(د امامت مسـئله(۹

د اهل بيتو امامانو(ع) علم له پيغمبره(ص) دى

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

مونږ عقيده لرو چې د هغه امر مطابق چې د خداى رسول(ص) د متواترو روايتونو په اساس د قرآن او اهل بيتو(ع) په هکله مونږ ته راکړى دى چې د دغو دوو لمن پرې نږدو چې هدايت شو او همدا راز دې ته په پام سره چې مونږ، امامان(ع) چې له اهل بيتو دي معصوم ګڼو د هغوي ټولې خبرې او عمل زمونږ لپاره حجت او سند دى، او همدا راز يې تقرير (يعنې که د هغوي په مخکې کوم کار وشي او هغوي يې منع نه کړي) نو له قرآن او پيغمبر(ص) وروسته زمونږ يوه فقهي منبع د امامانو(ع) وينا، عمل او تقرير دى.

او کله چې دې ټکي ته پام وکړو چې د ډيرو او معتبرو روايتونو سره سم، امامانو(ع) فرمايلي دي: هغه څه چې وايي له خپلو پلار نيکونو او په اخر کې له پيغمبره(ص) نقل کوي او په دې پوهيږو چې له پيغمبره د ثقه او باوري کس روايتونه د اسلام د ټولو عالمانو په نزد د منلو وړ دي.

امام محمد بن علي الباقر (جابر ته) وفرمايل: یَا جَابِرُ إِنَّا لَوْ کُنَّا نُحَدِّثُکُمْ بِرَأْیِنَا وَ هَوَانَا لَکُنَّا مِنَ الْهَالِکِینَ وَ لَکِنَّا نُحَدِّثُکُمْ بِأَحَادِیثَ نَکْنِزُهَا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ(ص) ((کَمَا یَکْنِزُ هَؤُلَاءِ ذَهَبُهُمْ وَ فِضَّتُهُمْ.))، اي جابره،که مونږ د خپل نفس او هوا په غوښتنه تاسو ته کوم حديث نقل کړو له هلاک شويو کسانو به وګرځو. خو مونږ تاسو ته داسې حديثونه نقلوو چې له رسول الله مبارکه مو د يوې خزانې په شان ستاسو لپاره زيرمه کړي دي .[17]

له امام صادق(ع) يو بل حديث دى چې يو کس له هغه حضرته پوښتنه وکړه، هغوي ځواب ورکړ، هغه کس د امام د نظر د بدلولو لپاره بحث او خبرې اترې پيل کړې امام صادق(ع) وفرمايل: دا خبرې پريږده (ما اجبتک فیه بشیء فهو من رسول الله) هر ځواب چې د يو څيز په هکله مې تا ته درکړ له پيغمبره(ص) دى (او د بحث ځاي نه لري).[18]

د پام وړ ټکى دا دى چې مونږ په حديث کې معتبرې سرچينې لکه، «کافي، تهذيب، استبصار او من لايحضره الفقيه» او داسې نورې لرو، خو زمونږ له نظره د دغو منابعو معتبروالى په دې معنا نه دى چې هر روايت چې په هغو کې دى، زمونږ له نظره د منلو وړ وي، مونږ د روايتونو په څنګ کې د رجال کتابونه لرو چې د سندونو په ټولو سلسلو کې د اخبار (حديثونو) د راويانو حال پکې بيان شوى دى، زمونږ له نظره هغه روايت د منلو دى چې د هغه د سند په سلسله او لړۍ کې ټول کسان ثقه او باوري کسان وي. نو هغه روايتونه چې په دغو کتابونو کې راغلي دي که دغه شرط ونه لري زمونږ له نظره د منلو وړ نه دي.

پر دې سربيره کيدى شي يو روايت داسې وي چې د سند سلسله يې هم معتبره وي خو زمونږ عالمانو او فقيهانو له اوله تر اوسه په هغه سترګې پټې کړې وي او له هغه تير شوي وي ځکه چې نورې غلطۍ او خنډونه يې پکې موندلي وي مونږ دغه روايت ته (معرض عنها) وايو او زمونږ له نظره اعتبار نه لري.

له دې ځايه روښانه کيږي چې هغه کسان چې زمونږ په عقيدې د پوهيدلو لپاره يوازې په هغو ځينو روايتونو چې په دغو کتابونو کې راغلي دي، استناد کوي بې له دې چې د هغه د سند په هکله تحقيق وکړي سمه لاره نه وهي.

په بله وينا، په ځينو مشهورو اسلامي مذهبونو کې داسې کتابونه شته د (صحاح) په نامه، چې د هغوي د روايتونو صحيحوالى د هغو د ليکونکو لخوا تضمين شوى دى او نور هم په هغو د سموالي ټاپه وهي، خو زمونږ په نزد معتبر کتابونه داسې نه دي، بلکه داسې کتابونه دي چې ليکونکي يې لوي او د باور کسان دي خو د دغو کتابونو د روايتونو د سند صحيحوالى، د علم  رجال په کتابونو کې د سند د رجالو په جاج پورې تړلى دى.

دې ټکي ته چې مونږ ذکر کړ توجه کول د هغو ډيرو پوښتنو ځواب ويلى شي چې زمونږ د عقيدې په هکله موجود دي، لکه څرنګه چې له هغې غفلت زمونږ د عقايدو په  هکله د ډيرو تيروتنو او غلطيو سبب کيدلى شي.

په هر حال د قرآن مجيد له ايتونو وروسته د پيغمبر(ص) روايتونه او د اهل بيتو د دولسو امامانو(ع) حديثونه زمونږ په نزد معتبر دي په دې شرط چې د دغو روايتونو صادروالى په معتبره طريقه له امامانو(ع) معلوم شي.

یاداښتونه

[17]. جامع احاديث الشيعه، اول ټوک ١٨ مخ د ١١٨ حديث له مقدماتو 
[18]. اصول کافي اول  ټوک ٥٨ مخ ١٢١ حديث

کلیدي کلمې: