حضرت امام محمد تقي عليه السلام په اړه مقاله

د اتم امام حضرت امام علی ابن موسی الرضا عليه السلام عمر له څلويښتو کلونو اوړيدلی ؤخو تراوسه يې اولاد نۀ لرو، دې خبرې د هغۀ مننوکي انديښمن کړي وو ځکه چې د پيغمبر حضرت محمد(ص) او نورو امامانو په روايتونوه کښې راغلي وو چې نهم امام به د اتم امام بچی وي،نو ډير په انتظار وو چې خدايې امام رضا عليه السلام له ځوې ورکړي، امام به د هغوي د انديښنو په ځواب کښې ويل خدايې پاک به ماته ځوې راکړي چې تر ما ورسته به امام او زما وارث وي.[1]

لنډه دا چې د 195هجري قمري کال د رجب د مياشتې په لسمه نيټه امام محمد تقي عليه السلام دنيا ته مخ څرګند کړو.[2] د دوي نوم  محمد، کنيت ابو جعفر او مشهور لقبونه يې تقي او جواد دي، د مور بي بي نوم يې بي بي سبيکه دی خو امام رضا عليه السلام پرې خيزران نوم ايښي ؤ. دا بي بي د پيغمبر  حضرت محمد (ص) د بي بي ماريه قبـطيې له نسله وه، دا  د خپل وخت په ښځو کښې د اخلاقی فضيلتونو له نظره لويې مقام لري، امام موسی  بن جعفر عليه السلام تر دې څو کاله مخکښې  چې بي بي خيزران د امام رضا عليه السلام کور ته راشي، د هغې ځينې ځانګړتياوې بيان کړې وې. د امام رضا عليه السلام خور  بي بي حکيمه وايي د امام محمد تقي عليه السلام  د زوکړې په وخت زما ورور له ما وغوښتل چې له خيزران بي بي سره پاتې شم. امام محمد تقي عليه السلام  د زوکړې په دريمه ورځ اسمان ته مخ کړو بيا يې ښي او ګس اړخ ته وکتل او وې ويل: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله.

ما چې دا موضوع وليده نو ډيره حيرانه شوم او خپل ورور امام رضا عليه السلام ته مې قيصه وکړه امام وفرمايل: تر دې ورسته به له دۀ نورې هم حيرانوونکې خبرې وګورې.[3]

نوفلی وايي: خراسان ته د امام رضاعليه السلام د سفر په وخت مې له هغو وپوښتل زما سره خو دې څه کار نشته؟ امام وفرمايل: زما د ځوي محمد پيروي کوه زۀ په داسې سفر روان يم چې ستنيدل پکښې نشته.

محمد بن ابی عباد وايي له امام رضا عليه السلام مې واوريدل چې تر ما ورسته به زما ځوې محمد زما وصي او زما په کورنۍ کښې زما ځاي ناستی وي.

خيراني له خپل پلاره نقل کړې ده چې وې ويل په خراسان کښې له امام رضا عليه السلام سره ؤم چا له امام تپوس وکړو که تا ته څۀ پيښه يا غميزه راپيده شوه نو چا ته رجوع وکړو؟ وې فرمايل: زما ځوی ته.(ګوندې پوښتنه کوونکی د امام محمد تقي عليه السلام  عمر کافی نۀ ګڼلو او په دې خيال کښې ؤ چې يو ماشوم څنګه د امامت ذمه واری په غاړه اخستلی شی) امام رضا عليه السلام وفرمايل: خدايې پاک عيسی عليه السلام نبی او رسول وګرځولو په داسې حال کښې چې عمر يې د حضرت امام محمد تقي عليه السلام  له عمره کم ؤ.

عبدالله بن جعفر وايي: له صفوان بن يحي سره يو ځايې د امام رضاعليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. امام محمد تقي عليه السلام  هم چې درې کلن ؤ،هلته ناست ؤ. له امامه مې تپوس وکړو: که تاسو ته څۀ پيښ شو نو ستا ځای ناستی څوک دی؟ امام محمد تقي عليه السلام  ته اشاره وکړه او وې ويل :دی: ومو ويل: په دې کم عمر کښې؟ وې ويل: هؤ په همدې عمر کښې. خدايې پاک حضرت عيسی عليه السلام خپل حجت وټاکلو حال دا چې لا د دريو کالو هم نۀ ؤ.

امامت هم د نبوت په شان خدائی تحفه او هديه ده چې خدايې پاک خپلو غوره او خوښو بندګانو ته ورکړې ده او په دې کښې د عمر هيڅ شرط او دخالت نشته،هغه کسان چې د يو ماشوم امامت او نبوت ناممکنه اولرې خبره ګڼي حال دا چې داسې نۀ ده بلکې امامت او نبوت د خدايې په خوښې پورې تړلی دی. او خدايې يې په خپل علم سره چاته چې غوره ګڼی ورکوي يې. له ټولو علمونو او عيبونو خبر خدايې که دا دنده د ځينو مصلحتونو په وجه يو ماشوم ته وسپاري او هغه نبي او امام کړي نو څۀ غلطه خبره نۀ ده.

نهم امام محمد تقي عليه السلام  قابو په نهه کلنۍ کښې د امامت درجې ته ورسيد. معلی بن محمد وايي د امام رضا عليه السلام له شهادته ورسته مې امام جواد عليه السلام ليدۀ او د هغۀ کړو وړو ته ځير شوم چې د هغۀ نورو منوونکو ته يې ووايم. امام جواد عليه السلام کيښناست او وې ويل: ای معلی خدايې پاک د امامت  چاره هم د نبوت غوندې ګرځولې ده کله چې فرمايي: و اتيناه الحکم صبيا (يحي عليه السلام ته مو په وړوکوالي کښې نبوت ورکړ)

عمر بن فرخ وايي: له امام جواد عليه السلام سره يو ځاې د دجلې د سيند په غاړه ولاړ ؤم وته مې وويل: ستا منوونکی ادعا کوي چې تاته د دجلې د اوبو وزن معلوم دی؟ وې فرمايل: ايا خدايې دا وس لري چې د دجلې ده اوبو وزن يو مچ ته وښائی؟ ومې ويل: هؤ خدايې قادر دی. وې فرمايل: زۀ په خدايې باندې له مچه او نورو ډيرو مخلوقاتو ګران يم.

[1] . بحار ج 50 ص 15 عيون المعجزات ص 107

[2]  . يو بل روايات کښې وايي چې هغوي د روژې په مياشتې کښې زيږل شوي وؤ.

[3]  . مناقب ج 4 ص 394