ايا د اسلام له نظره دين له سياسته جدا نه دي؟

ځواب: تر هر څه مخه غوره ګڼو چې د سياست معنا صفا کړو چې د هغې په رڼا کښې له دين سره د سياست رابطه ښکاره شي دلته د سياست د لفظ لپاره دوه احتماله شته.

1: اوله دا چې د سياست معنا چَلوَل، دوکه، چالاکي او هدف ته د رسيدلو لپاره له هر ډول ممکنې وسيلې استفاده وګڼواو دا ووايو چې هدف وسيله توجيهوي.

 څرګنده ده چې په دې معنا سياست، نه دا چې د سياست اصلي معنا ته ده بلکې بې له ټګۍ دوکې او حيلې بل څه نه دي او دا چاره له دين سره سمون نه خوري.

2: دوهمه دا چې د سياست معنا د ژوند په مختلفو چارو کې د صحيح اسلامي اصولو له لارې د يوې ټولنې د ژوند د چارو تدبيرول او اداره کول وګڼو.

په دي معنا سياست چې هماغه د قران مجيد او د سنتو په رڼا کښې د مسلمانانو د چارو اداره کول او چَلوَل دي، د دين برخه ده او له دينه جدا نه دے.

اوس له سياست سره د دين د غږملتيا او د دين له لورې د حکومت د جوړولو د ضرورت ځينې دليلونه درته وړاندې کوو.

د دې خبرې تر ټولو څرګند ګواه د رسالت او پيغمبرۍ په ټيټ و هسک دوران کې د پيغمبر کړنلاره او عمل دے. د رسول الله مبارک د وينا او عمل په مطالعې سره د لمر په شان روښانيږي چې هغه حضرت (ص) د خپلې بلنې له پيله په خداے د ايمان په بنياد د يو مزبوت حکومت د جوړولو په لټه کې ؤ. داسې حکومت چې د اسلام د پروګرامونو  او پلانونو او پلي کولو وس ولري. ښه به وي چې دلته ځينې شواهد چې د پيغمبر اکرم(صلي الله عليه و آله وسلم) د دغه لوړ همت او کلک هوډ بيانونکي دي، ذکر کړو.

پيغمبر د اسلامي حکومت بنسټګر دے

1:  کله چې د خداي رسول ته امر وشو چې خپله بلنه (تبليغ اسلام) څرګند کړي، هغه حضرت په مختلفو رودو سره د مبارزې او هدايت زړو او اصلي مرکزونو په جوړولو او د مسلمانانو د ځواک په راغونډولو لګيا شو او په دې لړ کې به يې له مختلفو ډلو سره چې له بيلا بيلو سيمو د کعبې زيارت ته راتلل ليدۀ کاته کول او هغوي به يې اسلام ته رابلل، په دې مينځ و ميان کې د مدينې د خلکو له دوو ډلو سره په عقبه نومې ځاے کې کيښناسته او هغوي ژمنه وکړه چې رسول الله مبارک خپل ښار (مدينې) ته وُبَلي او ملاتړ يې وکړي[1]

او په دې ډول ګورو چې د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره د هغه حضرت د سياستګذاري لومړي ګامونه پورته شول.

2: د خداي رسول مبارک مدينې ته له هجرته وروسته د يو مزبوت او پياوړي ځواک (پوځ) د جوړولو بنياد کيښود هغه پوځ چې د رسول الله مبارک په ژوند کښې يې په دوه اتيا (82) مختلفو جنګونو او غزاګانو کښې برخه واخسته او په ځلانده کاميابيو سره يې اسلامي حکومت د جوړيدو په لاره کښې موجود خنډونه ليرې کړل.

: په مدينې کې د اسلامي حکومت له ځاي پر ځاي کيدو (استقراره) وروسته پيغمبر اکرم(ص) د تاريخي ليکوالو او استازو په استولو سره د خپل وخت له پياوړو سياسي او اجتماعي قطبونو (دولتونو او امپراطورو) سره رابطې ونيولې او د ډيرو ډلو له مشرانو سره يې سياسي اقتصادي او پوځي تړونونه (معاهدې) وکړل.

د رسول الله مبارک د ژوند په تاريخ کښې د ايران سترواک *کسری* د روم پاچا قصر، د مصر سلطان مقوقس، د حبشی واکمن نجاشي، او د داسې نورو واکوالانوته د هغه حضرت د ليکونو اهميت په ګوته شوے دے ځينو محققانو خو دغه اکثره ليکونه په يو جدا کتاب کښې راوړي دي. [2]

4: د خداي رسول د اسلام د اهدافو د پرمخ بيولو او د اسلامي حکومت د بنيادونو د لا مزبوتيا لپاره د ډيرو قبايلو او ښارونو، ګورنران او مشران وټاکل د مثال په توګه دلته د هغه حضرت يو اقدام ته اشاره کوو.

رسول الله مبارک، رفاعه بن زيد د خپل استازي په توګه د هغه قبيلې ته وليږۀ او په يوۀ ليک کښې يې داسې وليکل:

 بسم الله الرحمن الرحيم (هذا کتاب) من محمد رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم لرفاعه بن زيد انَی بعثته الی قومه عامة و من دخل فيهم يدعوهم الی الله و الی رسوله فمن اقبل منهم فهی حزب الله و حزب رسوله و من ادبر فله امانُ شهرين [3]

د بخښونکي او مهربان خداي په نامه دا ليک دے د خداي د استازي محمد له لوري د رفاعه بن زيد لپاره، ما هغه د خپل قوم او د قوم د خواوشا په لور وليږۀ چې هغوي د خداي پاک او پيغمبر په لور وبلي نو هر چا چې د هغه بلنه ومنله د خداي او پيغمبر له ګونده به وي او څوک چې له هغه مخ وړاوي يوازې دوه مياشتې د امان فرصت لري.

د پيغمبر اکرم (ص) دغه ډول اقداماتو او کړنو ته په پام سره، په دې کښې شک نيشته چې هغه حضرت د بعثت له هماغه پيله د يو مزبوت حکومت د جوړولو په فکر کې ؤ چې د هغه په رڼا کښې د اسلام جامع او نړيوال احکام د بشري ټولنو د ژوند په ټولو اړخونو کښې پلي شي.

ايا دا کارونه يعني له مزبوتو ډلو او قبايلو سره د معاهدو او تړونونو کول د يو مزبوت پوځ بنياد کيښودل، مختلفو هيوادونو ته د استازو (سفيرانو) ليږل، باچاهانو او واکوالانو ته خبردارے ورکول، ښارونو او نزدې او ليرې سيمو ته د ګورنرانو او ښاروالانو ليږل او ټاکل او داسې نور کارونه سياست نه دے. نو بل څه دي او ايا دا بې له سياست يعني د ټولنې د چارو له اداره کولو او چلولو پرته بله معنا لري؟

له دي ورتير د خلفاي راشيدينو سنت د مسلمانانو او د امير المومنين حضرت علي عليه السلام سنت او طريقه د شيعه او سني دواړو ډلو لپاره د هغه د حکومت په وخت له دين سره د سياست د غږملتيا ښودنه کوي.

د دواړو اسلامي ډلو عالمانو د حکومت او د ټولنې د چارو د چلولو لپاره له کتاب او سنته ډير دليلونه راوړي دي چې د نمونې په توګه يې ځينو ته اشاره کوو.

ابو الحسن ماوردي په خپل کتاب (احکام سلطانيه) کښې ليکي:

الامامة موضوعة لخلافة النبوه في حراسته الدين و سياسة الدنيا و عقدها لمن يقوم بها في الامة واجب بالاجماع. [4]

امامت او حکومت د نبوت د جانشينۍ او تعقيبولو لپاره ټاکل شوے دے چې د دين او سياست د ساتلو او د دنيا د چارو د چلولو سبب شي او د حکومت جوړول د هغه چا لپاره چې دين قايموي، د مسلمانانو په اجماع او اتفاق سره واجب دي.

د اسلامي پوه چې د اهل سنتو يو مشهور عالم دے د دې معنا د ثابتولو لپاره دوه ډول دليلونو ته اشاره کوي.

اول:-   عقلي دليل

دوهم:- شرعي دليل

د عقلي دليل په هکله داسې ليکي:

(لمَا في طباع العقلاء من التسليم لزعيم يمنعهم من التظالم و يفضل بينهم في التنازع و التخاصم و لو لا الولاة لکانو فوضی مهملين و همجا مضاعين [5]

ځکه چې دا د عاقلانو په فطرت کې ده چې د مشرۍ ( واکوال) پيروي وکړي چې هغوي پر يوه او بل له ظلمه وساتي او د جګړې او اختلاف په وخت هغوي له يو بله جدا کړي او که واکمنان نه وي خلک به خواره واره او ګډ وډ شي او هيڅ د فايدې کار به ونه کړے شي

او د شرعي دليل په هکله داسې وايي:

و لکن جاء الشرع بتفويض الامور الی وليه في الدين قال الله عزَ و جلَ ؛ياايها الذين امنوا اطيعو الله و اطيعو الرسول و اولی الامر منکم؛ ففرض علينا طاعت اولی الامر فينا و هم الائمة المتامرون علينا[6]

خو په دين کښې د چارو ولي او مشر ته د کارونو په پريښودلو شرعي دليل راغلے دے هلته چې خداي پاک فرمايي ؛اي د ايمان خاوندانو د خداي، د هغه د رسول او د امر د خاوندانو پيروي وکړئ؛ نو خداي تعالي پر مونږ د ولي امر پيروي واجب کړي ده او هغوي زمونږ مشران او واکوالان دي؛

شيخ صدوق د فضل بن شاذان په حواله روايت لري چې نسبت يې امام علي ابن موسی الرضا (ع) ته ورکړے شوے دے. د دغه اوږد روايت په ضمن کښې د حکومت د جوړولو د ضرورت په هکله د هغه حضرت خبرې هم شته چې ځينو ته يې اشاره کوو

 انا لا نجد فرقه من الفرق و لا ملة من الملل بقوا و عاشوا الاَ بقيَم و رييس لما لابدَ لهم من امر الدين و الدنيا فلم يجز فی حکمه من الحکم ان يشرک الخلق لما يعلم انَه لا بدَ لهم منه و لا قوام له الا به فيقاتلون به عدوهم و يقيمون به فيئهم و يقيمون به جمعتهم و جماعتهم و يمنع ظالمهم من مظلومهم [7]

مونږ هيڅ امت يا ډله داسې نه وه موندلې چې بې له خپل مشر او واکمنه خپل ژوند او بقاء جاري وساتلے شي. داسې چاروال او مشر چې د دين او دنيا په چارو کښې هغه ته ضرورت دے نو، حکيم خداي له حکمته ليري خبره ده چې خلک له هغه څه چې ورته ضرورت لري او بې له هغه په خپلو پُښو نه شي دريدلے، محرومه کړي نو خلک له خپل مشر او واکمن سره له دشمنانو سره جنګيږي او د هغه په حکم ولجې او په جنګ کې نورې لاسته راوړې برياوې په خپلو کښې تقسيموي او د هغه په حکم د جُمعې او د جماعت لمونځونه کوي او دا حاکم دے چې ظالمان له مظلومانو منعې کوي.

البته د ټولو روايتونو تشريح او د بيلا بيلو اسلامي فقيهانو د وينا او فقاهت له نظره په دي لنډ کتاب کښې نه ځايږي او يو مستقل کتاب ته ضرورت لري.

د اسلامي فقهې په پراخه څيړنې سره هم څرګنديږي چې د شرعي قوانينو لويه برخه د يو مزبوت حکومت له جوړولو پرته تحقق نه شي موندلے.

اسلام مونږ جهاد، دفاع، له ظالمه انصاف غوښتلو، د مظلوم ملاتړ، د شرعي حدود او تعزيراتو اجراء او امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته، هغه هم په لويه پيمانه او د يو منظم مالي نظام جوړولو او د اسلامي ټولنې په وحدت ساتني ته راغواړي او روښانه ده چې دغه اهداف د يو توانمن نظام او پياوړي حکومت له جوړولو پرته نه شي عملي کيدي ځکه چې د شرعې حفاظت او د اسلام د حدودو او حيثيت دفاع يو منظم پوځ ته ضرورت لري او داسې پوځ هاله جوړيدي شي چې مونږ د اسلامي ارزيښتونو په اساس يو قوي حکومت ولرو.

هم دا راز د فرايضو د اجراء او د ګناهانو د مخنيوي او له ظالمه د مظلوم د حق اخستلو او داسې نورو څيزونو لپاره د حدودو او تعزيراتو اجراء د يو هماهنګ نظام او پياوړې حکومت له جوړولو پرته امکان نه لري يا د ګډوډۍ او بلوا سبب کيږي.

 که څه هم په اسلام کښې د حکومت د جوړولو د ضرورت دلايل يوازې دومره دي خو له دغو دليلونو هم ښه معلوميږي چې نه يوازې دين له سياسته جدا نه دے بلکې د شرعي د ارزشي نظام په بنياد د اسلامي حکومت جوړول يو نه انکار کيدونکے ضرورت او په ټوله نړۍ کښې د اسلامي ټولنې دنده ده.

 

[1] . سيره ابن هشام لومړے ټوک 431 مخ مبحث عقبه اولی چاپ دوهم مصر
[2] . لکه الوثايق السياسه (محمد حميد الله) او مکاتيب الرسول ((علي احمدي))
[3] . مکاتيب الرسول لومړے ټوک 144 مخ
[4] . الاحکام السلطانيه (ماوردي) اول باب 5 مخ د مصر لومړے چاپ
[5] . الاحکام السلطانيه (ماوردي) اول باب 5 مخ د مصر لومړے چاپ
[6] . الاحکام السلطانيه (ماوردي) اول باب 5 مخ د مصر لومړے چاپ
[7] . علل الشرايع باب 182 حديث 9 ، 253 مخ

کلیدي کلمې: