(د امامت مسـئله(۴

امام بايد پیغمبر لخوا منصوص (ټاکلې شوے) وي

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

مونږ عقيده لرو چې امام او (دپيغمبر ځاي ناستى) بايد منصوص وي يعنې د پيغمبر په تصريح او نص او هم دا راز د راتلونکي امام لپاره د تير امام په تصريح سره ټاکل کيږي. په بله ژبه، امام هم د پيغمبر(ص) په شان د خداى له لوري (د پيغمبر په وسيله) ټاکل کيږي لکه څرنګه چې د حضرت ابراهيم (ع) د امامت په هکله په آيت کې مو ولوستل: إنّي جَاعِلُکَ لِلنّاسِ إمَاماً، ما ته د خلکو  امام وټاکلې.

پر دې سربيره د عصمت په حد کې د تقوا د شتون او د لوي علمي مقام (په دې حد کې چې بې له څه خطا او تيروتنې په ټولو الهي تعليماتو او احکامو پوهه ولري) تشخيص بې له خدای او رسوله بل څوک نه شي ورکولى.

او په دې ډول مونږ د معصومو امامانو امامت د خلکو په انتخاب نه ګڼو.

مونږ عقيده لرو چې د اسلام پيغمبر له ځانه وروسته امامان ټاکلي دي. په يو ځاي کې يې په عامه توګه، د ثقلينو په نامه مشهور حديث کې فرمايلي دي.

په صحيح مسلم کې لولو: پيغمبر اکرم د مکې او مدينې په منځ کې د (غدير خم) په نامه په يو ځاي کې پاڅيده، يوه خطبه يې ولوسته بيا يې وفرمايل: «نزدې ده چې زه له تاسو لاړ شم إني تارک فيکم الثقلين، اولهما کتاب الله فيه الهدى و النور....  و اهل بيتي اذکرکم الله في اهلي بيتى؛ زه ستاسو په منځ کې دوه قيمتي څيزونه پريږدم لومړى يې د خداى کتاب دى چې پکې رڼا او هدايت دى .... او بل زما اهل بيت دي، تاسو ته سپارښتنه کوم چې زما د اهل بيتو په هکله خداى مه هيروئ» (دا جمله يې درې ځله تکرار کړه)[4]

همدا معنا په صحيح ترمذي کې هم راغلې ده او په ډاګه وايي: (که د دغو دوو لمنه راټينګه کړئ هيڅ کله به بې لارې نه شئ) [5]

دا حديث په سنن دارمي[6] او خصائص نسائي[7] او مسند احمد[8] او په اکثرو مشهورو اسلامي کتابونو کې راغلى دى او په دې کې هيڅ شک نيشته او په حقيقت کې متواتر حديث ګڼل کيږي چې هيڅ مسلمان يې انکار نه شي کولى او له روايتونو معلوميږي چې رسول الله مبارک نه يوازې يو ځل بلکه په مختلفو ځايونو کې څو څو ځله هغه تکرار کړى دى.

څرګنده ده چې ټول اهل بيت د قرآن په څنګ کې دا لوړ مقام نه شي لرلى، نو يوازې د پيغمبر(ص) له نسله معصومو امامانو ته اشاره ده (يوازې په ځينو ضعيفو او مشکوکو حديثونو کې د ((اهل بيتي)) ټکي په ځاي، ((سنتي)) راغلى دى)

مونږ په يو بل مشهور حديث چې په مشهورو سرچينو لکه صحيح بخاري، صحيح مسلم، صحيح ترمذي، صحيح ابو داود او مسند حنبل او نورو کتابونو کې راغلى دى استناد کوو رسول الله مبارک وفرمايل: لايزال الدين قائما حتى تقوم الساعة او يکون عليکم اثنتى عشر خليفة کلهم من قريش، د اسلام دين په ځاي دى د قيامت تر ورځې پورې او تر هغه وخته چې دولس خليفه ګان په تاسو حکومت وکړي چې ټول له قريشو دي.[9]

مونږ عقيده لرو چې د دغو روايتونو لپاره د منلو وړ تفسير نه تصور کيږي بې له هغه څه چې د شيعه اماميه په کتابونو کې د دولسو امامانو په هکله راغلي دي.

یاداښتونه

[4].  صحيح مسلم، ٤ ټوک ١٨٧٣ مخ 
[5] . صحيح ترمذي، ٥ ټوک ٦٦٢ مخ 
[6]. سنن دارمي، ٢ ټوک ٤٣٢ مخ 
[7]. خصائص نسائي، ٢٠ مخ 
[8]. مسند احمد، ٥ ټوک ١٨٢ مخ  او کتاب کنز العمال، ١ ټوک ١٨٥مخ ٩٤٥حديث 
[9]. دا تعبير په صحيح مسلم دريم ټوک ١٤٥٣ مخ کې له جابر بن سمره له پيغمبر (ص) نقل شوى دى او په لږ شان توپير سره په نورو کتابونو کې چې نومونه مو يې واخستل راغلى دى (صحيح بخاري، ٣ ټوک ١٠١ مخ صحيح ترمذي ٤ ټوک ٥٠١ مخ او صحيح ابي داود ٤ ټوک کتاب المهدي)

کلیدي کلمې: