د امام جواد(ع) ځينې ګټورې خبرې

 1: څوک چې په خدايې پاک باندې په توکل او تکيې سره له خلقو د حاجت او نياز مخ واړوي، خلق هغۀ ته محتاجه کيږي او څوک چې تقوی خپله دنده وګرځوي په خلقو کښې محبوبيږي.

2: د انسان کمال او بشپړتيا په عقل کښې ده.

3: د مروت او نرمۍ اخری درجه دا ده چې انسان له هيچا سره داسې سلوک ونۀ کړي چې له ځان سره يې نۀ خوښوي.

4: د کوم کار چې وخت نۀ وي رارسيدلی، هغه مۀ شروع کوئ ځکه چې د پښيمانۍ سبب کيږي او اوږدې اوږدې ارزوګانې او اميدونه مۀ لرئ چې زړۀ مو سخت او ظالم نشي، په بې وسو رحم وکړئ چې خدايې پاک درباندې خپل رحمت نازل کړي.

5: څوک چې د چا بد کار ته ښۀ ووايي په هغه کار کښې شريک دی.

6: د ظالمانو مرستيال او په ظلم باندې غلی پاتې کيدونکی دواړه په ظلم کښې شريک دي.

7: څوک چې خپل مومن ورور ته په پټه نصيحت  وکړي په اصل کښې ېې هغه ښکلی کړی او سينګار کړی دی او څوک چې ورته د نورو په مخکښې نصيحت کوي نو د هغۀ اجتماعی څيره بدرنګوي.

8: په زړۀ سره خدايې ته توجه او پام کول عمل ته د غړو له هڅولو او تشويقولو بهتره او غوره دي.

9: د عدالت او انصاف ورځ به ظالم لپاره په مظلوم باندې د ظلم کولو له ورځې سخته وي.

10: د قيامت په ورځ د عمل نامې سر ليک نيک اخلاق وي.

11: درې څيزونه بنيادم د خداي خوشحالۍ او رضا ته رسوي. له خدايه ډيره بخښنه غوښتل، له خلقو سره نرم خوي او ډيره صدقه ورکول. او درې داسې خصلتونه دي چې په هر چا کښې وي، پښيمانيږي نه. په کارونو کښې بيړه او تادي نۀ کول، په کارونو کښې مشوره او د کار د کولو په وخت په خدايې توکل.

12: څوک چې له خدايه بل چاته اميد او طمع وکړي خدايې يې هم هغۀ ته پريږدی او څوک چې بې له علمه او پوهې کوم کار وکړي تر ابادۍ زياته خرابي او وراني کوي.

13: څوک چې فاسق ته اميد ورکړي، تر ټولو کمه سزا يې محروميدل دي.

14: عفت او پرهيزګاري د فقر ښکلا ده، شکر د توانمنۍ ښکلا ده، عاجزي د بزرګۍ او شان ښکلاده، صبر د مصيبتونو ښکلا ده، تواضع د علم ښکلا، ادب د عقل ښکلا، روڼ تندی د سخاوت او بخښنې او احسان نۀ اړول د نيکۍ او احسان ښکلا ده، توجه او د زړۀ حاضرول د مونځ ښکلا او د چټی او سپکو کارونو پريښودل د پرهيزګارۍ او تقوی ښکلا ده.

15: څوک چې په خداي اعتماد او توکل وکړي خدايې يې له هرې بدۍ ژغوري او له هرې دښمنۍ يې ساتي.

16: دين د سرلوړۍ تومنه ده، علم خزانه ده، چپتيا نور دی او هيڅ يو شی د بدعتونو په شان دين له منځه نۀ وړي. او هيڅ يو شی د طمعې په برابر بنيادمان نۀ فاسدوي، د لائق او صالح چارواک او مشر په وسيله خلق سميږي او له خدايه په دعا سره بلاګانې ختميږي.

17: څنګه ممکنه ده چې هغه کس چې خدايې يې ولي او سرپرست دی تباه شي او څنګه ممکنه ده چې خدايې ورپسې وي، وژغورل شي.

18: يو سړی له امامه وغوښتل چې په لنډه جمله کښې ورته نصيحت وکړی امام ورته وفرمايل: له داسې کارونو ځان وساته چې په دنيا کښې د شرم او په اخرت کښې د عذاب سبب شي.

اړونده منځپانګې

د قبورونو د بیا رغونی په هکله د وهابیانو نظر
په قبرونو باندې د ودانۍ ګټه
د اسلام د ګران پیغمبر او امام جعفر صادق علیهم السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه د وحدت اونۍ
)ای خدایه: مونږ ته نيغه لار راوښيه. (سوره فاتحه ایت 6)
اي خلکو! دا حسين، د علي عليه السلام زوي دی. دا وپيژنئ، قسم په هغه خداي چې زما ځان د هغه په لاس کې ده، هغه او د هغه مينه وال او د هغه د مينه والو، مينه وال به په جنت کې وي. (الأمالي، صدوق، مخ ۳۵۵ )
پیغمبر اکرم وفرمایل: چا چې حسين عليه السلام سره مينه وي نو خداي تعالی هم هغه سره مينه کړي.
پيامبر(صلي‌الله‌عليه‌وآله‌و‌سلم): أحَبَّ اللَّهُ مَن اَحَبَّ حُسَيناً چا چې حسين عليه السلام سره مينه وي نو خداي تعالی هم هغه سره مينه کوي. (بحار الأنوار، ټوک ۴۳، مخ ۲۶۱)
د قرآن ځليدا او د غليمانو پاريدا
د حضرت فاطمة الزهرا په سیرت کې د قرآن چورلیزي رول
په روژې کې د ځينو ورځو اعمال لومړۍ ورځ
د روژې د هرې ورځې دعا
د روژې د میاشتې عام اعمال
د حضرت مهدی علیه السلام اوږد عمر
حضرت امام مهدی په هکله د پېغمبراکرم (ص) احاديث
امام مهدی علیه السلام په هکله د سُني علماو اقوال