بد او ناروغ دوستان په حدیثونو کې

امام باقر (عليه السلام) د خدای له رسوله (صلى الله عليه وآله) روايت کړے دے چې هغه حضرت وفرمايل: 

«إنَّ أسْرَعَ الخَيْرِ ثَوَاباً البِرُّ وَأسْرَعَ الشَّرِّ عِقَاباً البَغْىُ وَكَفى بِالمَرْءِ عَيْباً أنْ يُبْصِرَ مِنَ النّاسِ مَا يَعْمَى عَنْهُ مِنْ نَفْسِهِ وَأن يُعَيِّرَ النّاس بِمَا لاَ يَسْتَطِيعُ تَرْكَهُ وَأنْ يُؤذِىَ جَلِيسَهُ بِمَا لا يَعنِيهِ».

د ثواب له مخې له ټولو زر رسيدونکے خير، خلکو سره نيکي کول دي او د سزا له مخې له ټولو زر رسيدونکے، خلکو سره بدي کول دي، او د سړي لپاره عيب لرولو له مخې دا بس دي چې په خلکو کښې داسې څيز وويني چې د هغه په خپل وجود کښې له هغه پټ وي او خلکو ته په هغه څه غصه کيږي چې په خپله يې پريښودو توان نه لري او خپل ملګري ته په هغه څه ازار رسوي چې هغه مهم نه وي او ارزښت نه لري.

امام صادق (عليه السلام) له خپلو پلارانو  او هغوي یې د خدای له رسوله (صلى الله عليه وآله) روايتوی چې هغه حضرت وفرمايل: 

«ألا أُنَبِّئُكُمْ بِشَرِّ النَّاسِ؟ قَالُوا: بَلى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: مَنْ أبْغَضَ النّاسَ وأبْغَضَهُ النّاسُ، ثمّ قَالَ ألا أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ هَذَا؟ قَالوُا بَلى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: الَّذِى لاَ يُقِيْلُ عَثْرَةً وَلاَ يَقْبَلُ مَعْذِرَةً وَلاَ يَغْفِرُ ذَنْباً، ثُمَّ قَالَ: ألا أُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ هَذَا؟ قَالُوا بَلى يَا رَسُولَ اللهِ، قَالَ: مَنْ لاَ يُؤْمَنُ شَرُّهُ وَلاَ يُرْجى خَيْرُهُ ».

ايا تاسو له ټولو زيات بدو خلکو نه خبر نه کړم؟ ويې ويل: هو! اے د خدای رسوله، ويې فرمايل: هغه کس دے چې خلکو سره کينه او دښمني لري او خلک هم د هغه د تباهۍ او فساد په سبب هغه سره دښمني کوي، بيا يې وفرمايل: ايا تاسو له دې هم د بدو کسانو خبر نه کړم؟ ويې ويل: ولې نه، اے د خدای رسوله! هغه کس چې د نورو له غلطۍ او خطا نه تيريږي او د عذر غوښتونکي عذر نه قبلوي او ګناه يې نه بخښي، بيا يې وفرمايل: ايا تاسو له دې هم له زياتو بدو کسانو خبر نه کړم؟ ويې ويل: ولې نه، اے د خدای رسوله! ويې فرمايل: هغه کس چې له شره يې په امان نه وي او د خير هيله ترې نه کيږي.

امام صادق (عليه السلام) وفرمايل:

«مَنْ خَافَ النّاسُ لِسَانَهُ فَهُوَ فِى النّارِ».

هغه کس چې خلک يې له ژبې ويريږي بې له شکه په اوور کښې دے.

د خدای رسول (صلى الله عليه وآله) وفرمايل:

 « شَرُّ النّاسِ يَوْمَ القِيَامَةِ الَّذِينَ يُكْرَمُونَ اتِّقَاءَ شَرِّهِمْ ».

د قيامت په ورځ له ټولو بد کسان هغه دي چې خلک د هغوي له بدۍ د ځان ساتلو لپاره د هغوي درناوې کوي.

کلیدي کلمې: