي چې د پيغمبرانو رڼا ګله او خاموشه کړي. امام حسين شل کاله په مدينه کې دا ډول چلند کاوه. هغوي د جمعې د لمانځه په خطبه کې وينا نه شوه کولې ځکه چې خطيب به د معاويه لخوا ټاکل کيده. او په علي به ي لعنت وايه.

که امام حسين په داس حالاتو کې پاڅون کړاي واي د دغه پاڅون زيات نه زياته نتیجه به دا وه چ خلکو به د پيغمبر د لمسي د شهيديدو په وجه افسوس کاوه او څه موده وروسته به د هغه نوم هير شوي و. ځکه چې له يو پلوه معاويه په خپلو تبليغاتوو او شيطاني چل ولونو سره د امام حسين هدف تحريف کړي و. او په دې ډول به امام حسين او د هغه پاڅون په تاريخ کې ورک شوي و.[41]

له بل پلوه د عراق خلک چې د پيغمبر د کورنۍ لوي پلويان وو. د امير المومنين د وخت له جنګونو وروسته ستړي شوي وو او په جنګ او جهاد کې ي شرکت نه کاوه. خو د يزيد په وخت کې حالات داسې وو چې امام دغه شان يو پلان شوي پاڅون برابرولاي شو. امام حسين په ځلونو د خپل شهادت خبر ورکړي و[42] خو په هر حال الهي قيام هغه لاره وه چې د شهادت سبب کيده. او له دې امله د امام حسين لاره او مشن تر ابده د ځلانده لمر په شان په ټولو زمانو کې ځليږي.

سرچینې

[32]. يوه ورځ ما د جمعې له خطبې مخکې په وينا کې وويل (دوي څه غواي ؟) زما په خلاف ي په لسګونو مقالي وليکلي چې دا سې دروغ وايي مونږ خو صرف سياسي ازادي غواړو . خو د چهارشنبه سوري په مسلې کې معلومه شوه چې  دوي څه ازاد غوښتل، هغه کسان چې خلک ي د چهارشينبه سوري لمانځلو ته  هڅول غوښتل ي چ د تخت جمشيد جشن هم جوړ کړي، يره لويه بودجه ي هم دغه کار ته بيله کړ  وه

[33].  په د برخه ک د استاد شهيد مطهري د کتابونو سپارتنه کوم . ضروري ده چې ځوانان د اکتابونه  کرښه په کره ولولي او د طلباوو په شان له يو بل سره مباحثه وکي . او که ه ابهام وي له پوهو کسانو د وغواي چ ور لير ي کي .

[34] . شيخ صدوق معاني الاخبار   مخ

[35] . ال عمران  (۳)

[36] . سيد هاشم بحراني، مدينة المعاجز،لورم ټوک، 214مخ، 295حديث

[37]. سيد ابن طاووس   اللهوف   مخ

[38]. ابي منصور احمد بن علي طبرسي  ، الارشاد  مخ

[39]. حسن بن علي بن شعبه، تحف ا لعقول،  مخونه .

2.   ر ک :   ابن واضح، تاريخ يعقوبي ، مخ

[41] . د ايران د انقلاب په لومړيو ک کله به چ امام خميني د شاه   بد ويل څينو به ويل مون ته نه ده پته چ د د عيب ون او غيبت اوريدل جايز دي او که نه

[42]. قولويه قمي په کامل الزيارات کتاب ک يو باب د امام حسين له شهادته وروسته  د هغه اخبار ته بيل کړے دے  مثلا امام باقر فرمايي امام  حسين د ترويه نه يوه ورځ مخک له مک بهر وواته عبد الله بن زبير امام حسين بدره ک . او و ويل اي ابا عبدالله د حج  ورځ دي  او ته حج پريږد او عراق ته ؟ امام  وفرمايل : زما لپاره د فرات په غاړه  خيدل ه دي تر د چ د کعب شاته ښخ شم ....

همداراز امام صادق  (ع) فرمايي : امام حسين وفرمايل قسم په هغه چا چې د حسين  ساه ي په لاس ک ده بني اميه به خپل حکومت پاي ته ونه رسوي مګر دا چ ما ووژني  او هغوي زما قاتلان  دي......)

امام صادق فرمايي :  کله چ امام حسين عقبه بطن سيم ته ورسيد و فرمايل : وينم چ زه به ووژل شم؟  و پوښتل تر دا څه خبره ده چ تاسو ي کوئ و فرمايل د هغه خوب په وجه چ وم ليده . و پوښتل هغه خوب و .؟  و فرمايل [په خوب] ک م وليدل چ سپي زما بدن ټوت ;و کوي  او تر ولو سخت يو سپے و چ  تور او سپين و. ( مخ)

کلیدي کلمې: