دوهم آفت: له وخته مخکې ظهور غوښتل

د مهدويت فرهنګ يو بل افت له وخته مخکې د ظهور غوښتل دي د استعجال معنا دا ده چې بيړه او تلوار کول او د يو څيز د خپل وخت رسيدو نه مخکې غوښتل

بنيادم تلوار کوونکې د خپل کمزور زړه له خاطره د خپل نفس ارامتيا له لاسه ورکوي او بې له مصلحته او حالاتو ته پاملرنې نه سربيره د ځينو پيښو محقق شول غواړي

د مهدويت خالص فرهنګ او کلتور کې او د غايب امام د انتظار مسئلې کې منتظر انسان دا غواړي چې ظهور زر تر زره وشي او د زړه له ويخه د ظهور غوښتوونکي دي او د حضرت امام مهدي عليه السلام د ظهور له پاره د تعجيل او تلوار دعا کوي.. خو داسې تلوار نه کوي بلکې چې غيبت څومره هم اوږد شي او انتظار هم اوږد شي خو دا منتظر انسان بيا هم صبر کوي او صبر له لاسه نه ورکوي که څه هم د ظهور ډير شوقين وي خو د خداې پاک د مصلحت په مخې د الله ارادې ته يې غاړه ايښي وي او کوښښ کوي چې د ظهور لارې هوارې کړي او په خپله صبر کوي.

عبدالرحمن بن کثير وايي چې د حضرت امام صادق عليه السلام په حضور کې ناست وم چې مهرم نومې سړې راننوتل او عرض يې وکړ: له تا قربان شم ماته دا ووايه هغه څيز چې په انتظار کې يې يو (يعني ظهور) کله به کيږي؟

اے مهرم چا چې د ظهور وخت وټاکل هغه دروغجن دي او چا چې بيړه او تلوار وکړه هغه ګمراه شول او کوم خلق چې تسليم شول او صبر يې وکړ هغه بريالي او نجات موندوونکي دي. [1]

د ظهور په هکله ځکه له بيړې او تلوار نهې او منع شوې ده چې دغه څيز د منتظر انسان په زړه کې نا اميدي او مايوسي پيدا کوي د زړه ارامتيا او صبر له انسان څخه اخلي او د هغه د تسليم حالت د ګله مندۍ او اعتراض کولو حالت کې بدليږي. او په ظهور کې تاخير هغه بې قرار او نا ارامه کوي او دغه بيماري بيا نورو خلقو ته منتقلوي.

او کله کله بيا په داسې حالت کې وغورځيږي چې د حضرت امام مهدي عليه السلام د وجود او شتون نه انکار وکړي.

د بيان وړ خبره ده. چې د ظهور په حقله تلوار ريښه دا ده چې انسان ته دا معلومه نۀ وي. چې ظهور د الله تعالی سنتو څخه يو سنت دے او لکه د نورو سنتو په شان بايد شرطونه او زمينه يې هواره شي. پس هم له دې امله تلوار کوي او دا غواړي چې د حضرت امام مهدي عليه السلام ظهور زر تر زره شي.

 

[1] .  اصول کافي ټوک 2 مخ 191.