حضرت آيت الله العظمى حاج شيخ بشير نجفى ژوند لیک

د نجف اشرف د فقه له مشهورو عالمانو څخه دے چې د فقهې او اصول د عالي دورې په درسونو ښودلو بوخت دے

آيت الله شيخ بشير نجفى په 1361 هجري سپوږميز کال کښې د هندوستان په جالندهر نومې ښار کښې په يو داسې کورنۍ کښې وزيږيد چې يوه ايمانداره تقواداره او د اهلبيت له مينې ډکه کورنۍ وه.

د وړوکوالي نه د هغوي په مخ کښې د علم لويو درجو ته د رسيدلو نښې موجودې وې. او دا ځکه چې پلار او مور يې د هغه استاذ صحيح او اسلامي روځنه کړې وه.

شيخ بشير نجفى د حوزې مقدماتي علمونه په لاهور ښار کښې خپل نيکۀ محمد ابراهيم پاکستاني چې يو ډېر لوي عالم ؤ او خپل ترۀ شيخ خادم حسين سره او همدارنګ علامه شيخ اختر عباس پاکستاني او علامه سيد رياض حسين نقوي او علامه سيد صفدر حسين نجفي سره شورو کړل.

بيا د علم د مخپرتږ لپاره د نجف اشرف زرکلنې حوزې ته لاړ چې د خُدايي علم د پاکو چينو نه خړوب شي او خپل مولیٰ او سرور امام علی ابن ابی طالب(عليه السلام) په خوا کښې پاتې شي. هغوي د هغه زمانې د لويو او مشهورو استاذانو سره د ديني علمونو په زده کړې بوخت شو د هغوي له استاذانو څخه ځينې دا دي:

1ـ شيخ محمد کاظم تبريزى

2ـ آيت الله العظمى سيد محمد روحانى

3ـ آيت الله العظمى سيد ابوالقاسم خوئى

هغوي د علم له زده کړې وروسته، په 1388 هجري سپوږميز کال کښې د علمي حوزې د سطحې درس ښودل شورو کړل. او له دې وروسته يې د فقهې او اصول د خارج درس ښودل شورو کړل.

د هغوي شاګردان د خپل استاذ په هکله داسې نقلوي، استاذ په درس کښې ډېره زياته ځيرتيا لري او د بيان توان يې هم ډېر زيات دے د درس مطلبونه ښه روښانه کوي او په يو خاص تربيت او طريقه چې صحيح نتيجې ته ورسيږي درس ښاي. سختې معنې په لنډو ټکو سره بيانوي چې له لفظي اشتراک نه ډډه وکړے شي.

استاذ د اسلامي اخلاقو ډېر زيات خيال ساتي کوم کسان چې ورسره ناسته پاسته لري يا څه لږ وخت هغه سره ناست وو هغوي دا خبره مَني چې هغوي د مؤمنانو په وړاندې ډېر متواضع دي او کرامت نفس لري او د اهل علم ډېر زيات درناوې او احترام کوي.

حضرت آيت الله شيخ بشير نجفى (دام ظله) اوس هم د نجف په علمي حوزې کښې اوسيږي او د هغوي د فقهې او اصول د خارج درس د نجف په علمي حوزې کښې يو له هغه درسونو څخه دے چې ډېر زيات شاګردان لري.

د هغوي ليکلي شوي کتابونه

مناسکِ حج

وقفه مع مقلدي الموتی

مرقاة الاصول

الدين القيم

شرح معلم الاصول

شرح کفايه الاصول

تنقيح الرواة

بحث مفصل در علم دراية

شرح منظومه حکيم سبزواری

شرح مطالب قوانين در علم اصول

په شرح تجويد باندې تعليقه

د لمعې د کتاب د ارث په باب باندې شرحه