حسيني پاڅون

يزيد له معاويه وروسته د اسلامي حکومت په تخت کيښناست او ځان ته يې اميرالمؤمنين ويل پيل کړل او د دې لپاره چې خپل ناحقه او ظالمانه حکومت کلک کړي فيصله يې وکړه چې اسلامي شخصيتونو او لويانو ته ليک واستوي او بيعت ترې واخلي نو د مدينې حاکم ته يې ليک واستولو او وې ليکل چې له حسينه زما بيعت واخله او که مخالفت يې وکړو نو شهيد يې کړه .حاکم دا خبره امام حسين عليه السلام  ته ورسوله او ځواب يې تر وغوښت. امام حسين عليه السلام په ځواب کې وفرمايل " انا لله و انا اليه راجعون و علی الاسلام السلام، اذا بليت الامة براع مثل يزيد"[1] (کله چې د يزيد په شان (مکار، شراب خور، بې ايمانه او ناپاکه کس چې د اسلام د ظاهرو خيال هم نۀ ساتي) د اسلامي حکومت په ګدۍ کيښني نو د اسلام فاتحه دې ولوستل شي ځکه چې داسي چارواکي د اسلام په نامه او د اسلام په طاقت، اسلام له منځه وړي).

امام حسين عليه السلام  پوهيدۀ چې د يزيد حکومت يې په رسميت نۀ دی پيژندلی او کۀ په مدينې کې پاتې شي دوي به يې شهيد کړي. نو د شپې او په پټه له مدينې څخه مکې ته روان شو د مکې او مدينې په خلقو کې د هغوي د تللو او د بيعت نۀ کولو قيصه خپره شوه او دا خبر کوفې ته هم ورسيد. امام حسين عليه السلام  لا په مکې کې ؤ چې کوفيانو ورته بلنه وکړه چې کوفې ته ورشي، د هغوي مشر شي او د کوفې چارې په ﻻس کې واخلي. امام حسين عليه السلام  خپل د ترۀ ځوي مسلم بن عقيل کوفې ته وليږۀ چې په کوفې کې د خلقو خوځښت او غبرګون له نزدې وګوري او بيا امام حسين عليه السلام  ته ټول حالات وليکي. په کوفې کې خلقو د مسلم تود هر کلی وکړو او په زرګونو خلقو د امام حسين عليه السلام  د نائب په توګه د هغۀ بيعت وکړو حضرت مسلم امام حسين عليه السلام  ته ليک واستوؤ او وې ويل چې ټول خلق تيار دي بس تۀ روان شه.

کۀ څه هم امام حسين عليه السلام  کوفيان ښۀ پيژندل او د خپل پلار او ورور د حکومت په وخت يې د هغوي بې وفايي او بې ديني ليدلې وه او پوهيدۀ چې د دوي په خبرو او له مسلم سره په بيعت اعتماد نشي کيدی خو د حجت د تمامولو، د غاړې خلاصولو او د خداي د حکم د پوره کولو لپاره کوفې ته روان شو.

سره له دې د ذي الحجې تر اتمې نيټې پورې په مکه کې پاتې شو يعني هغه ورځ چې د مکې ټول خلق منی ته روان وو او څوک هم چې د مکې په لار کې پاتې وؤ. زر تر زره يې غوښتل چې مکې ته ځان ورسوي. امام په مکه کې پاتې شو او هغه ورځ له خپلو اهلبيتو او يارانو سره له مکې څخه عراق ته روان شو. په دې کار سره يې هم خپل فرض پوره کړو او هم يې خلقو ته وښودل چې د پيغمبر(ص) ځوي، يزيد په رسميت نۀ دی منلی او د هغه بيعت يې نۀ دی کړی بلکه د هغه په خلاف يې قيام کړی دی.

يزيد چې کله کوفې ته د مسلم له رسيدو او د کوفيانو له بيعته خبر شو نو ابن زياد يې چې د يزيد ډير پليت ملګری او د بني اميه ناپاکه پلوي ؤ ، کوفې ته وليږلو ابن زياد د خلقو له شک منافقت او ويرې استفاده وکړه او په زور او ويرې يې هغوي له مسلمه جدا کړل او حضرت مسلم په يوازې سر د ابن زياد له تالي څټو سره په جنګ شو او له يو فداکاره او سر ښيندونکي جنګه وروسته شهيد شو.

ابن زياد د کوفې منافق، بې ايمانه او خائن خلق د امام حسين عليه السلام سره جنګ ته وهڅول او حتی ځينې هغو کسانو هم چې امام حسين عليه السلام  ته يې ليکونه استولي وؤ، له امام حسين عليه السلام  سره جنګ ته ملا وتړله او دې ته سترګې په لاره وو چې امام حسين عليه السلام  راشي او دوي يې شهيد کړي.

امام حسين عليه السلام  له مدينې څخه د تللو په شپه، په مکه کې له مکې څخه تر کربلا اوحتی د کربلا تر پيښې پورې په اشارو سره او کله کله په څرګنده ويل چې کربلا ته زما د تللو مقصد د يزيد د اسلام مخالفه حکومت رسوا کول ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول او د ظلم او زياتي په وړاندې ودريدل دي او د قران او اسلام له ژوندي ساتلو پرته کوم هدف نۀ لرم.

دا داسي دنده او فرض ؤ چې خداي هغه ته سپارلي وو حتی که په دې لاره کې يې بچي کورنۍ او ملګري هم شهيدان شوي او کورنۍ يې بندي شوه. د خداي رسول، حضرت امام علی عليه السلام، او امام حسن عليه السلام  څو څو ځله د امام حسين عليه السلام  د شهيديدو قيصې ته اشاره کړی وه حتی د امام حسين عليه السلام  د زوکړې په وخت هم ګران رسول (ص) د هغه د شهادت يادونه کړې وه.

په کربلا کې د حسين عليه السلام د شهادت په موضوع په اسلامي ټولنه کې دومره زياتې خبرې شوې وې چې عام خلق د دې سفر له انجامه خبر وؤ ځکه چې ډير ځله يې د ګران رسول(ص) او حضرت امام علی عليه السلام دا خبره اوريدلې وه. په دا ډول د امام حسين عليه السلام سفر دهغوي د شهادت احتمال په ذهنو کې زيات کړو په تيره بيا دا چې امام حسين عليه السلام  به په ټوله لاره فرمايل :" من کان باذلا فينا محجته و موطنا علی لقاء الله نفسه فليرحل معنا[2]؛ څوک چې دې ته تيار وي چې زمونږ په لاره کې له سره تير شي او د خداي پاک ملاقات ته لاړ شي نو راځي دې له مونږ سره"

په همدې وجه د دوي ځينو ملګرو وغوښتل چې له دې سفره يې منع کړي. خو د امام علی عليه السلام ځوې او د پيغمبر(ص) جانشين له خپلې دندې او فرض  ښۀ  خبر ؤ  او خدائې  چې  څۀ د هغۀ په غاړه اچولي وؤ له هغې ډډه نۀ کوله امام حسين عليه السلام  خپله ﻻره جاري وساتله او په فيصله کې يې څۀ خنډ رانغی.

بالاخره لاړ او د شهادت درجې ته ورسيد او هغه هم يوازې نه ، بلکه له داسي يارانو او بچيو سره چې هر يو د اسلام يو ځلاند ستوری ؤ. ټول شهيدان شول او وينو يې د کربلا دشته خړوبه کړه د دې لپاره چې اسلامي ټولنه پوهه شي چې د بني اميه پليد بچی د پيغمبر(ص) جانشين نۀ دی او اسلام له بني اميه ؤ جدا دی.

تاسو چرته دا سوچ کړی دی چې که د امام حسين عليه السلام  سرښيندونکی او مظلومانه شهادت نۀ ؤ او خلقو يزيد د پيغمبر(ص) جانشين او ځاې ناستې ګڼلی او د يزيد او د هغه د مزدورانو او ملګرو د شهوتونو او غلطو کارونو خبرونه يې اوريدل نو له اسلامه به يې سومره کرکه پيدا کيدله . ځکه چې داسې اسلام چې د پيغمبر(ص) ځاې ناستې يې يزيد وي په حقيقت کې د کرکې اونفرت لايق دی.

او د امام حسين عليه السلام  پاکه کورنۍ هم بندي شوه چې د دې شهادت ورستی پيغام خلقو غوږونو ته ورسوي. او تاسو به اوريدلي وي چې د امام کورنۍ په ښارونو، بازارونو، جماتونو او حتی د يزيداو ابن زياد په سا ډبوونکو دربارونو کې خلۀ خلاصه کړه، فرياد يې وکړو او د بني اميو د پليتې څيرې او د دغو سړي خورو او زبيښونکو له مخونو يې پرده هسکه کړه او ثابته يې کړه چې هغه يزيد چې سپو سره لوبې کوي او شراب خور دی، په هيڅ طريقه د خلافت لياقت او وړتيا نۀ لري او د اسلام دا ګدۍ د هغۀ ځايې نۀ دی. د دوي خبرو او ويناؤ و امام حسين عليه السلام  د شهادت پيغام او مقصد پوره کړو او په روحونو کې يې طوفان راوست ځکه چې د يزيد نوم تر ابده د پستۍ، رذالت او پليتۍ سمبل شو او ټولی شيطاني ارزوګانې يې شنډې شوې او هغه يزيد چې ويل به يې "نۀ وحي راغلي ده او نۀ قران نازل شوی دی دا هر څه بني هاشمو او پيغمبر(ص) له ځانه جوړ کړي چې خلق وغولوي" د تل لپاره په خپل ناپاکو موخو کې ناکامه شو.

د هغوي له هماغه شهادته راسې تر اوسه هر کال د امام حسين عليه السلام  ملګري او منوونکي د محرم په لومړيو ورځو کې د هغوي غم نمانځي او د هغوي په مصيبتونو وير کوي چې په دې طريقه ثابته کړي چې د امام حسين عليه السلام  مشن او مقصد چې هماغه د پيغمبر(ص) مقصد دی، ژوندی دی. او مونږ په هره زمانه کې د هر ډوله يزيد او ظالم مقابلې ته تيار يو.

امام صادق عليه السلام فرمايي چې ژړا او بې تابي په هيڅ موقعه ښه نۀ ده. يوازې د امام حسين عليه السلام  د شهادت په مناسبت چې ثواب يې هم ډير دی.

کۀ څه هم د امام حسين عليه السلام  په مصايبو او کړاوونو ژړل ډير ښۀ کار دی خو مقصد يوازې ژړا نۀ ده بلکې دا ټولې خبرې بايد د دې لپاره وي چې مونږ د امام حسين عليه السلام  له دره څۀ زده کړو او د هغۀ په مقصد ﻻړ شو که نۀ وي نو يوازې په ژړا سره به د هغوي پاک هدف ورو ورو هېر شي.

[1]  . مقتل خوارزمي ج1 ص 184، لهوف ص20.

[2]  . لهوف ص53.