تر زېږيدو وروسته لومړني اداب

1:-لمبول : مستحبه ده، چې ماشوم تر زيږېدو وروسته ولمبول شي.تر لمبولو مخکې پر دې پوهيدل ضروري دي، چې ايا ماشوم ته خو څه زيان لري او که نه.

ماشوم بايد په همغه لومړيو وختونو کې ولمبول شي او تر زيږيدنې وروسته د غسل ځنډول ښه نه دي، که يوه يا دوه ورځې لمبول وځنډيږي، باک نه لري، خو ډېر ځنډول او تاخير يې مکروه دي.

2:-اذان، اقامت: مستحبه ده، چې د ماشوم تر زېږيدو وروسته د هغه په ښي غوږ کې اذان (بانګ) او په کين کې اقامت وکړې شي.

غوره دا ده چي د زېږيدو په لومړۍ ورځ د ماشوم په ښي غوږ کې بانګ او په کين کې اقامت وويلی شي يا دا کار د نوم بر وچيدو او غورځيدو مخکې وشي.

3:-د ښه نامه ټاکل: ابو هارون وايي، زه د امام صادق عليه السلام ملګرې وم او ورسره به مې ناسته پاسته کوله. يو څو ورځې هغه ته ورنه غلم، څه موده پس چې ورغلم، نو راته يې وويل: ډېرې ورځې وشوې نه ښکاريدې؟ ورته مې وويل: هو، خدای پاک زوی راکړې دے، نو ځکه مشغول وم.

وې فرمايل: قدم يې مبارک شه، دا راته ووايه، چې نوم دې پرې څه  اېښی؟ ومې ويل؛ محمد؛ امام صادق عليه السلام ځمکې ته وکتل او وې فرمايل محمد، محمد او دومره ټيټ شو چې مخ يې ځمکې ته نږدې شو، بيا يې وفرمايل: زما مور او پلار او ټوله نړۍ د محمد(ص) له نامې زار شه بيا يې راته وويل اوس چې دې پرې دا نوم اېښی دی، نو کنځل ورته مه کوه، سپکوه يې مه، وهه يې مه او بد ورسره مه کوه. د نړۍ په مخ کوم کور کې چې محمد نامه وي، د شيطان له پله او چالونو به پاک وي.

4:-عقيقه: د هلک يا جينۍ عقيقه ( د ګډ يا بل څاروي حلالول پر خلکو او غريبانو يې ويشل) ښه کار دے او په دې ډېر ټينګار شوې دے..

· مستحبه ده چې په اوومه ورځ د بچي عقيقه ورکړل شي.

· که د يوچا عقيقه نه وي ورکړل شوي، نو مستحبه ده چې په خپله عقيقه ورکړی

· په عقيقې کې د ګډې، بزې، غوا يا اوښ حلالول کافي دي.

· که عقيقې خوړلو ته يې چاته بلنه ورکړې وي نو په کار ده تر لسو کسانو کم نه وي.

· غوره ده،چې مور او پلار د ماشوم د عقيقې غوښه ونه خوري.

5:-د وېښتو خريل: د ماشوم د زېږيدو په اوومه ورځ مستحبه ده، چې د هغه سر وخريل شي او د وښتو په اندازه يې سره زر يا سپين زر صدقه ورکړل شي.

6:-ختنه: هر مسلمان بايد سنت شي.

· ضروري ده، چې هر ماشوم تر بالغېدو مخکې سنت کړئ.

· سنتېدل د لمانځه او نورو عبادتونو په سمه توګه د ادا کولو شرط دے.

· که يو کس له بالغېدو مخکې سنت نه کړی شي، نو تر بلوغ وروسته ضروري ده، چې په خپله د ځان سنتولو لپاره لاس په کار شي.

· غوره ده، چې ماشوم په اوومه ورځ سنت کړی شي.

· په سنت کې د ډوډۍ ورکول غوره کار دی.

· ماشوم چې څومره په کوچنتابه او ماشوموالي کې سنت شي، هم دومره غوره ده، ځکه چې د ماشوم ټپ هم زر ښه کېږي او هم يې درد کم وي.

د اسلام له نظره د ماشومانو خوراک او څښاک:

· ماشومانو ته د عين نجاست ورکول (هغه څيز چې عين نجس وي لکه سپې او خنزير او وينه خوړل) حرام دي.

· ماشومانو ته د هر مستوونکي او نشه کوونکي څيز ورکول حرام دي.

· د نجسو څيزونو ورکول جايز نه دي.

· ماشومانو ته د نجسو څيزونو ورکول ښه کار نه دي.

· د نجسو اوبو ورکول هغه وخت جايز دي، چې عين نجاست ( لکه متيازې) پکې نه وي.

· ماشومانو ته د شرابو او حرامو څيزونو له ورکولو څخه ډډه وکړئ.