جسماني معاد

شیعه عقيده لری چې: نه يوازې دانسان روح بلکه روح او جسم به دواړه هغه نړۍ ته ستنيږي، او يو نوى ژوند به پيلوي، ځکه  چې  هغه څه چې دلته يې کړي دي په  همدې روح او جسم سره يې کړي دي او جزا يا سزا هم بايد دواړه وويني.

په  قرآن مجيد کې د قيامت په هکله په ډيرو ايتونو کې په جسماني معاد تکيه شوې ده او د مخالفانو دحيرانتيا په وړاندې چې ويل يې: څرنګه به دا وراسته هډوکي دوباره ژوندي کيږي، قرآن وايي «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ؛  هغه  ذات  چې په اوله ورځ يې انسان له خاورې وپنځاوه، د دغه کار وس لري )[1]

« أَيَحْسَبُ الإنْسَانُ أَلَّنْ نَجْمَعَ عِظَامَهُ * بَلَى قَادِرِينَ عَلَى أَنْ نُسَوِّيَ بَنَانَهُ؛ ايا انسان ګمان کوي چې دهغه (وراسته) هډونه  به راغونډ او ژوندي نه کړو؟ هو مونږ د دې وس لرو چې  حتى د هغه د ګوتو د سرونو (ليکې) هم برابرې کړو (او هغه اول حالت ته ستون کړو)[2]

دا آيت او د دې په شان نور ايتونه ټول د جسماني قيامت خبره کوي.

هغه ايتونه چې وايي تاسو به ضرور له قبرونو پاڅوو، هم په ډاګه جسماني معاد بيانوي.[3]

اصولا په قرآن کې د معاد زياتره ايتونه روحاني او جسماني معاد تشريحوي .

 

[1] . يس سوره ٧٩ آيت.

[2] . قيامت سوره ٣ او ٤ ايتونه.

[3] . لکه د يس سورې ايتونه ٥١ او ٥٢ او هم دا راز د قمر  ٧ او د معارج ٤٣.

کلیدي کلمې: