حضرت علی نقی عليه السلام او د خلفاؤ کړچار

امام ابو الحسن علي نقي عليه السلام د هجرت د 212 کال[1] د ذي حجې په پنځلسمه د مدينې په خوا کښې په "صريا" نومې ځائې کښې وزيږيده[2]. پلار نوم ئې نهم امام حضرت امام محمد تقي عليه السلام او مور ئې يوه فاضله او پرهيزګاره کنيزه سمانه بي بي[3] وه.

د لسم امام مشهور لقبونه  نقي او "هادي" دی او دوي ته څلورم ابوالحسن هم ويل کيږي.[4] (لومړي ابو الحسن حضرت امام علي عليه  السلام، دويم ابو الـحسن امام موسي بن جعفر عليه السلام او دريم ابو الحسن امام علي الرضا عليه السلام دي.)

امام هادي عليه السلام د هجرت په 220 کال د خپل ګران پلار له شهادته وروسته د امامت په ګدۍ کښيناست. د دوي د امامت موده 33 کاله، عمر ئې 41 کاله او څو مياشتې ؤ او د هجرت په 254 کال شهيد کړی شو.

د کتونکو راويانو له خلې د امام ونه متوسطه، مخ سور سپين، سترګې غټې، روزې اوږدې او مخ پراخه او غوړيدلي ؤ.[5]

د امام د ژوند په زمانه کښې اوؤ عباسي خليفه ګانو حکومت کړی ؤ له امامته مخکښې د مامون او د مامون د ورور "معتصم" او د امامت په مهال کښې د معتصم، ددۀ د زامنو "واثق" او متوکل بيا د متوکل د ځوي منتصر، د منتصر د ترۀ د ځوي مستعين او د متوکل د بل ځوي معتز حکومتونه وو. امام د معتز په وخت شهيد کړی شو.[6] د متوکل په حکومت کښې د هغۀ په حکم امام له مدينې څخه د عباسيانو د حکومت مرکز سامرا ته راوستل شو او امام خپل پاتې ژوند د غلته تير کړ.[7] د امام زامن يولسم امام حسن عسکري عليه السلام ، حسين، محمد، جعفر،دي او لور ئې يوه وه چې بي بي عليه نوميده.[8]

له ظالمو او غاصبو واکمنانو سره د پيغمبر(ص) د کورنۍ پرله پسې مقابله او مخالفت د اسلامي تاريخ ځونړۍ خو ځلاندې پاڼې دي. پاکو امامانو به تل د مظلومانو ظلم زپلو او دړديدلو کسانو لپاره د عدل او انصاف په غوښتنې سره زورور واکمنان او د هغوي ظالم تالي څټي قهرول، او غاصب خلفاچې پوهيدل چې دا امامان د خلقو د لارښوونې، د دړديدلو له پلوي توب او له ظلم اوفساد سره مقابلې لپاره له هيڅ موقعې دريغ نۀ کوي. ددغو لارښوونو مقابلو او انصاف غوښتلو څخه ورته تل خطره وه.

له مامون ورسته معتصم عباسي د امامت او نبوت د کورنۍ په خلاف د خپلو مشرانو هماغه غښتې او دسيسې جاري وساتلې او له همدې امله ئې امام جواد عليه السلام له مدينې بغداد ته راوست چې تر کنټرول او څارنې لاندې وي او بالاخره ئې شهيد کړي. او اکثره علويان ئې هم په دې بانې چې تورې جامې نۀ اغوندي (چې د عباسيانو رسمي جامې وي) بنديان کړل. تر دې چې په بند کښې يا په خپله مړۀ شول يا ووژل شول.

معتصم د هجرت په 227 کال سامرې کښې مړ شو او ځائې ئې ځوي واثق ونيوۀ. دی هم د خپل پلار نيکانو په لاره روان شو او د نورو خليفه ګانو په شان عياش او شرابي ؤ. په دې کار کښې به له حده تيريدۀ او د زياتې مزې او خوند لپاره به ئې خاص بوټي او درمل استعمالول چې همدغه بوټې د مرګ عامل شول او د هجرت په 232 کال په سامرا کښې ومړ.

واثق له علويانو سره سخت نۀ ؤ نو ځکه علويان او د حضرت ابي طالب اولاده دهغۀ په دوران کښې په سامراء کښې راغونډ شول او تر يو حده سوکاله وؤ. خو د متوکل په حکومت کښې بيا تيت و پرک شول. له واثقه ورسته د هغۀ ورور متوکل چې د عباسي حکومت تر ټولو خونړۍ مجرمه او ککړ څيره ده چارواک شو. امام علي نقي عليه السلام له دغه باچا سره تر نورو عباسي خليفه ګانو زيات وخت تيرکړ چې قابو څوارلس کاله ؤ او دا څوارلس کاله د امام او دهغۀ د منونکو لپاره ډير سخت کلونه وو ځکه چې متوکل د علي عليه السلام له کورنۍ سره سخته کينه او ميرڅي کوله او د هغۀ په حکومت کښې ډير علويان ووژل شو يا وتښتيدل.

متوکل کوششش کوؤ چې خلق امامانو ته له پاملرنې واوړي او د هجرت په 236 کال ئې حکم ورکړ چې د شهيدانو د سرخيل امام حسين عليه السلام قبر او د خواؤ شا ودانۍ دې ورانې کړی شي. او زمکه دې هواره کړی شي چې خلق منع کړی شي. متوکل ويريدۀ چې د امام حسين عليه السلام قبر به د هغۀ په خلاف يو مرکز جوړ شي او د شهيدانو د سرخيل شهادت به د خلافت د دربار د ظلمونو په خلاف يو پاڅون ځائې وګرځي. نقل شوي دي چې دغه ملعون اولس ځله د امام قبر ړنګ کړ او په خواؤ شا کښې ئې د سپايانو څوکۍ جوړې کړې خو دغو ټولو پابنديو د امام حسين عليه السلام ليوال د هغۀ له زيارته منعې نۀ کړی شول زيارت کوونکو به سخت ظلمونه ځورونې او وهل ټکول زغمل خو د امام حسين عليه السلام له زيارته ئې لاس نۀ اخستو. د متوکل له مرګه ورسته علويانو او د امام منونکو په ګډه د امام قبر بيا روغ کړ.

د امام حسين د قبر ړنګولو مسلمانان راوقهرول، دبغداد خلقو په ديوالونو او جماتونو کښې د متوکل په خلاف نعرې ليکلې او د هغۀ په هجو کښې به ئې شعرونه ويل. په ځينو شعرونه کښې راغلي دي. بني عباس په دې افسوس کوي چې ولې د امام حسين عليه السلام په شهيداولو کښې شريک نۀ وو او اوس د هم هغو قاتلانو په شان چې نور وس ئې نۀ رسي نو د امام حسين عليه السلام قبر ړنګوي. ژمنو او ذمه وارو شاعرانو به هم له خپل هنره استفاده کوله، د متوکل په خلاف به ئې شعرونه لوستل او خلق به ئې د بني عباسو جرمونو ته متوجې کول. متوکل به د هر اواز د خپي کولو لپاره هره يوه شکنجه او جرم کارولو او کومو شاعرانو به چې له هغۀ سره ساز باز او غښتې ته غاړه نه کيښوده، په کلکه ځپل او بيا به ئې په بوګنوونکي ډول وژل.

ابن سکيت چې يو نامتو اديب او شاعر دی او د عربو په ادبياتو کښې ورته امام ويل کيږي د متوکل زامنو استاد ؤ. يوه ورځ متوکل خپلو دوؤ زامنو معتز او مويد ته په اشارې سره له ابن سکيته پوښتنه وکړه دا دوړه درباندې ډير ګران دي که حسن او حسين؟ ابن سکيت زر ځواب ورکړ، د امير المومنين علي عليه السلام مرې "قنبر" تر تا او ستا تر دوو زامنو ډير غوره دي. متوکل له غصې تاؤ شو او حکم ئې ورکړ چې ددۀ ژبه د شا له غاړې راؤباسئ. په دا ډول د ميړانتيا دغه بيلګه د 57 کالو په عمر کښې شهيد شو.

متوکل د مسلمانانو د بيت المال په خرچولو کښې د نورو خليفه ګانو په شان خلاص لاس لرلو. د هغۀ د ژوند په تاريخ کښې ئې ليکلې دي چې بيلا بيلې ماڼې جوړې کړې وې او يوازې په "متوکل ماڼۍ" ئې چې اوس هم په سامرا کښې موجوده ده يو ميليون او اوۀ لکه د سرو ديناره لګولي وؤ. تر هر څۀ دړدونکې داده چې له دغو دومره اسرافونو او خرڅونو سره سره ئې د پيغمبر(ص) په کورنۍ دومره سختي کوله چې په هغو کښې له ځينو سره دويمه جوړه جامې هم نۀ وې.

له امير المومنين علي عليه السلام سره د متوکل دښمني او ميرڅي تر دې حده رسيدلې وه چې هغه ئې د پستۍ او رذيلۍ لوئې ګړنګ ته غورزولي ؤ. له ناصبيانو او د علي عليه السلام له دښمنانو سره به ئې دوستي کوله. او يو ټوکمار ئې ساتلي ؤ چې په بيلا بيلو مسخرو او ټوقو سره به ئې حضرت علي عليه السلام پورې خندا کوله او متوکل به ورته خندل. متوکل غوندې سړي څخه داسې کارونه ډير حيرانوونکي نۀ دي بلکې حيرانوونکي او دړدونکي خو د هغو خلقو حالت دی چې داسې رذيل او ککړ کسان د پيغمبر (ص) پاکې کورنۍ ته ئې شا کړی ده او د داسې خليفه ګانو پيروي کوي. متوکل عمر بن فرح رخجي د مکې او مدينې ګورنروټاکۀ هغۀ به خلق د حضرت ابو طالب له کورنۍ سره له مينې او ښيګړې منعې کول تر دې چې خلقو د علويانو له ملګرتيا او ملاتړه لاس واخستو او د حضرت علي عليه السلام کورنۍ ته ژوند سخت شو.

[1] . اعلام الوری ص355 ارشاد مفيد ص307

[2] . هماغه

[3] . هماغه

[4]  . اعلام الوری ص355

[5]  . منتهي الامال ص243

[6]  . ارشاد مفيدص307

[7]  . هماغه

[8]  . اعلام الوری ص366