بيا هم، الهي عدل

لکه څرنګه  چې اشاره وشوه مونږ په الهي عدل باور لرو او يقين لرو چې خداى تعالى هيڅکله په خپل کوم بنده ظلم نه کوي، ځکه چې ظلم بد او سپک کار دى او د خداى پاک ذات له دغه ډول کاره سپيڅلى او پاک دى «وَلا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا؛ ستا رب په  هيچا ظلم نه کوی»[1]

که  په دې دنيا کې  ځينې انسانان سزا ويني سبب يې هغوي پخپله دی «فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ؛ خدای تعالی په  هغوي (تيرو قومونو چې په عذاب اخته شول) ظلم ونه کړ بلکه هغوي پخپله په ځان ظلم کاوه»[2]

نه يوازې په انسان بلکه په دې دنيا کې په هيڅ مخلوق دخداي لخوا ظلم نه کيږي «وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعَالَمِينَ؛ خدای تعالی هيڅکله په نړيوالو ظلم نه غواړي»[3]ـ البته دا ټول ايتونه د عقل د  حکم  په لور ټينګار او ارشاد دي.

د تکليف مالا يطاق نفی

په همدې وجه مونږ عقيده لرو چې خدای تعالی هيڅکله تکليف مالا يطاق نه کوی (تر وسه زيات په چا کار نه اچوي) لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا.

 

[1] . کهف سوره ۴۹ آيت.

[2] . توبه سوره ۷۰ آيت.

[3] . ال عمران ۱۰۸ ايت.

کلیدي کلمې: