حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ ميرزا جواد تبريزى ژوند لیک

د قم له مشهور د فقهې عالمانو څخه دے چې د فقهې  د عالي سطح درسونه  ښاي

په 1305هجري شمسي کال کښې د تبريز په ښار کښې وزيږيد.

دنياي علومونه کښې په تبريز ښار کښې پاي ته ورسول او د اتلسو کالو په عمر په 1323 کال کښې د تبريز طالبيه مدرسې کښې داخل شو او په څلورو کالو کښې يې مقدمات او د سطحې ځينو علمونه يې زده کړل.

په  1327 شمسي کال کښې قم قم علمي حوزې ته راغلو او د سطحې درسونه يې هلته ولوستل او د آيت الله حجت او آيت الله بروجردي د خارج په درسونو کښې يې شرکت وکړ او ورسره ورسره يې په خپله هم د سطحې درسونه ښودل.

هغه په  1332 شمسي کال کښې زده کړې ته ادامه ورکولو لپاره نجف اشرف ته لاړ او هلته يې د آية اللّه العظمى سيدابوالقاسم خوئى او آية اللّه سيد عبد الهادى شيرازى غوندې استادانو په درس کښې ګډون وکړ.

دوي د آيت الله خوئي له تکړه شاګردانو څخه ګڼل کيږي چې  23کاله يې په نجف کښې تېر کړل او کله چې 1355شمسي کال کښې د امام حسين(ع) له زيارته نجف ته ستنيده و د عراق رژيم هغوي ونيول او ايران ته يې راوستول. وروسته يې دې چې ايران ته راغلل نو د قم علمي حوزې ته راغلل او اوس هم د قم په حوزه کښې د فقه او اصول هغه درس چې له ټولو زيات شاګردان پکښې ګډون کوي د هغوي درس دے

 ايشان يكى از شاگردان برجسته آية اللّه خوئى به شمار مى رودكه پس از 23 سال حضوردائم درحوزه نجف درسال 1355 شمسى هنگام مراجعت از زيارت حضرت امام حسين (ع )به سمت نجف توسط رژيم عراق دستگيرو به ايران فرستاده شد .
وى پس از مراجعت واردحوزه علميه قم شدوهم اكنون حوزه درس خارج فقه و اصول ايشان يكى از پر رونق ترين درسهاى حوزه علميه قم است .

حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ ناصر مكارم شيرازى

د قم له مشهورو فقيهانو څخه دے چې د فقهې عالي درسونه ښايي. هغوي ډېر تاليفات(کتابونه) لري

چې له ټولو مشهور يې تفسير نمونه ده.

هغه په 1345هجري قمري کال کښې د شيراز په ښار کښې وزيږيد. د هغوي د پلار نوم حاج علي محمد مکارم دے.

هغوي خپل د ابتدايي درسونه په شيراز ښار کښې ولوستل او د څوارلسو کالو په عمر کښې يې د مدرسې درسونه د شيراز په باباخان مدرسه کښې شورو کړل او د اتلسو کالو په عمر کښې د قم علمي حوزې ته راغلل او د حضرت آيت اللّه العظمى بروجردى او نورو آيات الله ؤ درس کښې يې ګډدون وکړ.

په  1369 سپوږميز(قمري) کال کښې د نجف اشرف علمي حوزې ته لاړل او د  آيت اللّه حکيم، آيت اللّه خويي، آيت اللّه عبدالهادي شيرازي په درسونو کښې حاضر شو او د 1370 سپوږميز کال د شعبان په مياشتې کښې ايران ته ستون شو او د عالي سحطې د درسونو په ښودلو بوخت شو او بيا يې د فقهې او اصول خارج درسونه هم وښودل.

د دوي له خدمتونو څخه چې ځينې موسسې او علمي مرکزونه يې جوړ کړي دي د امام امير المؤمنين(ع) په نوم مدرسه د امام حسن مجتبی(ع) په نوم مدرسه او د امام حسين (ع) په نوم مدرسې يادولې شو.