دوستۍ ته د انسان ضرورت

د دوست اهمیت

انسان په ټول ژوند کښې تل د نورو ملګرتیا ته اړمن وي او له یوازیتوب او د مناسب ملګري له نشتوالي خفه کیږي. دوستان او ملګري نه یوازې په خپلو کښې مینه پیدا کوي او په خبرو اترو سره د یو بل د خوشالۍ اسباب برابروي بلکې هر ملګری د خپل دوست په مادي او معنوي چارو کښې د دوستۍ په اندازه نفوذ کوي او هر یو د بل په عقایدو او اخلاقو اغیزه کوي. رسول اکرم(ص) فرمایلي دي: د انسان طور طریقه به د هغه د صمیمی او زړه ته نزدې ملګري د مذهب او سیرت په بنیاد وي.[1]

غوره ملګری د ژوند یوه ډیره ستره پانګه او د انسان د نیکمرغۍ یو عامل دی. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: له خپلو دیني وروڼو سره د دوستۍ غوټه کلکه کړئ چې هغوي د دنیا او آخرت ذخیرې دي. آیا نه مو دي اوریدلې چې خدای تعالی جل جلاله په قرآن شریف کښې د قیامت په ورځ د ګمراهانو خفګان ته اشاره کړې او وايي: په دغه سخته ورځ نه کوم شفیع لرو او نه دوست چې زمونږ په کار کښې مرسته وکړي[2]

که څه هم ښه ملګرۍ د ټولو پرګنو د خلکو لپاره مهم دی خو د ځوان نسل لپاره لازیات اهمیت لري ځکه چې ځوانان د ښه ملګري په وسیله خپل شخصیت پیاوړی کولی شي او خپلې ټولنیزې وړتیاوې فعالولی شي. او که څه هم د نزدې او صمیمي ملګري نه لرل د دنیا او آخرت د محرومیت سبب کیږي خو له دې لا بد، له ګناهګارو کسانو سره ملګرتیا او ناسته پاسته ده. ځکه چې دا ډول دوستان خپل ملګری د ګمراهۍ په لور بیايي. څوک چې ښه ملګری نه لري، یوازې له هغو کمالاتو بې برخې کیږي چې ممکنه وه د ملګرتیا په وجه یې نصیب شي خو څوک چې بد ملګری لري، نه یوازې لالوړ کمال ته نه رسي بلکې له خپلو فطري کمالاتو هم لاس وینځي. او کله چې یې دین او دنیا تباه شي نو پښیماني څرګندوي.

د ځوانۍ په دوران کښې د ملګري اهمیت

د ځوانانو یوه ډیره سخته مسئله د وړ او ښه ملګري د غوره کولو مسئله ده. ځوانان له یوې خوا د طبیعي کشش په وجه په دوستۍ مئین دي او غواړي چې له خپلو همځولو سره ډیرې ژورې دوستانه اړیکې ټینګې کړي. له بلې خوا د تندو احساساتو او مصلحت ته له پاملرنې پرته ممکنه ده ناصالح کسان د دوستۍ لپاره غوره کړي او له امله یې د خپلې بدبختۍ لاره هواره کړي.

د دوستۍ په مسئله کښې روزونکو ته د ځوانانو د اړتیا ډول

له خپلو همځولو سره د ځوانانو ملګرتیا جوړول د نورو هڅونې ته هیڅ ضرورت نه لري بلکې د ملګري په غوره کولو او د دوستۍ د حدودو په خیال ساتلو کښې صحیح لارښوونې ته اړمن دي. پر خپلې روحي وضعې د ځوانانو په خبرولو او په ملګرتیا کښې د بدو او تندلارو دوستانو په خطر یې پوهول په دې لړ کښې د ځوانانو په نسبت خپله دنده ترسره کولی شو.[3]

د ماشومانو او مشرانو له ملګرتیاو سره د ځوانانو د دوستیو توپیر

۱ . د دوستۍ انګیزې

له بلوغ مخکښې، له یو بل سره د ماشومانو دوستي یوازې یوه خالصه او طبیعي مینه ده چې د اًنس له غریزې سرچینه اخلي. له یو بل سره د مشرانو دوستي د ژوند د ګټو ترلاسه کولو له امله ده خو د له خپلو همځولو سره د ځوانانو ملګرتیا د هغو تیزو مینه ناکو جذباتو راټوکیږي چې د جنسي غریزې د ویښیدو له امله څرګندیږي او کله کله ملګرتیا په یو سوزنده عشق بدلوي او ځیني وختونه د اخلاقي بې لاریتوب سبب کیږي.

۲ . د ملګري د غوره کولو طریقه

یو بل فرق چې له یو بل سره د ځوانانو ملګرتیا، د پوه مشرانو له دوستیو بیلوي، په مشرانو کښې عقلي څیړنې او په ځوانانو کښې بې حسابه عاطفي عوامل. تجربه کاره مشران د ملګري په غوره کولو کښې سختي کوي. وړومبی له مقابل کس سره اشنا کیږي څو له طرز تفکر او د معاشرت له کیفیته یې خبر شي. د هغه چلندونه څاري او ازمايي او پس له دې چې په صلاحیت یې ډاډمن شي، ورسره ملګري کیږي. جوته ده دا ډول دوستي سربیره پر دې چې بې خطره ده، معمولاً پایداره هم وي. حضرت علي علیه السلام فرمایلي دي: څوک چې پس له صحیح ازمیښته یو کس د ملګرتیا لپاره غوره کړي، دوستي به یې پایداره او مینه به یې دومداره پاتې شي.[4]

د دې په اپوټه ځوانان د ملګري په غوره کولو کښې جلدي کوي ځکه چې له عقلي حساب کتابه زیات یې زر تیریدونکو احساساتو ته پام وي. په همدې وجه ممکنه ده یو کس یې چې هیڅ کله نه وي لیدلی او نه یې پيژني، یوازې د یو معمولي چلند یا اتفاقي پيښې په وجه پرې مئین شي او د هغه د کورنۍ له مخینې او اخلاقي صفاتو په هکله له خبرتیا پرته ورسره ملګري شي او بې له سنجونې ورسره د دوستۍ ډیرې ژورې اړیکې ټینګې کړي. دا ډول ملګرتیاوې ترخې پایلې رامینځته کولی او زر باور کونکی ځوان مجبورولی شي چې د یو فاسد کس د ملګرتیا اسیر ووسي او ډیره موده د هغه د دوستۍ درانه غمونه وزغمي. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: څوک چې بې له سنجولو له نورو سره د دوستۍ تړون تړي، مجبوریږي چې د شریرو او فاسدو کسانو ملګرتیا ته غاړه کښیږدي.[5]

۳ . د دوستۍ تعصب

عقلمند مشران د ملګري په نسبت متعصب نه وي او د ملګرتیا په هکله ټینګار نه کوي. که تجربه کاره مشران اتفاقاً دوکه شي او له یو فاسد کس سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي نو کله چې ورته خیر خواه کسان خبرداری ورکړي، تحقیق کوي او که خبرداری د حقیقت مطابق وویني نو بې له مقاومته د ملګرتیا رشته غوڅوي. ماشومان هم د ماشوم په هکله څه تعصب نه لري. کله چې ورته آمرانه یا دوستانه خبرداری ورکړی شي چې له فلاني ماشوم سره ستا تګ راتګ ښه نه دی نو مني یې او علاقه او مینه ورسره ختموي.

خو له بل اړخه د ځوانانو په ملګرتیا کښې تعصب وي. یو ځوان چې د ملګري په غوره کولو کښې تیروتلی وي او یو له فاسد ځوان سره یې ملګرتیا جوړه کړې وي، نور پر خپل ملګري باندې نیوکې ته نه پریږدي، ځکه چې د نورو د نیوکې منل د ملګري په غوره کولو کښې په خپل غلط تشخیص باندې غیرمستقیم اعتراف ګڼي. د ځوانۍ د بړاؤ ځان غوښتنه نه پریږدي چې ځوان یو داسې اعتلاف ته غاړه کښیږدي. ځکه نو که یو کس په خیرخواهۍ سره د هغه د ملګري په هکله ورته خبرداری ورکړي، نو راپاریږي او د خپل ملګري کلکه دفاع کوي، او نه پوهیږي چې دا ضد او ځیل یې ناصالح ملګری نه سموي.

۴ . د دوستۍ حدود

دوه کسان چې په خپلو کښې پاخه ملګري او د یو بل د رازونو محرم شوي وي، که عقلمند وي نو پوه دې شي چې د دوستۍ پیوند تل او په هر ډول حالاتو کښې پایداره نه پاتې کیږي او ممکنه ده یو لړ پيښې د هغوي دوستي په دښمنۍ بدله کړي. په دې وجه یو زړه ملګري د دوستۍ په ورځو کښې باید په حدودو کښې ووسي او پر یو بل بې حسابه اعتماد او باور ونه کړي.

امام جعفر صادق علیه السلام خپلو ځینو اصحابو ته وفرمایل: خپل ملګرې دې د ژوند له رازونو مه خبروه، مګر هغه راز چې که بالفرض دشمن دې پرې خبر شي نو تا نه زیانمنوي ځکه چې اوسنی ملګری ممکنه ده یوه ورځ ستا دښمن شي.[6]

کار بلد مشران د دوستۍ په دوران کښې له اختلاف او بیلتونه غافل نه وي او د دوستانه اړیکو حدود په ځیر سره ټاکي او د عقل له حریمه نه اوړي. خو ساده او د لنډ مهاله احساساتو پیرو ځوانان په دوستۍ کښې دومره افراط کوي چې ته به وايي یو روح دي او دوه بدنونه. یو بل ته ورته جامې اغوندي او یو شان ځان سنبالوي. له خپل ملګري هیڅ راز نه پټوي. خو د دې زیاتي اثرات هله څرګندیږي چې د یوې بدې پیښې له امله یې دوستي په دښمنۍ بدله شي او د انتقام اخیستو لپاره هر یو د بل راز په ډاګه کوي.

۵ . د دوستۍ د پریښودو طریقه

ځوانان نه یوازې د دوستۍ په ورځو کښې تندلاریتوب کوي او د مینې په څرګندولو کښې زیاتی کوي بلکې کله هم چې په خپلو کښې اړیکه غوڅوي، نو د مخالفت په څرګندونه کښې هم زیاتی کوي او افراطي کارونو ته لاس اچوي. د دوو یو زړه دوستانو ملګرتیا که د اخلاقو او عقل په بنیاد ولاړه وي، تل د یو بل د حقوقو احترام کوي او د صمیمیت له مخې د یو بل په حدودو تیری نه کوي. که یوه ورځ د کومې پیښې په وجه په زړه بدي سره له یو بله بیل شي بیا هم تل عقلمندانه عمل کوي او د تیر ملګري د شکایت او ګِلې په څرګندولو کښې زیاتی نه کوي او ځان ته د روغې جوړې لاره نه بندوي.

حضرت جعفر صادق علیه السلام فرمایلي دي: پس له دې چې له خپل ملګري جلا شوې او د دوستۍ رشته دې ورسره ختمه کړه، پیشې شا ورپسې بد وینه او غیبت مه کوه چې په دې کار سره د هغه د راستنیدو لاره بندې. شاید د ژوند تجربې هغه د پخلاینې او د ملګرتیا د نوې کولو لارې ته راکاږي.[7]

د ځوانۍ د دوران فطري او اروايي تقاضو ته په پام سره د ځوانانو لپاره د عادلانه حقوقو او حدودو خیال ساتل ګران وي. ځکه ځوانان د ملګرتیا د حقوقو اندازه په عقل سره نه لګوي او د سنجونې پیمانه یې هماغه عواطف او جذبات دي. ځوانان د عاطفي انګیزو په بنیاد یوه ورځ له یو بل سره ملګرتیا جوړوي او بله ورځ یې په یوه وړه خبره زره خفه کیدونکې طبعه خوږمنیږي او دوستي یې په دښمنۍ بدلیږي. د دوستۍ په وختو کښې د نه کنټرول شویو احساساتو له مخې له خپل ملګري سره له حده وتلې مینه څرګندوي او کله کله یې ملګرتیا د یو دوه کسیز ګوښه توب شکل خپلوي او د زړه بدۍ په ورځو کښې هم بې له حده د دښمنۍ څرګندونه کوي تر دې چې د نه جبیره کیدونکو پيښو د رامینځته کیدو امکان رامینځته کوي.

۶ . د ملګري لټونې حدود

له یو بل سره د ماشومانو د ارتباط د ماشومتوب په څو کلن پړاؤ کښې د کورنۍ او بیا د ښوونځي تر چاپیریاله محدود وي. خو د ځوانۍ په پیلیدو سره حالت بدلیږي او ځوانان د کورنۍ او ښوونځي له چاپیریاله بهر له یو بل سره اشنا کیږي او ورسره ملګرتیا جوړوي او خپلې اړیکې پراخوي.

په عامه توګه ځوانان د کورنۍ له چاپیریاله بهر خپل ملګري له خپلو همځولو غوره کوي. لږ داسې پیښیږي چې یو ځوان بې له روا یا ناروا هدفه، په خپلو کښې صمیمي کیږي.

ځوان له نابالغه ماشوم سره ملګري کیدو ته غاړه نه ږدي ځکه باوري وي چې په دې کار سره خپل شخصیت سپکوي او په عملي توګه د خپل مقام ارزښت ټیټوي.

ځوان چې فطرتاً لوړتیا غوښتونکی دی، له ځانه مشر سره ملګرتیا جوړول خوښوي. ځکه دا کار د خپل شخصیت د چټکې ودې نښه ګڼي. خو جرأت نه کوي چې له ځانه مشر ته د ملګرتیا وړاندیز وکړي ځکه احساس کوي لکه څنګه چې خپله له ځانه کشرانو سره ملګرتیا کول نه غواړي، مشران هم نه غواړي چې له ده سره ملګرتیا وکړي او د ځان د سپکاوي اسباب برابر کړي. سربیره پر دې ځوان له یوې خوا ځان بې تجربې ګڼي او ویریږي چې له ځانه مشر سره په ملګرتیا کښې کومه بې ځایه خبره وکړي او کوم نه سنجول شوی کار ترسره کړي او ورپورې ملنډې ووهلې شي او له بلې خوا فکر کوي که دوه ځوانان په خپلو کښې دوستانه اړیکې ټینګې کړي نو خلک یې د یو بل ملګري بولي خو که ځوان له ځانه یو مشر کس سره ملګری شي په تیره بیا که د عمر فاصله یې زیاته وي نو خلک ورته د یو پلار او زوي یا د یو استاد او شاګرد په توګه ګوري یا دا چې ځوان د مشر د سر بار ګڼي او په نتیجه کښې د ځوان عزت نفس دړې وړې کیږي.

په حدیثونو کښې د نامناسبو دوستانو ځینې نمونې

۱ . کم عقل ملګری

په مذهبي روایتونو کښې د ملګري عقلمندتوب د ملګرتیا یو بنیادي او د پام وړ شرط بلل شوی دی. لکه څنګه چې ناپوهي درجې لري، عقل او هوښیارتیا هم یولړ مرتبې لري او ملګری چې هرڅومره ډیر عاقل وي د ملګرتیا ارزښت به یې دومره زیات وي.

حضرت امام سجاد علیه السلام خپل زوي امام باقر علیه السلام ته فرمایلي دي: له کم عقل سره له دوستۍ ډډه وکړه ځکه چې هغه ستا په ګټه د یو کار کولو نیت کوي خو د بې عقلۍ او ناپوهۍ به وجه دې د تاوان او زیان سبب کیږي.[8]

همدا شان امام جعفر صادق علیه السلام فرمایلي: د انسان دوستان درې قِسمه دي: وړومبی، هغه کس دی چې لکه د خوړو، د ژوند له ضروري شیانو ګڼل کیږي او انسان ورته په ټولو حالاتو کښې اړتیا لري. هغه عاقل ملګری دی.

دویم: هغه کس چې شتون یې د انسان لپاره د یوې مزاحمې او رنځونکې ناروغۍ په څیر دی او هغه، احمق او کم عقل ملګری دی.

دریم: هغه ملګری دی چې ګټه ور وجود یې د شفا بخښونکو او د ناروغۍ ښه کونکو درملو په معنا دی هغه لبیب یعنې ډیر هوښیار او روڼ انده ملګری دی.[9]

۲ . ګنهګار ملګری او د هغه زیانونه

الف، په ګناه د انسان ککړول

پاکلمني د ملګري په هکله د اسلام د سپارښتنې وړ یو بل شرط دی ځکه چې ګناهګار ملګری هڅه کوي چې خپل دوست په خپلو بدو اعمالو ککړ کړي او د ځان په رنګ یې ورنګوي.

حضرت علي علیه السلام امام حسن مجتبی علیه السلام ته د خپل وصیت په ترڅ کښې فرمایلي دي: له بدنامو مرکزونو ډډه وکړه. په کوم مجلس چې بد ګمان کیږي، لرې ووسه او پوه شه چې بد ملګری خپل دوست غولوي او ناخوښو کارونو ته د هغه ګروهنه راپاروي او بلآخره یې ککړوي.[10]

ب. د کس بدنامول

کوم ځوان چې له ګناهکارو او بدنامو کسانو سره ملګرتیا کوي، نو فرضاً که له ګناه د بچ کیدو لپاره احتیاط هم وکړي خو له ټولنیزې بدنامۍ ځان خوندي نه شي ساتلی ځکه چې بدنامي یو داسې شی دی چې له ګناهګارو کسانو سره د ملګرتیا په وجه د انسان لمن نیسي که څه هم د هغوي په بدو کارونو کښې شریک شوی نه وي.

رسول اکرم(ص) فرمایلي دي: د بدنامۍ او ټولنیز شرم لپاره تر ټولو وړ کسان هغه دي چې له بدنامو سره ملګري کیږي او ورسره ناسته پاسته کوي.[11]

ج. د بیلیدو په وخت د هغه زیانونه

له ګناهګارو کسانو سره ملګرتیا نه یوازې د اخلاقي فساد او بدنامۍ لامل کیږي بلکې ځوانان به له داسې بې لارې ملګرو د بیلتون په وختو کښې هم د هغوي له شره خوندي پاتې نه شي. څوک چې د دوستۍ په وختو کښې د خپل ملګري د ملاتړ په توګه دروغ ووایي، د بیلتون په ورځو کښې هم د غچ اخیستو په موخه پر خپل پروني ملګري تور پورې کوي.

امام صادق علیه السلام فرمایلي دي: د درې ډله کسانو له ملګرتیا او پیوستونه لرې ووسه. خائن، ظالم او جاسوس. څوک چې یوه ورځ ستا په ګټه خیانت کوي، بله ورځ به ستا په تاوان خیانت وکړي. څوک چې ستا لپاره پر بل ظلم کوي، ډیر زره به په تا هم ظلم وکړي او یو کس چې د نورو خبرې تا ته در رسوي، څه موده پس به نورو ته هم ستا جاسوسي وکړي.[12]

۳ . چاپلوس ملګری

په اسلامي تعلیماتو کښې یوه بده ملګرتیا له چاپلوسو کسانو سره ملګرتیا ده. چاپلوس هغه کس ته وايي چې د ویرې یا طمعې او لالچ په انګیزه، د خپلې باطني عقیدې په اپوټه، په بې ځايه تعریف او صفت کولو سره خپل معنوي شخصیت پایمالوي. چاپلوس د خپلې رسوایۍ د شدت د کمولو لپاره هڅه کوي چې خپل ناسم کار، سم وښئي او ټینګار کوي چې نور هم په خپله عقیده کړي. چاپلوسي د خپل ټولنیز شخصیت د نابودولو په معنا ده.

پاې: د ښه ملګري د صفاتو په هکله یو حدیث

په پاې کښې د دوستۍ او د ملګري د شرایطو په هکله یو حدیث درته وړاندې کوو. حضرت امام جعفر صادق علیه السلام فرمایلي دي: دوستي او ملګرتیا یو لړ حدود لري. څوک چې په دې ټولو حدودو پوره نه وي هغه کامل ملګری نه دی او څوک چې په دې حدودو کښې هیڅ کوم ونه لري، له سره ملګری نه دی.

وړومبی دا چې د ملګري ظاهر او باطن دې، ستا برابر وي.

دویمه دا چې ستا ښکلا او عزت ورته خپل جمال ښکاري او ستا بدرنګ توب، خپله بدرنګي وګڼي.

دریم، مال او پانګه ترلاسه کول یا کوم لوړ مقام ته رسیدل ستا په نسبت د هغه دوستانه طریقه بدله نه کړي.

څلورم، د ملګرتیا په لړ کښې خپل هیڅ څیز له تا منع نه کړي.

او پنځم دا چې د غمونو او مصیبتونو په سخت وخت کښې دې یوازې پرې نږدي.[13]

 

[1]- وسائل، څلورم ټوک، ۲۰۸ مخ.

[2]- مستدرک، دویم ټوک، ۶۲ مخ.

[3]- ممکنه ده فکر وشي چې عاقل والدین او روزونکي دنده لري چې د ځوړانانو په ملګرتیا کښې دخالت وکړي او په تحقیق سره د هغوي لپاره غوره ملګري انتخاب کړي او دا شان ځوانان د زیانمنونکو معاشرتونو له خطره وساتي. شک نشته چې د داسې عاقلانه کار ترسره کول د ځوان نسل په ګټه دي. خو دا کار هله کیدونکی دی چې خپله ځوانان یې د ترسره کولو غوښتنه وکړي او په ډاګه خپل افکار له مشرانو سره شریک کړي او د سلامشورې نتیجه عملاً وکاروي. ځوان د شخصیت په ثابتولو مئین دی او د کارونو په هکله په خپلواکه توګه فیصله کول او خپل لیاقت ثابتول غواړي. نه غواړي چې د ملګري په انتخاب کښې له مشرانو سره سلا وکړي او دا شان په خپلې کم عقلۍ ضمني اعتراف وکړي. له دې نه علاوه ځوانان باوري دي چې مشران له سره ځوانان نه درک کوي او د هغوي په ولوله ناکو احساساتو نه دي خبر. ځوانان چې نیکمرغي غواړي نو باید د ملګري غوره کولو ته د عقل او مصلحت په سترګه وګوري او د خپلو نه سنجولو احساساتو پیروي ونه کړي، پکار دي له خود پسندۍ چې د شباب او ځوانۍ په دوران کښې خپل اوج ته رسیږي، ډډه وکړي او د ځوانۍ په زور مغرور نه شي. د کار پوهه کسانو په مشورې او مصلحت اندیشۍ سره دې له خپلو همځولو سره ملګرتیا وکړي. امام علي علیه السلام فرمایلي دي: زما له نظره د عمر خوړلي مشر راې د بې تجربې ځوان له پیاوړي ځواکه غوره ده. (غرر الحکم، ۳۲۲ مخ).

[4]- غرر الحکم، ۶۹۵ مخ.

[5]- غرر الحکم ۶۹۵ مخ.

[6]- امالی صدوق، ۳۹۷ مخ.

[7]- بحار، ۱۶ ټوک، ۴۶ مخ.

[8]- وسایل، دریم ټوک، ۲۰۵ مخ.

[9]- تحف العقول، ۳۲۳ مخ.

[10]- وسایل، دریم ټوک، ۲۰۶ مخ.

[11]- مستدرک دویم ټوک، ۶۵ مخ.

[12]- تحف العقول، ۳۱۶ مخ.

[13]- امالی صدوق، ۳۹۷ مخ.

کلیدي کلمې: