د امام جواد عليه السلام د مکتب شاګردان

پاک امامان هم د اسلام د ګران پيغمبر محمد (ص)په شان تل د خلقو په ښوونې او روزنې لګيا وو خو د هغي کار د زده کړې له مؤسِسو او ادارو سره نۀ شو پرتله کولی. د زده کړې ادارې د تعليم او ښوونې لپاره خاص وختونه لري. په نورو وختونو کښې چټي وي او خدمت نۀ کوي خو معصومينو عليهم السلام د خلقو لارښوونه او تعليم هر وخت په ځان لازم ګڼلو. د هغوي خبرې کړچار ناسته پاسته او د هغوي د ژوند هره يوه ګوښه ښوونکې او روزونکې وه. څوک به چې ورسره کوم وخت هم کښيناستل د هغوي له اخلاقو او کردار به يې زده کړه کولی شوه که څه پوښتنه به يې وه نو کولی يې شوه او د هر مشکل او ستونزې ځواب يې تر لاسه کولی شو.

څرګنده خبره ده چې د پيغمبرانو او امامانو له مکتبه پرته د داسې مدرسې بيلګه هچرته نشته او فطري خبره ده چې د داسې مکتب ګټه او فائده به څومره زياته وي. په همدې وجه اموي خليفه ګانو چې په دې خبره پوهيدل چې که خلق دغو خصوصيتونو ته متوجې شي نو الهي لار ښوونکو ته جذب کيږي. او بيا به د دغو غاصبانو حکومت ته خطره ورپيښه شي. تر ممکنه حده کوشش کوؤ چې خلق له دوي سره رابطه ونۀ ساتي. يوازې د امام باقر عليه السلام د ژوند په څو کلونو کښې چې د عمر بن عبدالعزيز د واکمنتيا وخت ؤ او هغه هم لږ انسانيت لرلو خلقو له دغه امامه استفاده وکړه او د امام صادق عليه السلام په وخت کښې چې اموی حکومت په نسکوريدو ؤ او عباسی حکومت لا سم نۀ ؤ ټينګ شوی خلقو له دغه امامه لږ څۀ په ازاده توګه علم زده کړو. په همدې وجه د امام صادق عليه السلام د شاګردانو او راويانو شمېر قابو څلور زره تنه دي خو د نورو امامانو اصحابان راويان شاګردان ډير کم دي مثلا د امام جواد عليه السلام شاګردان او راويان قابو يو سل لس تنه دي چې له دې معلوميږی د دوي په زمانه کښې له دوي سره په رابطې او اړيکو ټينګولو څومره سختی وه خو سره له دې په دغو کسانو کښې هم داسې ځلانده څيرې شته چې ذکر يې مناسب ګنم.

1. علی ابن مهزيار(رح):

د امام جواد عليه السلام له خاصو وکيلانو او يارانو څخه ؤ او د امام رضا عليه السلام او امام علی نقی عليه السلام له اصحابو هم ګڼل کيږی. ډير عبادت کوونکی ؤ تر دې چې ډيرو سجدو يې په تندی نښه جوړه کړې وه د نمر د راختلو په وخت به يې په سجدې کښې سر کيښودو او تر هغې به يې نۀ هسکولو چې زرو مومنانو ته دعا وکړي. علی بن مهزيار په اهواز کښې اوسيدو او تر ديرشو زيات کتابونه يې تاليف کړي دي د ايمان او د عمل له نظره په ډيرو لوړو درجو کښې ؤ.

2. احمد بن محمد بن ابی نصر بزنطی(رح):

د کوفې اوسيدونکی او د امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له خاصو او عزتمنو ملګرو څخه ؤ. د الجامع په شمول يې څو کتابونه تاليف کړي دي او يو باوري فقيه ګڼل کيږي.

3. ذکريا بن ادم (رح):

دی د قم اوسيدونکی ؤ او مزار يې اوس هم په قم کښې معلوم او مشهور دی. د امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له نزدې يارانو څخه ؤ. امام جواد عليه السلام ورته دعا وکړه او هغه يې له خپلو وفا لرونکو يارانو وګرځولو.

4. محمد بن اسماعيل بن بزيع(رح)

د امام کاظم عليه السلام، امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له يارانو ؤ او يو صالح، سم لاری او عبادت کوونکی او باوری کس ؤ. چې څو کتابونه يې هم تاليف کړي دي. د عباسيانو په دربارکښې به يې کار کوؤ او امام رضا عليه السلام ورته په دې حقله وفرمايل: د ظالمانو او زور ويونکو په دربارونو کښې د خدايې پاک داسې بندګان شته چې خدايې د هغوي په وسيله خپل برهان او دليل څرګندوي او هغوي ته په ښارونو کښې طاقت او قدرت ورکوي چې په دې طريقه خپل ياران او دوستان د ظالمانو له ظلمه وساتي او د مسلمانانو چارې سمې کړي دوي د خطرو او پيښو په وخت د ايمان لرونکو پناه ځايونه دي. مصيبت زپلی او دړمن د کړاوونو په وخت دوي ته ورځي. خدايې پاک داسې کسانو په ذريعه مومنان له ظالمانو ساتي. دوي حقيقي مومنان او په زمکې باندې د رب امانت لرونکي دي. په خدايې قسم چې جنت د داسې کسانو لپاره تيار شوی دی.