حضرت امام مهدی په هکله د پېغمبراکرم (ص) احاديث

جابر بن سمره د خداے له ګران رسول (ص) څخه نقلوي چې وې فرمايل:

«يکون من بعدی اثنا عشر خليفة کلّهم من قريش، له ما نه وروسته به دولس تنه خليفه ګان وي چې هغوي ټول له قرېشو څخه دي.»[1]

دغه حديث په مختلفو طريقو البته په بيله بيلو تعبيرونو سره نقل شوے دے. په دا ډول چې په متواتر والي کښې يې څه شک باقي نه پاتې کيږي.

نو پکار دي په دې ځانونه پوه کړو چې له دغو دولسو تنو نه مراد کوم کسان دي؟

مراد ترې د بني اميه ؤ خليفه ګان نه شي کېدې ځکه چې هغوي څوارلس تنه وو، نه دولس او د هغوي نومونه د مسعودي د مروج الذهب کتاب له مخې په دا ډول دي:

معاويه بن ابوسفيان، يزيد بن معاويه، معاويه بن يزيد، مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان، وليد بن عبد الملک، سليمان بن عبدالملک، عمر بن عبدالعزيز، يزيد بن عبدالملک، هشام بن عبدالملک، وليد بن يزيد بن عبدالملک، يزيد بن وليد، ابراهيم بن وليد او مروان محمد الحمار.[2]

مراد يې يقيناً د بني عباسو خلفاء هم نه دي ځکه چې د هغوي شمېر ۳۷ تنه جوړيږي او له دوي نه بغېر هغه کسان چې خلافت يې کړے دے شمېر يې دولسو ته نه رسيږي او هغوي په دا ډول دي:

څلور خلفاء ورپسې امام حسن (ع) او بيا عبدالله بن زبېر.

نو پکار دي دغه دولس تنه معلوم کړو. ځکه چې د خداے ګران رسول (ص) هسې فضول خبره نه ده کړې  او د معمې بپانول يې هم نه غوښتل.

شيعه مسلمانان عقيده لري چې د خداے د ګران رسول (ص) مراد دولس امامان (يعنې امام علي او د هغۀ يولس فرزندان عليهم السلام) دي.

سليمان قندوزي حنفي له ځينو محققينو څخه داسې نقلوي:

«احاديث په دې خبره دلالت کوي چې له پېغمبر اکرم (ص) نه پس به دولس خلفاء وي چې په مختلفو طريقو سره نقل شوي او د شهرت حد ته رسېدلي دي او د دې خبرې امکان نشته چې د پېغمبراکرم (ص) حديث له اصحابو څخه خليفه ګانو باندې حمل کړو، ځکه چې هغوي له دولسو تنو نه کم وو. او هم دا رنګ امکان نه لري چې ترې اموي خلفاء مراد واخلو ځکه چې هغوي له دولسو تنو زيات وو او ډېر ظلمونه يې هم کړي دي، البته عمر بن عبد العزيز ترې مستثنی دے.

او هم دا رنګ ممکنه نه ده چې عباسي خليفه ګان ترې مراد واخېستې شي ځکه چې هغوي هم له دولسو نه زيات وو او د خداے پاک دا فرمان چې فرمائي: ﴿قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى ﴾ او د کساء حديث خيال يې و نه ساتلو. نو پکار دي له حديث نه مراد د خداے د ګران رسول (ص) له عترت او اهل بېتو څخه دولس امامان واخېستل شي، ځکه چې هغوي د خداے په نزد د علم، جلالت، بزرګۍ تقوا، پرهېزګارۍ، حسب نسب او کرم له نظره په خپلو معاصرينو باندې برتري لري او د هغوي علم هم د هغوي د پلار نيکونو په ذريعې سره د خداے ګران رسول (ص) ته رسيږي او دغه علم يې له پېغمبر اکرم (ص) څخه په لدنيه وراثت کښې ترلاسه کړے دے.»

قندوزي حنفي له دې وروسته وائي چې د ثقلېنو حديث او نور حديثونه په دې معنا دلالت کوي.[3]

مونږ خپله د خداے له ګران رسول (ص) څخه يو شمېر احاديث لرو چې په دغه حديث کښې د دولسو خلفاء تفسير کوي.

شېخ الاسلام محمد بن ابراهيم حموئي شافعي له عبدالله بن عباس څخه نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«له ما نه پس زما خلفاء او اوصياء او د خداے په مخلوقاتو باندې حجتونه دولس تنه دي. له هغوي څخه وړومبے زما  ورور او آخري يې زما فرزند دے. ترې پوښتنه وشوه يا رسول الله (ص)! ستاسو ورور څوک دے؟ وې فرمايل: علي بن ابي طالب. پوښتنه ترې وشوه او ستاسو فرزند څوک دے؟ وې فرمايل: مهدي او  هغه هم هغه څوک دے چې زمکه به له عدل او انصافه ډکوي هم هغه شان چې مخکې له ظلم او جور څخه ډکه وي.»[4]

دا حديث قندوزي حنفي په ينابيع المودة کتاب کښې ذکر کړے دے.[5]

علي بن شهاب همداني شافعي په مودة القربی کتاب کښې او شېخ الاسلام حموئي شافعي په فرائدالسمطين کتاب کښې له عبدالله بن عباس څخه نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«زۀ د انبياو مشر يم او علي بن ابي طالب د اوصياو مشر دے او له ما نه پس اوصيا دولس تنه دي چې وړومبے يې علي بن ابې طالب دے او آخري يې مهدي قائم دے.[6]

او قندوزي حنفي هم دا رنګ ل شيخ کبير صلاح الدين صفدي څخه چې په شرح دائره کښې يې راوړے دے نقلوي:

«مهدي موعود له دولسو امامانو څخه دولسم امام دے چې وړومبے يې زمونږ سرور علي (ع) او آخري يې حضرت مهدي (رض) دے.»[7]

مشهور مورخ او محدث خوارزمي حنفي (۵۶۸ ميلادي) له سليم بن قېس او هغه يې له سلمان فارسي نقلوي چې:

«د خدے د ګران رسول (ص) کور ته ورغلم نو ګورم چې امام حسين (ع) د هغه حضرت په زنګانۀ ناست دے او هغه حضرت د امام حسين (ع) سترګې ښکلولې او خوله يې ورته بوي[8]وله او فرمايل يې: ته بزرګ او د بزرګ زوے يې او د بزرګانو پلار يې، تۀ امام او د امام زوے يې او د امامانو پلار يې، تۀ حجت  او د حجت زوے يې او د نهۀ حجتونو پلار يې چې ټول ستا له صلب (نسل) څخه دي او د هغوي نهم د هغوي قائم دے.»

او نور داسې احاديث چې د ينابيع الموده په ۷۷ او ۷۸ بابونو کښې راغلي دي ټول په دې دلالت کوي چې په حديث کښې له دولسو خلفاو نه مراد دولس امامان دي چې وړومبے يې امام علي بن ابي طالب (ع) او آخر يې امام مهدي قائم (ع) دے.

ستر سني عالمان هم په دې حقيقت اعتراف کوي.

محمد بن طولون په الائمة الاثنا عشر کتاب کښې د «الحجت المهدي» عنوان لاندې (له دې وروسته چې له هغوي څخه يولس تنه وشماري) وائي:

«و ثانی عشر هم ابنه محمد بن الحسن، يعنې د هغوي دولسم د هغه (امام عسکري) فرزند محمد بن حسن (ع) دے.»[9]

شېخ محمد بن احمد سفاريني حنبلي هم له دې وروسته چې د امام مهدي (ع) نسب امام حسين او امام علي عليهم السلام ته رسوي نو وائي:

«و محمد بن الحسن العسکري هذا ثاني عشر الائمه الاثنی عشر يعنې د  امام حسن عسکري (ع) زوے امام مهدي (ع) له دولسو امامانو څخه دولسم تن دے.[10]»

شېخ عبدالله بن محمد مطيري شافعي له دې وروسته چې د يولسو امامانو نومونه اخلي د دولسم په باره کښې وائي:

«اسمه محمد القائم المهدي و قد ورد النص عليه في الاحاديث من جده رسول الله (ص) و من جده علی بن ابی طالب کرم الله وجهه و هو صاحب السيف المنتظر وله غيبتان، يعنې د هغه نوم محمد قائم مهدي دے او بې له شکه د هغه په اړه په هغو احاديثو کښې د هغه له نيکه پېغمبر اکرم (ص) او د هغه له نيکه حضرت علي بن ابي طالب کرم الله وجهه څخه مونږ ته رارسېدلي دي نص راغلے دے. هغه د تورې خاوند او منتظر دے او دوه غېبتونه (غېبېدنې) لري.»[11]

په دا ډول دې نتيجې ته رسيږو چې د اثنا عشر خليفه حديث له دولسو امامانو نه بغېر په بل چا نه اطلاق کيږي. د هغوي وړومبنے امير المومنين امام علي (ع)  او آخر يې مهدي آخرالزمان دے.[12]

مهدي د پېغمبراکرم (ص) له اهلبېتو او عترت څخه دے:

 ابو داؤد په خپل سنن کښې له حضرت علي (ع) او هغه له پېغمبر اکرم (ص) څخه نقلوي:

«لولم يبق من الدنيا الا يوم لبعث الله رجلاً من اهل بيتي، که د نيا له عمر څخه له يوې ورځې نه بغېر څه نه وي پاتې نو بې له شکه خداے پاک به زما له اهلبېتو څخه يو سړے راپاڅوي.[13]

ترمذي په خپل صحيح کښې له ابوهرېره څخه نقلوي چې وې ويل د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«لولم يبق من الدنيا الا يوم لطول الله ذلک اليوم حتی يلی رجل من اهل بيتي، يعنې که د دنيا له عمر څخه فقط يوه ورځ باقي پاتې وي خداے به هغه ورځ دومره اوږده کړي چې زما له اهلبېتو څخه يو سړے راشي.»[14]

او په خروج المهدي باب کښې د حضرت علي (ع) له قوله ليکي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«المهدي منا اهل البيت، يصلحه الله في ليلة، يعنې مهدي زمونږ له اهلبېتو څخه دے او خداے پاک په يوه شپه کښې د هغه امر برابروي.»[15]

حاکم په مستدرک کښې د ابوسعيد خدري له قوله راوړي دي چې پېغمبراکرم (ص) وفرمايل:

«مهدي له مونږ  اهلبېتو څخه دے»[16]

حاکم بيا زياتوي چې دغه حديث د مسلم په شرط صحيح دے ، خو بخاري او مسلم نه دے نقل کړے.

په عقدالدرر کتاب کښې له ابوسعيد خدري څخه روايت شوے دے چې پېغمبراکرم (ص) وفرمايل:

«لا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تَمْتَلِئَ الأَرْضُ ظُلْمًا وَعُدْوَانًا ، ثُمَّ يَخْرُجُ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي" ، أَوْ قَالَ: " مِنْ عِتْرَتِي فَيَمْلَؤُهَا قِسْطًا وَعَدْلا كَمَا مُلِئَتْ ظُلْمًا وَعُدْوَانًا يعنې قيامت به رانشي تردې چې زمکه له ظلم او دښمنيو ډکه شي، هغه وخت به زما له عترت يا اهلبېتو څخه يو سړے قيام وکړي او هغه به له عدل او انصافه ډکه کړي، هم هغه ډول چې له ظلم او دښمنۍ ډکه شوې وي.»[17]

په مسند احمد بن حنبل  کښې هم د ابوسعيد خدري له قوله راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«يَمْلَأُ الْأَرْضَ ظلما و جوراً ثم يخرج رجل من عترتى يملك سبعا أو تسعا فيملأ الارض قسطاً و عدلاً يعنې زمکه به له ظلم او جوره ډکه شي نو هغه وخت به زما له عترت څخه يو سړے پاڅون وکړي، اوۀ يا نهه کاله به په زمکه کښې حکومت وکړي او ټوله دنيا به له عدل او انصافه ډکه کړي.»[18]

ابو داؤد په خپل سنن کښې له بي بي ام سلمې (رض) څخه په نقل سره ليکي، وامې ورېدل چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«المهدي من عترتي مهدي زما  له عترت څخه دے.»[19]

ابن حجر مکي له احمد بن حنبل او ماوردي څخه نقل کړي دي چې رسول الله (ص) وفرمايل:

«ابشروا بالمهدي،رجل من قريش من عترتي. يعنې تاسو ته د مهدي زېرے دے، هغه سړے دے له قرېشو څخه او زما له عترت څخه.»[20]

او هم دا رنګ له ابونعيم څخه نقلوي چې پېغمبراکرم (ص) وفرمايل:

«ليبعثن الله رجلاً من عترتي....يملا الارض عدلا، يعنې بې له شکه خداے به زما له عترت څخه يو سړے راڅرګند کړي چې زمکه به له عدل او انصافه ډکوي.»[21]

د مهدي (ع) نوم به د پېغمبراکرم (ص) د نوم په شان وي: په سنن ترمذي، سنن ابوداؤد او په نورو ډېرو سرچينو کښې راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«لا تذهب الدنيا حتی يملک العرب رجل من اهل بيتي. يواطيء اسمه اسمي، ورځې به تېرې نه شي او دنيا به خاتمې ته ونه رسي، ان تردې چې زما له اهلبېتو څخه يو سړے د عربو مالک شي، د هغه نوم به زما نوم وي.»[22]

 په مسند احمد بن حنبل کښې له عاصم څخه، هغه له زر څخه او هغۀ له عبدالله بن مسعود څخه روايت نقل کړے دے چې رسول الله (ص) وفرمايل:

«لا تنقضی الايام ولا يذهب الدهر حتی يملک العرب رجل من اهل بيتي اسمه يواطي اسمي.»[23]

مهدي (ع) د پېغمبر اکرم (ص) له اولاد څخه دے: په عقد الدرر او تذکرة الخواص کتابونو کښې د عبدالله بن عمر له قوله راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«يخرج في آخرالزمان رجل من ولدی اسمه کاسمی و کنيته ککنيتی يملا الارض عدلاً کما ملئت جورا فذلک المهدی. يعنې په آخره زمانه کښې به زما له اولاد څخه يو سړے خروج وکړي، د هغۀ نوم به زما د نوم په شان او د هغۀ کنيت به زما د کنيت په شان وي. هغه به زمکه له عدل او انصافه ډکه کړي، هم هغه ډول چې مخکې له ظلم و ستمه ډک وي او هغه هم هغه مهدي (ع) دے.»[24]

په يو بل روايت کښې د جابر بن عبدالله له قوله راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) فرمايل:

«المهدی من ولدی،اسمه اسمی و کنيته کنيتي، اشبه الناس  بی خُلقاً و خَلقاً، يعنې مهدي (ع) زما له اولاد څخه دے،د هغه نوم زما نوم او د هغه کنيت زما کنيت دے او د صورت او سيرت له نظره په ټولو خلقو کښې زيات زما په شان دے.»[25]

په يو مفصل حديث کښې چې جلال الدين سيوطي په الحاوي للفتاوي کتاب کښې له حذيفه څخه نقل کړے دے راغلې دي: عمران بن حصين پاڅېد او عرض يې وکړ، يا رسول الله (ص)! مونږ به مهدي (ع) څنګه پېژنوو؟

قال صلی الله عليه و آله وسلم:  هو رجل من ولدی کانه من رجال بنی اسرائيل، عليه بعائتان قطوانيتان، کان وجهه الکواکب الدری. فی خده الايمن خال اسود. ابن اربعن سنة.... فيبايع له بين الرکن والمقام، ثمه يخرج متوجهاً الی الشام، و جبريل علی مقدمته و ميکائل علی ساقته، فيفرح به اهل السماء و اهل الارض، والطير والوحوش والحيتان فی البحر. يعنې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: مهدي (ع) زما له اولاد څخه يو سړے دے. هغه بني اسرائيلو د سړيو په شان دے (لوړ قامت لرونکے) مخ به يې د ځلانده ستوري په شان او د مخ ښي طرف ته به يې تور خال وي. څلوېښت کلن به وي. مسلمانان به د (له خانه کعبې سره نزدې) رکن او مقام ترمېنځ له هغۀ سره بيعت وکړي. بيا به په داسې حال کښې چې جبرائيل (ع) به يې مخې ته او ميکائيل (ع) به ورپسې روان وي، د شام زمکې ته متوجه شي. د آسمان او زمکې مخلوقات ، مارغان، ځناور او د سمندر کبان به له هغۀ څخه خوشحاله وي.»[26]

امام مهدي (ع) د حضرت علي (ع) له اولاد څخه دے: په ينابيع المودة کتاب کښې له ابن عباس څخه روايت شوے دے چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

« ان عليا وصيی و من ولده القائم المنتظر المدی الذی يملاء الارض قسطا و عدلا کما مائت جورا وظلما والذی بعثنی بالحق بشيرا و نذيرا ان الثابتين علی القول بامامته فی زمان غيبة لا غز من الکبريت الاحمر. يعنې  علي زما وصي دے او د هغه له اولاد څخه قائم المنتظر مهدي (ع) دے، مهدي (ع) هغه کس دے چې زمکه به له عدل او انصافه ډکوي، هم هغه ډول چې مخکې له ظلم و جور څخه ډکه شوې وي. په هغه خداے قسم چې  په حق سره يې زۀ زيرے ورکونکے او ويرونکے مبعوث کړم، هغه کسان چې د هغه د غېبت په زمانه کښې د هغۀ په امامت ثابت قدمه پاتې شي له سرۀ کبريته به کېميا تر وي.»[27]

هم دا رنګ په ينابيع المودة کتاب کښې له حضرت علي (ع) نه روايت دے چې رسول اکرم (ص) وفرمايل:

« يا علی انت وصيي  حربک حربی و سلمک سلمی و انت الامام ابو الائمه الاحدی عشر الذين هم المطهرون المعصومون و منهم المهدی الذی يملا الارض قسطا وعدلا فويل لمبغضيهم. يعنې اے علي! ته زما وصي يې، له تا سره جنګ له ما سره جنګ دے، له تا سره روغه جوړه له ما سره روغه جوړه ده، ته امام او د يولسو امامانو پلار يې چې له هرې پليدۍ څخه پاک او پاکيزه  او له هرې خطا او غلطۍ محفوظ دي، له هغوي څخه مهدي (ع) دے چې زمکه به له عدل او انصافه ډکوي. نو افسوس دې وي د هغۀ په دښمنانو.»[28]

امام مهدي (ع) د بي بي فاطمه زهرا (ع) له اولاد څخه دے: په سنن ابو داؤد کښې د بي بي ام سلمې (رض) له قوله راغلي دي چې وې ويل، وامې ورېدل چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

«المهدي من عترتي، من ولد فاطمه (ع) يعنې مهدي زما له عترت څخه او د بي بي فاطمې (ع) له اولاد څخه دے.»[29]

حديثونه او د هغو تواتر

د درايه د علم پوهانو او د حديث پېژندنې ماهرانو وضاحت کړے دے چې په سني کتابونو کښې د حضرت مهدي (ع) په اړه نقل شوي حديثونه متواتر دي.

د هغو زيات شمېر والي ته په پام سره او اختصار د خيال ساتنې لپاره يوازې د څو کسانو نومونه اخلوو:

۱- د حنبليانو ستر او د خپلې زمانې مشهور عالم بربهاري (وفات ۳۲۹ هـ) شېخ حمود تويجري د خپل کتاب الاحتجاج بالاثر علی من انکر المهدي المنتظر په ۲۸ مخ کښې ليکي:

«بربهاري په خپل شرح السنه کتاب کښې د عيسی بن مريم (ع) په نزول باندې د ايمان ترعنوان لاندې ليکي: هغه به راکوزيږي او د قائم آل محمد (ص) په امامت کښې به نمونځ ادا کوي. دا پټه خبره نه ده چې ايمان د اعتقاد په معنا دے. نو ځکه  د خبر واحد په بنياد اعتقاد نه شي ثابتېدې.

۲- محمد بن حسين آبري شافعي (وفات ۳۶۳) مناقب الشافعي نومې خپل کتاب کښې وائي:

«له حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه [و آله] وسلم څخه راغليو احاديثو کښې په متواتره توګه او ډېر زياتو راويانو څخه نقل  شوي دي چې مهدي (ع) به راځي، هغه د پېغمبر اکرم صلی الله عليه [و آله ] وسلم له کورنۍ څخه دے. اوۀ کاله به حکومت کوي، زمکه به له عدل  څخه ډکوي، له عيسی (ع) سره به خروج کوي او د دجال په وژلو کښې به له هغه سره مرسته کوي، د خبر ورکونکو او راويانو د کثرت په وجه تواتر ته رسېدلے دے.

دغه خبر قرطبي مالکي د التذکره کتاب په ۷۰۱ مخ کښې او المزي د تهذيب الکمال کتاب د ۲۵ ټوک په ۱۴۶ مخ، د حديث شمېر ۵۱۸۱ کښې د محمد بن خالد جندي د ژوند په حالاتو کښې او ابن قيم د المنار المنيف کتاب په ۱۴۲ مخ ، په حديث ۳۲۷ کښې او له دې نه علاوه يې له آبري نه هم نقل کړےدے.

۳- قرطبي مالکي (وفات ۷۶۱ هـ) هغه د آبري تېره وېنا نقل کړې او د هغه په کتاب کښې د ذکر شويو حديثونو په صحيح ګڼلو سره د هغه وېنا تائيده کړې ده. قرطبي په خپل دغه قضاوت کښې د امام حافظ حاکم نيشابوري په دغه وېنا استناد کړے دے او ليکي:

«د خداے له ګران رسول (ص) څخه صحيح او واضحه حديثونه نقل شوي دي چې د نبي اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له اهلبېتو څخه د بي بي فاطمه (ع) له اولاد څخه د مهدي (ع) په نامه د يو کس په قيام باندې دلالت لري.»[30]

هم دا رنګ قرطبي د سورۀ توبه د ۳۳ آيت په تفسير کښې ليکلي دي:

«په دې باب چې مهدي (ع) د خداے د رسول (ص) له اهلبېتو څخه دے صحيح احاديث د تواتر حد ته رسېدلي دي.»[31]

۴- حافظ جمال الدين المزي (وفات ۷۴۲ هـ) هغۀ د المهدی (ع) د احاديثو په متواتر والي کښې د آبري په مخکېنۍ  وېنا استدلال کړے دے او هيڅ اشکال او اعتراض يې پرې نه دے کړے، بلکه هغه يې مسلم ګڼلي دي.[32]

۵- ابن قيم (وفات ۷۵۱ هـ) هغۀ هم د آبري وېنا په دې شکل تائيد کړې ده چې له امام مهدي (ع) سره اړوند احاديث يې په څلورو برخو وېشلي دي: صحيح احاديث، حسن احاديث، غريب احاديث او موضوع احاديث،[33] او ويلي يې دي چې وړومبۍ او دويمه برخه احاديث د کثرت او خپرېدو په وجه متواتر دي.

۶- ابن حجر عسقلاني (وفات ۸۵۲ هـ) هغه  له نورو څخه په تواتر سره د قول په نقلولو سره[34] يې  داسې تائيدوي:

«په آخره زمانه کښې او د قيامت په نزديو کښې له دې امت څخه په يو کس پسې د عيسی (ع) نمونځ ادا کول دا قول صحيح ثابتوي چې زمکه به هيڅکله د خداے له حجت نه خالي نه شي.[35]

۷- شمس الدين سخاوي (وفات ۹۰۲ هـ) څو عالمانو ويلي دي چې سخاوي له هغو کسانو څخه دے چې په تواتر سره يې د مهدي (ع) په باره کښې حديثونه بيان کړي دي. لکه ابوالفيض غماري وائي چې شيخ محمد عربي فاسی په المقاصد کتاب کښې او محقق ابوزيد عبدالرحن بن عبدالقادر فاسي په مبهج المقاصد کتاب کښې د دې مطلب نسبت سخاوي ته ورکړے دے.[36]

هم دا رنګ ابو عبدالله محمد بن جعفر کتاني (وفات ۱۳۴۵ هـ) په «نظم المتناثر من الحديث المتواتر» کتاب کښې دغه عقيده د سخاوي له نظره نقل کړې ده.

۸- سيوطي (وفات ۹۱۱ هـ) د غماري شافعي د ليکنې له مخې او د «الفوائد المتاثره في الاحاديث المتواتره و الازهار المتناثره» په شمول خپلو کتابونو کښې  د حضرت مهدي (ع) په اړه د احاديثو تواتر بيان کړے دے.[37]

۹- ابن حجر هيثمي (وفات ۹۷۴ هـ)  د حضرت امام مهدي (ع) د ظهور په حقله د مسلمانانو له عقيدې څخه زياته دفاع کړې ده او په دې اړه يې د احاديثو تواتر بيان کړے دے.[38]

۱۰- متقي هندي (وفات ۹۷۵ هـ) د کنز العمال کتاب مولف په خپل «البرهان فی علامات مهدی آخرالزمان» کتاب کښې په دليل او برهان سره د زمانې په امام (ع) باندې له عقيدې څخه دفاع کړې ده.

د دغه کتاب يوه ډېره مهمه برخه هغه څلور فتوې دي چې د اصلي څلورو سني فرقو  له علماو څخه د حضرت امام مهدي (ع) د ظهور د منکرينو په رد باندې يې نقل کړي دي چې په دا ډول دي: ابن حجر هيثمي شافعي، شيخ احمد ابی السرور بن صبا حنفي، شيخ محمد بن خطابي مالکي او شيخ يحيی بن محمد حنبلي. متقي وائي:

«دغه څلور تنه د مکې علماء او د مسلمانانو څلورو مذهبونو فقيهان دي، او هر څوک چې د دوي فتوو ته مراجعه وکړي نو يقين پېدا کوي چې  هغوي ټول د حضرت مهدي (ع) په اړه د احاديثو په تواتر باندې متفق دي او د دې عقيدې منکران د سزا وړ بولي او واضحه کړې يې ده چې د هغه وهل، تاديبول او سپکاوے يې کول، واجب دي ان تردې چې حق ته راوګرځي او که راونه ګرځېد نو پکار دي وينه يې توې کړې شی.[39]

حديثونه او د هغو صحيح والے

له يو شمېر سني علماو څخه چې د هغوي په کتابونو کښې راغلي دي واضحه بيانات د دغو حديثونو په صحيح والي کښې راغلي د نمونې په توګه ترې څو ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو:

۱- ترمذي (وفات ۲۹۷هـ) د وړومبني حديث په باره کښې وائي: «دغه حديث احسن او صحيح دے.»

د دويم حديث په باره کښې وائي: «دغه حديث احسن  او صحيح دے.» او د دريم حديث په حقله وائي: «احسن دے.»[40]

۲- حافظ ابو جعفر عقيلي (وفات ۳۲۲هـ) د امام مهدي (ع) په باره کښې  يې وړومبے حديث راوړے دے او هغه يې ضعيف ګڼلے دے او بيا وائي:

«د مهدي په باره کښې بې له دې نه ډېر ښه او په نورو الفاظو سره احاديث موجود دي.»[41]

۳-حاکم نيشابوري (وفات  ۴۰۵ هـ) د وړومبي حديث په باره کښې وائي:

«دا حديث د شېخېنو (بخاري او مسلم) په شرط سره صحيح دے خو نقل کړے يې نه دے.»

د دويم حديث په باره کښې وائي:

«دا حديث د مسلم په شرط سره صحيح دے خو مسلم  او بخاري نه دے نقل کړے.»

د دريم او څلورم  حديث په باره کښې يې خاموشي اختيار  کړې ده او د پينځم حديث په اړه وائي:

«د دغه حديث اسناد صحيح دي خو بخاري او مسلم نه د ے نقل کړے.»

د شپږم حديث په باره کښې هم وائي:

«دغه حديث د مسلم په شرط سره صحيح دے خو بخاري او مسلم نه دے نقل کړے.»[42]

او د اوم حديث په باره کښې يې خپل نظر نه دے ورکړے.

۴-بېهقي (وفات ۴۵۸ هـ ) وائي:

«د مهدي د خروج کولو په اړه حديثونه ترټولو صحيح اسناد لري.»[43]

۵- بغوي (وفات ۵۱۰ يا ۵۱۶ هـ) د خپل مصابيح السنه  کتاب په الصحاح باب[44] کښې يو حديث[45] او په الحسان[46] باب کښې پينځۀ حديثونه[47] نقل کړي دي.

۶- ابن اثير (وفات ۶۰۶ هـ) د النهايه کتاب د هدا مادې ترڅنګه ليکي:

«له دې مادې څخه دےد سنة الخلفاء الراشدين المهديين حديث.

مهدي هغه کس دے چې خداے پاک هغه د حق لوري ته هدايت کړے دے او د داسې کسانو د نوم په توګه استعمال شوے دے نو ځکه له مشهورو او رائجو نومونو څخه ګرځېدلے دے او په همدې نوم سره هغه مهدي بللے شوے دے چې د خداے ګران رسول (ص) يې په آخره زمانه کښې د راتلو زېرے ورکړے دے.»[48]

دا بيان د هغه کس دے چې د امام مهدي (ع) په باره کښې حديثونه صحيح بلکه متواتر بولي.

 

سرچینې 

[1] - صحيح بخاري ۹ ټوک ۸۱ مخ باب استفلاف، صحيح ترمذي ۴ ټوک کتاب لفتن باب ماجاء فی الخفاء ۵۰۱ مخ، صحيح مسلم ۲ ټوک کتاب الاماره وړومبے باب ۱۲۱ او ۱۲۲ مخونه، سنن ابوداؤد ۲ ټوک کتاب المهدي ۴۲۱ مخ، مستدرک حاکم ۳ ټوک کتاب المعرفة الصحابه، ۶۱۷ مخ او مسند احمد بن حنبل ۵ ټوک له ۸۶ نه تر ۱۰۸ پوري مخونه. (زياتره حديثونه يې نقل کړي دي)

[2] - مروج الذهب مسعودي  ۳ ټوک له ۱۱ نه تر ۲۵۹ پورې مخونو کښې.

[3] - ينابيع المودة ۷۷ باب ۴۴۶ مخ.

[4] - فرائدالسمطين ۲ ټوک ۳۱۲ مخ ۵۶۲ حديث.

[5] - ينابيع المودة ۹۴ باب ۴۸۷ مخ د غاية المرام په نقل سره چې له فرائدالسمطين څخه يې نقل کړے دے.

[6] - د ينابيع المودة ۵۶ باب (مودة عاشره) ۲۵۸ مخ او فرائدالسمطين ۲ ټوک ۳۱۳ مخ په نقل سره.

[7] - د ينابيع المودة ۷۷ باب ۴۷۱ مخ په نقل سره.

[8] - مقتل حسپن  (ع) ۱ ټوک اوم باب، د امام حسپن (ع) د فضائلو په باره کښې ۱۴۶ مخ.

[9] - مخطوط ۱۱۷ مخ د فرائد فوائد الفکر في الامام المهدي المنتظر کتاب د محقق د مقدمې په نقل سره.

[10] - لوائح الانوار البهية و سواطع لاسرار الاثرية لشرح الدرة المضيئة في عقد الفرقة المرضية ۲ ټوک او ۷۱ مخ.

[11] - الرياض الزاهره في فضل آل البيت لنبي و عترته الطاهرة ، آخري باب د فرائد د مقدمې په نقل سره.

[12] - ستر پښتون مشر او د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا د دولسو واړو امامانو نومونه د احاديثو په حوالې سره په ترتيب سره د شعر په ژبه بيان کړي دي، لکه وائي:

د امـــــت دولــــــس امــــــــام دي                              په حديث کښې نام په نــام دي

يو علي(ع)دويــم حســـن (ع)دے                              بل حسېن (ع)پـــاکــيزه تــن دے

چهــارم زيــــن العـــابـــديــن دے                         بـــل بــــاقــر (ع) ستنه د دين دے

بـــل جعـــفـــر(ع) ورپسې هم دے                          بـــل امــام مـوسی (ع) کاظم دے

بــل امـــــام عـــلي رضــــا(ع) دے                     مـــحـــمــد تـــقــي (ع)بل بيـا دے

بـــــل امـــــام عـلـــي نــقـي(ع)دے                    بـــل حــــسن عــــسکــــري(ع)دے

بــل امـــام، امام مـهـــدي(ع) دے                          چــې د درست جهــان هــادي دے

د بــــي بـــي زهـــــرا (ع) اولاد دے                          پشت په پشـت دا هسـې ياد دے

پــــاک ســـنـــــي هـــــغـــــه ادم دے                      چې د آل(ع) په عشق مـحکم دے

[13] -سنن ابوداؤد ۲ ټوک، ۲۰۷ مخ.

[14] - الجامع الترمذي ۴ ټوک، ۵۰۵ مخ، ۲۲۳۱ حديث.

[15] - سنن ابن ماجه، خروج المهدي باب ۲ ټوک ۲۶۹ مخ ۴۰۸۵ حديث.

[16] - مستدرک حاکم ۴ ټوک ۵۵۷ مخ.

[17] - عقدالدرر ۳۶ مخ ۱ باب ۳ حديث.

[18] - مسند احمد بن حنبل ۳ ټوک ۲۸ مخ.

[19] - سنن ابو داؤد ۲ ټوک ۲۰۸ مخ.

[20] - الصواعق المحرقه ۲ ټوک۴۷۹ مخ.

[21]- الصواعق المحرقه ۲ ټوک۱۶۲ مخ.

[22] -سنن ترمذي ۹ ټوک ۷۴ مخ، سنن ابوداؤد ۴ ټوک ۱۰۶ او ۱۰۷ مخ، عقدالدرر ۲۷ مخ ۲ باب.

[23] - مسند احمد بن حنبل ۱ټوک ۷۶ مخ، تفسير سيوطي  ۶ ټوک ۵۸ مخ.

[24] -عقدالدرر ۳۲ مخ باب ۲، تذکرة الخواص ۳۶۳ مخ.

[25] -فرائد السمطېن ۲ ټوک ۳۳۵ مخ.

[26] - الحاوي للفتاوي ۲ ټوک، آثار الواردة في المهدي (ع) باب ۸۲ مخ، عقدالدرر ۱۱۹ او ۱۲۰ مخونه.

[27] -ينابيع المودة ۳ ټوک ۸۷ باب ۱۰۹ مخ او په بل چاپ کښې ۴۴۸ مخ.

[28] - ينابيع المودة ۱ ټوک ۱۶ باب ۲۵۳ مخ.

[29] - سنن ابو داؤد ۴ ټوک ۸۷ مخ  او د حديثونو نورې معتبرې سرچينې.

[30] - التذکره، ۱ ټوک ، ۷۰۱ مخ.

[31] -  تفسير القرطبی،  ۸ ټوک، ۱۲۱ او ۱۲۲ مخونه.

[32] - تهذيب الکمال ۲۵ ټوک ۱۴۶مخ ۵۱۸۱ حديث .

[33] - المنار المنيف ، ابن قيم ۱۳۵ مخ.

[34] -تهذيب التهذيب ،عسقلانی ۹ ټوک ۱۲۵ مخ ۲۰۱ حديث

[35] - فتح الباری بشرح البخاری ،عسقلانی ۶ ټوک ۳۸۵ مخ.

[36] - المهدي المنتظر، ابوالفيض غماري ۹ مخ.

[37] - ابرازالوهم المکنون، ابوالفيض ۴۳۶ مخ.

[38] - الصواعق المحرقه له ۱۶۲ نه تر ۱۶۷ پورې مخونه ۱ فصل ۱۱ باب.

[39] - البرهان علی علامات مهدي آخرالزمان له ۱۷۸ نه تر ۱۸۳ مخونه.

[40] - سنن ترمذي۴ټوک ۴۳۸ مخ۲۲۳۰ او ۲۲۳۱ حديثونه او ۴ ټوک۴۳۹ مخ ۲۲۳۲ حديث.

[41] - الصغفاء الکبير، عقيلي ۳ ټوک ۲۵۳ مخ ۱۲۵۷ رقم، د علي بن نفېل حراني د ژوند د حال ترڅنګه.

[42] - مستدرک حاکم ۴ ټوک ۶۰۰  او ۶۰۱ مخونه.

[43] -د بېهقي کتاب الاعتقاد والهدايه الی سبيل الرشاد ۱۲۷ مخ.

[44] - صحيح حديثونه.

[45] -مصابيح السنه ۴۸۸ مخ ۴۱۹۹ حديث.

[46] - احسن يا ښه حديثونه.

[47] - مصابيح السنه ۴۹۲ او ۴۹۳ مخونه ۴۲۱۰، ۴۲۱۳ او ۴۲۱۵ حديثونه.

[48] - د ابن اثير کتاب نهاية في غريب الحديث والاثر ۵ ټوک ۲۵۴ مخ.