جنسي بې لارې او د هغې علاج

د پيداوښت په نظام باندې د راغلي طبيعي قانونونو د حدونو څخه وتلو ته انحراف او بې لاري ويل کيږي.

جنسي غريزه چې خداي پاک هغه د انسان د خېر او کمال لپاره او د انسانانو د نسل د باقي  پاتې کيدو لپاره د انسانانو په وجود کښې ايخې ده، کيدې شي چې ځينې خلک دا غريزه د بدۍ په لار کښې استعمال کړي.

ځان په حرامو شهوتونو مړول يو ډول انحراف او بې لارې توب دے چې بدن او روح کمزورې کوي او دا ډول شهوت د انساني طبيعت په اپوټه دے.

په ځوانانو کښې د دا ډول عادت پيدا کيدل له هر څه نه زيات د هغوي د ارادې طاقت کمزورې کوي او د هغه شخصيت له منځه وړي او تباه کوي يې.

بې لارې شوې ځوان په دې کار سره د خپل درک او پوهې او عقل طاقت کمزورې کوي او ځان لپاره د زر بوډا شونې وسيله جوړوي.

د انحراف وسيلې

کله چې انسان لوييږي او د بالغيدو وخت ته ورسيږي په هغه وخت کښې  د بې لارۍ وسيلې ډېرې زياتې وي او دا ممکنه ده چې د ډېرو ځوانانو په ژوند کښې داسې وخت راشي چې د هغوي شهوت راويښ کړي او په اخر کښې د هغوي د پليتۍ بې لارۍ وسيله جوړه کړي.

داسې جنسي خيالات چې خلک د بې لارۍ اړخ ته بيايي، هم د ځوانانو د بې لارۍ سبب جوړيږي. او دريم سبب چې انسان جنسي بې لارۍ اړخ ته دعوت کوي هغه شيطاني وسوسې دي چې پداسې حال کښې پکار ده چې د شيطاني وسوسو نه خداي پاک ته پناه يوسي، لکه څنګه چې قران فرمايلي دي:

بسم اللّه الرحمن الرحيم

قـل اعـوذ بـرب الـنـاس * ملك الناس * اله الناس * من شر الوسواس الخناس * الذى يوسوس فى صدور الناس * من الجنه والناس.

کله چې انسان په داسې ځاي کښې ګېر شي چې شهوت اړخ ته بلګونکې ماحول وي نو په هغه کښې ځينې غوښتې څرګنديږي. شيطان دا غوښتې د هغه په نظر کښې ښکلې او زړه راښکونکې کړي، په زړه کښې دننه او پټې طريقې سره هغه د هغې بد کار کونې ته وسوسه کوي. او له بل اړخه عقل هم د انسان دننه مقابلې ته پاڅيږي او د هغه کار کول جائز وګڼي.

شيطان د بې لاريتوب لپاره له زړه راکښوونکو او جنسي څيزونو نه ګټه اخلي او سړے نامشروعه جنسي شهوت ته غواړي، د دې په مقابله کښې عاقلان، پوهان او الهی پيغمبران او هدايتکونکي، انسانان د عقل او فطرت په وسيله خېر ته هدايتوي او مشروعې جنسي اړيکې ته يې بلګي.

د انسان دننه دا جنګ، يعنې د عقل او شهوت مقابله، د ايمان او د نفس د غوښتنو مقابله، د الهی او شيطاني طاقتونو مقابله، به تل جاري وي. په بيله توګه د بالغيدو په لومړيو کښې دا مقابله ډېره څرګنديږي او د عمر تر اخره جاري وي. او د ژوند په بيلا بيلو وختونو کښې هر يو طاقت چې زورور شي د سړي شخصيت هماغه اړخ ته ځي او هماغه شان لوييږي.

که عقل او ايمان په هغه باندې حاکم شي نو هدايت شي او ريښتونکې شي او که شهوت او شيطان په هغه باندې مسلط او غالب شي نو بې لارې، ګمراه او نقصاني به شي.

حکم کوونکې او بلګونکې نفس د انسان په وجود کښې دا کوښښ کوي چې _ د شيطاني وسوسو په وسيله – په هغه  باندې غالب او بريالۍ شي او هغه د خپلو غوښتو په بند کښې راولي او انسان داسې لار ته راولي چې په ظاهره يې ګناه او فساد معلوم نه وي. له بل اړخه عقل دا کوشش کوي چې د ايمان په مرستې سره د نفس واګي په خپل لاس کښې واخلي هغه کانټرول کړي او خېر او کمال او د بدن او روح سلامتۍ ته يې هدايت کړي.

دې ته په پام سره د انسان شخصيت تل د عقل او شهوت، خېر او فساد، پاکۍ او پليتۍ، سلامتۍ او بې لارۍ  په کشمکش کښې دے او دا جنګ او نښت به تل جاري وي.

يوازينې کس چې د جنګ په دې ميدان کښې، ژوندې او روغ پاتې شي هغه کس دے چې ځان د ايمان او تقوی په اسلحه مزبوت کړي او د ځوانې له لومړيو نه، په ځان جوړونې او نفس سره په جهاد کونې بوخت شي.

پکار دي چې دې خبرې ته پام وکړو چې دا کار کيدې شي او خداي پاک – چې يوازينې قدرت او د توکل ځاي دے او د کمزوري انسان ته له بلاګانو نه نجات ورکوونکې دے – د دعا او عبادت په وسيله د هغه انسان مرستې ته رسيږي او هغه په دغه هميشني جنګ کښې بريالۍ کوي.

په تاريخ کښې داسې ډېر انسانان شته چې د ژوند په ټولو ډګرونو، بهرني او دننني، نفساني او ټولنيزو جنګونو کښې بريالي شوي او سرلوړي شوي دي او خپل ټول عمر يې ښه په فخر سره تېر کړے دے.

صحيح نظر او ليد

قـرآن كـريـم , د حضرت يوسف(ع) د ځوانۍ ورځې بيانوي چې هغه څرنګه د بالغيدو او ځوانۍ په حساس وخت کښې د خپلې زماني د تاريخ په يو خطرناک امتحان او ازميښت کښې ګېريږي او په خپلي کلکې ارادې او نه خرابيدونکي ايمان په وسيله د خداي پاک له هغه امتحانه بهر راوځي. او د شرافت، عفت او پاکۍ په لوړ مقام ودريږي او د هغه شخصيت به د ځوانانو لپاره د يو کاملې نمونې په توګه تل باقي پاتې وي.

مؤمن ځوان، په صحيح نظر سره چې له اسلامه يې اخستې دے، په دې پوهيږي چې هر يوه ناخوښه پيښه چې په ژوند کښې مخې ته راځي – پداسې حالت کښې چې هغه کار يې پخپله نه وي کړے- هغه د خداي له اړخه امتحان او ازميښت ګڼلې شي چې د هغې هدف او مقصد د انسان د ژوند کمال او ترقۍ ته رسول دي.

د خداي له اړخه راستولې شوې رهبرانو او لويو پوهانو ژوند ليک ته چې په تاريخ کښې وګورو چې له هغو نه زياتو کسانو په زوره سختو او ډول ډول پيښو سره ژوند کړے دے او په نتيجه کښې د هغوي په ځوانې کښې برياليتوب د هغوي د هغه صبر او د سختو په وړاندې د ولاړتيا نتيجه ده چې په وړوکوالي او ځوانې کښې يې داسې صبر کړے دے.

کلیدي کلمې: