دعا ذريعه او توسل

د ټولو هيلو مرکز او د ټولو اميدونو سرچينه د خدای تعالی لوی ذات دی او په هغه پورې ټولې اړتياوې او غوښتنې تړل کيږي پر هغه ذات سربيره په اسلام کې له هيچا په خپلواکه ډول او نیغ په نیغ سوال نه شي کيدی او نه په په اسلام کې دا خبره جايزه ده چې ګني کومه بله هستي وبلو او د خدای په صفاتو کې يې شريکه کړو خو په هر يو څيز کې د خدای په مشيت او ارادې په ايمان سره که بل څوک وبلو او له بل چا مرسته وغواړو نو دا شرک نه دی. او نه هم دا شرک دی چې که مونږ هغه لوی شخصيتونه چې خدای تعالی د هغوی لاس د سفارش او وسيلې لپاره غوره کړی دی د خپلې غوښتنې لپاره وسيله وګرځوو. شرک خو هغه وخت دی چې مونږ دغه هستۍ او شخصيتونه د حاجت روايۍ لپاره کافي او خپلواکه وګڼو او ووايو چې د خدای د مشيت ضرورت نيشته. د دغو شخصيتونو وسيله ګرځول خو په اصل کې د خدای د عظمت اقرار او د خپلې کوتاهۍ کوتاه دستۍ اعتراف دی په دې ډول چې مونږ ځان د دې لايق نه ګڼو چې نیغ په نیغه د هغه لوی ذات دربار ته ورشو او د ځان لپاره دغه هستيانې وسيله ګرځوو چې وسيله جوړيدی شي او د چا نفوس قويه چې له ظاهري ژوند سره د اړيکو له شليدو سره سره د عالم له اسبابو سره بې تعلقه نه دي او د همدغه رابطې د پاتې کيدو په وجه خو مونږ د هغوی زيارتونه کوو او د هغوي په عتباتو او حرمونو کې د دعا د قبليدو جلوې په نظر راځي. کوم کس چې د عقيدې او عمل له مخې له هغوی سره روحاني اړيکي ټينګ کړي  هغوي د ده لپاره د دعا د قبيلدو وسيله ګرځيدلی شي. لکه څرنګه چې له امام موسی کاظم (ع)نه روايت دی چې دوي سماعه ته وفرمايل چې له دعا مخکې بايد د توسل کلمات ولوستل شی او بيا له خدايه دعا وغوښتل شي نو خدای يې زر قبلوي.

«اللهم ان اسئلک بحق محمد و علي فان لهما عندک شانا من الشان و قدر ا من القدر فبحق ذالک الشان و بحق ذالک القدر ان تصلي علی محمد وآل محمد»

(ای خدايه! زه تا ته د محمد (ص)او د علی (ع)واسطه درکوم ځکه چې هغوی ستا په نزد ډير قدر او منزلت لري نو د همدغه قدر او مقام له مخې په محمد او آل محمد درود وليږه)

حضرت امام سجاد (ع)په يوې دعا کې داسې توسل کوي:

«اللهم انی اتقرب اليک بالمحمديه الرفيعه والعلوية البيضاء و اتوجه اليک بهما ان تعيذنی من شر کذا و کذا»(ای زما ربه! د محمد صلی الله عليه و آله وسلم د لوړ مقام او د علی عليه السلام د روښانه او ځلانده مرتبې له مخې له تا د نزديکت غوښتنه کوم او د دغو دواړو په وسيله ستا په لور متوجې يم چې ماته د هغو څيزونو له بدۍ پناه راکړې له کومو چې پناه غوښتل کيږي)

کلیدي کلمې: