د اسلام د پيغمبر(ص) ځانګړتياوې

د اسلام د پيغمبر(ص) دين او بلنه ځينې ځانګړتياوې لري چې څلور ترې ډيرې مهمې دي مونږ په دريو اصلونو کښې هغه بيانوو.

 

اووه اويايم اصل:

د پيغمبر دين او بلنه نړيواله بلنه وه او له يو قوم او ځای سره خاصه نه وه له همدې امله يې په خپلو بلنو کښې د "ناس" کلمه کارولې ده لکه څنګه چې فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا (سباء/28) مونږ د ټولو خلکو لپاره زيرے ورکوونکے او خبردارے ورکوونکے وليږلې. او همداشان فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ (انبياء/107) يا دا ايت چې فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا(نساء/170) اے خلکو! ستاسو د خدای له خوا تاسو ته رسول درغلے دے په حقه سره نو په هغه ايمان راوړئ چې ستاسو لپاره ښه ده .البته کله چې هغه حضرت خپل دعوت او بلنه پيل کړه نو طبعاً اول د خپل قوم نه شورو وکړه چې ورسره هغه خلک وويروي چې تر اوسه ورته ويروونکے نه و راغلے. لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أَتَاهُم مِّن نَّذِيرٍ مِّن قَبْلِكَ (سجده/3) خو د دې مطلب دا نه ؤ چې د هغه رسالت يوازې د يو خاص قوم لپاره ؤ. له همدې وجې کله کله ګورو چې قرآن له دې سره سره چې يو خاص ټولي ته په خطاب کښې يوه خبره کوي خو سملاسي نورو هغو خلکو ته هم بلنه ورکوي چې ورته دا خبره رسيدے شي او د ټولو لپاره يې حجت ګڼي. وَ أُوحِيَ إِلَيَّ هَذَا الْقُرْآنُ لأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ (انعام/19) دا قرآن ماته وحي شوے دے چې د دې په وسيله تاسو او ټول هغه کسان چې ورته دا پيغام رسی وويروم.

روښانه ده چې پيغمبران بايد په لومړۍ مرحله کښې خپل قوم خپل دين ته وبالي که دين يې د ټولې نړۍ لپاره وي که نه وي. قرآن په دې هکله فرمايي: هيڅ يو پيغمبر می بې د خپل قوم په ژبه نه دے راليږلے وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ (ابراهيم/4 ) خو لکه څنګه چې مو وويل په خپلو ژبو د پيغمبرانو د راليږلو مطلب دا نه دے چې د هغوي دين له هماغه قوم سره خاص دے.

 

اته اويايم اصل:

د پيغمبر(ص) نبوت خاتم او اخري نبوت دے لکه څنګه چې يې شريعت اخري شريعت دے او کتاب يې هم د ټولو آسمانی کتابونو اخرنے او خاتم دے يعنی له هغه ورسته به بل پيغمبر نه راځي او د هغه شريعت به تر قيامته ادامه لري. د پيغمبر(ص) د نبوت له ختميت څخه دوه مطلبونه راوځي؛

1. اسلام د تيرو شريعتونو ناسخ دے او د دې په راتللو سره نور شريعتونه منسوخ او رسميت نه لري.

2. په راتلونکی وخت کښې به بل آسمانی شريعت نه راځي او د هر ډول نوي شريعت دعویٰ کول دروغ دي.

د خاتميت موضوع په قرآن او حديثونو کښې په روښانه توګه ذکر شوې ده داسې چې د هيچا لپاره پکښې د شک څه ځای نه پاتې کيږي. په دې هکله ځينې آيتونو او روايتونو ته اشاره کوو: مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (احزاب/40)محمد(ص) ستاسو له سړو څخه د هيچا پلار نه و بلکه هغه د خدای رسول او د پيغمبرانو خاتم (اخرنې) دے او خدای په هر څه پوه دے. "خاتم" د ختموونکے په معنیٰ دے او که ګوتمې ته خاتم وايی نو له دې مخې چې د پيغمبر(ص)په زمانه کښې به د خلکو مهر د هغوي د ګوتۍ کاڼی و چې په هغه سره به يې په کاغذونو مهر لګاوه او هغه د دې نښانه وه چې پيغام ختم شو نو دې خبرې ته په پام سره د تير شوي آيت مطلب دا دے چې د پيغمبر(ص) په راتللو سره د نبوت لوي ليک او اوږده لړۍ د پيغمبر د پيغمبرۍ په مهر ختم شو.

کله چې روښانه شوه چې رسالت پيغام رسولو ته وايي هغه پيغام چې د وحې په وسيله لاس ته راغلے دے طبعاً د خدای رسالت به بې نبوته نه وي او نتيجه به يې دا شي چې د نبوت ختميدل هماغه د رسالت ختميدل هم دي. په دې هکله له بيلا بيلو حديثونه څخه کافي ده د -منزلت حديث- ته اشاره وکړو: پيغمبر اکرم(ص)په جنګ تبوک کښې کله چې يې علی(ع) په مدينه کښې خپل ځای ناستے مقرر کړ نو هغه ته يې وفرمايل: اَلا تَرضیٰ اَنْ تَکُونَ مِنّی بمنزلت هارون مِنْ موسی اِلّا اَنّه لا نبی بَعْدِیْ- ايا په دې نه يې خوشحاله چې ستا مقام زما په نسبت داسې دے لکه چې هارون موسیٰ ته و خو په دې فرق سره چې له ما وروسته بل پيغمبر نشته .د منزلت له متواتر حديث ورتير نور هم داسې ډير حديثونه شته چې په اجمالی تواتر سره نقل شوي دي .

کلیدي کلمې: