د امام تقی علیه السلام د وادۀ غوښته او سازش

امام رضا عليه السلام د ژوند په باب کښې مې وويل چې مامون د ټولنې له ګډوډيو د ژغورنې د علويانو د بلوا د مخ نيوی او ځان ته د امام دوستانو د نږدې کولو لپاره ځان د اهلبيتو مينه وال او ليوال ښودلو او په امام رضا عليه السلام باندې يې د ولی عهدۍ په تپلو سره غوښتل چې هم خپل دا مقصد عملی کړی او هم امام له نږدې وڅاري، له بلې خوا د بنی عباسو کورنۍ د مامون په دې عمل او په دې چې احتمالا خلافت له بنی عباسو څخه علويانو ته منتقل شي سخته غصه او خفه وه او ځکه يې د مامون مخالفت ته ملا وتړله. خو چې کله مامون امام رضا عليه السلام ته زهر ورکړل نو خوشحاله شوه او بيا يې مامون ته مخه کړه. مامون ډير په پټه امام ته زهر ورکړي وو او کوشش يې کوؤ چې ټولنه له دې پيښې خبره نشی او په خپل جرم باندې د پردې اچولو لپاره يې ماتم وکړ او درې ورځې د امام په زيارت کښې پاتې شو او يوازې په مالګې او ډوډۍ يې ګزاره وکړه. خو له دغه ټولو تدبيرونو او پرده اچولو سره سره علويانو ته حقيقت ښکاره شو او پوهه شول چې د امام قاتل مامون دی نو سخت قهرژن او په کينه کښ شول او د مامون حکومت ته يو ځل بيا خطره ورپيښه شوه. د دې خطرې د مخنيوی لپاره يې يوه بله دسيسه او سازش جوړ کړو او هغه دا چې له امام جواد عليه السلام سره يې ډيره مهربانی پيل کړه او د نورې استفادې لپاره يې خپله لور هغۀ ته ورکړه او غوښتل يې چې کومه استفاده يې په امام رضا عليه السلام باندې د ولی عهدۍ له تپلو اخستې وه له دې وادۀ هم واخلي، امام جواد عليه السلام يې د هجرت په 204 کال يعنی د امام رضا عليه السلام له شهادته يو کال ورسته له مدينې، بغداد ته راوست او خپله لور، ام الفضل يې ورته وادۀ کړه.

ريان بن شبيب وايي کله چې عباسيان د مامون له دې فيصلې چې خپله لور امام جواد عليه السلام ته وادۀ کول غواړي، خبر شول نو ويريدل چې داسې نۀ وی چې حکومت د عباسيانو له لاسه اوځي او هماغه حالت چې د امام رضا عليه السلام په زمانه کښې راغلی ؤ، تکرارا شي. نو مامون ته جرګه شول او اعتراض يې وکړ. هغۀ ته يې قسم ورکړو چې له دې کاره تير شه او وې ويل تاته ښۀ پته ده چې زمونږه او علويانو ترمينځ څۀ تيريږی او خبر يې چې مخکښينو خليفه ګانو به دوي ته سپک کتل او له ځانه به يې شړل مونږ په دې هم ډير خفه وو چې ولي عهدي دې امام رضا عليه السلام ته ورکړه خو ښه وه خدايې هغه واخستو اوس تاته په خدايې قسم درکوؤ مونږ بيا مۀ غمژنوه له دې وادۀ ډډه وکړه او لور دې په عباسيانو کښې يو کس ته چې يې د دې وادۀ وړ ګڼې ورکړه.

مامون ورته وويل: څۀ چې ستاسو او د علويانو ترمينځ تير شوي دي د هغې عامل تاسو وئ که په انصاف سره وګورئ نو هغوي تر تاسو وړ او غوره دي او څۀ چې مخکښينو خليفه ګانو وکړل، له خپلو خپلوانو پرې کيدل او د قطع رحم و، زۀ له دې کاره خدايې ته پناه وړم او د رضا په ولي عهدۍ هم پښيمانه نۀ يم. ما له هغۀ وغوښتل چې خلافت ومني خو هغۀ ونۀ منله او د ابو جعفر امام جواد عليه السلام په حقله به درته ووايم چې ما ځکه هغه، خپلې لور له خوښ کړو چې په وړوکوالی کښې هم په علم پوهې او فضيلت کښې په ټولو فاضلانو او عالمانو لوړ ؤ او همدا د حيرانتيا او تعجب خبره ده او هيله من يم لکه څنګه د هغۀ علم ماته ښکاره دی ټولو خلقو ته هم ښکاره شي چې پوهه شي چې زما خيال او کار سم دی.

عباسيانو وويل: کۀ څه هم دا ماشوم ځينې حيرانتياوې او برياوې لري خو تر اوسه ډير وړوکی دی او سبق يې نۀ دی ويلی، لږ صبر وکړه چې د ادب او دين علم زده کړي بيا دې لور ورکړه. مامون وويل: افسوس دې وي په تاسو! زۀ دا ماشوم تر تاسو ښۀ پيژنم دی له داسې کورنۍ دی چې علم يې خدائی دی او زده کړې ته حاجت نۀ لري. د دۀ پلار او نيکانو تل په علم او پوهه کښې بې ساري او بې نيازه وو که يقين مو نۀ راځی نو وبه يې ازمايو چې هر څۀ په ډاګه شي. وې ويل: دا ښۀ وړانديز دی. ستا په مخکښې به له هغۀ د فقهې يوه پوښتنه وکړو که ځواب يې راکړو نو ستا خبره سمه ده او لور دې ورکړه که پاتې راغی نو له دې وادۀ به تيريږې. مامون وويل: ټيک ده کله چې وغواړئ ازمايلی يې شئ.

عباسيان د هغه وخت قاضی يحي بن اکثم ته ورغلل او د ډيرو پيسو وعده يې ورسره وکړه چې له امام جواد عليه السلام داسې پوښتنه وکړي چې هغه يې ځواب ونۀ ويل شي. يحي ومنله او ټول په جمع مامون ته ورغلل. مامون د ازميښت لپاره يوه ورځ وټاکله. په هغه ورځ ټول راغونډ شول. مامون حکم ورکړ چې د امام جواد عليه السلام لپاره د غونډې په سر کښې يو اوچت ځايې جوړ کړئ چې د پوښتنې او ځواب په وخت يې ټول ووینی، امام راغی په هماغه ځايې کښيناستو. يحي بن اکئم يې هم مخې ته کښيناستو. مامون د امام په څنګ کښې او ټول خلق په خپلو خپلو ځايونو کښيناستل. يحي بن اکئم له مامونه وپوښتل: اجازت شته چې له ابو جعفره پوښتنه وکړم؟ مامون اجازت ورکړو.

يحي بن اکئم امام ته وويل: له تا ځار شم، د هغه سړي حکم څۀ دی چې د احرام په حالت کښې ښکار وکړي، او مړ يې کړي؟

امام وفرمايل: د دې مسئلې ډير ډولونه و شکلونه دي، ايا دغه سړی په حرم کښې دننه ؤ او که بهر، په  دې خبر ؤ چې د احرام په حالت کښې ښکار حرام دی او که نۀ، په غلطۍ سره يې ښکار وژلی دی او که په قصد، دا سړی مريې او غلام دی او که ازاد، وړوکی دی که غټ، دا يې لومړی ځل دی چې دا کار کوی، که نه مخکښې يې هم کړی دی، کوم شی چې ښکار کړی دی مارغه دی او که بل ځناور، ښکار وړوکی دی که غټ، د شپې يې ښکار کړی که د ورځې، او دې سړي حج ته احرام تړلی ؤ که عمرې ته؟

يحي بن اکئم چې د دې نهه کلن امام د علم دا طاقت او د هغۀ د پوښتنې داسې سپړنه او تشريح وليده، نو لا لهانده شو، لاره ورځنې ورکه شوه، ژبه يې تته شوه، هيڅ ځواب يې ورنۀ کړی شو او په مخ يې د ماتې نښې څرګندې شوې او ټول حاضرين د امام له علمي قدرته او طاقته خبر شول. مامون وويل: خدايه ستا لاک لاک شکر دی په دې نعمت او په دې چې زما خبره رښتيا شوه، بيا يې عباسيانو ته مخ کړو او وې ويل: ومو منله او که نۀ؟ مامون په همدې مجلس امام ته د خپلې لور وړانديز وکړ، امام ومنله، د نکاح خطبه يې پيل کړه او وې فرمايل:

اَلحَمدُ للهِ اِقراراً بِنِعمَته، وَلا اله الا الله اخلاصاً بِوَحدانِيته و صلی الله...( د خدايې پاک په نعمت باندې د اعتراف او داده کيدو لپاره د هغۀ منندوی يم او د هغۀ په وحدانيت او يووالی کښې د خالصو لپاره د توحيد کلمه لا اله الا الله وايم، د خدايې سلام او درود دې وی په محمد(ص)او د هغۀ د کورنۍ په غوريزو کسانو باندې.

بې شکه دا په خلقو باندې د لويې خدايې رحمت او فضل دی چې هغوي يې د حلالو په ذريعه له حرامو بې نيازه کړي او د وادۀ حکم يې ورکړی او فرمايلی يې دي: تاسو کښې چې کوم بې وادۀ ښځې او سړي دي او ستا سو په مريانو او وينځو کښې چې کوم د وادۀ صلاحيت او غوره والی لري هغوي يو بل ته وادۀ کړئ چې د فقر او غريبانې په وجه يې  وادۀ پاتې نه شي، که دوي فقيران او غريبان وي نو خدايې هغوي ته په خپل رحمت سره عطا کوي. او بې نيازه کوي يې.او خدايې پاک د بندګانو د روزۍ پراخوونکی او په هر څۀ پوهه دی.

بيا امام د بي بي فاطمه الزهرا(ع) له مهر سره په برابر مهر (پنځو سوو درهمو) باندې د مامون لور سره وادۀ ته چمتو شو. مامون د خپلې لور لخوا نکاح ولوسته او امام جواد عليه السلام قبوله کړه او د مامون په حکم سره حاضرانو ته ډيرې تحفې او ډالۍ ورکړل شوې. دستر خوانونه وغوړول شول، خلقو ډوډۍ وخوړۀ، خواره شول او يوازې د مامون خپل خپلون او درباريان پاتې شول بيا مامون له امامه وغوښتل چې د هغې مسئلې د ټولو شکلونو ځواب ورته ووايي. امام ورته په تفصيل سره د هر شکل او بڼې ځواب ووايو. مامون د ځواب په اوريدلو سره امام ډير وستايۀ او ورته يې وويې چې اوس تۀ له يحي بن اکئم د يوې مسئلې پوښتنه وکړه. امام يحي بن اکئم ته وويې وپوښتم که نه؟: يحي بن اکئم چې پاتې راغلی او پيکه ؤ، وويل ستا سو خوښه. که راتللو راته خو ځواب به يې درکړم کۀ نۀ راتللو نو له تاسو به يې زده کړم. امام وفرمايل: دا څنګه کيدی شي چې يو سړي سهار مهال يوې ښځې ته دشهوت په نظر وکتل او دا نظر د هغۀ لپاره حرام ؤ، کله چې نمر راوختۀ نو همغې ښځې ته په شهوت سره کتل ورباندې حلال شول چې کله ماسپښين شو نو بيا پرې حرام شو، او د شپې د ماسخوتن د مانځۀ په وخت پرې حلال شو، او نيمه شپه پرې حرام شو او چې کله سهار شو نو هاغې ښځې ته کتل ورته بيا حلال شول. نو اوس ووايه چې ولې داسې وشول او دې ښځې ته په شهوت سره کتل په هغۀ باندې ولې حلاليږې او حراميږی؟

يحي وويل: په خدايې قسم خورم چې ځواب يې نۀ راځی او نۀ پوهيږم پرې، که تاسو يې پخپله ځواب ووايئ نو مونږ به يې درنه زده کړو. امام وفرمايل: دا ښځه د يو سړي وينځه وه، يو نامحرم سړی ورته سهار د شهوت په سترګه وکتل حال دا چې دا کتنه په هغۀ حرامه وه. کله چې نمر راوختۀ نو هغه وينځه يې له مالکه واخسته نو  حلاله شوه پرې،کله چې ماسپښين مهال شو نو وينځه يې ازاده کړه نو بيا پرې حرامه  شوه. مازيګر يې ورسره بيا نکاح وتړله او حلاله شوه. د نمر پريوتو په وخت يې ظهار ورکړ نوحرامه شوه پرې، د ماسخوتن د مانځۀ په وخت يې د ظهار کفاره ورکړه بيا پرې حلاله شوه، نيمه شپه يې طلاق ورکړ نو حرامه شوه پرې او سهار يې ورته بيا رجوع وکړه او جاروتۀ  ورته، نو بيا پرې حلاله شوه.

مامون ډير په حېرانتيا سره خپلو خپلوانو ته وکتل او وې ويل: په تاسو کښې څوک شته چې ددې مسئلې ځواب يې په دا رنګه زده وی يا ورله د مخکينۍ ځواب په دومره تفصيل سره ورتلو؟ ټولو وويل: نه.

دې ټکی ته پام ضروری دی چې مامون له دومره دوستانه تظاهر او رياکارۍ سره سره له دې وادۀ يوازې سياسی غرضونه لرل. او ويلی شو چې لوي موخې او هدفونه يې دا وؤ:

1: د امام کور ته لور په استولو سره يې امام څارلو چې د امام له مصروفياتو بې خبره نۀ وي، د مامون لور هم خپله دنده په ښۀ توګه ترسره کوله او د مامون لپاره يې د يوې څاريګرې په حيث کار کول. (تاريخ د دې خبرې شاهدت ورکوي)

2: په دې وادۀ سره امام د خپل لهو و لعب او عيش و عشرت دربار ته راکاږی  چې له دغو سپکو کارونو سره يې بلد کړي او د امام عظمت داغي کړي چې د نورو په نظر کښې خوار او سپک شي. محمد بن ريان وايي: مامون چې هر څومره هاند وکړ چې امام لهوو لعب او عيش و عشرت ته و هڅوي خو کامياب نۀ شو. په هغه محفل کښې چې د امام د وادۀ د جشن په نامه يې جوړ کړی ؤ، سل وينځې کيښنولې، په لاسونو کښې يې ورته د سرو زرو ډک جامونه ورکړل او وې ويل چې کله امام راننوځی نو ټولې يې هر کلی ته پاڅئ. امام چې کله راننوت نو ټولې وينځې د هر کلی لپاره د امام په لور ورغلې خو امام ورته هيڅ پام ونۀ کړ. او وې ښودله چې له داسې کارو نه ويزاره دی.[1]

3: لکه څنګه مې چې مخکښې هم وويې په دې وادۀ سره يې د علويانو د پاڅون مخه نيول غوښتل او دا چې ځان د هغوي ملګری څرګند کړي.

4: د عوامو او اولس د غولولو لپاره يې دا کار کړی ؤ کله کله به يې وويل ما دۀ ته خپله لور ورکړه چې خدايې ابو جعفر ته زما له لورې اولاد ورکړی او زۀ د داسې ماشومانو نيکۀ شم چې د پيغمبر(ص) او علی عليه السلام له نسله وي. خو د مامون دا چل هم ناکام شو ځکه چې د مامون لور د بچو ميرمنه نۀ شوه او د امام جواد عليه السلام بچی(امام هادی، موسی، مبرقع، حسين، عمران، فاطمه، خديجه، ام کلثوم او حکيمه ټول د امام له بلې ښځې ؤ چې د سمانه مغربيه په نوم يوه نيک خويه کنيزه وه.)

غرض دا چې دا وادۀ بشپړ يو سياسي وادۀ ؤ او سره له دې چې د ارام ژوندورسره تړلی ؤ خو د امام لپاره يې هيڅ ارزښت نۀ لرلو بلکې له مامون سره ګډ ژوند د امام لپاره د ناچارۍ او مجبورۍ ژوند ؤ.

حسين مکاری وايي: په بغداد کښې د امام جواد عليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. د هغوي ژوند مې وليد او ذهن ته مې دا خبره راغله چې امام يو راحته او اسان ژوند ته رسيدلی دی او هيڅ کله به خپل وطن (مدينې) ته راستون نۀ شي. امام د څو شيبو لپاره سر ښکته کړو بيا يې سر اوچت کړ، رنګ يې له غمه زيړ ؤ او وې فرمايل: ای حسينه، تر دې ژونده مې د رسول الله په حرم کښې له مالګې سره اوربشينه ډوډۍ خوښه ده.[2] ځکه خو امام په بغداد کښې پاتې نۀ شو او له خپلې ماندينې (ام الفضل سره) مدينې ته ستون شو او د هجرت تر220 کاله پورې په مدينې کې پاتې شو.

[1]  . تاريخ يعقوبي ج 2ص454

[2]  . خرائج راوندي ص208

اړونده منځپانګې

د قبورونو د بیا رغونی په هکله د وهابیانو نظر
په قبرونو باندې د ودانۍ ګټه
د اسلام د ګران پیغمبر او امام جعفر صادق علیهم السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه د وحدت اونۍ
)ای خدایه: مونږ ته نيغه لار راوښيه. (سوره فاتحه ایت 6)
اي خلکو! دا حسين، د علي عليه السلام زوي دی. دا وپيژنئ، قسم په هغه خداي چې زما ځان د هغه په لاس کې ده، هغه او د هغه مينه وال او د هغه د مينه والو، مينه وال به په جنت کې وي. (الأمالي، صدوق، مخ ۳۵۵ )
پیغمبر اکرم وفرمایل: چا چې حسين عليه السلام سره مينه وي نو خداي تعالی هم هغه سره مينه کړي.
پيامبر(صلي‌الله‌عليه‌وآله‌و‌سلم): أحَبَّ اللَّهُ مَن اَحَبَّ حُسَيناً چا چې حسين عليه السلام سره مينه وي نو خداي تعالی هم هغه سره مينه کوي. (بحار الأنوار، ټوک ۴۳، مخ ۲۶۱)
د قرآن ځليدا او د غليمانو پاريدا
د حضرت فاطمة الزهرا په سیرت کې د قرآن چورلیزي رول
په روژې کې د ځينو ورځو اعمال لومړۍ ورځ
د روژې د هرې ورځې دعا
د روژې د میاشتې عام اعمال
د حضرت مهدی علیه السلام اوږد عمر
حضرت امام مهدی په هکله د پېغمبراکرم (ص) احاديث
امام مهدی علیه السلام په هکله د سُني علماو اقوال