د اسلامي کانفرنسونو او سېمنيارونو د جوړولو ضرورت

د اختلاف وړ زياترو مسائلو د اواري لپاره د علمي او اسلامي کانفرنسونو جوړول چې پکښې مختلف افکار په علمي او منطقي شکل کښې وړاندې شي ډېر ګټور او موثر دي. په اوسنۍ زمانه کښې له توحيد او شرک سره اړوند يو لړ مسائل د وهابيت او سلفيت د پلويانو او نورو اسلامي ډلو ترمېنځ د اختلاف وړ دي، ايا ښه به نۀ وي چې د دغو دواړه قسمه  ډلو د نزدېکت لپاره علمي سيمنارونه بلکې لويه ټولنه  جوړه شي چې پکښې د اختلاف وړ مسائل وړاندې شي، په دې اميد چې پکښې د مختلفو افکارو له څېړلو څخه د ټولو لپاره يو روښانه افق او کړکۍ خلاصه کړي. البته دغه ټولنه پکار دي په جدي صورت کښې جوړه شي او پکښې د داسې يو لړ شرائطو خيال وساتل شي:

١- د اسلامي ډلو او مکاتبو هغه ټول مفکران او عالمان چې په حقه د خپل مذهب علمي او فکري استازي ګڼل کيږي بلنه ورکړې شي نه د هند، پاکستان او مصر وغېره غوندې تر ستم لاندې  هېوادونو کښې د سعودي تنخوا خوارانو ته.

٢- په دې ټولنه کښې دې د څلورو واړو مذهبونو بزرګانو او د اماميه او زېديه شيعه ؤ علمي او فکري شخصيتونو ته بلنه ورکړې شي او موتمر دې د يو پراخه اسلامي موتمر په صورت کښې راشي.

٣- د معقولو ازاديو احترام دې وساتل شي چې کسان پکښې په ازاده توګه له خپلو افکارو او نظرياتو څخه دفاع وکړي او د مسلمانو علماؤ په حقله په سعودي عرب کښې رائج د هر ډول سپکاوي او بد رد ويل ممنوع وګرځي.

٤- د موتمر غونډې دې د يو بېطرفه ډلې په ذريعې سره کنټرول او وچلولې شي او يا دې لږ تر لږ له ټولو ګډون کوونکو څخه يوه مخلوطه او ګډه کمېټي د غونډو په چلولو باندې څارنه وکړي.

٥- د نظر وړ مسائلو فهرست دې مخکښې په واضحه توګه د ګډون کوونکو په اختيار کښې ورکړې شي او هر کس دې يوه موضوع غوره کړي او د هغې په حقله دې بحث وکړي.

٦- ټول بحثونه دې بې له څه وړوکي بدلونه خپارۀ شي او د علمي مرکزونو په اختيار کښې دې ورکړې شي چې دلچسپي لرونکي يې له نتائجو نه خبر شي.

د داسې يوې منصوبې او تجويز د عملي کېدو په صورت کښې بيا اميد لرلے شو چې په يولړ مسائلو کښې څه تفاهم او روغه جوړه تر لاسه شي.

کلیدي کلمې: