د اسلام د ګران پیغمبر او امام جعفر صادق علیهم السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه د وحدت اونۍ

قدرمنو لوستونکو د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت  د  هغه حضرت په کلام کې د هستۍ او کایناتو د پیژندلو په هکله یوه وینا درته وړاندې کړو تاسو ته بلنه درکوو چې په دغه پروګرام کې له مونږ سره  ملګرتیا ولرئ.

د درې اتیام هجري  قمري کال د ربیع الاول په  اولسمه نیټه  نړۍ  په یوې مبارکې  زوکړې   مزینه شوه .  په دغه ورځ  چې د رسول الله مبارک (ص) د نیکمرغه زوکړې  له کلیزې سره برابره ده  په مدینې ښار کې د امام  صادق علیه السلام  مبارکې هستۍ نړۍ ته تشریف راوړ او د پیغمبر د اهل بیتو په اسمان یو بل ستوری وځلیده.  هغه  حضرت پینځه شپيته کاله عمر درلود  چې څلور دیرش کاله  یې د امامت  او رهبرۍ له  لویې  دندې سره یو ځای و. د  امام صادق علیه السلام زمانه د مختلفو افکارو او عقیدو د ټکر او د نویو نویو فرقو او مذهبونو د پيدا کیدو زمانه وه. او دغه خبرې کولی شول  اسلامي ټولنه د حقیقي معارفو له موندلو محرومه کړي او خلک ګمراه کاندي. ټولې اسلامي فرقې په دې یو نظر لري چې امام صادق علیه السلام  په ډیرو علومو کې له کلام او عقیدو نیولې تر تفسیر او اخلاقي مسایلو پورې مخکښ و  تر دې چې څلورو زرو کسان له ټولو اختلافونو سره سره د هغوی  شاګردي وکړه او ډیرې رسالې یې ولیکلې.

دې ته په پام سره چې  د وحدت په اونۍ کې یوو له هر څه مخکې  دې ټکي ته اشاره کوو چې  امام صادق علیه السلام  د مسلمانانو تر مینځ غږملتیا او پيوستون ډیر مهم اسلامي اصل باله.  په تیره بیا دا چې د دوي په دوران کې انحرافي مکتبونه او فرقې په زیاتیدو وې هغه حضرت مسلمانان د یو بل وروڼه وګڼل چې هیڅ کله د یو بل په خلاف دریځ نه نیسي. په یو روایت کې  له هغه حضرته راغلې دي چې : «مسلمان د مسلمان ورور دی، مسلمان د مسلمان سترګې، هنداره او د هغه لارښود دی، هیڅکله له مسلمان سره خیانت او دوکه او ورباندې ظلم نه کوي او هغه ته دروغ نه وایي او غیبت یې نه کوي. (اصول کافي  ۲ ټوک، ۱۶۶ مخ)

هغه حضرت خپل منونکي د نورو مذهبونو له پیروانو سره سوله ایز ژوند ته بلل، دوي پّه خپله هم په عمل او وینا کې داسې روده خپله کړې وه چې د نورو مذهبونو د مشرانو او لارویانو د جذبیدو سبب شوه. په دې ډول چې  ابو حنیفه او د اهل سنت مذهب نور مشران د دوي  ملګرتیا او ورسره یو ځای کار کولو ته ګروهمن شول. د حنفي مکتب امام  ابوحنیفه دوه کاله د امام صادق علیه السلام په درس کې برخه واخسته او له هغه حضرت سره  یې ناسته پاسته درلوده. امام ابوحنیفه په ځلونو دغه دوه کلونه په ویاړ سره یاد کړې او وایي: «لو لا سنتان، لهلک نعمان» که دغه دوه کاله نه وو نعمان ( ابوحنیفه) به هلاک شوی و»

(آلوسي مختصر التحفه الاثنی عشریه  ۶ مخ)

د مالکي مذهب مشر مالک بن انس هم  د امام صادق علیه السلام په هکله وایي: هیڅ سترګې نه دي لیدلي او هیڅ غوږ نه دي اوریدلې او هیڅ زړه ته نه دي راغلې چې  یو کس د فضیلت علم  عبادت او پرهیزګارۍ له نظره تر امام صادق علیه السلام غوره وي» (ابن شهر آشوب ، مناقب آل ابی طالب، ۳ ټوک  ۳۷۲ مخ)

 د دغه لوی امام د زوکړې په مناسبت یو ځل بیا تاسو ته مبارکي وایو او د هستۍ د پيژندلو د لارو چارو په هکله د هغه حضرت د  لیدتوګو  یو څو برخې تاسو ته وړاندې کوو.

علم او پوهې ته توجه د اهل بیتو په ژوند په تیره بیا د امام صادق علیه السلام په زمانه کې ډیره  زیاته شوه.  هغه حضرت په داسې زمانه کې اوسیده چې  د علم او کلتور په ډګر کې د ډیرو بدلونونو  پړاو و د مختلفو افکارو او فرهنګونو راتګ په اسلامي نړۍ کې د ډيرنده علمي نشاط او تاندوالي سبب شو . امام صادق علیه السلام هم د خپل ګران نیکه حضرت محمد(ص) د رسالت او د خپلو نیکونو د دندې په دوام کې نوې علمي فعالیتونه پیل کړل. هغه حضرت پّه خپل علمي غورځنګ کې  پّه دین کې د تفکر او تعقل په مسالې تاکید و کړ او  د پيژندلو وسایل یې بیان کړل. دوي فرمایي: «زمونږ له دوستانو چې څوک په دین کې فکر ونه کړي هیڅ ارزښت نه لري. که زمونږ یو دوست په دين کې فکر او لټون ونه کاندي  او له مسایلو او احکامو خبر نه وي، نورو (مخالفانو) ته نیازمن کیږي کله یې چې هغوی ته احتیاج پيدا کړ هغوی یې د انحراف او ګمراهۍ په لاره کې راولي  په داسې حال کې چې په خپله نه پوهیږي.» (اصول کافي ، ۱ ټوک ، ۲۵ مخ)

د امام صادق علیه السلام له نظره د  هستۍ د پيژندلو یوه وسیله  وحی یعنې د خدای کلام دی.  په قران کې په سلګونو ایتونه د پيژندلو د لویې سرچینې په توګه وحي ته اشاره کوي، نه یوازې په قران بلکې په ټولو اسماني کتابونو کې او ټولو اسماني دینونو کې هم وحي د معرفت تر ټولو لویه  سرچینه پيژندل شوې ده. ځکه چې د خدای له بې پایانه علمه سرچینه اخلي.  امام صادق علیه السلام د دغه سرچینې په هکله چې له انسان سره د  هستۍ د حقایقو په پيژندلو کې مرسته کوي  فرمایي: «خدای تعالی په قران مجید کې هر څه بیان کړې دي، په خدای قسم هغه څه چې خلک ورته ضرورت لري، هغه یې بیان کړې دي، چې څوک ونه وایي چې که پلانکۍ خبره صحیح وه و په قران کې  به نازله شوې وه، مګر دا چې په قران کې نازله شوې ده. (نور الثقلین، ۳ ټوک  ۷۵ مخ)

له امام صادق علیه السلام هم دا راز نقل شوې ده چې وې فرمایل: «هیڅ خبره نه شته چې دوه کسان پکې اختلاف پيدا کړي مګر دا چې د (هواري) لپاره یې یو اصل  په قران کې  شته دی، خو د خلکو عقل پرې نه رسیږي. (اصول کافي  ۱ ټوک، ۶۰ مخ)

دې ته په  پام سره چې د قران ایتونو ته مراجعه انسان ته ډیرې لارې پرانیزي، امام صادق علیه السلام هغه د هستۍ  په پيژندلو کې د ټولو زمانو لپاره یو سرچینه ګرځولې او فرمایي: «خدای تعالی هغه نه د یوې خاصې زمانې لپاره او نه د یو خاص قوم لپاره  ټاکلې، نړو  په هره زمانه کې تازه  او د ټولو خلکو په نزد تازه او تانده ده د قیامت تر ورځې پورې» (بحار الانوار، ۸۹  ټوک ۱۵ مخ)

 د هستۍ د پيژندلو یوه بله وسیله چې انسان ته ورکړل شوې عقل او د فکر کولو طاقت دی. انسان د پیژندلو لپاره یو ډلو تجزیې او تحلیل ته اړتیا لري. تجزیه او تحلیل او مسایلو شنل د عقل کار دی، عقل د فهم او پوهې  لپاره یوه وسیله ده. مسلمان د ټولنې او وګړو پرمختګ له عقل او فکره د  استفادې په  برکت حاصلیږي. امام صادق علیه السلام په خپل سیرت کې  عقل ا او فکر ته ډیر زیات ارزښت ورکاوه .  نو ډیرې ښکلې خبرې  یې د عقل او تفکر په ارزښت کې بیان کړې دي. امام صادق علیه السلام فرمایي: «د انسان د وجود ستنه عقل ده، عقل د انسان لارښوونکی او انسانانو د علمونو او کمالاتو د ورونو پرانستونکی دی. انسان د عقل په پناه کې بشپړ کیږي. (اصول کافی ۱ ټوک  ۲۵ مخ)

د شناخت د هستۍ د پيژندلو  یوه بله وسیله د انسانانو حواس دي. حواس  یا پینځګوني حسونه  د انسان لپاره د طبیعت له نړۍ د پراخې پيژندنې  وسیله ده. دغه سرچینه د هر انسان لپاره له هستۍ تر ټولو ابتدایی او سطحي  شناخت رامینځته کوي  او که په دوي کې هر یو حس خپل کار پریږدي  له هستۍ د هغه حس شناخت ختمیږي. چا چې یو حس له لاسه ورکړ ته  وا  یو علم یې له لاسه ورکړی دی. مثلا که یو کس سترګې ونه لري  او مادر زاده ړوند وي. هغه احساسات او شناخت چې د سترګو له لارې حاصلیږي نه شي لرلی. امام صادق علیه السلام د انسان پينځګوني حواس د شناخت د سرچینو په توګه معرفي کوي خو داسې سرچینې چې یوازې نه شي کاملیدلی او انسان ته ټول معرفت او پوهه نه شي ورکولی؛ مګر دا چې د عقل له راهنمایۍ سره یو ځای وي او د عقل  په رڼا کې حرکت وکړي.

امام صادق علیه السلام  د ابوشاکر په نامه یو کس ته په ځواب کې په دې اړه فرمایي: «پینځګوني حواس دې د پیژندلو د یوازینۍ مرجع په توګه ذکر کړل حال دا چې  دا حواس د (عقل) له راهنمایۍ پرته  د انسان په پیژندلو کې هیڅ رول نه شي لرلی. لکه څنګه چې تیاره بې له رڼا نه شي ختمیدلی.

(امالي شیخ صدوق، ۳۵۱مخ)

امام صادق علیه السلام د هستۍ د پیژندلو وسایلو ته په پام سره د مفضل په نامه خپل یو شاګرد ته په خطاب کې د خدای د شناخت په هکله ډیرې  کوټلې خبرې فرمایلې دي، چې په «توحید مفضل) مشهور ې دي. امام  په دغه ټولګه کې د خدای د پيژندلو لپاره په ډيره ښکلې توګه د هستۍ د حیرانتیاوو خبره کوي. په دې ډول چې د انسان  حواس د عقل او پوهې په راهنمایۍ سره د هستۍ ښکلاوو ته متوجې کوي  او  له هستۍ د انسان د پيژندلو ساحه پراخوي.  امام صادق علیه السلام  په غه ارزښتمنې ټولګې کې  د دې  علت چې ځینې کسان د خدای د وجود انکار او یا پکې شک کوي؛ د نړۍ په شناخته ناخبري ګڼي. هغه حضرت بیا د هستۍ د پنځون د انسان د خلقت او د هغه د بدن د غړو  لکه معدې، او پينځګونو حواسو د څرنګوالي  په هکله خبرې کوي او په هغو سره د هغو د خالق یعنې د خدای په حکمت، علم او قدرت استدلال کوي. امام  په دوام کې د حیواناتو لکه  خزندګانو، چارپایانو او مارغانو د نړۍ د څرنګوالي په هکله خبرې کوي او بیا  د اسمان او ځمکې، موسمونو، لمر او سپوږمۍ، ستورو  او په اسمان کې هغوي چټک حرکت، د ژمې او اوړي د راتګ، غرونو  بوټو او داسې نورو شیانو د حیرانوونکو حقایقو په هکله خبرې کوي .  دده ټولګې په پآی کې  د مرګ او ژوند د حقیقت،  د انسان د پیدایښت د علت  او د هستۍ د نړۍ د پیژندلو د لارو چارو په هکله ځینو مطالبو ته اشاره کوي.

عزیزانو یو ځل بیا تاسو ته د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله او امام صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکي ووایو  او په لوی خدای مو سپارو.