حضرت آيت الله العظمی حاج شيخ محمد فاضل لنکرانی ژوند لیک

بسم الله الرحمن الرحيم

حضرت آيت الله العظمی حاج شيخ محمد فاضل لنکراني چې  نن د علم، ايمان او عمل نوميالې او د نړۍ د شيعه مذهبو مسلمانانو د تقليدمرجع (مجتهد) دې په کال د 1310 هـ.ش زيږيدلی دی. محترم پلار يي حضرت  آيت الله فاضل لنکراني نه يواځې عالم بلکه د قم د علمي حوزې د مشرانو او استاذانو څخه ؤ. هغه لوې آغا د قفقاز د مهاجرانو څخه ؤ چې  کالونه کالونه د مشهد په علمي حوزه او د زنجان په علمي حوزه کې په تحصيل او درس (سبق) ورکولو لګياؤ پس له  يو کال چې  د قم علمي حوزه د حضرت آيت الله حاج شيخ عبدالکريم حائري رحمة الله عليه  په واسطه جوړ شو دې د قم په حوزه کې داخل شو.په هغه اول سرکې د يو اصيل خاندان سره دوستۍ (ازدواج)  وکړل چې  د دغه ازدواجه څخه نيک نامه اولاده په وجود راغلل چې  په دغه ډول زمونږ دوست استاذ حضرت آيت الله حاج شيخ محمد فاضل موحدي لنکراني چې څلورم او يواځې روحانی ځوې د دې خاندان (کورنۍ) په حساب راځي د علم او تقوی په کورنۍ کي وزيږيدل.

استاذ په هغه کوچنيوالی کالوکې د خپل پلار د معنويت لاره انتخاب کړه نو تصميم يې ونيول چې  د خپل پلار د معنوي ژوند په ډول د روحانيت وخواته ولاړشي. پس له دي چې  ابتدايي (لومړنۍ) تحصيل يي تمام کړو او د خپل د تحصيلاتو په لارکي ډير کاميابه وو او ډير لياقت يي هم درلود په يوه پلا د دي تحصيله څخه سترګې پټې کړې او د ديني علومو وخواته ولاړ.په هغه زمانه کې چې 13  کاله يي درلود او ډير شوق او علاقه يي د ديني علومو سره لره يو بل سبب هم د ده په ژوندکې پيدا شو چې هغه د ابتدايي تحصيلاتو د دورې ډير عزيز دوست مرحوم آيت الله حاج سيد مصطفی خميني د حضرت امام خميني (قدس سره ) مشر ځوی وو چې  د ده په څنګ کې قرار ونيول او د دوي څخه دوه وفاداره او مشفقه رفيقان جوړ کړل. او د استاذ په قول: د دغه دوست پيدايښت ډير مهم نقش يي دا ؤ چې مونږ دغه لارته ادامه ورکړو او د يو  بل په مرسته په تحصيل لګيا (مشغول) شولو  

د هغه ځايه څخه چې  لارښوونه او علاقه يي په دې لارکې ډيره وه په ډير سرعت سره د ادبيات او سطح درس ي چي  نور طلبی په 8-9 کاله تمامول دی په  6 کاله  کې تمام کړل. او پوره 19 کلن وو چي  د حوزوي تحصيلاتو په آخرنۍ مرحلې يعني (درس خارج) ته ورسيد.

کله چې  دغه 19 کلن ځوان د مرحوم حضرت آيت الله العظمی بروجردي په درس خارج کې چې  ډير دروند درس يي ؤ شرکت کاوو  ويلا يي شو چې ځوان شاګرد د دې جلسې ؤ. او د دوې ځوان شخصيت ټول  په ځان جلب کړي ؤ او ځينوکسانو داسې فکر کاوو چې دا درسونه نشي زده کولاې ليکن داسې نۀ وه  هر درس چې  استاذ يي په هغه ورځ ورکاوو دي به په عربي ژبه ليلکل. لکه چې  يوه ورځ مرحوم آيت الله بروجردي د استاذ د پلار په کورکې هغه ليکل شوي درسونه يي وليدل نو د آيت الله فاضل او پلارته يي وويل هيڅ فکر مه  کاوه چې  دې په دي عمر په داسې ښه خصوصيات خپل درسونه په عربۍ ژبه ليکي.

په هغه کالوکې وه چې  حضرت امام خميني (رحمة الله عليه) د اسلامي انقلاب ستر رهبر د (علم اصول) يوه دوره تدريس يي شروع کړل. چی  ډير غوښتنونکي درلود او ډير طلبې په دوې باندې راټول شول چي  يو پکې آيت الله فاضل موحدي لنکراني ؤ. سر بيره په دې چې د مرحوم آيت الله بروجردي په درسوکې شرکت کاوو په دې توګه يوه پورا دوره د اصول په 7 کاله د حضرت امام  خميني(رحمة الله عليه) څخه زده کړل.

په دغه ډول حضرت امام خميني (رحمة الله عليه ) د اصول د درس په څنګ کې د فقه درس يي شروع کړل چې استاذ په هغه درسوکې هم شرکت کاوو او دا درسونه به يې په هوشيارۍ سره ليکل چي په آخرکې څو جلده کتاب ترې جوړ شو

پدې توګه استاذ خپل د ځوانۍ عمر په تحصيل او درس سره تيراؤ چې  11 کاله يي د مرحوم حضرت آيت الله بروجردي او 9 کاله د حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) د اصول او فقه په درس کې تير کړل او د دي حاصلولو څخه ډيرې ګټې واخيستل.

استاذ د فقه او اصول په څنګ کې څو کاله د حکمت او فلسفې په درسوکې تير کړل استاذ يي پدي څانګه کې مرحوم علامه طباطبايي ؤ. او د ده په حضورکې څو کاله د سبزواري منظومه او د ملا صدرا د اسفار کتاب يي زده کړل.

او د دې ټولو په څنګ کی په عقيدتي او اخلاقي درسو کې شرکت کاوو او د نورو استاذانو څخه هم ګټه اخيستل.

استاذ ډيرزراو په سرعت سره د اجتهاد په درجه  ورسيدل. پس له ډير تحصيلاتو څخه مخصوصاً 11 کاله  د آيت الله بروجردي او 9کاله  د حضرت امام خمينی (رحمة الله عليه) د انسان جوړونکي په مکتب کې پدې وخت کې 30 کلن ځوان ؤ چې  په تقليد اړه نه درلود نو په دی لحاظ د حضرت آيت الله بروجردي د ژوندانه په وخت کې د ده څخه تقليد کاوو او پس له وفات د دغه لوې عالم د تشيع ديني او مذهبي مسايل او کارونه يي  په خپل نظر کاوو.

يو ډير مهم شې د استاذ په ژوندانه کې داؤ چې  د ځوانۍ په لومړنيو کالوکې درس زده کول او درس ورکول په موازي توګه د ده په ژوندکې جريان درلود.دی د دويم يا دريم کلو د تحصيل په وخت کې چې  15،16 کلن ؤ هم د مشرانو په محضر کې د درس د پاره حاضريدل او هم يي  نورو طلبؤو ته درس ورکاوو.

د استاذ درس په هغه لومړنۍ وختو ډير تود او په شوق سره ؤ او ډير د علم او ايمان پيروان په دغه درسوکې حاضر ؤ. او مهم يي دا ؤ چې  داسې کسان پدې درسوکې حاضريدل چې  تر استاذ مشر وؤ کله چی چا ليدل چی  استاذ داسې ځوان دې باور يي نۀ کيدل. او په باور نه ؤ چی  دغه ځوان پوهاند وکولاې شي تر ځان مشر کسانوته درس او تعليم ورکړي او هر هغه معنوی شئيان چی  د ده په زړه کی ؤ ګته يي  دوې ته ورسوي په هغه کالوکې چې  15-16 کلن ؤ شاګردان يي 70-80 کسه وو. کله چې19 کلن شو نو شاګردان يي په سلو سلو کسو ورسيدل او هغه وخت چې د کفاية الاصول کتاب يي درس ورکاوو 600-700 کسه  د استاذ په درس کی ناست ؤ او دغه درسونه په کاستو باندې ټيپيدل چې  تر اوسه پورې هم د کفايي د درس ځوان طلبي ګټه ترې اخلی. استاذ 25 کاله  کيږی چی  د (خارج) درس ورکوی او ډير عالمان چي  دوي په خپله د تحقيق او ليکنې خاوندان دي د استاذ د خارج په درس کې شرکت کوي او ګټه ترې اخلی.

د حضرت آيت الله العظمی سياسی مبارزې

د استاذ په ژوندانه کي يو مهم دوران سياسي مبارزې دي. هغه وخت چي حضرت امام خميني (رحمة الله عليه) خپل سياسي او مذهبي مبارزې يي شروع کړې او د ظلم، فساد، او کفر په مقابل کې يي قيام  وکړل استاذ هم د خپل لوې معلم څخه  پيروي وکړه او سياسي مبارزې يي شروع کړی او د حضرت امام خميني (رحمة الله عليه) د سرسختو شاګردانو څخه ؤ.                                                                                                   

او ګام په ګام د امام شاته روان ؤ. دا مبارزي هم په يواځنی توګه او هم د علمي حوزې د مدرسينو د جامعې د غړي په توګه چی  په هغه وخت کې ډير فعاله وو کيدل. په هغه اول سرکې اتفاق او يووالۍ د اسلامی انقلاب د بريالي توب مهمه مسئله وه چې د استاذ په مبارزاتو کی اساسي نقش لرلو.       

استاذ د دغه تبعيده څخه ښه ګټه وکړه سر بيره پر ليکنې او علمي کارو د خلقو سره رابطه درلود او دوي  يي د حضرت امام (رحمة الله عليه) د مبارزې په لاره کې روښانه او ويښ کړل. په دی ډول چې د انقلاب په ورځو کې د يزد خلق په مبارزې او شهيد ورکو لوکې لومړنۍ کسان وؤ چې په خالی لاس سره د تانګ – توپ او مرمی و جنګ ته ولاړوو او په ورکوولو د ډير شهيدانو، په دلاورۍ سره پدې لارکې ودريدل. او د انقلاب د کاميابۍ  لپاره يي لوي ګامونه واخيستل.

د تبعيد دوره تمامه شوه څرنګه چې د کفر او ظلم دوره هم تمام شوه. بدې او بيري لاړه پاکې او آزادي راغله د کفر تورتياره ورکه شوه او د اسلام روښانه لمر د وريځو د شا څخه پيدا شوه دغه لمر چي  په ټوله  نړۍ زړه وړونکي روشنايي ورکوي. او مونږ نن د دغه لمر د روشنايي څخه ګټه اخلو او د دې په ايسته به هم دغه روشنايي به پيدا کړي. او بايد هير نه کړو چې استاذ غوندې مشران ؤ چې  ورځ يي د لمر د مخه څخه ايسته کړل او ډير لويه برخه ېې درلودل.                                                                                        

د تاريخ په مختلفو وختو کې د امام خمينی (رحمة الله عليه) سره ملاتړ

استاذ د امام خميني (رحمة الله عليه) د نهضت د لومړنۍ مرحلې څخه تر کاميابي د انقلابه پوري په مشروالېۍد هغه لوي شخص د معاصر تاريخ په هر ځاي او هر حال کی ملاتړې ېي کاوو او هيڅ کله خپل لارښود يي نه هيراوو  او هر څو مره چې  د لاسه يي کيدل مرسته  يي ورسره کاوله. د حضرت امام خميني (رحمة الله عليه) ملاتړ پس له انقلابه يو آسان کاروؤ ليکن هنر دا ؤ چي انقلاب نه مخکې دغه ملاتړ ورسره کيدلۍ.ډيرې سختې ورځې د پهلوي په دوران کې د نهضت په يارانو باندې راغله ليکن آيت الله فاضل نه يواځې ضعيف نه شو بلکه په ډير قدرت سره د نهضت او لارښود څخه يي دفاع کاوله                                                                                                                                                                                                                           

د حضرت ايت الله ځينې ليکلي شوي کتابونه                                                                               

1- نهاية التقريرفی مباحث الصلوة (په مقدمات)

2- نهاية التقرير فی مباحث الصلوة (الجزء الاول)

3- نهاية التقرير فی مباحث الصلوة (الجزء الثانی)

دغه درې اثر د استاذ لومړنۍ تأليف دې چې استاذ اته کاله د مرحوم آيت الله بروجردي (قدس سره) د خارج په درسوکې شرکت درلود. معظم له دغه بخت هم لرلو چی  خپل د تقريراتو مجموعې د تقرير د خاوند د مبارک نظر څخه تير کړي او د دوې په موافقت او اجازه کارته ترتيب او نظم ورکړي.

4 – تفصيل الشريعه فی شرح کتاب د تحرير الوسيله (کتاب الاجتهاد): دغه ګران او ارزشمند اثر لومړنۍ جلد د تحرير الوسيلې د شرحې دي چې د استاذ په واسطه د دغه کتاب تحقيق او پلټنه د اجتهاد مبحث په عالمانه ډول سره تفسير او بيان شويدي او د اجتهاد او تفسير د نظره څخه سندونه مربوطه په هغه دقيق او په ژور نظر سره ليکل شويدي.

5- تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب الطهاره والمياه): دغه کتاب د (طهارت) د فصله څخه شروع شويدې چې مربوط په مختلفو مسئلو د اوبو بيان او د نجاست (ناپاکي) د مسئلو په بيان سره پاي ته رسيدلې دې.دغه کتاب هم لکه د مخه کتاب د تبعيد په دوران کې ليکل شويدې.

6 - تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب احکام الوضوء والتخلی)

7 - تفصيل الشريعه فی شرح کتاب تحرير الوسيله (کتاب النجاسات)

8 - تبيان الاصول

9 - الاحکام الواضحه

10 - د توضيح المسايل رساله

11. الحواشی علي العروة الوثقی

12. مدخل التفسير: دغه ارزشتمند کتاب د قرآن پر تفسير يوه مقدمه ده چې د قرآن د معجزو په حقله، د قرآن قرائتونه، د قرآن د تفسير اصول او د هغه د بې تغيير په حقله ليکل شويدي