حضرت آيت الله العظمى حاج سيد محمد حسينى شاهرودى ژوند لیک

د قم له مشهورو فقيهانو څخه دے چې د فقهې د عالي دورې د درسونو په ښودلو مشغول دے

د 1344 هجري کال د جمادی الاولی په مياشتې کښې په نجف اشرف کښې وزيږيد.

هغوي د مقدماتو سبق خپل پلار سره او همدارنګ له مرحوم شيخ على شهربابكى اومرحوم شيخ شمس زنجانى نه زده کړ. د سطحې درسونه لکه رسائل او مکاسب يې خپل پلار سره او کفاية الاصول يې مرحوم آية اللّه العظمى آقا ميرزا هاشم آملى او مرحوم آية الله شيخ ‌عبدالحسين رشتى سره ولوست.

په1360 سپوږميز کال کښې د شپاړسو کالو په عمر کښې يې د خارج درس شورو کړ او د خپل پلار آية اللّه العظمى حاج سيد محمود شاهرودى له درسه يې ګټه واخسته او په 1383سپوږميز کال کښې يې د خارج درس ورکول شورو کړ او تر اوسه پورې د قم په علمي حوزې کښې درس ښيي.