مونږ عقيده لرو چې د اجتهاد باب په ټولو مسائلو کې خلاص دی، او ټول د نظر خاوند فقيهان کولی شي الهي احکام له تيرو څلورو منابعو راوباسي او هغو کسانو ته يې چې د استنباط قدرت نه لر ي ورکړی. که څه هم نظرونه يې له تيرو فقيهانو سره ځينې فرقونه ولری.او باوري يو چې کوم کسان په فقې کې د نظر خاوندان نه دي، هميشه بايد ژونديو فقيهانو ته چې د زمان او مکان په مسايلو خبر دي مراجعه وکړي او په اصطلاح دهغوي تقليد وکړي او په فقهې کې متخصصانو ته د ناخبرو کسانو مراجعه له بديهياتو ګڼو. مونږدغو فقيهانو ته (مرجع تقليد) وايو، په دې ډول له مړ فقيه څخه ابتدايی تقليدجايز نه ګڼو؛ ضرور بايد د ژونديو فقيهانو تقليد وشي چې فقه تل په حرکت او تکامل کې وي.
د اجتهاد باب تل پرانستی دی

کلیدي کلمې:
اړونده منځپانګې
- 1 of 3
- next ›