د ابو حمزه ثمالی دعا سره د پښتو ترجمې

د ابی حمزه ثمالی دعا

په المصباحې کې له ابی حمزه ثمالي روایت دی چې وې ویل: امام زین العابدین علیه السلام به د روژې د مبارکې میاشتې کې ټوله شپه لمونځ کاوه او کاله به چې پیشمنی شو نو دا دعا به یې کوله:

«اِلهي لا تُؤَدِّبْني بِعُقُوبَتِكَ، وَلا تَمْكُرْ بي في حيلَتِكَ، مِنْ اَيْنَ لِيَ الْخَيْرُ يا رَبِّ وَلا يُوجَدُ إلاّ مِنْ عِنْدِكَ، وَمِنْ اَيْنَ لِيَ النَّجاةُ وَلا تُسْتَطاعُ إلاّ بِكَ، لاَ الَّذي اَحْسَنَ اسْتَغْنى عَنْ عَوْنِكَ وَرَحْ، وَلاَ الَّذي اَساءَ وَاجْتَرَأَ عَلَيْكَ وَلَمْ يُرْضِكَ خَرَجَ عَنْ قُدْرَتِكَ، يا رَبِّ يا رَبِّ يا رَبِّ، حتّى ينقطع النّفس.

بِكَ عَرَفْتُكَ وَاَنْتَ دَلَلْتَني عَلَيْكَ وَدَعَوْتَني اِلَيْكَ، وَلَوْلا اَنْتَ لَمْ اَدْرِ ما اَنْتَ، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي اَدْعوُهُ فَيُجيبُني وَاِنْ كُنْتَ بَطيـئاً حينَ يَدْعوُني، وَاَلْحَمْدُ للهِ الَّذي اَسْأَلُهُ فَيُعْطيني وَاِنْ كُنْتُ بَخيلاً حينَ يَسْتَقْرِضُني، وَالْحَمْدُ للهِ الَّذي اُناديهِ كُلَّما شِئْتُ لِحاجَتي، وَاَخْلُو بِهِ حَيْثُ شِئْتُ، لِسِرِّي بِغَيْرِ شَفيع فَيَقْضي لي حاجَتي، اَلْحَمْدُ للهِ الَّذي لا اَدْعُو غَيْرَهُ وَلَوْ دَعَوْتُ غَيْرَهُ لَمْ يَسْتَجِبْ لي دُعائي، وَالْحَمْدُ للهِ الَّذي لا اَرْجُو غَيْرَهُ وَلَوْ رَجَوْتُ غَيْرَهُ لاَخْلَفَ رَجائي، وَالْحَمْدُ للهِ الَّذي وَكَلَني اِلَيْهِ
 

د ابو حمزه ثمالي دعا

ای خدایه ما په خپلې سزا مه ادبوه، او په خپلې نقشې له ما سره چل مه کوه، ای پالونکیه! ما ته به خیر له کومه وي په داسې حال کې چې بې له تا بل ځای نه پیدا کیږي، او ماته به ژغورنه له کومه وي په داسې حال کې چې بې له تا له بل چا سره نه پیدا کیږي، نه هغه چا چې نیکي یې وکړه ستا له مرستې او رحمته بې نیازه شو او نه هغه څوک چې بدي یې وکړه او ستا په در کې یې سپین سترګي وکړه او ته یې راضي نه کړې، ستا د قدرت له ولکې بهر شو، ای ربه! ای ربه ! ای ربه!)دا دې دومره ووایي چې سا یې لنډه شي( ته مې پرتا وپیژندې، او تا راته خپله هستي وښودله، او ځانته دې وبللم، او که ستا لارښوونه نه وه نو نه به وم پوهیدلی چې ته څوک یې، مننه دهغه خدای چې بلم یې او ځواب مې راکوي، که څه هم لټي کوم کله چې هغه ما بلي، او مننه دهغه خدای چې له هغه غواړم او هغه یې ماته راکوي، که څه هم شومي کوم کله چې له ما قرض وغواړي، او شکر د هغه خدای چې هرکله وغواړم د خپل حاجت د پوره کولو لپاره ورته غږ کوم، او هر ځای چې وغواړم له هغه سره د رازونیاز لپاره ورسره بې پردې د زړه خواله کوم او هغه مې حاجت پوره کوي، مننه دهغه خدای چې بې له هغه بل څوک نه بلم او که بل څوک مې بللی نو دعا یې نه راقبلوله، او شکر دهغه خدای چي بي له هغه بل چاته هیله نه لرم او که بل چاته مي هیله لرلي وای نهیلی شوی به وم، او شکر د هغه خدای چې زه یې ځانته وسپارلم، او په دې سره یې عزتمن کړم او خلکو ته یې ونه سپارلم چې ذلیل مې کړي، او شکر دهغه خدای چې له ما سره یې دوستي وکړه په داسې حال کې چې له ما بې نیازه دی، او مننه دهغه خدای چې زما پر وړاندې صبر او زغم ښیي تر دې چې ګواکې ما هیڅ ګناه نه وي کړې! نو زما پالونکي زما په نزد تر ټولو ستایل شوی ذات دی او زما د ستاینې زیات وړ دی.

فَاَكْرَمَني وَلَمْ يَكِلْني اِلَى النّاسِ فَيُهينُوني، وَالْحَمْدُ للهِ الَّذي تَحَبَّبَ اِلَيَّ وَهُوَ غَنِيٌّ عَنّي، وَالْحَمْدُ للهِ الَّذي يَحْلُمُ عَنّي حَتّى كَاَنّي لا ذَنْبَ لي، فَرَبّي اَحْمَدُ شَيٍء عِنْدي، وَاَحَقُّ بِحَمْدي، اَللّـهُمَّ اِنّي اَجِدُ سُبُلَ الْمَطالِبِ اِلَيْكَ مُشْرَعَةً، وَمَناهِلَ الرَّجاءِ اِلَيْكَ مُتْرَعَةً، وَالاِسْتِعانَةَ بِفَضْلِكَ لِمَنْ اَمَّلَكَ مُباحَةً، وَاَبْوابَ الدُّعاءِ اِلَيْكَ لِلصّارِخينَ مَفْتُوحَةً، وَاَعْلَمُ اَنَّكَ لِلرّاجي بِمَوْضِعِ اِجابَة، وَلِلْمَلْهُوفينَ بِمَرْصَدِ اِغاثَة، وَاَنَّ فِي اللَّهْفِ اِلى جُودِكَ وَالرِّضا بِقَضائِكَ عِوَضاً مِنْ مَنْعِ اْلباِخلينَ، وَمَنْدُوحَةً عَمّا في اَيْدي الْمُسْتَأثِرينَ، وَاَنَّ الِراحِلَ اِلَيْكَ قَريبُ الْمَسافَةِ، وَاَنَّكَ لا تَحْتَجِبُ عَنْ خَلْقِكَ إلاّ اَنْ تَحْجُبَهُمُ الاَعمالُ دُونَكَ، وَقَدْ قَصَدْتُ اِلَيْكَ بِطَلِبَتي، وَتَوَجَّهْتُ اِلَيْكَ بِحاجَتي، وَجَعَلْتُ بِكَ اسْتِغاثَتي، وَبِدُعائِكَ تَوَسُّلي مِنْ غَيْرِ اِسْتِحْقاق لاِسْتِماعِكَ مِنّي، وَلاَ اسْتيجاب لِعَفْوِكَ عَنّي، بَلْ لِثِقَتي بِكَرَمِكَ، وَسُكُوني اِلى صِدْقِ وَعْدِكَ، وَلَجَئي اِلَى الاْيمانِ بِتَوْحيدِكَ، وَيَقيني بِمَعْرِفَتِكَ مِنّي اَنْ لا رَبَّ لي غَيْرُكَ، وَلا اِلـهَ إلاّ اَنْتَ وَحْدَكَ لا شَريكَ لَكَ، اَللّـهُمَّ اَنْتَ الْقائِلُ وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَوَعْدُكَ صِدْقٌ {وَاسْأَلوُا اللهَ مِنْ فَضْلِهِ اِنَ اللهَ كانَ بِكُمْ رَحيماً}، وَلَيْسَ مِنْ صِفاتِكَ يا سَيّدي أِن­ْ تَأمُرَ بِالسُّؤالِ وَتَمْنَعَ الْعَطِيَّةَ، وَاَنْتَ الْمَنّانُ بِالْعَطِيّاتِ عَلى اَهْلِ مَمْلَكَتِكَ، وَالْعائِدُ عَلَيْهِمْ بِتَحَنُّنِ رَأفَتِكَ، اِلهي رَبَّيْتَني
 

ای خدایه! دخپل حاجت ورونه ستا په لور پرانستې مومم، او د هیلې خړوب ځای ستا په نزد ډک وینم، او د هغه چا لپاره چې ستا ارمان یې وکړې په فضل سره د مرستې دغوښتلو په لاره کې هیڅ خنډ نیشته، او د فریاد کوونکو لپاره د دعا دروازې پرانستې وینم، او پوهیږم چې ته د هیله منو لپاره د اجابت او قبولیت په مقام کې یې، او د زړه سوو د فریاد اوریدلو ته په کمین کې یې، او په یقین سره ستا ښندنې ته ګروهنه، او ستا په قضا خوښیدنه د بخیلانو منع کولو بدله ده، او ګشایش او پراختیا ده له هغه څه چې د دولت غونډوونکو په لاس کې دي، او بې شکه چې ستا د لارې د مسافر سفر لنډ دی او ته له خپلو مخلوقاتو هیڅکله په پرده کې نه یې، مګر دا چې د هغوي عمل یې له تا په پرده کې کړي، ما په خپلې غوښتنې سره ستا اراده کړې ده او په خپل حاجت سره مې تا ته مخ کړی دی، او خپله اړتیا او فریاد مې ستا در ته ګرځولی دی، او دعا مې خپل لاسوند او وسیله ګرځولې، بې له دې چې زه د دې وړتیا ولرم چې ته مې غوښتنه واورې او له ما تیر شې، بلکې ستا په کرم په ډاډ سره او ستا د وعدې په رښتیاوالي په سکون سره، او ستا یووالي ته په ایمان سره په پناه وړلو سره، او ستا په معرفت په یقین سره چې بې له تا مې بل پالونکی نیشته، او بې له تا بل معبود نیشته، ته یوازینی او بې شریکه یې. ای خدایه تا وویل او ستا وینا حق ده، او وعده دې سمه ده، ودې فرمایل: د خدای فضل وغواړئ ځکه چې خدای پر تاسې مهربان دی او ای زما سرداره، ستا په شان کې نه ده چې د غوښتنې امر وکړې او له بخششه ډډه وکړې، او ته په خپلو عطاګانو سره د خپل مملکت په خلکو ډیر کریم یې، او په هغوي په محبت او رافت سره ډیر احسان کوونکی یې.

ای خدایه ! زه دې په وړوکوالي کې په نعمتونو او خپل احسان کې وپاللم، او په په لویوالي کې دې زما نوم مشهور کړ، نو ای چې زه یې په دنیا کې د خپلو نعمتونو په احسان او فضل سره وپاللم او زما لپاره یې په اخرت کې خپلې عفوې او کرم ته اشاره

في نِعَمِكَ وَاِحْسانِكَ صَغيراً، وَنَوَّهْتَ بِاِسْمي كَبيراً، فَيا مَنْ رَبّاني فِي الدُّنْيا
 بِإحْسانِهِ وَتَفَضُّلِهِ وَنِعَمِهِ، وَاَشارَ لي فِي الآخِرَةِ اِلى عَفْوِهِ وَكَرَمِهِ، مَعْرِفَتي يا مَوْلايَ دَليلي عَلَيْكَ، وَحُبّي لَكَ شَفيعي اِلَيْكَ، وَاَنَا واثِقٌ مِنْ دَليلي بِدَلالَتِكَ، وَساكِنٌ مِنْ شَفيعي اِلى شَفاعَتِكَ، اَدْعُوكَ يا سَيِّدي بِلِسان قَدْ اَخْرَسَهُ ذَنْبُهُ، رَبِّ اُناجيكَ بِقَلْب قَدْ اَوْبَقَهُ جُرْمُهُ، اَدْعوُكَ يا رَبِّ راهِباً راغباً، راجِياً خائِفاً، اِذا رَاَيْتُ مَوْلايَ ذُنُوبي فَزِعْتُ، وَاِذا رَاَيْتُ كَرَمَكَ طَمِعْتُ، فَاِنْ عَفَوْتَ فَخَيْرُ راحِم، وَاِنْ عَذَّبْتَ فَغَيْرُ ظالِم، حُجَّتي يا اَللهُ في جُرْأَتي عَلى مَسْأَلَتِكَ، مَعَ اِتْياني ما تَكْرَهُ، جُودُكَ وَكَرَمُكَ، وَعُدَّتي في شِدَّتي مَعَ قِلَّةِ حَيائي رَأفَتُكَ وَرَحْمَتُكَ، وَقَدْ رَجَوْتُ اَنْ لا تَخيبَ بَيْنَ ذَيْنِ وَذَيْنِ مُنْيَتي، فَحَقِّقْ رَجائي، وَاَسْمِعْ دُعائي يا خَيْرَ مَنْ دَعاهُ داع، وَاَفْضَلَ مَنْ رَجاهُ راج، عَظُمَ يا سَيِّدي اَمَلي، وَساءَ عَمَلي، فَاَعْطِني مِنْ عَفْوِكَ بِمِقْدارِ اَمَلي، وَلا تُؤاخِذْني بِأَسْوَأ عَمَلي، فَاِنَّ كَرَمَكَ يَجِلُّ عَنْ مُجازاةِ الْمُذْنِبينَ، وَحِلْمَكَ يَكْبُرُ عَنْ مُكافاةِ الْمُقَصِّرينَ، وَاَنَا يا سَيِّدي عائِذٌ بِفَضْلِكَ، هارِبٌ مِنْكَ اِلَيْكَ، مُتَنَجِّزٌ ما وَعَدْتَ مِنَ الصَّفْحِ عَمَّنْ اَحْسَنَ بِكَ ظَنّاً، وَما اَنَا يا رَبِّ وَما خَطَري، هَبْني بِفَضْلِكَ، وَتَصَدَّقْ عَلَيَّ بِعَفْوِكَ، اَيْ رَبِّ جَلِّلْني بِسَتْرِكَ، وَاعْفُ عَنْ تَوْبيخي بِكَرَمِ وَجْهِكَ، فَلَوِ اطَّلَعَ الْيَوْمَ عَلى ذَنْبي غَيْرُكَ ما فَعَلْتُهُ، وَلَوْ خِفْتُ تَعْجيلَ الْعُقُوبَةِ لاَجْتَنَبْتُهُ، لا لاَنَّكَ اَهْوَنُ النّاظِرينَ وَاَخَفُّ الْمُطَّلِعينَ، بَلْ
 

وکړه، ای زما مولا زما معرفت ستا په لور زما لارښوونکی دی او له تا سره مینه مې ستا در ته واسطه او سفارش دی، زه پر تا د خپل دلیل په دلالت ډاډمن او له خپلې واسطې ستا پر شفاعت په ارام کې یم، ای زما باداره تا په داسې ژبه بلم چې ګناه یې ګونګه کړې ده او په هغه زړه له تاسره خواله کوم چې جرم یې هغه هلاک کړی، تا بلم ای پروردګاره د ویرې، ګروهې، هیلې او ډار په حالت کې، ای زما مولا کله چې خپلې ګناهانې وینم بې صبره کیږم خو کله چې ستا کرم ته ګورم هیله او تمه پیدا کوم، نو که له ما تیر شې تر ټولو ښه رحم کوونکی یې، او عذاب مې کړې نو ظلم به دې نه وي کړی، ای خدایه! دا چې په سپین سترګۍ له تا سوال کوم د هغو کارونو له ارتکاب سره سره چې نه دې خوښیږي، د دې دلیل ستا سخاوت او کرم دی، او د حیا له کمي سره سره په سختیو کې زما زیرمه ستا مهرباني او رحمت دی، او هیله مې دا ده چې دخپل حجت او زیرمې په مینځ کې مې له خپل ارمانه نهیلې نه کړې، نو هیله مې پوره کانده او دعا مې واوره، ای تر ټولو غوره ذاته چې یو بلونکي بللی دی او تر ټولو لوړ ذاته چې یو هیله من ورته هیله کړې ده، ای زما باداره آرزو مې لویه شوې او کردار مې سپک شوی دی، نو ستا عفوې ته زما د ارزو په اندازه ماته راوبخښه او زما په ډیر بد عمل ما مه مواخذه کوه ځکه چې ستا کرم د ګناهانو تر سزا لوړ او صبر دې د ګرمو اوګناهکارو تر سزا زیات اوچت دی، او ای باداره ما ستا فضل ته پناه راوړې، او له تا هم تا ته په تیښته یم، او دهغه شي د پلي کیدو سوالګر یم چې تا یې وعده کړې، او هغه له هغه چا تیریدل دي چې پر تا یې ښه ګمان کړی، ای ربه زه څه یم او زما اهمیت به څه وي؟ته مې په خپل فضل وبخښه او په خپلې عفوې ماته صدقه راکړه، ای پالونکیه ما په خپلې پرده پوښۍ پټ کړه او د خپل ذات په کرم سره مې له سزا کولو تیر شه، او که نن له تا پرته بل څوک زما په ګناه خبریدی، هغه به مې نه کوله، او که د سزا له زر رسیدلو ویریدلی له هغې به مې ډډه کړې وه ګناه مې په دې خاطر نه وه چې ته ډیر
 

لاَنَّكَ يا رَبِّ خَيْرُ السّاتِرينَ، وَاَحْكَمُ الْحاكِمينَ، وَاَكْرَمُ الاَكْرَمينَ، سَتّارُ الْعُيُوبِ،
 غَفّارُ الذُّنُوبِ، عَلاّمُ الْغُيُوبِ، تَسْتُرُ الذَّنْبِ بِكَرَمِكَ، وَتُؤَخِّرُ الْعُقُوبَةَ بِحِلْمِكَ، فَلَكَ الْحَمْدُ عَلى حِلْمِكَ بَعْدَ عِلْمِكَ، وَعَلى عَفْوِكَ بَعْدَ قُدْرَتِكَ، وَيَحْمِلُني وَيُجَرَّئُني عَلى مَعْصِيَتِكَ حِلْمُكَ عَنّي، وَيَدْعُوني اِلى قِلَّةِ الْحَياءِ سِتْرُكَ عَلَيَّ، وَيُسْرِعُني اِلَى التَّوَثُّبِ عَلى مَحارِمِكَ مَعْرِفَتي بِسِعَةِ رَحْمَتِكَ، وَعَظيمِ عَفْوِكَ، يا حَليمُ يا كَريمُ، يا حَيُّ يا قَيُّومُ، يا غافِرَ الذَّنْبِ، يا قابِلَ التَّوْبِ، يا عَظيمَ الْمَنِّ، يا قَديمَ الإحسانِ، اَيْنَ سَِتْرُكَ الْجَميلُ، اَيْنَ عَفْوُكَ الْجَليلُ، اَيْنَ فَرَجُكَ الْقَريبُ، اَيْنَ غِياثُكَ السَّريعُ، اَيْنَ رَحْمَتٍُِكَ الْواسِعَةِ، اَيْنَ عَطاياكَ الْفاضِلَةُ، اَيْنَ مَواهِبُكَ الْهَنيئَةُ، اَيْنَ صَنائِعُكَ السَّنِيَّةُ، اَيْنَ فَضْلُكَ الْعَظيمُ، اَيْنَ مَنُّكَ الْجَسيمُ، اَيْنَ اِحْسانُكَ الْقَديمُ، اَيْنَ كَرَمُكَ يا كَريمُ، بِهِ فَاسْتَنْقِذْني، وَبِرَحْمَتِكَ فَخَلِّصْني، يا مُحْسِنُ يا مُجْمِلُ، يا مُنْعِمُ يا مُفْضِلُ، لَسْتُ اَتَّكِلُ فِي النَّجاةِ مِنْ عِقابِكَ عَلى اَعْمالِنا، بَلْ بِفَضْلِكَ عَلَيْنا، لاَنَّكَ اَهْلَ التَّقْوى وَاَهْلَ الْمَغْفِرَةِ تُبْدِئُ بِالإحْسانِ نِعَماً، وَتَعْفُو عَنِ الذَّنْبِ كَرَماً، فَما نَدْري ما نَشْكُرُ، اَجَميلَ ما تَنْشُرُ، اَمْ قَبيحَ ما تَسْتُرُ، اَمْ عَظيمَ ما اَبْلَيْتَ وَاَوْلَيْتَ، اَمْ كَثيرَ ما مِنْهُ نَجَّيْتَ وَعافَيْتَ، يا حَبيبَ مَنْ تَحَبَّبَ اِلَيْكَ، وَيا قُرَّةَ عَيْنِ مَنْ لاذَ بِكَ وَانْقَطَعَ اِلَيْكَ، اَنْتَ المُحْسِنُ وَنَحْنُ الْمُسيؤنَ فَتَجاوَزْ يا رَبِّ عَنْ قَبيحِ ما عِنْدَنا بِجَميلِ ما عِنْدَكَ، وَاَيُّ جَهْل يا رَبِّ لا يَسَعُهُ جُودُكَ، اَوْ اَيُّ زَمانٍ
 

سپک کتونکی او بې حیثیته عالم )خبر( یې بلکې په دې خاطر چې ای ربه ته ډیر غوره پرده اچوونکی یې او تر ټولو واکمنانو ښه واکمن یې او تر ټولو کریمانو زیات کریم یې، د عیبونو پټوونکیه، د ګناهانو بخښونکیه، له غیبو خبره، ګناه په کرم سره پټوې، او سزا دې په خپل زغم سره ځنډوې، مننه له تا سره ښایي ستا په حلم وروسته له هغه چې خبر شوې، او ستا پر عفوې وورسته له هغه چې ودې کړی شول، ستا حلم ما دګناه په لور بیایي او له تا د سر غړاوي جرات راکوي، پرده پوشي دې ما کم حیایۍ ته بیايي، او ستا له پراخ رحمت او عفوې زما خبریدل ما د حرامو ارتکاب ته چټکوي! ای حلیمه، ای عزتمنه، ای ژونده، ای په ځای پاینده، ای بخښونکیه، ای توبه منونکیه، ای د لوی نعمت څښتنه، ای دقدیم احسان خاونده، ستا ښکلې پرده پوشي چرته ده، ستا لویه عفوه چرته ده، ستا نزدې پراختیا پرانستیا چرته ده، ستا چټکه فریاد اوریدنه چرته ده، ستا پراخ رحمت چرته دی، ستا لوړه عطا چرته ده، ستا خوږې لورینې چرته دي، ستا وړ انعامونه چرته دي، ستا لوی فضل چرته دی، ستا عظیمه عطا چرته ده، ستا قدیم احسان چرته دی، ای کریمه ستا کرم چرته دی « په محمد او آل محمد» ما وژغوره، او په خپله رحمت دې ما خلاص کړه، ای احسان کوونکیه، ای ښایسته چاریه، ای نعمت ورکوونکیه، ای زیاتي بخښونکیه، زه هغه نه یم چې ستا له سزا د بچ کیدو لپاره په خپلو عملونو تکیه وکړم، بلکې پر مونږ ستا په احسان باور لرم، ځکه چې ته د تقوا او مغفرت خاوند یې، په نعمت ورکولو سره احسان پیلوې، او په خپل کرم سره له ګناه تیریږي، نو نه پوهیږم په څه مننه وکړم، په هغه ښکلا چې مشهوروې یې، یا په هغو پټو کارونو چې پرده پرې اچوې، یا په هغه لوی امتحان چې ودې ازمایلم او د نیکې وړ دې وګرځولم، په هغو ډیرو ستونزو چې ترې ودې ژغورلم، او بشپړه سلامت دې وګرځولم، ای د هغه چا محبوبه چې له تا سره یې مینه وکړه، ای دهغه چې د سترګو توره چې تا ته یې پناه دروړه او تا ته درسیدلو لپاره یې له نورو ځان غوڅ کړ، ته ښیګړه

اَطْوَلُ مِنْ اَناتِكَ، وَما قَدْرُ اَعْمالِنا في جَنْبِ نِعَمِكَ، وَكَيْفَ نَسْتَكْثِرُ اَعْمالاً نُقابِلُ
بِها كَرَمَكَ، بَلْ كَيْفَ يَضيقُ عَلَى الْمُذْنِبينَ ما وَسِعَهُمْ مِنْ رَحْمَتِكَ، يا واسِعَ الْمَغْفِرَةِ، يا باسِطَ الْيَدَيْنِ بِالرَّحْمَةِ، فَوَ عِزَّتِكَ يا سَيِّدي، لَوْ نَهَرْتَني ما بَرِحْتُ مِنْ بابِكَ، وَلا كَفَفْتُ عَنْ تَمَلُّقِكَ، لِمَا انْتَهى اِلَىَّ مِنَ الْمَعْرِفَةِ بِجُودِكَ وَكَرِمَك، وَاَنْتَ الْفاعِلُ لِما تَشاءُ تُعَذِّبُ مَنْ تَشاءُ بِما تَشاءُ كَيْفَ تَشاءُ، وَتَرْحَمُ مَنْ تَشاءُ بِما تَشاءُ كَيْفَ تَشاءُ، لا تُسْأَلُ عَنْ فِعْلِكَ، وَلا تُنازِعُ في مُلْكِكَ، وَلا تُشارَكُ في اَمْرِكَ، وَلا تُضادُّ في حُكْمِكَ، وَلا يَعْتَرِضُ عَلَيْكَ اَحَدٌ في تَدْبيرِكَ، لَكَ الْخَلْقُ وَالاُمْرُ، تَبارَكَ اللهُ رَبُّ الْعالَمينَ، يا رَبِّ، هذا مَقامُ مَنْ لاذَ بِكَ، وَاسْتَجارَ بِكَرَمِكَ، وَاَلِفَ اِحْسانَكَ وَنِعَمَكَ وَاَنْتَ الْجَوادُ الَّذي لا يَضيقُ عَفُوكَ، وَلا يَنْقُصُ فَضْلُكَ، وَلا تَقِلُّ رَحْمَتُكَ، وَقَدْ تَوَثَّقْنا مِنْكَ بِالصَّفْحِ الْقَديمِ، وَالْفَضْلِ الْعَظيمِ، وَالرَّحْمَةِ الْواسِعَةِ، اَفَتَراكَ يا رَبِّ تُخْلِفُ ظُنُونَنا، اَوْ تُخَيِّبْ آمالَنا، كَلاّ يا كَريمُ، فَلَيْسَ هذا ظَنُّنا بِكَ، وَلا هذا فيكَ طَمَعُنا، يا رَبِّ اِنَّ لَنا فيكَ اَمَلاً طَويلاً كَثيراً، اِنَّ لَنا فيكَ رَجاءً عَظيماً، عَصَيْناكَ وَنَحْنُ نَرْجُو اَنْ تَسْتُرَ عَلَيْنا، وَدَعَوْناكَ وَنَحْنُ نَرْجُو اَنْ تَسْتَجيبَ لَنا، فَحَقِّقْ رَجاءَنا مَوْلانا، فَقَدْ عَلِمْنا ما نَسْتَوْجِبُ بِاَعْمالِنا، وَلكِنْ عِلْمُكَ فينا وَعِلْمُنا بِاَنَّكَ لا تَصْرِفُنا عَنْكَ وَاِنْ كُنّا غَيْرَ مُسْتَوْجِبينَ لِرَحْمَتِكَ، فَاَنْتَ اَهْلٌ اَنْ تَجُودَ عَلَيْنا وَعَلَى الْمُذْنِبينَ بِفَضْلِ سَعَتِكَ، فَامْنُنْ عَلَيْنا بِما اَنْتَ اَهْلُهُ، وَجُدْ عَلَيْنا
 

کوونکی یې.او مونږ بدي کوونکی، په هغه ښکلا چې له تا سره ده له هغه بدۍ چې له مونږ سره ده تیر شه، ای پالونکیه کومه ناپوهي ده چې ستا سخا یې ګنجایش ونه لري، او کومه موده ده چې ستا له خوا بنده ته تر مهلت ورکولو اوږده ده، او ستا د نعمتونو په څنګ کې د زمونږ د عملونو ارزښت څه دی، مونږ څنګه خپل عملونه زیات وګڼو چې ورسره ستا له کرم سره سیالي وکړو، بلکې څنګه په ګناهکاروکم شي هغه پراخ رحمت دې چې په هغوي شوی دی ؟ اي پراخ بخښونکیه، ای د پراخ رحمت خاونده، ای زما بادارد ستا په عزت مې قسم، که ما وشړې ستا له دره به لرې نه شم او ستا له چاپلوسۍ او غواړه مالۍ به لاس وا نه خلم، ځکه چې زه ستا له کرمه خبر یم، ته هر څه چې وغواړې کوې یې، هر څوک چې وغواړې عذاب ورکوې، په هر څه یې چې وغواړې او په هره بڼه چې دې خوښه وي، او رحم کوې په هر چا چې وغواړې په او هر څه یې چې وغواړې اوپه هر شکل چې دې خوښه وي، ته جې هر څه وکړې څوک یې درنه پوښتنه نه شي کولی او ستا په واکمنۍ کې جګړه نه شي کیدلی، او ستا په کار کې څوک نه شي شریکیدلی. او ستا په فیصله کولو کې درسره ډغره نه شي وهلی، او په تدبیر کې هیڅوک پر تا اعتراض نه شي کولی، پنځول او امر کول تا لري دي، مبارک دی خدای د نړیوالو پالونکی، ای خدایه دا دی مقام د هغه چا چې تا ته یې پناه راوړې او ستا کرم ته یې ځان رارسولی، او ستا له احسان او نعمتونو سره یې الفت پیدا کړی، او ته یې هغه ښندونکی چې په تیریدنه او عفوې کې دې تنګي نه راځي او لورینه دې نه نیمګړې کیږي. او رحمت دې نه کمیږي، او ستا په قدیمې تیریدنې او لوی فضل او پراخ رحمت مو یقین وکړ، ای پالونکیه آیا ممکنه ده چې ته په تا باندې زمونږ د ګمان په خلاف عمل وکړې یا ستا رحمت ته زمونږ هیلې په نهیلۍ بدلې کړې، هیڅکله نه ای کریمه ذاته، په تا داسې ګمان نه کیږي، او مونږ له تا داسې امید نه لرو، ای پالونکیه! مونږ ستا په هکله دیرې اوږدې هیلې لرو، مونږ له تا ډیر لوی

فَاِنّا مُحْتاجُونَ اِلى نَيْلِكَ، يا غَفّارُ بِنُورِكَ اهْتَدَيْنا، وَبِفَضْلِكَ اسْتَغْنَيْنا، وَبِنِعْمَتِكَ
 اَصْبَحْنا وَاَمْسَيْنا، ذُنُوبُنا بَيْنَ يَدَيْكَ نَسْتَغْفِرُكَ الّلهُمَّ مِنْها وَنَتُوبُ اِلَيْكَ، تَتَحَبَّبُ اِلَيْنا بِالنِّعَمِ وَنُعارِضُكَ بِالذُّنُوبِ، خَيْرُكَ اِلَيْنا نازِلٌ، وَشُّرنا اِلَيْكَ صاعِدٌ، وَلَمْ يَزَلْ وَلا يَزالُ مَلَكٌ كَريمٌ يَأتيكَ عَنّا بِعَمَل قَبيح، فَلا يَمْنَعُكَ ذلِكَ مِنْ اَنْ تَحُوطَنا بِنِعَمِكَ، وَتَتَفَضَّلَ عَلَيْنا بِآلائِكَ، فَسُبْحانَكَ ما اَحْلَمَكَ وَاَعْظَمَكَ وَاَكْرَمَكَ مُبْدِئاً وَمُعيداً، تَقَدَّسَتْ اَسْماؤكَ وَجَلَّ ثَناؤُكَ، وَكَرُمَ صَنائِعُكَ وَفِعالُكَ، اَنْتَ اِلهي اَوْسَعُ فَضْلاً، وَاَعْظَمُ حِلْماً مِنْ اَنْ تُقايِسَني بِفِعْلي وَخَطيـئَتي، فَالْعَفْوَ الْعَفْوَ الْعَفْوَ، سَيِّدي سَيِّدي سَيِّدي، اَللّـهُمَّ اشْغَلْنا بِذِكْرِكَ، وَاَعِذْنا مِنْ سَخَطِكَ، وَاَجِرْنا مِنْ عَذابِكَ، وَارْزُقْنا مِنْ مَواهِبِكَ، وَاَنْعِمْ عَلَيْنا مِنْ فَضْلِكَ، وَارْزُقْنا حَجَّ بَيْتِكَ، وَزِيارَةَ قَبْرِ نَبِيِّكَ صَلَواتُكَ وَرَحْمَتُكَ وَمَغْفِرَتُكَ وَرِضْوانُكَ عَلَيْهِ وَعَلى اَهْلِ بَيْتِهِ اِنَّكَ قَريبٌ مُجيبٌ، وَارْزُقْنا عَمَلاً بِطاعَتِكَ، وَتَوَفَّنا عَلى مِلَّتِكَ، وَسُنَّةِ نَبِيِّكَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ، اَللّـهُمَّ اغْفِرْ لي وَلِوالِدَيَّ وَارْحَمْهُما كَما رَبَّياني صَغيراً، اِجْزِهما بِالإحسانِ اِحْساناً وَبِالسَّيِّئاتِ غُفْراناً، اَللّـهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُؤْمِنينَ وَالْمُؤْمِناتِ الاَحياءِ مِنْهُمْ وَالاَمواِت، وَتابِعْ بَيْنَنا وَبَيْنَهُمْ بِالْخَيْراتِ اَللّـهُمَّ اغْفِرْ لِحَيِّنا وَمَيِّتِنا، وَشاهِدِنا وَغائِبِنا، ذَكَرِنا وَاُنْثانا، صَغيرِنا وَكَبيرِنا، حُرِّنا وَمَمْلُوكِنا، كَذَبَ الْعادِلُونَ بِاللهِ وَضَلُّوا ضَلالاً بَعيداً، وَخَسِرُوا خُسْراناً مُبيناً، اَللّـهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد، وَاخْتِمْ لي
 

امید لرو، ستا نافرماني مو وکړه حال دا چې هیله من یوو زمونږ ګناه پټه کړې، او ته مو وبللې، او هیله من یوو چې زمونږ دعا قبوله کړې، ای زمونږ مولا زمونږ هیله پوره کانده، مونږ پوه شو چې په خپل عمل سره د څه مستحق یوو خو زمونږ په باره کې ستا علم او په دې هکله زمونږ معلومات چې مونږ له خپله دره نه شړې که څه هم ستا د رحمت وړ نه یوو، خو له تا سره دا ښایي چې پر مونږ او پر ګناهکارو په خپل پراخ فضل سره ښندنه وکړې، نو هغه شان چې ته یې وړ یې پر مونږ منت وکړه، او پر مونږ سخا وکړه ځکه چې مونو ستا عطا ته اړمن یوو، ای بخښونکیه، ستا په رڼا هدایت شوو او ستا په فضل بې نیازه شو، او ستا لور ته ستنیږو، ته په خپلو نعمتونو له مونږ سره مینه کوې، او مونږ په ګناهانو سره له تا سره مقابله کوو، ستا خیرونه زمونږ په لور راروان دي او زمونږ بدۍ ستا په لور در خیږي، همیشه یوه کریمه پرښته، له مونږ تا ته بد کردار درځي، او دا د دې مخه نه نیسي چې مونږ په خپلو نعمتونو کې راونغاړې، او په خپلو لوړو عطاګانو سره پر مونږ فضل وکړې نو سپیڅلی یې ته، او څومره حلیم، څومره لوی او څومره کریم یې، د نیکې پیلوونکی او تکراروونکی یې یې، نامې دې سپیڅلې او ثنا دې عظیمه ده، او کړنې دې کریمانه دي، ای خدایه! فضل دې پراخ، او حلم دې تر دې لوی دی چې ما په ناخوښ عمل او خطا سره پرتله کړې، نو وبخښه، وبخښه، وبخښه، ای زما باداره، ای زما باداره ای زما بادار، ای خدایه، مونږ په خپل ذکر مشغول کړه او له خپلې غوسې پناه راکړه او له خپل عذابه مو وژغوره، او په خپل فضل سره په مونږ لورینه وکړه، او د خپل کور حج مو روزي کړه، او د خپل نبي زیارت مو نصیب کړه، ستا درود او رحمت او مغفرت او رضا دې وي پر هغه، او دهغه په کورنۍ، ته نزدې او ځواب ورکوونکی یې، ستا په امر عمل زمونږ روزي کړه او مونږ په خپل دین او د خپل پیغمبر ) چې درود دې وي پر هغه اوپه آل یې( په سنت له دنیا بوځه، ای خدایه ما وبخښې، زما مور او پلار وبخښې او په هغو دواړه رحم وکړه لکه چې هغوي

بِخَيْر، وَاكْفِني ما اَهَمَّني مِنْ اَمْرِ دُنْيايَ وَآخِرَتي وَلا تُسَلِّطْ عَلَيَّ مَنْ لا يَرْحَمُني،
 وَاجْعَلْ عَلَيَّ مِنْكَ واقِيَةً باقِيَةً، وَلا تَسْلُبْني صالِحَ ما اَنْعَمْتَ بِهِ عَلَيَّ، وَارْزُقْني مِنْ فَضْلِكَ رِزْقاً واسِعاً حَلالاً طَيِّباً، اَللّـهُمَّ احْرُسْني بِحَراسَتِكَ، وَاحْفَظْني بِحِفْظِكَ، وَاكْلاَني بِكِلائَتِكَ، وَارْزُقْني حَجَّ بَيْتِكَ الْحَرامِ في عامِنا هذا وَفي كُلِّ عام، وَزِيارَةَ قَبْرِ نَبِيِّكَ وَالاَئِمَّةِ عَلَيْهِمُ السَّلامُ، وَلا تُخْلِني يا رَبِّ مِنْ تِلْكَ الْمَشاهِدِ الشَّريفَةِ، وَالْمَواقِفِ الْكَريمَةِ، اَللّـهُمَّ تُبْ عَلَيَّ حَتّى لا اَعْصِيَكَ، وَاَلْهِمْنِيَ الْخَيْرَ وَالْعَمَلَ بِهِ، وَخَشْيَتَكَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهارِ ما اَبْقَيْتَني يا رَبَّ الْعالَمينَ، اَللّـهُمَّ اِنّي كُلَّما قُلْتُ قَدْ تَهَيَّأتُ وَتَعَبَّأتُ وَقُمْتُ لِلصَّلاةِ بَيْنَ يَدَيْكَ وَناجَيْتُكَ اَلْقَيْتَ عَلَيَّ نُعاساً اِذا اَنَا صَلَّيْتُ، وَسَلَبْتَني مُناجاتِكَ اِذا اَنَا ناجَيْتُ، مالي كُلَّما قُلْتُ قَدْ صَلَحَتْ سَريرَتي، وَقَرُبَ مِنْ مَجالِسِ التَّوّابينَ مَجْلِسي، عَرَضَتْ لي بَلِيَّةٌ اَزالَتْ قَدَمي، وَحالَتْ بَيْني وَبَيْنَ خِدْمَتِكَ سَيِّدي لَعَلَّكَ عَنْ بابِكَ طَرَدْتَني، وَعَنْ خِدْمَتِكَ نَحَّيْتَني اَوْ لَعَلَّكَ رَاَيْتَني مُسْتَخِفّاً بِحَقِّكَ فَاَقْصَيْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ رَاَيْتَني مُعْرِضاً عَنْكَ فَقَلَيْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ وَجَدْتَني في مَقامِ الْكاذِبينَ فَرَفَضْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ رَاَيْتَني غَيْرَ شاكِر لِنَعْمائِكَ فَحَرَمْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ فَقَدْتَني مِنْ مَجالِسِ الْعُلَماءِ فَخَذَلْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ رَاَيْتَني فِى الْغافِلينَ فَمِنْ رَحْمَتِكَ آيَسْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ رَاَيْتَني آلفَ مَجالِسِ الْبَطّالينَ فَبَيْني وَبَيْنَهُمْ خَلَّيْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ لَمْ تُحِبَّ اَنْ تَسْمَعَ دُعائي فَباعَدْتَني، اَوْ
 

په وړوکوالي کې زه وروزلم، دهغوی د احسان بدله په احسان ورکړه او د بدیو بدله یې په بخښنې او غفران ورکړه. ای خدایه ! مومن سړي او مومنې ښځې وبخښه که ژوندي وي او که مړه، او زمونږ او دهغوی تر مینځ په نیکۍ سره پیوند جوړ کړه، ای خدایه وبخښه زمونږ ژوندي او زمونږ مړه، حاضر مو او غایب مو، نران مو او ښځې مو واړه مو او زاړه مو ازاد مو او مریان مو، له خدایه ستنیدونکو دروغ وویل او په ډيرې لرې ګمراهۍ ګمراه شول، او په ډیر لوی تاوان تاواني شول. ای خدایه! پر محمد او پر آل یې درود ولیږه، او زما خاتمه په خیر وکړه، او زما لپاره بسنه وکړه د دنیا او اخرت له هغو چارو چې زه یې بې کراره کړی یم، او هغه څوک چې پر ما رحم نه کوي، پر ما مه برلاسی کوه، او زما لپاره له خپل لوري یو همیشنی څارونکی وګرځوه، او د هغو نعمتونو چې لورولې دې دي غوره څیزونه له ما مه اخله او له خپل فضله حلاله او پاکه روزي ماته نصیب کړه. ای خدایه، ما په خپلې څارنې سره وڅاره، او په خپلې ساتنې سره مې وساته، او په خپل حفاظت سره زما حفاظت وکړه، ای پالونکیه ! له دې ډیر شریفو مشاهدو او عزتمنو موافقو ما مه بې برخې کوه. ای خدایه ما ته مخ کړه چې نافرماني دې ونه کړم، او را الهام کړه خیر او پرې عمل او په شپه او ورځ له تا ویره، تر هغې چې ژوندی یم ای د نړیوالو پالونکیه. ای خدایه ! هر کله چې مې وویل تیار او چمتو شوم او ستا په در کې په لمانځه ودریدم او له تا سره مې راز و نیاز وکړ، په ما دې پړمخۍ راوسته کله چې په لمانځه لګیا شوم، او کله چې مې چې له تا سره راز و نیاز وکړ دمناجاتو دکولو حال دې رانه واخسته، دا په ما څه شوې دي؟ هرکله چې مې وویل باطن مې غوره شو او مقام مې د توبه کوونکو مقام ته نزدې شو نو په ما یو مصیبت راغی او د هغه ستونزې په وجه مې پښه ولړزیده چې زما او ستا د خدمت تر مینځ خنډ شوه. ای زما پالونکیه ښایی زه دې له دره شړلی شم او له خپل خدمته دې جدا کړی یم، او یا دې زه داسې لیدلی یم چې ستا حق مې سپک ګڼلی دی، نو له خپله دره دې

لَعَلَّكَ بِجُرْمي وَجَريرَتي كافَيْتَني، اَوْ لَعَلَّكَ بِقِلَّةِ حَيائي مِنْكَ جازَيْتَني، فَاِنْ عَفَوْتَ
يا رَبِّ فَطالما عَفَوْتَ عَنِ الْمُذْنِبينَ قَبْلي، لاَنَّ كَرَمَكَ اَيْ رَبِّ يَجِلُّ عَنْ مُكافاة الْمُقَصِّرينَ، وَاَنَا عائِذٌ بِفَضْلِكَ، هارِبٌ مِنْكَ اِلَيْكَ، مُتَنَجِّزٌ ما وَعَدْتَ مِنَ الصَّفْحِ عَمَّنْ اَحْسَنَ بِكَ ظَنّاً، اِلهي اَنْتَ اَوْسَعُ فَضْلاً، وَاَعْظَمُ حِلْماً مِنْ اَنْ تُقايِسَني بِعَمَلي اَوْ اَنْ تَسْتَزِلَّني بِخَطيئَتي، وَما اَنَا يا سَيِّدي وَما خَطَري، هَبْني بِفَضْلِكَ سَيِّدي، وَتَصَدَّقْ عَلَيَّ بِعَفْوِكَ، وَجَلِّلْني بِسَتْرِكَ، وَاعْفُ عَنْ تَوْبيخي بِكَرَمِ وَجْهِكَ، سَيِّدي اَنَا الصَّغيرُ الَّذي رَبَّيْتَهُ، وَاَنَا الْجاهِلُ الَّذي عَلَّمْتَهُ، وَاَنَا الضّالُّ الَّذي هَدَيْتَهُ، وَاَنَا الْوَضيعُ الَّذي رَفَعْتَهُ، وَاَنَا الْخائِفُ الَّذي آمَنْتَهُ، وَالْجايِعُ الَّذي اَشْبَعْتَهُ، وَالْعَطْشانُ الَّذي اَرْوَيْتَهُ، وَالْعاري الَّذي كَسَوْتَهُ، وَالْفَقيرُ الَّذي اَغْنَيْتَهُ، وَالضَّعيفُ الَّذي قَوَّيْتَهُ، وَالذَّليلُ الَّذي اَعْزَزْتَهُ، وَالسَّقيمُ الَّذي شَفَيْتَهُ، وَالسّائِلُ الَّذي اَعْطَيْتَهُ، وَالْمُذْنِبُ الَّذي سَتَرْتَهُ، وَالْخاطِئُ الَّذي اَقَلْتَهُ، وَاَنَا الْقَليلُ الَّذي كَثَّرْتَهُ، وَالْمُسْتَضْعَفُ الَّذي نَصَرْتَهُ، وَاَنَا الطَّريدُ الَّذي آوَيْتَهُ، اَنَا يا رَبِّ الَّذي لَمْ اَسْتَحْيِكَ فِى الْخَلاءِ، وَلَمْ اُراقِبْكَ فِى الْمَلاءِ، اَنَا صاحِبُ الدَّواهِي الْعُظْمى، اَنَا الَّذي عَلى سَيِّدِهِ اجْتَرى، اَنَا الَّذي عَصَيْتُ جَبّارَ السَّماءِ، اَنَا الَّذي اَعْطَيْتُ عَلى مَعاصِى الْجَليلِ الرُّشا، اَنَا الَّذي حينَ بُشِّرْتُ بِها خَرَجْتُ اِلَيْها اَسْعى، اَنَا الَّذي اَمْهَلْتَني فَما ارْعَوَيْتُ، وَسَتَرْتَ عَلَيَّ فَمَا اسْتَحْيَيْتُ، وَعَمِلْتُ بِالْمَعاصي فَتَعَدَّيْتُ، وَاَسْقَطْتَني
 

لرې کړم، يا ښایي زه دې له خپله ځان مخ اړوونکی لیدی یم، نو په ما غضب کړی دی، یا ښایي زه دې د دروغجنو په مقام کې لیدلی یم، نو لرې دې وغورځولم، یا شاید زه دې دخپلو نعمتونو ناشکره لیدلی یم نو محرومه دې کړم، یا شاید زه دې له پوهانو سره له ناستې پاستې غایب لیدلی یم نو خوار دې کړم، یا ښایي زه دې د غافلانو په ډله کې لیدلی یم نو له خپل رحمته دې نهیلی کړم، یا شاید د بیکارانو له محفل سره دې انس موندونکی ولیدلم نو زه دې هغوی ته وسپارلم، یا ښایي خوښه دې نه وه چې دعا مې واورې نو لرې دې کړم، یا ښایي د جرم او جنایت په وجه دې سزا راکړه، یا ښایي له تا د حیا دکموالي په وجه دې سزا کړم، نو ای پالونکیه که ما وبخښې نو د دې مخینه ډیره اوږده ده چې له ما مخکې دې ګناهکاران بخښلې دي، ځکه چې ای پالونکیه ستا کرم د ګناهکارو له سزا ډیر لوی دی، او ما ستا فضل ته پناه راوړې ده له تا تاته تښتم، د هغه څه غوښتونکی یم چې وعده دې یې کړې ډه. او هغه له هغو کسانو سترګې پټول دي چې چې په تا یې ښه ګمان کړ یدی، ای خدای ستا فضل ډیر پراخ، او حلم دې تر دې ډیر لوی دی چې ما زما په کردار وتلې، یا په خطا مې ولغزوې، یا زما باداره، زه څه یم، او څه قدر لرم، ای زما سروره ما په خپله فضل وبخښه، او خپلې عفوې سره په ما کرم وکړه، او په خپلې پرده پوشۍ سره زما خطاګانې پټې کړه، او په خپل کرم او سخا سره زما له توبیخولو تیر شه، ای زما مولا زه هغه ماشوم یم چې پاللی دې یم، زه هغه ناپوهه یم چې پوه کړم دې یم، زه هغه ګمراه یم چې لاره دې راښوولې ده، زه هغه پریوتی یم چې اوچت دې کړم، زه هغه ترهیدلی یم چې امان دې راکړ، زه هغه وږی یم چې موړ دې کړ، زه هغه تږی یم چې خړوب دې کړ، زه هغه لغړ یم چې ودې پوښه، زه هغه نیستمن یم چې توانمن دې کړ، زه هغه کمزوری یم چې پیاوړی دې کړ، زه هغه خوار یم چې عزتمن دې کړ.او زه هغه ناروغ یم چې شفا دې راکړه، او هغه غوښتندویی یم چې راعطا دې کړه، او هغه ګناهکار یم چې ګناه دې یې پټه کړه،

مِنْ عَيْنِكَ فَما بالَيْتُ، فَبِحِلْمِكَ اَمْهَلْتَني وَبِسِتْرِكَ سَتَرْتَني حَتّى كَاَنَّكَ اَغْفَلْتَني،
 وَمِنْ عُقُوباتِ الْمَعاصي جَنَّبْتَني حَتّى كَاَنَّكَ اسْتَحْيَيْتَني، اِلهي لَمْ اَعْصِكَ حينَ عَصَيْتُكَ وَاَنَا بِرُبُوبِيَّتِكَ جاحِدٌ، وَلا بِاَمْرِكَ مُسْتَخِفٌّ، وَلا لِعُقُوبَتِكَ مُتَعَرِّضٌّ، وَلا لِوَعيدِكَ مُتَهاوِنٌ، لكِنْ خَطيئَةٌ عَرَضَتْ وَسَوَّلَتْ لي نَفْسي، وَغَلَبَني هَوايَ، وَاَعانَني عَلَيْها شِقْوَتي، وَغَرَّني سِتْرُكَ الْمُرْخى عَلَىَّ، فَقَدْ عَصَيْتُكَ وَخالَفْتُكَ بِجَهْدي، فَالآنَ مِنْ عَذابِكَ مَنْ يَسْتَنْقِذُني، وَمِنْ اَيْدي الْخُصَماءِ غَداً مِنْ يُخَلِّصُني، وَبِحَبْلِ مَنْ اَتَّصِلُ اِنْ اَنْتَ قَطَعْتَ حَبْلَكَ عَنّي، فَواسَوْاَتا عَلى ما اَحْصى كِتابُكَ مِنْ عَمَلِيَ الَّذي لَوْلا ما اَرْجُو مِنْ كَرَمِكَ وَسَعَةِ رَحْمَتِكَ وَنَهْيِكَ اِيّايَ عَنِ الْقُنُوطِ لَقَنَطْتُ عِنْدَما اَتَذَكَّرُها، يا خَيْرَ مَنْ دَعاهُ داع، وَاَفْضَلَ مَنْ رَجاهُ راج، اَللّـهُمَّ بِذِمَّةِ الإسْلامِ اَتَوَسَّلُ اِلَيْكَ، وَبِحُرْمَةِ الْقُرْآنِ اَعْتَمِدُ اِلَيْكَ، وَبِحُبِّيَ النَّبِيَّ الاُمِّيَّ الْقُرَشِيَّ الْهاشِمِيَّ الْعَرَبِيَّ التِّهامِيَّ الْمَكِّيَّ الْمَدَنِيَّ اَرْجُو الزُّلْفَةَ لَدَيْكَ، فَلا تُوحِشِ اسْتيناسَ إيماني، وَلا تَجْعَلْ ثَوابي ثَوابَ مَنْ عَبَدَ سِواكَ، فَاِنَّ قَوْماً آمَنُوا بِاَلْسِنَتِهِمْ لِيَحْقِنُوا بِهِ دِماءَهُمْ فَاَدْرَكُوا ما اَمَّلُوا، وَإنّا آَمّنا بِكَ بِاَلْسِنَتِنا وَقُلُوبِنا لِتَعْفُوَ عَنّا، فَاَدْرِكْنا ما اَمَّلْنا، وَثَبِّتْ رَجاءَكَ في صُدُورِنا، وَلا تُزِغْ قُلُوبَنا بَعْدَ اِذْ هَدَيْتَنا، وَهَبْ لَنا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهّابُ، فَوَعِزَّتِكَ لَوِ انْتَهَرْتَني ما بَرِحْتُ مِنْ بابِكَ، وَلا كَفَفْتُ عَنْ تَمَلُّقِكَ لِما اُلْهِمَ قَلْبي مِنَ الْمَعْرِفَةِ بِكَرَمِكَ وَسَعَةِ رَحْمَتِكَ،
 

او هغه خطاری چې سترګې دې پرې پټې کړې، او هغه لږ چې ډیر دې وګاڼه او هغه کمزوری ګڼل شوی چې مرسته دې یې وکړه، زه یم هغه د لویو مصیبتونو خاوند، زه هغه چې د خپل بادار په وړاندې یې ګستاخي وکړه، زه یم هغه چې د اسمان د جبار نافرماني یې وکړه، زه یم هغه چې په لویو ګناهونو مې رشوت ورکړ، زه یم هغه چې هرکله دیوې ګناه زیری راکول کیده په منډه ورتلم، زه یم هغه چې مهلت دې راکړ خو زه ونه دریدم، او زما پرده پوشي دې وکړه خو حیا مې ونه کړه او په ګناهانو اخته شوم او له حده تیر شم. او زه دې له خپلو سترګو وغورځولم، خو اهمیت مې ورنه کړنو په خپل زغم سره دې ماته مهلت راکړ، او په خپلې پرده پوشۍ سره دې په ما پرده واچوله تر دې چې ګواکې زه دې هیر کړی یم، او د ګناهانو له سزا دې وساتلم، ته وا له ما دې حیا کړې ده ! ای خدایه! کله مې چې ستا نافرماني وکړه داسې نافرماني مې ونه کړه چې ستا د ربوالي منکر دې شم او نه داسې چې ستا امر سپک وګڼم، او نه دا چې په ګستاخۍ سره ستا له سزا سره مخامخ شم، او نه دا چې ستا وعده کمزورې وګڼم خو بس یوه خطا وه چې له ما وشوه او نفس مې راته ښکلې وبریښوله، او بدبختۍ مې راسره په هغې کې مرسته وکړه، او ستا پرده پوشۍ زه وغولولم، په نتیجه کې مې په کوشش سره ستا نافرماني وکړه او مخالفت ته پاڅیدم، اوس به ما څوک له عذابه ژغوري، او څوک به مې سبا له دښمنانو او میرڅمنانو ژغوري، او د چا په رسۍ ځان راټینګ کړم که ته مې رسۍ وشلوې، نو څومره لویه رسوایي ده د هغه څه چې زما عمل ستا په کتاب کې لیکل شوی، که ستا کرم او د رحمت پریمانۍ ته هیله من نه وم او دا چې زه دې له نهیلۍ منع کړی یم بې شکه چې نهیلی شوی به وم هغه وخت چې ګناهان مې یادول، ای تر ټولو غوره کسه چې یو بلونکي بللی دی، او تر ټولو لوړ ذاته چې یو هیله من ورته هیله کړې ده. ای خدایه د اسلام په تړون له تا سره توسل کوم او د قران په حرمت او عزت په تا تکیه کوم او د امی، قریشي، هاشمي، عربي، تهامي،
 

اِلى مَنْ يَذْهَبُ الْعَبْدُ إلاّ اِلى مَوْلاهُ، وَاِلى مَنْ يَلْتَجِئُ الْمخْلُوقُ إلاّ اِلى خالِقِهِ،
اِلهي لَوْ قَرَنْتَني بِالاَصْفادِ، وَمَنَعْتَني سَيْبَكَ مِنْ بَيْنِ الاَشْهادِ، وَدَلَلْتَ عَلى فَضايِحي عُيُونَ الْعِبادِ، وَاَمَرْتَ بي اِلَى النّارِ، وَحُلْتَ بَيْني وَبَيْنَ الاَبْرارِ، ما قَطَعْتُ رَجائي مِنْكَ وَما صَرَفْتُ تَأميلي لِلْعَفْوِ عَنْكَ، وَلا خَرَجَ حُبُّكَ مِنْ قَلْبي، اَنَا لا اَنْسى اَيادِيَكَ عِنْدي، وَسِتْرَكَ عَلَيَّ في دارِ الدُّنْيا، سَيِّدي اَخْرِجْ حُبَّ الدُّنْيا مِنْ قَلْبي، وَاجْمَعْ بَيْني وَبَيْنَ الْمُصْطَفى وَآلِهِ خِيَرَتِكَ مِنْ خَلْقِكَ وَخاتَمِ النَّبِيّينَ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ، وَانْقُلْني اِلى دَرَجَةِ الَّتوْبَةِ اِلَيْكَ، وَاَعِنّي بِالْبُكاءِ عَلى نَفْسي، فَقَدْ اَفْنَيْتُ بِالتَّسْويفِ وَالاْمالِ عُمْري، وَقَدْ نَزَلْتُ مَنْزِلَةَ الاْيِسينَ مِنْ خَيْري، فَمَنْ يَكُونُ اَسْوَأ حالاً مِنّي إنْ اَنَا نُقِلْتُ عَلى مِثْلِ حالي اِلى قَبْري، لَمْ اُمَهِّدْهُ لِرَقْدَتي، وَلَمْ اَفْرُشْهُ بِالْعَمَلِ الصّالِحِ لِضَجْعَتي، وَمالي لا اَبْكي وَلا اَدْري اِلى ما يَكُونُ مَصيري، وَاَرى نَفْسي تُخادِعُني، وَاَيّامي تُخاتِلُني، وَقَدْ خَفَقَتْ عِنْدَ رَأسي اَجْنِحَةُ الْمَوْتِ، فَمالي لا اَبْكي! اَبْكي لِخُروجِ نفْسي، اَبْكي لِظُلْمَةِ قَبْري، اَبْكي لِضيقِ لَحَدي، اَبْكي لِسُؤالِ مُنْكَر وَنَكير اِيّايَ، اَبْكي لِخُرُوجي مِنْ قَبْري عُرْياناً ذَليلاً حامِلاً ثِقْلي عَلى ظَهْري، اَنْظُرُ مَرَّةً عَنْ يَميني وَاُخْرى عَنْ شِمالي، اِذِ الْخَلائِقِ في شَأن غَيْرِ شَأني {لِكُلِّ امْرِئ مِنْهُمْ يَوْمَئِذ شَأنٌ يُغْنيهِ * وُجوُهٌ يَوْمَئِذ مُسْفِرَةٌ * ضاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ * وَوُجوُهٌ يَوْمَئِذ عَلَيْها غَبَرَةٌ * تَرْهَقُها قَتَرَةٌ} وذلّةٌ
 

او هغه خطاری چې سترګې دې پرې پټې کړې، او هغه لږ چې ډیر دې وګاڼه او هغه کمزوری ګڼل شوی چې مرسته دې یې وکړه، زه یم هغه د لویو مصیبتونو خاوند، زه هغه چې د خپل بادار په وړاندې یې ګستاخي وکړه، زه یم هغه چې د اسمان د جبار نافرماني یې وکړه، زه یم هغه چې په لویو ګناهونو مې رشوت ورکړ، زه یم هغه چې هرکله دیوې ګناه زیری راکول کیده په منډه ورتلم، زه یم هغه چې مهلت دې راکړ خو زه ونه دریدم، او زما پرده پوشي دې وکړه خو حیا مې ونه کړه او په ګناهانو اخته شوم او له حده تیر شم. او زه دې له خپلو سترګو وغورځولم، خو اهمیت مې ورنه کړنو په خپل زغم سره دې ماته مهلت راکړ، او په خپلې پرده پوشۍ سره دې په ما پرده واچوله تر دې چې ګواکې زه دې هیر کړی یم، او د ګناهانو له سزا دې وساتلم، ته وا له ما دې حیا کړې ده ! ای خدایه! کله مې چې ستا نافرماني وکړه داسې نافرماني مې ونه کړه چې ستا د ربوالي منکر دې شم او نه داسې چې ستا امر سپک وګڼم، او نه دا چې په ګستاخۍ سره ستا له سزا سره مخامخ شم، او نه دا چې ستا وعده کمزورې وګڼم خو بس یوه خطا وه چې له ما وشوه او نفس مې راته ښکلې وبریښوله، او بدبختۍ مې راسره په هغې کې مرسته وکړه، او ستا پرده پوشۍ زه وغولولم، په نتیجه کې مې په کوشش سره ستا نافرماني وکړه او مخالفت ته پاڅیدم، اوس به ما څوک له عذابه ژغوري، او څوک به مې سبا له دښمنانو او میرڅمنانو ژغوري، او د چا په رسۍ ځان راټینګ کړم که ته مې رسۍ وشلوې، نو څومره لویه رسوایي ده د هغه څه چې زما عمل ستا په کتاب کې لیکل شوی، که ستا کرم او د رحمت پریمانۍ ته هیله من نه وم او دا چې زه دې له نهیلۍ منع کړی یم بې شکه چې نهیلی شوی به وم هغه وخت چې ګناهان مې یادول، ای تر ټولو غوره کسه چې یو بلونکي بللی دی، او تر ټولو لوړ ذاته چې یو هیله من ورته هیله کړې ده. ای خدایه د اسلام په تړون له تا سره توسل کوم او د قران په حرمت او عزت په تا تکیه کوم او د امی، قریشي، هاشمي، عربي، تهامي،
 

سَيِّدي عَلَيْكَ مُعَوَّلي وَمُعْتَمَدي وَرَجائي وَتَوَكُّلي، وَبِرَحْمَتِكَ تَعَلُّقي، تُصيبُ
 بِرَحْمَتِكَ مَنْ تَشاءُ وَتَهْدي بِكَرامَتِكَ مَنْ تُحِبُّ، فَلَكَ الْحَمْدُ عَلى ما نَقَّيْتَ مِنَ الشِّرْكِ قَلْبي، وَلَكَ الْحَمْدُ عَلى بَسْطِ لِساني، اَفَبِلِساني هذَا الْكالِّ اَشْكُرُكَ، اَمْ بِغايَةِ جُهْدي في عَمَلي اُرْضيكَ، وَما قَدْرُ لِساني يا رَبِّ في جَنْبِ شُكْرِكَ، وَما قَدْرُ عَمَلي في جَنْبِ نِعَمِكَ وَاِحْسانِكَ، اِلهي اِنَّ جُودَكَ بَسَطَ اَمَلي، وَشُكْرَكَ قَبِلَ عَمَلي، سَيِّدي اِلَيْكَ رَغْبَتي، وَاِلَيْكَ رَهْبَتي، وَاِلَيْكَ تَأميلي، وَقَدْ ساقَني اِلَيْكَ اَمَلي، وَعَلَيْكَ يا واحِدي عَكَفَتْ هِمَّتي، وَفيـما عِنْدَكَ انْبَسَطَتْ رَغْبَتي، وَلَكَ خالِصُ رَجائي وَخَوْفي، وَبِكَ أَنِسَتْ مَحَبَّتي، وَاِلَيْكَ اَلْقَيْتُ بِيَدي، وَبِحَبْلِ طاعَتِكَ مَدَدْتُ رَهْبَتي، يا مَوْلايَ بِذِكْرِكَ عاشَ قَلْبي، وَبِمُناجاتِكَ بَرَّدْتُ اَلَمَ الْخَوْفِ عَنّي، فَيا مَوْلايَ وَيا مُؤَمَّلي وَيا مُنْتَهى سُؤْلي فَرِّقْ بَيْني وَبَيْنَ ذَنْبِيَ الْمانِعِ لي مِنْ لُزُومِ طاعَتِكَ، فَاِنَّما اَسْاَلُكَ لِقَديمِ الرَّجاءِ فيكَ، وَعَظيمِ الطَّمَعِ مِنْكَ، الَّذي اَوْجَبْتَهُ عَلى نَفْسِكَ مِنَ الرَّأفَةِ وَالرَّحْمَةِ، فَالاْمْرُ لَكَ، وَحْدَكَ لا شَريكَ لَكَ وَالْخَلْقُ كُلُّهُمْ عِيالُكَ وَفي قَبْضَتِكَ، وَكُلُّ شَيءٍ خاضِعٌ لَكَ تَبارَكْتَ يا رَبَّ الْعالَمينَ، اِلهي ارْحَمْني اِذَا انْقَطَعَتْ حُجَّتي وَكَلَّ عَنْ جَوابِكَ لِساني، وَطاشَ عِنْدَ سُؤالِكَ اِيّايَ لُبّي، فَيا عَظيمَ رَجائي لا تُخَيِّبْني اِذَا اشْتَدَّتْ فاقَتي، وَلا تَرُدَّني لِجَهْلي، وَلا تَمْنَعْني لِقِلَّةِ صَبْري، اَعْطِني لِفَقْري وَارْحَمْني لِضَعْفي، سَيِّدي عَلَيْكَ مُعْتَمَدي
 

مکي او مدني نبي سره د خپلې مینې له رویه، تاته هیله لرم، نو زما د ایمان مینه د وحشت ډګر ته مه غورځوه. او زما ثواب د هغه چا ثوا ب مه ګرځوه چې بې له تا یې د بل چا عبادت کړی دی، ځکه چې ځینو خلکو په ژبو ایمان راوړ چې په دې ذریعه خپل سرونه وساتي، نو هغه څه ته چې ارمان یې و ورسیدل، او مونږ په ژبه او زړه پر تا ایمان راوړ چې له مونږ تیر شې نو مونږ هغه څه ته چې هیله یې لرو ورسوه، او خپل امید دې زمونږ په سینو کې ټینګ کړه، او زمونږ زړونه وروسته له هغه چې هدایت دې کړو مه ګمراه کوه، او له خپل لوري مونږ وبخښه، چې ته ډیر بخښونکی یې، ستا په عزت قسم که ما وشړې ستا له دره به لاړ نه شم او ستا له غوړه مالۍ به لاس وانه خلم، د هغه الهام په وجه چې ستا په کرم او د رحمت د پراختیا له معرفته راته حاصل شوی دی. مریی له خپل باداره پرته د چا په لور ځي ؟ او بنده له خپل پالونکي پرته چاته پناه وړي؟

ای خدایه! که ما په زنځیر وتړې، او په خلکو کې خپله عطا له ما وسپموې او د خپلو بندګانو سترګې زما په رسوایې خلاصې کړې، او ما ته د دوزخ امر وکړې، او زما او نیکانو تر مینځ پرده واچوې، هیله به له تا لنډه نه کړم، او ارزو به ستا له عفوې ستنه نه کړم، او ستا مینه به له خپل زړه ونه باسم، زه به په خپل نزد ستا عطا او په خپلو ګناهونو په دې دنیا کې ستا پرده اچول هیر نه کړم، ای زما باداره د دنیا مینه زما له زړه وباسه، او زما او د خپل پیغمبر مصطفی او د هغه د کورنۍ ترمینځ چې ستا په مخلوقاتو کې ډيرغوره بنده او د پيغمبرانو خاتم دی، تر مینځ یووالی روالې.

او ما په خپل در کې د توبې مقام ته ورسوه، او په خپل ځان په ژړا کې زما مرسته وکړه، ما خپل عمر په نن سبا کولو او په باطلو هیلو تباه کړه، او اوس له خیر او صلاح د نهیلو مقام ته راکوز شوی یم، نو تر ما زیات بدحاله څوک دی ؟ که زه په دغه حال کې قبر ته کوز شم، هغه قبر چې خوب ته مې نه دی تیار کړی او د په نیک عمل سره مې نه
 

وَمُعَوَّلي وَرَجائي وَتَوَكُّلي، وَبِرَحْمَتِكَ تَعَلُّقي، وَبِفَنائِكَ اَحُطُّ رَحْلي، وَبِجُودِكَ
اَقْصِدُ طَلِبَتي، وَبِكَرَمِكَ اَيْ رَبِّ اسْتَفْتِحُ دُعائي، وَلَدَيْكَ اَرْجُو فاقَتي، وَبِغِناكَ اَجْبُرُ عَيْلَتي، وَتَحْتَ ظِلِّ عَفْوِكَ قِيامي، وَاِلى جُودِكَ وَكَرَمِكَ اَرْفَعُ بَصَري، وَاِلى مَعْرُوفِكَ اُديمُ نَظَري، فَلا تُحْرِقْني بِالنّارِ وَاَنْتَ مَوْضِعُ اَمَلي، وَلا تُسْكِنِّىِ الْهاوِيَةَ فَاِنَّكَ قُرَّةُ عَيْني، يا سَيِّدي لا تُكَذِّبْ ظَنّي بِاِحْسانِكَ وَمَعْرُوفِكَ فَاِنَّكَ ثِقَتي، وَلا تَحْرِمْني ثَوابَكَ فَاِنَّكَ الْعارِفُ بِفَقْري، اِلهي اِنْ كانَ قَدْ دَنا اَجَلي وَلَمْ يُقَرِّبْني مِنْكَ عَمَلي فَقَدْ جَعَلْتُ الاْعْتِرافَ اِلَيْكَ بِذَنْبي وَسائِلَ عِلَلي، اِلهي اِنْ عَفَوْتَ فَمَنْ اَوْلى مِنْكَ بِالْعَفْوِ، وَاِنْ عَذَّبْتَ فَمَنْ اَعْدَلُ مِنْكَ فِي الْحُكْمِ، ارْحَمْ في هذِهِ الدُّنْيا غُرْبَتي، وَعِنْدَ الْمَوْتِ كُرْبَتي، وَفِي الْقَبْرِ وَحْدَتي، وَفِي اللَّحْدِ وَحْشَتي، وَاِذا نُشِرْتُ لِلْحِسابِ بَيْنَ يَدَيْكَ ذُلَّ مَوْقِفي، وَاغْفِرْ لي ما خَفِيَ عَلَى الاْدَمِيّينَ مِنْ عَمَلي، وَاَدِمْ لي ما بِهِ سَتَرْتَني، وَارْحَمْني صَريعاً عَلَى الْفِراشِ تُقَلِّبُني اَيْدي اَحِبَّتي، وَتَفَضَّلْ عَلَيَّ مَمْدُوداً عَلَى الْمُغْتَسَلِ يُقَلِّبُني صالِحُ جيرَتي، وَتَحَنَّنْ عَلَيَّ مَحْموُلاً قَدْ تَناوَلَ الاَقْرِباءُ اَطْرافَ جِنازَتي، وَجُدْ عَلَيَّ مَنْقُولاً قَدْ نَزَلْتُ بِكَ وَحيداً في حُفْرَتي، وَارْحَمْ في ذلِكَ الْبَيْتِ الْجَديدِ غُرْبَتي، حَتّى لا اَسْتَاْنِسَ بِغَيْرِكَ، يا سَيِّدي اِنْ وَكَلْتَني اِلى نَفْسي هَلَكْتُ، سَيِّدي فَبِمَنْ اَسْتَغيثُ اِنْ لَمْ تُقِلْني عَثَرْتي، فَاِلى مَنْ اَفْزَعُ اِنْ فَقَدْتُ عِنايَتَكَ في ضَجْعَتي، وَاِلى مَنْ اَلْتَجِئُ اِنْ
 

دی فرش کړی، او په ما څه شوې دي چې ژړا ونه کړم او حال دا چې نه پوهیږم چې زما جاروت به د څه په لور وي، زه خپل نفس ته ګورم چې له ما سره چل ول کوي، او زمانه ګورم چې ما غولوي، او حال دا چې د مرګ وزرې زما د سر لپاره په رپیدو شوې دي نو په ما څه شوې دي چې ونه ژاړم، ژاړم له بدن د روح د وتلو لپاره، ژاړم د قبر د تیارې لپاره، ژړام د قبر دتنګۍ لپاره، ژاړم له ځانه د قبر د دوو پرښتو منکر او نکیر د سوالونو لپاره، ژاړم له قبره د لغړ او خوار وتلو لپاره، په داسې حال کې چې دروند پیټی په اوګو وړم، یو ځل ښي او بل ځل کیڼ لوري ته ګورم، په داسې حال کې چې خلک له پرته په نورو کارونو بوخت دي، او په دغه ورځ هر یو کس داسې کار لري چې هغه ته بس دی په دغه ورځ ځینې څیرې خوشاله او خندانه دي، او په ځينو څیرو د بدعاقبتې دوړې ناستې دي او توروالي او خوارۍ پټ کړې دي.از زما مولا، زما تکیه او باور او هیله او توکل پر تا دی، او ستا په رحمت پورې ځوړند یم هر څوک چې وغواړې خپل رحمت نازلوې او څوک چې وغواړې خپل رحمت ته رسوې، او په خپل کرامت سره هر څوک چې وغواړې هدایتوې یې، نو ستا مننه کوم په دې چې زړه دې راته له شرکه پاک کړ او ستا شکر په دې ژبه دې راته پرانسته آیا په دغه پڅې ژبې ستا شکر وکړم، یا په خپل کار کې په ډيرې هڅې سره تا خوشاله کړم، ای زما پالونکیه!ستا د شکر تر څنګ زما د ژبې ارزښت څه دی؟ او ستا د نعمتونو او احسان په وړاندې زما د کار قیمت څومره دی؟ای خدایه! ستا کرم زما هیله پراخه کړه او ستا شکر زما عمل قبول کړ، ای زما مولا ما ګروهنه تا ته ده، او ویره مې له تا ده، او هیله مې ستا در ته ده، زما هیله ما تا ته درولي او ای یوازیني خدایه زما همت ستا په در ګونډه لګولې ده، او ګروهنه مې په هغه څه کې چې ستا په نز دي زیاته شوې ده، خالصه هیله او او ویره مې ستا لپاره ده، او مینې مې له تا سره انس پیدا کړی او لاس مې ته غځولی او ویره مې ستا د اطاعت رسۍ ته غځولې، ای زما مولا، زړه مې ستا په

لَمْ تُنَفِّسْ كُرْبَتي سَيِّدي مَنْ لي وَمَنْ يَرْحَمُني اِنْ لَمْ تَرْحَمْني، وَفَضْلَ مَنْ اُؤَمِّلُ
اِنْ عَدِمْتُ فَضْلَكَ يَوْمَ فاقَتي، وَاِلى مَنِ الْفِرارُ مِنَ الذُّنُوبِ اِذَا انْقَضى اَجَلي، سَيِّدي لا تُعَذِّبْني وَاَنَا اَرْجُوكَ، اِلهي حَقِّقْ رَجائي، وَآمِنْ خَوْفي، فَاِنَّ كَثْرَةَ ذُنُوبي لا اَرْجُو فيها إلاّ عَفْوُكَ، سَيِّدي اَنَا اَسْاَلُكَ ما لا اَسْتَحِقُّ وَاَنْتَ اَهْلُ التَّقْوى وَاَهْلُ الْمَغْفِرَةِ، فَاغْفِرْ لي وَاَلْبِسْني مِنْ نَظَرِكَ ثَوْباً يُغَطّي عَلَيَّ التَّبِعاتِ، وَتَغْفِرُها لي وَلا اُطالَبُ بِها، اِنَّكَ ذُو مَنٍّ قَديم، وَصَفْح عَظيم، وَتَجاوُز كَريم، اِلهي اَنْتَ الَّذي تُفيضُ سَيْبَكَ عَلى مَنْ لا يَسْأَلُكَ وَعَلَى الْجاحِدينَ بِرُبُوبِيَّتِكَ، فَكَيْفَ سَيِّدي بِمَنْ سَأَلَكَ وَاَيْقَنَ اَنَّ الْخَلْقَ لَكَ، وَالاَمْرَ اِلَيْكَ، تَبارَكْتَ وَتَعالَيْتَ يا رَبَّ الْعالَمينَ، سَيِّدي عَبْدُكَ بِبابِكَ أقامَتْهُ الْخَصاصَةُ بَيْنَ يَدَيْكَ يَقْرَعُ بابَ اِحْسانِكَ بِدُعائِهِ، فَلا تُعْرِضْ بِوَجْهِكَ الْكَريمِ عَنّي، وَاَقْبَلْ مِنّي ما اَقُولُ، فَقَدْ دَعَوْتُ بِهذَا الدُّعاءِ وَاَنا اَرْجُو اَنْ لا تَرُدَّني، مَعْرِفَةً مِنّي بِرَأفَتِكَ وَرَحْمَتِكَ، اِلهي اَنْتَ الَّذي لا يُحْفيكَ سائِلٌ، وَلا يَنْقُصُكَ نائِلٌ، اَنْتَ كَما تَقُولُ وَفَوْقَ ما نَقُولُ، اَللّـهُمَّ اِنّي اَسْاَلُكَ صَبْراً جَميلاً، وَفَرَجاً قَريباً، وَقَولاً صادِقاً، وَاَجْراً عَظيماً، اَسْاَلُكَ يا رَبِّ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ ما عَلِمْتُ مِنْهُ وَما لَمْ اَعْلَمْ، اَسْاَلُكَ اللّهُمَّ مِنْ خَيْرِ ما سَأَلَكَ مِنْهُ عِبادُكَ الصّالِحُونَ، يا خَيْرَ مَنْ سُئِلَ، وَاَجْوَدَ مَنْ اَعْطى، اَعْطِني سُؤْلي في نَفْسي وَاَهْلي وَوالِديَّ وَوَلَدي وَاَهْلِ حُزانَتي وَاِخْواني فيكَ، وَاَرْغِدْ عَيْشي، وَاَظْهِرْ
 

ذکر ژوند وکړ او له تا سره په لمنځ مې د ویرې اور په ځان سوړ کړ، ای زما مولا، ای زما آرزو، ای زما د غوښتنې منتهی، زما او زما د ګناه تر مینځ جدایي راوله، هغه ګناه چې ستا داطاعت له ملامته زما منع کوونکې ده یوازې له تا غواړم، تاته د قدیمې هیلې په وجه، او له تا د تمې د سترتوب په وجه چې د مینې او محبت په وجه دې په ځان واجبه کړې ده تو حکم تا لره دی، یوازینی یې او شریک نه لرې، او مخلوق ټول ستا کورنۍ ده، او ستا د قدرت په قبضه کې ده، او هر شی ستا په وړاندې خاضع دی، ته مبارک یې ای د نړیوالو پالونکیه، ای خدایه په ما ورحمیږه هغه وخت چې دلیلونه وشلیږي، او ژبه مې ستا له ځوابه کونګه شی او ستا د پوښتنو په وخت مې هوش او پوهه ختمه شي، نو ای زما د هیلې لویه، کله چې زما بیچارګی سخته شي نو ما مه محروموه، او زما د ناپوهۍ په وجه ما له خپل دره مه شړه، او زما د بې صبرۍ په وجه له ما خپل رحمت مه غړوه، زما د بیوزلۍ په وجه ماته عطا کړه او د کمزورۍ په وجه راباندې رحم وکړه. ای زما مولا، زما باور او تکیه، هیله او توکل پر تا دی، او ستا رحمت ته مې سترګې نیولې دي، او پیټی مې ستا په در غورځوم، او غوښتنه مې ستا په جود او کرم کې لټوم، ای زما پالونکیه خپله دعا پیلوم او له تا د خپلې نیستۍ د ختمولو هیله لرم، او ستا په توانمنۍ خپله ناداري جبرانوم، او دریدل مې ستا د عفوې تر سیوري لاندې دي، او ستا د سخا او کرم په لور سترګې اوچتوم او ستا د احسان په لور خپل نظر جاري ساتم. نو ما په اور مه سوزوه، او حال دا چې ته زما د ارمان ځای یې، او په دوزخ کې مې مه استوګنوه حال دا چې ته زما د سترګو تور یې، ای زما باداره، ستا په احسان او نیکۍ زما ګمان دروغجن مه ګرځوه ځکه چې ته زما د ډاډ وړ یې، او له خپل ثوابه مې مه بې برخې کوه ځکه چې ته زما له بیوزلۍ خبر یې، ای خدایه که زما مرګ رارسیدلی او کردار مې زه تاته نه یم نزدې کړی نو ستا په در کې مې په ګناه اعتراف د عذر غوښتلو وسیله ګرځولې ده.

مُرُوَّتي، وَاَصْلِحْ جَميعَ اَحْوالي، وَاجْعَلْني مِمَّنْ اَطَلْتَ عُمْرَهُ، وَحَسَّنْتَ عَمَلَهُ،
 وَاَتْمَمْتَ عَلَيْهِ نِعْمَتَكَ، وَرَضيتَ عَنْهُ وَاَحْيَيْتَهُ حَياةً طَيِّبَةً في اَدْوَمِ السُّرُورِ، وَاَسْبَغِ الْكَرامَةِ، وَاَتَمِّ الْعَيْشِ، اِنَّكَ تَفْعَلُ ما تَشاءُ وَلا تَفْعَلُ ما يَشاءُ غَيْرُكَ، اَللّـهُمَّ خُصَّني مِنْكَ بِخاصَّةِ ذِكْرِكَ، وَلا تَجْعَلْ شَيْئاً مِمّا اَتَقَرَّبُ بِهِ في آناءِ اللَّيْلِ وَاَطْرافِ النَّهارِ رِياءً وَلا سُمْعَةً وَلا اَشَراً وَلا بَطَراً، وَاجْعَلْني لَكَ مِنَ الْخاشِعينَ، اَللّـهُمَّ أعْطِنِى السِّعَةَ فِي الرِّزْقِ، وَالاَمْنَ فِي الْوَطَنِ، وَقُرَّةَ الْعَيْنِ فِي الاَهْلِ وَالْمالِ وَالْوَلَدِ، وَالْمُقامَ في نِعَمِكَ عِنْدي، وَالصِّحَّةَ فِى الْجِسْمِ، وَالْقُوَّةَ فِي الْبَدَنِ، وَالسَّلامَةَ فِى الدّينِ، وَاسْتَعْمِلْني بِطاعَتِكَ وَطاعَةِ رَسُولِكَ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ اَبَداً مَا اسْتَعْمَرَتْني، وَاجْعَلْني مِنْ اَوْفَرِ عِبادِكَ عِنْدَكَ نَصيباً في كُلِّ خَيْر اَنْزَلْتَهُ وَتُنْزِلُهُ في شَهْرِ رَمَضانَ في لَيْلَةِ الْقَدْرِ، وَما اَنْتَ مُنْزِلُهُ في كُلِّ سَنَة مِنْ رَحْمَة تَنْشُرُها، وَعافِيَة تُلْبِسُها، وَبَلِيَّة تَدْفَعُها، وَحَسَنات تَتَقَبَّلُها، وَسَيِّئات تَتَجاوَزُ عَنْها، وَارْزُقْني حَجَّ بَيْتِكَ الْحَرامِ في عامِنا هذا وَفي كُلِّ عام، وَارْزُقْني رِزْقاً واسِعاً مِنْ فَضْلِكَ الْواسِعِ، وَاصْرِفْ عَنّي يا سَيِّدي الاَسْواءَ، وَاقْضِ عَنِّيَ الدَّيْنَ وَالظُّلاماتِ، حَتّى لا اَتَاَذّى بِشَي مِنْهُ، وَخُذْ عَنّي بِاَسْماعِ وَاَبْصارِ اَعْدائي وَحُسّادي وَالْباغينَ عَلَيَّ، وَانْصُرْني عَلَيْهِمْ، وَاَقِرَّ عَيْني وَفَرِّحْ قَلْبي، وَاجْعَلْ لي مِنْ هَمّي وَكَرْبي فَرَجاً وَمَخْرَجاً،
 

ای خدایه! که ما وبخښې نو تر تا دبخښنې زیات وړ څوک دی، او که عذاب مې کړې نو په فیصله او انصاف کې تر تا زیات منصف څوک دی؟ په دې دنیا کې مې په غربت او د مرګ په وخت د ځنکندن په سختۍ او په قبر کې په تنهایۍ، او په لحد کې مې په ویره رحم وکړه، او هغه وخت چې د حساب لپاره ستا مخکې راپاڅول شم نو زما د مقام په خوارۍ رحم وکړه او اوکوم کارونه مې چې له انسانانو پټ پاتې دي هغه راوبخښه، او هغه څه چې زه دې پرې پوښلی یم جاري وساته، او په ما د مرګ په بسترې کې د غورځیدو په وخت چې د دوستانو لاسونه مې دې خوا او هاخوا کوي رحم وکړه، او په ما محبت وکړه په هغه حال کې چې د لامبولو په تخته اوږد پروت یم او ښه ګاونډیان مې مخ په مخ اړوي، په ما فضل وکړه، او د وړلو په وخت مې چې خپلوانو مې د جنازې بازوګان په اوګه کړې وې او وړي مې چې په قبر کې یوازې ستا په در کې حاضر شم په ما کرم وکړه او په دې نوې کور کې زما په غربت او پردیسۍ رحم وکړه چې له بل چا سره انس او مینه ونه کړم ای زما مولا که ته ما خپل ځان ته پریږدې زه به تباه شم، ای زما سرداره که زما په لغزشونو سترګې پټې نه کړې نو زه چاته فریاد وکړم او چاته پناه یوسم که په خپل قبر کې ستا عنایت او نظر ونه لرم، او چاته التماس وکړم که غم او خپګان مې لرې نه کړې.؟ ای زما مولا زما څوک دي او څوک به په ما رحم کوي که ته په ما رحم ونه کړې، او د چا د احسان ارمان وکړم که د بیچارګۍ په ورځ ستا احسان ونه لرم، او له ګناهانو تیښته د چا په لور ده هغه وخت چې عمر مې تمام شي؟ ای زما سرداره، ما مه عذابوه ځکه چې تا ته امید لرم، ای خدایه هیله مې پوره کړه، او ویره مې په امن بدله کړه، ځکه چې زه د ګناهونو له پریمانتیا سره بې ستا له عفوې بل څه ته هیله نه لرم، ای زما مولا زه له تا هغه څه غواړم چې وړ یې نه یم، او ته د تقوا او بخښنې خاوند یې، نو ما وبخښه، او پر ما د خپل لطف و کرم

وَاجْعَلْ مَنْ اَرادَني بِسُوء مِنْ جَميعِ خَلْقِكَ تَحْتَ قَدَمَيَّ، وَاكْفِني شَرَّ الشَّيْطانِ،
 وَشَرَّ السُّلْطانِ، وَسَيِّئاتِ عَمَلي، وَطَهِّرْني مِنَ الذُّنُوبِ كُلِّها، وَاَجِرْني مِنَ النّارِ بِعَفْوِكَ، وَاَدْخِلْنِى الْجَنَّةَ بِرَحْمَتِكَ، وَزَوِّجْني مِنَ الْحُورِ الْعينِ بِفَضْلِكَ، وَاَلْحِقْني بِاَوْلِيائِكَ الصّالِحينَ مُحَمَّد وَآلِهِ الاَبْرارِ الطَّيِّبينَ الطّاهِرينَ الاَخْيارِ صَلَواتُكَ عَلَيْهِمْ وَعَلى اَجْسادِهِمْ وَاَرْواحِهِمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكاتُهُ.

اِلهي وَسَيِّدي وَعِزَّتِكَ وَجَلالِكَ لَئِنْ طالَبَتْني بِذُنُوبي لاُطالِبَنَّكَ بِعَفْوِكَ، وَلَئِنْ طالَبَتْني بِلُؤْمي لاُطالِبَنَّكَ بِكَرَمِكَ، وَلَئِنْ اَدْخَلْتَنِى النّارَ لاُخْبِرَنَّ اَهْلَ النّارِ بِحُبّي لَكَ، اِلهي وَسَيِّدي اِنْ كُنْتَ لا تَغْفِرُ إلاّ لاِوْلِيائِكَ وَاَهْلِ طاعَتِكَ فَاِلى مَنْ يَفْزَعُ الْمُذْنِبُونَ، وَاِنْ كُنْتَ لا تُكْرِمُ إلاّ اَهْلَ الْوَفاءِ بِكَ فَبِمَنْ يَسْتَغيثُ الْمُسْيؤُنَ اِلهي اِنْ اَدْخَلْتَنِى النّارَ فَفي ذلِكَ سُرُورُ عَدُوِّكَ، وَاِنْ اَدْخَلْتَنِى الْجَنَّةَ فَفي ذلِكَ سُرُورُ نَبِيِّكَ، وَاَنَا وَاللهِ اَعْلَمُ اَنَّ سُرُورَ نَبِيِّكَ اَحَبُّ اِلَيْكَ مِنْ سُرُورِ عَدُوِّكَ، اَللّـهُمَّ اِنّي اَسْاَلُكَ اَنْ تَمْلاَ قَلْبي حُبّاً لَكَ، وَخَشْيَةً مِنْكَ، وَتَصْديقاً بِكِتابِكَ، وَايماناً بِكَ، وَفَرَقاً مِنْكَ، وَشَوْقاً اِلَيْكَ، يا ذَا الْجَلالِ وَالاِكْرامِ حَبِّبْ اِلَىَّ لِقاءِكَ وَاَحْبِبْ لِقائي، وَاجْعَلْ لي في لِقائِكَ الرّاحَةَ وَالْفَرَجَ وَالْكَرامَةَ، اَللّـهُمَّ اَلْحِقْني بِصالِحِ مِنْ مَضى، وَاجْعَلْني مِنْ صالِحِ مَنْ بَقي وَخُذْ بي سَبيلَ الصّالِحينَ، وَاَعِنّي عَلى نَفْسي بِما
 

جامه واغونده، چې زما ګناهانې پټې کړي او هغه وبخښې او په هغو مواخذه نه شم ځکه چې ستا کرم ډیر قدیم دی او ډیر لوی سترګه پټوونکی یې او د کریمانه تیریدنې خاوند یې.

ای خدایه ته یې چې خپلې پرله پسې لورینې کوې په هغه چا چې له تا سوال نه کوي، او په هغه چې ستا د ربوبیت منکر دي، نو څنګه به بیا په هغه چا چې له تا یې سوال کړی او یقین یې وکړ چې خلقت له تا او امر یوازې ستا په لاس کې دی، ته سپیڅلی او لوړ یې یه د نړیوالو پالونکیه، ای زما مولا بنده دې ستا په در ولاړ دی او خپله نیستي یې ستا مخې ته ایښې، او په خپله دعا سره ستا د احسان دروازه ټکوينو خپل کریمانه مخ دې له ما مه اړوه، او هغه څه چې وایم له ما یې ومنه ما ته په دې دعا وبللې، هیله لرم چې ستا په مهربانۍ او مینې زما د معرفت په خاطر ما ستون نه کړې، ای خدایه ته یې چې هیڅ سوالګر دې نه نشي بې وسه کولی او ښندنه دې نه شي کمولی ته هغه شان یې چې په خپله یې وایې او تر هغې لوړ یې چې مونږ یې وایو.ای خدایه له تا غواړم ښکلی صبر او نزدې فرج او رښتیا وینا او لوی اجر، ای پالونکیه له تا غواړم ټول خیر هم هغه چې خبر یم پرې او هم هغه چې نه یم خبر پرې، ای خدایه له تا غواړم هغه ښه څیزونه چې ستا صالحو بندګانو له تا غوښتې دي، ای تر ټولو ښه ذاته چې غوښتنه ترې کیږي، او تر ټوله سخه کسه چې ورکړه یې وکړه، زما غوښتنه زما د خپل ځان، کورنۍ، مور او پلار، بچیانو او ځانګړې کسانو په باره کې قبوله کړه ژوند مې خوږ کانده، مروت مې ښکاره کړه او ټول حالات مې سم کړه، او ما له هغو کسانو وګرځوه چې عمر دې یې اوږد کړی او کردار دې یې نیک کړ یدی او خپل نعمت دې پرې بشپړ کړی او له هغه خوشاله شوی یې او هغه دې ژوندی ساتلی په پاک ژوند، جاري خوښیو، بشپړو کرامتونو او کاملو زندګیو، بې شکه ته چې هر څه وغواړې کوې یې او بې له تا هر څوک چې وغواړي د کولو توان یې نه لري. ای خدایه له خپل لوري ما له خپل
 

تُعينُ بِهِ الصّالِحينَ عَلى اَنْفُسِهِمْ، وَاخْتِمْ عَمَلي بِاَحْسَنِهِ، وَاجْعَلْ ثَوابي مِنْهُ الْجَنَّةَ
 بِرَحْمَتِكَ، وَاَعِنّي عَلى صالِحِ ما اَعْطَيْتَني، وَثَبِّتْني يا رَبِّ، وَلا تَرُدَّني في سُوء اسْتَنْقَذْتَني مِنْهُ يا رَبِّ الْعالَمينَ، اَللّـهُمَّ اِنّي اَسْاَلُكَ إيماناً لا اَجَلَ لَهُ دُونَ لِقائِكَ، اَحْيِني ما اَحْيَيْتَني عَلَيْهِ وَتَوَفَّني اِذا تَوَفَّيْتَني عَلَيْهِ، وَابْعَثْني اِذا بَعَثْتَني عَلَيْهِ وَاَبْرِىءْ قَلْبي مِنَ الرِّياءِ وَالشَّكِّ وَالسُّمْعَةِ في دينِكَ، حَتّى يَكُونَ عَمَلي خالِصاً لَكَ، اَللّـهُمَّ اَعْطِني بَصيرَةً في دينِكَ، وَفَهْماً في حُكْمِكَ، وَفِقْهاً في عِلْمِكَ، وَكِفْلَيْنِ مِنْ رَحْمَتِكَ، وَوَرَعاً يَحْجُزُني عَنْ مَعاصيكَ، وَبَيِّضْ وَجْهي بِنُورِكَ، وَاجْعَلْ رَغْبَتي فيـما عِنْدَكَ، وَتَوَفَّني في سَبيلِكَ، وَعَلى مِلَّةَ رَسُولِكَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ، اَللّـهُمَّ اِنّي اَعُوذُ بِكَ مِنَ الْكَسَلِ وَالْفَشَلِ وَالْهَمِّ وَالْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَالْغَفْلَةِ وَالْقَسْوَةِ وَالْمَسْكَنَةِ وَالْفَقْرِ وَالْفاقَةِ وَكُلِّ بَلِيَّة، وَالْفَواحِشِ ما ظَهَرَ مِنْها وَما بَطَنَ، وَاَعُوذُ بِكَ مِنْ نَفْس لا تَقْنَعُ، وَبَطْن لا يَشْبَعُ، وَقَلْب لا يَخْشَعُ، وَدُعاء لا يُسْمَعُ وَعَمَل لا يَنْفَعُ، وَاَعُوذُ بِكَ يا رَبِّ عَلى نَفْسي وَديني وَمالي وَعَلى جَميعِ ما رَزَقْتَني مِنَ الشَّيْطانِ الرَّجيمَ اِنَّكَ اَنْتَ السَّميعُ الْعَليمُ، اَللّـهُمَّ اِنَّهُ لا يُجيرُني مِنْكَ اَحَدٌ وَلا اَجِدُ مِنْ دُونِكَ مُلْتَحَداً، فَلا تَجْعَلْ نَفْسي في شَيءٍ مِنْ عَذابِكَ، وَلا تَرُدِّني بِهَلَكَة وَلا تَرُدِّني بِعَذاب اَليم، اَللّـهُمَّ تَقَبَّلْ مِنّي وَاَعْلِ ذِكْري، وَارْفَعْ دَرَجَتي، وَحُطَّ وِزْري،
وَلا تَذْكُرْني بِخَطيئَتي، وَاجْعَلْ ثَوابَ مَجْلِسي وَثَوابَ مَنْطِقي وَثَوابَ دُعائي
 

ځانګړي ذکر سره مخصوص کړه او په کومو څیزونو چې په وسیله یې تا ته نزدیکت غواړم له هغو کوم څیز د شپو او ورځو په وختونو کې د ریا، مشهورتیا غوښتنې او هوس رانۍ او سرکښۍ وسیله مه ګرځوه، او ما د خپل در له خاشعانو وګرځوه، ای خدایه له تا غواړم چې را عطا کړې: په رزق کې پراختیا، په وطن کې امن، په کورنۍ او بچیانو او مال کې د سترګو رڼا، او په هغوی نعمتونو کې چې له ما سره دي پایداري، او په جسم کې روغتیا، او په بدن کې پیاوړتیا، او په دین کې سلامتیا، او ما په خپل اطاعت او دخپل رسول محمد په اطاعت کې چې د خدای درود دې وي پر هغه او پر کورنۍ یې په کار وګماره همیشه او تر هغه وخته چې عمر دې راکړی، او ما په خپل نزد له ډیرو برخمنو بندګانو وګرځوه او ډير برخمن مې وګرځوه په هر خیر چې رالیږلی دې دی او د روژې په میاشته او د د قدر په شپه یې نازلوې، او په هر کال یې نازلوې، له هغه رحمته چې پراخوې یې او هغه عافیته چې رابخښې یې، او له هغه بلا چې تمبوې یې، او له هغو ښیګړو چې منې یې، او له هغو بدیو چې ترې تیریږې او په دې کال کې او هر کال مې د خدای د کور زیارت نصیب کړه، او له خپل پراخ فضله ماته پراخه روزي راکړه، او ای زما مولا بدۍ رانه ستنې کړه، او پورونه مې لنډ کړه او کوم مظلمې او حقوق چې مې نه دې ادا کړې هغه ادا کانده، چې په هغو کې د کوم یو په وجه ازار نه شم او د دښمنانو او حاسدانو او تیري ګرو غوږونه او سترګې له ما واړوه او ما په هغوی بریالي کړه، او سترګې مې روښانه کړه او زړه مې ښاد کانده، او زما لپاره له غم او خپګانه پرانستنه او د وتلو لاره وټاکه، او ستا په مخلوقات کې چې هر چا له ما سره د بدۍ اراده کړې له پښو رالاندې یې کړه، او ما د شیطان له تاوان او د پاچا له شر او د خپلو کړو له بدیو وساته، او له ټولو ګناهانو مې پاک کړه، او په خپلې عفوې مې د دوزخ له اوره په امن کړه او په خپل رحمت مې جنت ته داخل کړه او په خپل احسان حور العین راواده کړه او ما له خپلو غوره دوستانو او ولیانو له محمد او
 

رِضاكَ وَالْجَنَّةَ، وَاَعْطِني يا رَبِّ جَميعَ ما سَاَلْتُكَ، وَزِدْني مِنْ فَضْلِكَ، اِنّي اِلَيْكَ
 راغِبٌ يا رَبَّ الْعالَمينَ، اَللّـهُمَّ اِنَّكَ اَنْزَلْتَ في كِتابِكَ اَنْ نَعْفُوَ عَمَّنْ ظَلَمْنا، وَقَدْ ظَلَمَنا اَنْفُسَنا فَاعْفُ عَنّا فَاِنَّكَ اَوْلى بِذلِكَ مِنّا، وَاَمَرْتَنا اَنْ لا نَرُدَّ سائِلاً عَنْ اَبْوابِنا وَقَدْ جِئْتُكَ سائِلاً فَلا تَرُدَّني إلاّ بِقَضاءِ حاجَتي، وَاَمَرْتَنا بِالإحْسانِ اِلى ما مَلَكَتْ اَيْمانُنا وَنَحْنُ اَرِقّاؤكَ فَاَعْتِقْ رِقابَنا مِنَ النّارِ. يا مَفْزَعي عِنْدَ كُرْبَتي، وَيا غَوْثي عِنْدَ شِدَّتي، اِلَيْكَ فَزِعْتُ وَبِكَ اسْتَغَثْتُ وَلُذْتُ، لا اَلُوذُ بِسِواكَ وَلا اَطْلُبُ الْفَرَجَ إلاّ مِنْكَ، فَاَغِثْني وَفَرِّجْ عَنّي يا مَنْ يَفُكُّ الاَسيرَ، وَيَعْفُو عَنِ الْكَثيرِ اِقْبَلْ مِنِّى الْيَسيرَ وَاعْفُ عَنِّي الْكَثيرَ اِنَّكَ اَنْتَ الرَّحيمُ الْغَفُورُ، اَللّـهُمَّ اِنّي اَسْاَلُكَ ايماناً تُباشِرُ بِهِ قَلْبي وَيَقيناً حَتّى اَعْلَمَ اَنَّهُ لَنْ يُصيبَني إلّا ما كَتَبْتَ لي، وَرَضِّني مِنَ الْعَيْشِ بِما قَسَمْتَ لي يا اَرْحَمَ الرّاحِمينَ[1]».

 

 دهغه له کورنۍ یعنې له هغو خوبانو او پاکیزه نیکانو سره یو ځای کړه، چې درود دې وي پر هغوی او په تنو او ارواوو یې، او د خدای رحمت او برکتونه دې وي پر هغوی، ای خدایه ای زما مولا ستا په عزت او جلال قسم، که ته زما په ګناهانو پسې شې زه به ستا په عفوې پسې شم او که ته ما په پستۍ سره ولټوې زه به دې به کرم سره وغواړم او که دوزخ ته مې واچوې دوزخیان به تا سره له خپلې مینې خبر کړم، ای خدایه ای زما سروره، که ته یوازې خپل ولیان او طاعتیان وبخښې نو ګناهکاران به چاته پناه وړي، او که یوازې په وفادارو کرم وکړې نو د بدکارو فریاد به څوک اوري؟ ای خدایه که ما دوزخ ته داخل کړې دا ستا د دښمن د خوشالۍ سبب ده، او که ما جنت ته ننباسې دا ستا د پیغمبر د خوشالیدو سبب ګرځي او په خدای قسم زه په دې پوهیږم چې ستا د پیغمبر خوښي د دښمن تر خوشالۍ ستا زیاته خوښیږي.ای خدایه له تا غواړم چې زړه مې له خپلې مینې او ویرې، او ستا په کتاب له یقین او ستا په وجود له ایمان او ستا له دره له ویرې، او ستا ذات ته له ګروهنې ډک کړې، ای د سترتوب او اکرام خاونده، خپل دیدار دې زما محبوب وګرځوه، او په خپل ملاقات کې دې زما لپاره راحته او پرانستنه او کرامت وګرځوه، ای خدایه ما په خپلو تیرو بندګانو کې له غوره او صالحو کسانو سره یو ځای کړه، او په راتلونکو مې هم له صالحانو وګرځوه، او ما د صالحانو په لاره وساته، او له خپلو نفساني غوښتنو سره په مخالفت کې مې مرسته وکړه، لکه څنګه چې له صالحانو سره له نفساني غوښتنو سره په مخالفت کې مرسته کوې، او زما کړنې په ډیره ښکلې طریقه ختمې کړه، او د خپل رحمت په برکت مې د کارونو بدله جنده وګرځوه او او هغه څه چې دې عطا کړې په هغو کې مې په غوره چارو کې مرسته وکړه او ګامونه مې مضبوط کړه ای پالونکیه !ما د هغو بدیو په جبې کې چې خلاص کړی دې ترې یم مه ښکیلوه، ای د نړیوالو پالونکیه، ای خدایه له تا داسې ایمان غواړم چې ستا له دیداره پرته یې بل پای نه وي، تر څو چې مې ژوندی ساتې په

 

هغه ایمان مې ټینګ وساته او کله مې چې مړ کوې په هغه ایمان مې مړ کړه، او کله مې چې راپاڅوې په هغې مې دوباره راپاڅوه، او زړه مې ستا په دین کې له ځان ښودنې، شک او شهرت غوښتنې پاک کړه چې عمل مې ستا لپاره خالص شي.

ای خدایه له تا غواړم چې راکړې ماته په دین کې بصیرت، ستا په حکم کې فهم، او ستا په علم کې پوهه او د رحمت دوه ستنې، او داسې پرهیزګاري چې ما ستا له نافرمانۍ وساتي، او مخ مې ستا په رڼا وځلوه، او په هغه څه کې مې چې ستا په نزد دي ګروهنه پیدا کړه، او په خپله لاره کې او د خپل پیغمبر په دین مې – چې درود دې وي پر هغه او په کورنۍ یې – له دنیا بوځه.

ای خدایه تا ته پناه وړم له سستۍ او سرټیټۍ او غم او ویرې او بخل و بې خبرۍ او سنګدلۍ او نیستۍ او بې وزلۍ او بیچارګۍ او له ټولو بلاګانو او سپکو چارو، که هغه پټې وي او که ښکاره، او تا ته پناه وړم له هغه نفسه چې نه قانع کیږي او له هغه خیټې چې نه مړیږي او له هغه زړه چې نه خاکساره کیږي، او له هغه دعا چې نه قبلیږي، او له هغه عمله چې ګټه نه لري. ای پالونکیه د ځان او دین او مال او هغه څه چې را په نصیب کړې دې دي، له شړل شوې شیطانه تاته پناه وړم، بې شکه چې ته ښه اوریدونکی او پوه یې.

 ای خدایه بې له تا هیڅوک ماته پناه نه راکوي، او بې له تا بل پناه ځای نه وینم، نو هستي مې د خپل عذاب په لمنه کې مه اچوه، او هلاکت او دردناکې ځورونې ته مې مه ستونه، ای خدایه له ما قبوله کړه، او نوم مې مشهور کړه او درجه مې لوړه کړه او ګناهانې مې وتوږه، او ما زما په غلطۍ مه یادوه، او د عبادت او دعا او نورو ویناګانو ثواب مې خپله رضا او جنت وګرځوه، او یا پالونکیه ما ته راکړه ټول هغه څه چې له تا مې وغوښتل او خپل احسان دې په ما زیات کړه، زه ستا لیواله یم ای د نړیوالو پالونکیه،

ای خدایه تا په خپله په قران کې فرمایل چې هغه څوک چې پر مونږ یې ظلم کړی بخښو، او مونږ په خپل ځان ظلم کړی دی نو له مونږ تیر شه، ځکه چې ته زمونږ د بخښنې تر مونږ زیات وړ یې، او هم دې امر کړی چې کوم فقیر د خپل کور له دره خالي لاس ستون نه کړو، او زه اوس ستا در ته سوالګر راغلی یم نو ما بې له دې چې حاجت مې پوره نه کړې مه ستنوه، او تا امر کړی چې له خپلو مریانو سره نیکي وکړو نو دا دی مونږ ستا مریان یوو، نو مونږ د دوزخ له اوره وساته، ای د غم او خپګان په وخته زما پناهګاه، ای د سختۍ په وخت زما فریاد اوریدونکیه، نو زما فریاد واوره او په کار کې مې پرانستنه راوله، ای هغه چې اسیر ازادوې، او له پریمانه ګناه تیریږې، له ما دا لږ شان عمل ومنه او زما له ډیرې ګناه تیر شه، بې شکه ته مهربان او بخښونکی یې.

ای خدایه له تا داسې ایمان غواړم چې زړه مې ورسره یو ځای شي او داسې رښتینی باور چې پوه شم هیڅکله ماته څه نه رسیږي مګر دا چې تا زما لپاره لیکلې دي او ما له ژونده په هغه څه چې نصیب کړې دې دي خوشاله وګرځوه، ای تر ټولو مهربانانو مهربانه.

[1]- مصباح المتهجد: 582.

کلیدي کلمې: