دوه لوي کتابونه

له  هغو مهمو منابعو چې د شيعو ارزښتناک ميراث ګڼل کيږي، نهج البلاغه کتاب  دي.چې ارواښاد شريف رضي کابو زر کاله وړاندې د امام علي(ع) له کلماتو په دريو برخو کې (ليکونو، خطبو او لنډو ټکو کې) برابر کړي دي، او محتوا او مطالب يې دومره لوړ او ښکلي دي چې هر څوک د هر مکتب او دين منونکي چې وي د هغه د  لوړې محتوا تر اغيز لاندې راځي، او کاش چې نه يوازې مسلمانان بلکه غير مسلمانان هم له هغه سره اشنا شوې او هغه يې لوستې واي، چې په توحيداو مبدا اومعاد او  په سياسي، اخلاقي او ټولنيزو چارو کې دا سلام له لوړو معارفو او  تعليماتو خبر شي.

له دغو لويو  ميراثونو يو بل «صحيفه سجاديه» کتاب دی چې د ډيرو ښکلو فصيحو او غوره دعاګانو ټولګه ده چې ډير ه لوړه غوره او ژوره محتوا لري چې  په حقيقت کې د هماغه نهج البلاغې کار په يو بل ډول کوي او د هغه هره جمله انسان ته نوي درس ورکوي او په رښتيا چې هر انسان ته له خدای سره د مناجات او لمنځ طريقه ښيي، او د انسان روح او زړه ته صفا وربخښي.

دا ټولګه لکه څرنګه چې له نامې يې معلومه ده د شيعه مکتب د څلورم  امام علي ابن الحسين بن علي بن ابيطالب چې په امام سجاد(ع) مشهور دي د دعاګانو ټولګه ده او مونږ هر وخت چې وغواړو چې په مونږ کې د دعا او لمنځ روح او دخدای در ته زياته توجه او زياته مينه پيدا شي دغه دعاګانې لولو او د تازه نيالګيو په شان  چې د سپرلي له برکتناکو وريځو خړوبيږي له هغه استفاده کوو .

د شيعووتر ټولو زيات حديثونه  چې تر لسو زرو زيات کيږي له پنځم او شپږم امام  يعنې امام محمد باقر او امام جعفر صادق عليهم السلام نقل شوي دي او يوه لويه برخه هم له اتم امام علي ابن موسی الرضا (ع) څخه ده، او  دا په دې خاطر ده چې دغه درې شخصيتونه د وخت او  ځای په داسې شرائطو کې وو چې د دښمنانو ، بني عباسو او بني اميه وو دباو په هغوي کم و، له همدې امله وتوانيدل ډير حديثونه چې له رسول الله مبارکه دهغوي د پلار نيکونو په وسيله هغوي ته رسيدلي وو د اسلام  د فقهي احکامو او معارفو په ټولو بابونو کې له ځانه يادګار پريږدي او دا چې  شيعه مذهب ته جعفري مذهب وايي له  دې امله ده  چې د هغوي ډير حديثونه او روايات له شپږم امام جعفر بن   محمد الصادق(ع) نقل شوي دي چې په داسې پړاو کې يې ژوند کاوه چې بني اميه په کمزوري کيدو وو او بني عباسو هم لا پوره قدرت لاسته نه وراوړي چې په خلکو فشار راوړي، او زمونږ په کتابونو کې مشهوره ده چې هغه حضرت په فقې  حديث او معارفو کې څلور زره شاګردان وروزل .

د حنفي مذهب امام او مشر ابو حنيفه د امام جعفر صادق (ع) په ستاينه کې په يوې وينا کې وايي:ما رايت افقه من جعفر بن محمد؛ تر جعفر بن محمد(ع) زيات فقيه کس مې نه دي  ليدلی![1]

د اهل سنتو بل  امام مالک بن انس په خپلې يوې وينا کې داسې وايي: «ما يوه موده  له جعفر بن محمد سره تګ راتګ درلود، هغه مې تل له دريو څخه  په يو حالت کې وليده، يا يې لمونځ کاوه يا يې روژه نيوله ياد قرآن مجيد په تلاوت لګيا و؛ او زما  په خيال ما د علم او عبادت له نظره تر جعفر بن محمد زيات افضل کس نه دی  ليدلی او نه مې دی اوريدلی»[2]

له دې امله چې مونږ دلته له ډير اختصاره کار اخلو نو د اهل بيتو د امامانو په باب د نورو اهل سنتو عالمانو له ويناوو تيريږو.

 

[1] . تذکرة الحفاظ ذهبی، ۱ ټوک ۱۶۶مخ.

[2] . تهذیب التهذیب، ۲ ټوک ۱۰۴ مخ (په کتاب الامام الصادق ۱ ټوک ۵۳ مخ د اسد  حیدر په نقل.

کلیدي کلمې: