حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ حسين نورى همدانى ژوند لیک

د قم له مشهورو فقيهانو څخه دے چې د فقهې د عالي دورې د درسونو په ښودلو مشغول دے

په 1304 شمسي کال کښې د همدان په ښار کښې وزيږيد. او د اوو کالو په عمر کښې يې خپل پلار سره سبق شورو کړ او د فارسۍ ژبې ادبيات، ګلستان کتاب، املاء او نور نصاب ... تر معالم کتاب پورې يې ولوستل.

په 1322 شمسى کال کښې يې قم ته مهاجرت وکړ او د آيت الله سيد محمد باقر سلطانى طباطبائى , آيت الله داماد , آيت الله شيخ محمد مجاهدى , آيت الله ميرزا مهدى تبريزى په درسونو کښې يې ګډون وکړ.

او د آيت الله العظمى بروجردى , آيت الله رفيعى قزوينى , آيت الله حاج مير سيد على يثربى كاشانى او حضرت امام خمينى له درسونو يې هم ګټه واخسته.
د اسلامي انقلاب د بريالۍ نه وروسته په يورپ کښې د امام خمينی(ره) نماينده وټاکل شو او بيلا بيلو هېوادونو ته يې سفرونه وکړل.

هغه اوس هم د قم په علمي حوزه کښې د فقهې او د اصول د خارج په درس ورکولو بوخت دے.

info@noorihamedani.com