اهلبيت د ټولې نړۍ لپاره

د لوئې خدائې په نامه

فرقه پالنه هم يوه عجيبه بيماري ده او په دې بيمارۍ ککړ انسان اکثر له حقيقتونو نه سترګې پټوي او که يوه مخالفه فرقه حق خبره هم کوي نو د ضد او مخالفت په وجه له حق خبرې نه هم انکار کوي . څۀ دغه حال زمونږ په ټولنه کښې د رسول (ص)د اهلبيتو(ع) د مقام د منلو او له هغو سره د مينې او محبت کولو د عقيدې مسئله ده او د رسول اکرم د اهلبيتو(ع) د مقام منلو او له هغو سره د مينې مسئله يوازې له شيعاؤ سره تړلې ګڼل کيږي خو حقيقت دا دی چې د خدائې د ګران پيغمبر(ص) او له اهلبيتو(ع) سره مينه محبت کول او د هغوي پيروکاري کول يوه اسلامي مسئله ده او له شيعه، سني يا خاصې فرقې سره مخصوصه نۀ ده او په دې حقله د قران حکيم احکامات يا د رسول اکرم(ص) فرامين د ټولو مسلمانانو لپاره دي. لکه قران پاک کښې خداوند پاک فرمائي:

قُل لا اَسئلُکُم عليهِ اَجراً اِلا المُودةَ فِي القُربي ) سورۀ شوري ايت 23) (يعني اي رسوله دوۍ ته ) ووايه چې زۀ له تاسو نه په دې (د رسالت په کار) باندې هيڅ اجر نۀ غواړم فقط (غواړم ) چې زما له قرباؤ سره مودت (مينه) وکړئ.

د سني شيعه اکثرو تفسيرونو مطابق په دې ايت کښې د قرباؤ نه مراد ال محمد(ص) دي. بلکې په حديثونو کښې راغلي دي چې دا ايت نازل شو نو صحابه کرامو رضي الله عنهم له حضور(ص) نه تپوس وکړو چې دا ستا سو قرباء څوک دي چې د هغوي مودت او مينه په مونږ فرض شوې ده. حضور وفرمايل: حضرت علي عليه السلام، فاطمه (ع)، او د دوي اولاد يعني اهلبيت (ع). دغه شان ددغو اهلبيتو(ع) په باره کښې په قران کښې راغلي دي:

اِنَمَا يُرِيدُاللهُ لِيُذهِبَ عَنکمُ الرِجسَ اَهلَ البيتِ وَ يُطَهِرَکُم تَطهِيراً. (سورۀ الاحزاب ايت 33) يعني خدائې پاک غواړي چې اي د ( رسول ) اهلبيتو(ع) له تا سو نه د هر قسمه پليتي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او صاف کړي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دی.

ددې ايت په باره کښې هم په مسلم شريف ، مشکواه شريف او نورو د حديثونو کتابونو کښې له حضرت بي بي عائشه (رض) نه روايت دی چې حضور پاک اوږد تور نقشه دار څادر اچولي کور ته تشريف راوړو او حضرت امام حسن عليه السلام ته بيا حضرت امام حسين  عليه السلام ته بيا حضرت امام علي عليه السلام ته او بيا ئې د جنت ميرمنې بي بي فاطمې(ع) ته اواز کړ او د څادر لاندې ئې ځان سره پټ کړل او دغه پاسني ايت نازل شو. او حضور پاک دعا وکړه چې اي خدايه! دا زما اهلبيت دي چې څوک دوي سره مينه کوي تۀ ورسره مينه وکړې او چې څوک دوي سره دښمني کوي تۀ ورسره دښمني وکړې.

ددې نه علاوه هم ډير ايتونه د اهلبيتو (ع) په شان کښې نازل شوي دي. چې په مختلفو تفسيرونو او د حديثونو په کتابونو کښې د هغې شان نزول بيان شوی دی. له دې سره سره د خدائې خوږ پيغمبر(ص) هم وخت په وخت په ځلونو د خپلو اهلبيتو(ع) پيژندګلو امت ته کړې او د هغوي د پيروۍ کولو او له هغوي سره د مينې کولو حکم ئې کړی دی. لکه مشهور حديث (حديث ثقلين) چې صحيح ترمذي، نسائي، مسند احمد بن حنبل، مستدرک، تلخيص مستدرک، کنزالعمال، طبراني او ډير اهلسنتو کتابونو کښې راغلي دي چې حضور(ص) فرمائي: زۀ تاسو ته دوه درانۀ څيزونه پريږدوم يو د خدائې کتاب قران مجيد او بل خپل اهلبيت عليهم السلام که له دغو دواړو سره مو تمسک ولرلو نو چرې به ګمراه او بې لارې نۀ شئ.

دغه شان فرمائي: اي خلقو اګاه اوسئ چې په تاسو کښې زما د اهلبيتو عليهم السلام مثال د نوح عليه السلام د کشتۍ دي چې څوک پکښې سوارۀ شول نجات ئې بيا موند او چې څوک ترې نه پاتې شول هغوي هلاک شول.

په دا ډول په بخاري شريف او نورو کتابونو کښې راغلي دي چې حضور پاک فرمائې: زما د امت به دولس خلفاؤ وي چې هغوي به له قريشو نه وي او په روايتونو کښې دي چې په قريشو کښې به له بني هاشم خاندان نه وي. او داسې روايات هم شته چې له حضور(ص) نه چا تپوس وکړو چې هر نبي له خپل ځان نه ورسته د راتلونکو جانشينو او ځاې ناستو نومونه خپل امت ته ښودلي دي نو ستا سو راتلونکي جانشينان څوک دي . هغوي وفرمايل: چې دولس دي. لومړۍ امام علي عليه السلام ، دويم امام حسن عليه السلام، دريم امام حسين عليه السلام څلورم امام زين العابدين عليه السلام، پنځم امام محمد باقر عليه السلام، شپږم امام جعفر صادق عليه السلام، اوم امام موسي کاظم عليه السلام، اتم امام علي رضا عليه السلام، نهم امام محمد تقي عليه السلام، لسم امام علي نقي عليه السلام، يولسم امام حسن عسکري عليه السلام او دولسم امام مهدي عليه السلام دي.

له دې نه علاوه د اهلبيتو(ع) په باره کښې له حديثونو نه سني او شيعه کتابونه ډک دي. نو اوس مونږ ته سوچ او فکر پکار دی چې ايا د قران پاک ايتونه او د حضور اکرم (ص) احاديث صرف د شيعاؤ لپاره دي او که نه د ټولو مسلمانانو لپاره دي.

د اسلام په ابتداؤ کښې به اکثرو اصحابانو هم د اهلبيتو(ع) غلامي د خپل ځان لپاره د فخر خبره ګڼله او حتي حضرت ابو بکر، حضرت عمر، حضرت عثمان،  به په مشکلومسئلو کښې حضرت امام علي عليه السلام ته رجوع کولو ان تر دې چې حضرت عمر به ويل : "لَو لا عَلي لَهَلَکَ عُمَر" يعني که علي عليه السلام نۀ وې نو عمر به هلاک شوی ؤ. دغه شان د اهل سنت امام شافعي په خپلو اشعارو کښې فرمائې:

يا اهـل بيـت رسول الله حبکم

فرض مـن الله في القران انزله

کفاکم من عظيم الفضل انکم

من لم يصل عليکم لا صلاة له

      يعني ای د رسول (ص) اهلبيتو عليهم السلام ستا سو محبت خدائې پاک په خپل نازل کړي قران کښې فرض ښودلی دی. ستا سو د بزرګۍ، لوړتيا د فضل او شرف لپاره هم دا کافي دي چې څوک په مونځ کښې په تاسو درود ونۀ وائي نو د هغوي نمونځ، نمونځ نۀ دی.

      د اهلسنتو امام ابو حنيفه هم څو کاله د رسول (ص) د نمسي حضرت امام جعفر صادق عليه السلام شاګردي کړې ده او له دې نه ورسته به چې ورنه چا تپوس وکړو نو ورته به ئې ويل چې لاړ شئ او د هغه چا نه تپوس وکړئ چې د چا په کور کښې قران نازل شوی دی يعني له امام جعفر صادق عليه السلام نه تپوس وکړئ او هم دغه شان چې کله د وخت ظالم حکمران ورته افر وکړو چې راشه د دربار قاضي قضات شه او د حضرت امام جعفر صادق عليه السلام په مقابله کښې فقه مرتب کړه نو حضرت ابو حنيفه دغه افر قبول نه کړو او صفا ئې ورته وويل چې د رسول(ص) او وخت امام موجود وي نو زۀ د داسې کارونو حق نۀ لرم او هم ددې خبرې په جرم کښې هغه قيد کړی شو. او په قيدخانه کښې پرې دومره ظلم او تشدد اوشو چې د هغې په وجه وفات شو. او بيا د هغوي په نوم فقه حنفيه د وخت دغه حاکم د هغوي شاګردامام ابو يوسف په ذريعه مرتب کړه.

      د اهل سنت له امام احمد حنبل نه خپل ځوې تپوس کوي چې اي بابا دا خلق د اصحابانو متعلق مختلفې خبرې کوي تاسو ماته د اصحابانو د مقام په لحاظ سره ترتيب وښايئ هغوي ورته د خپلې عقيدې مطابق د اصحابو ترتيب بيان کړو خو د حضرت علي عليه السلام نوم ئې په کښې وانۀ خستو هغوي ورته وويل بچي تا رانه د اصحابانو په حقله تپوس کړی ؤ علي عليه السلام خو له اهلبيتو(ع) څخه دی. ځوي ترينه پوښتنه وکړه چې بابا اهلبيتو عليهم السلام څوک دي؟ هغوي ورته وويل د اهلبيتو (ع) مقام له رسول الله(ص) نه ښکته او د اصحابانو نه پورته دی.

      او د اهل سنتو څلورم امام مالک فرمائي: چې ما له حضرت امام جعفر صادق عليه السلام نه زيات بل فقيه ونۀ ليد، او دا هم فرمائي چې کله هم زۀ د هغوي ملاقات لپاره لاړم نو حضرت امام صادق عليه السلام مې يا د نمونځ يا تلاوت او يا روژې په حالت کښې ليدلی دی. له دې نه علاوه زمونږ په بر صغير کښې چې څومره هم اوليا کرام او د دين بزرګان تير شوي دي هغوي په خپلو اشعارو او اقوالو کښې د اهلبيتو عليهم السلام مقام له رسول اکرم(ص) نه پس د ټولو مخلوقاتو نه پورته ګڼي او د دغو اولياؤ کراومو د ټولو پيروکارو دا عقيده ده چې هيڅ کله يو ولي، ولي نشي جوړيدی چې د اهلبيتو عليهم السلام ولايت او امامت ونۀ مني او د طريقيت ټولې سلسلې د حضرت امام علي عليه السلام ذات ته رسوي.

      په دي حقله باقاعده په اردو ژبه کښې يو کتاب (اولياي کرام استانه مولا علي پر) چاپ شوی دی. چې په کښې د اولياؤ کراومو کلامونه ليکل شوي دي. چې هغوي په کښې په اهلبيتو عليهم السلام باندې د خپلې عقيدې اظهار کړی دی چونکه دلته کښې د تفصيل ګنجائش نشته ځکه به د ځينو اوليا کرامو کلامونه يا د هغو اقتباسات نقل کړم لکه سلطان هند خواجه غريب نواز معين الدين چشتي(رح) د حضرت محمد(ص) د جنت ميرمنې بي بي فاطمه (ع) او دولسو امامانو په وسيلې سره مناجات کوي او له خدايه دعا غواړي.

يا رب بحق سيد کونين مصطفي(ص)

ان شافـــع معــاصـــي و ان منبـع عــطـا

اي ربه د دواړو جهانو د سردار حضرت محمد(ص) په طفيل چې د ګنګارانو شفاعت کونکي او د عطا سر چينه دي.

يا رب بحق شاه نجف انکه ا مده

 در شان او تبارک، يس و هل اتي

ای ربه! د نجف د بادشاه (حضرت علي عليه السلام) په طفيل چې تبارک الذي ، يسين او هل اتي سورتونه د هغوي په شان کي  نازل شوي دي.

يا رب بسوز سينه و فغان فاطمه (ع)

 يا رب بحرمت دل صد پاره حسن(ع)

ای ربه! د حضرت فاطمې بي بي (ع)د زړۀ د سوز او ژاړه او فرياد په خاطر،ای ربه! د حضرت امام حسن عليه السلام د سل ټکړې شوې زړۀ د حرمت په خاطر،

ان بـادشـــاه جــمـله افـاق مجـتـبي(ع)

يا رب بحرمت جګر تشنه حسين(ع)

چې د ټولو جهانونو بادشاه دي. يا رب د حضرت امام حسين عليه السلام د تږي ځيګر د حرمت په خاطر،

يــــا رب بـــحـــق خــون شهيــدان کربـلا

يا رب بحق عابد(ع)، باقر(ع)امام دين

ای ربه! د کربلا د شهيدانو د پاکې وينې په خاطر، اي ربه! د حضرت امام زين العابدين (ع) او حضرت امام باقر(ع) په خاطر،

يا رب بحق جعفر (ع) هم موسي (ع)و رضا(ع)

يــا رب بـحــرمت تــقـي(ع) و حــرمــت نــقـي(ع)

ای ربه! د حضرت امام صادق عليه السلام، حضرت امام موسي کاظم عليه السلام او حضرت امام رضا عليه السلام په خاطر. ای ربه! د حضرت امام تقي عليه السلام او د حضرت امام نقي عليه السلام د عزت په خاطر،

يا رب بــحـق عـسـکري(ع) ان شــاه و پيشوا

يا رب بحق مهدي(ع) هادي(ع) که ذات امر

اي ربه د هغه بادشاه او پيشوا حضرت امام حسن عسکري عليه السلام په خاطر، اي ربه د هغه بر حقه هادي حضرت امام مهدي عليه السلام په خاطر

مانند مصطفي (ص)چون مولاې اتقيا

يــا رب بــحـق جـمـله رسولان خويشتن

چې هغه د حضرت محمدمصطفي (ص)په شان د پرهيزګارو مولا دي. ای ربه! د خپلو جملاؤ رسولانو په خاطر،

يـــــا رب بـحـــق پـــــاک ارواح اولـيـــــــاء

يا رب به عشق پاک بر معشوق بې پيان

ای ربه! د خپلو اوليا کرامو د اروګانو په خاطر،ای ربه! له بې نيازمعشوق سره د پاک محبت په خاطر،

يــا رب ده اه و نــالـــۀ عــشــاق بـمې نـوا

دارد معين اميد در ان دم ز لطف خود

بــخـــشي مـــرا به شـــاه شهـيدان کربلا

ای ربه! د بې سرو سامان عاشقانو د اه و فرياد په خاطر، اي ربه معين الدين په محشر کښې ستا د لطف و کرم اميد لري چې د کربلا د شهيدانو په خاطر ئې وبخښې.

  حضرت شيخ عبدالقادر جيلاني هم په خپل يو کلام کښې داسې فرمائي:

غلام حلقه به ګوش رسول ساداتم

زهي نــجـات نمـودن حبيــب اما تم

زۀ د رسول د ال د دوستانو غلام يم د خدائې د حبيب(ص) دغلامۍ دغه نسبت مې حاصل کړي دي.

کفايت است ز روح رسول اولادش

زغــير ال نـبــي حاجـتــي اګر طلبـم

روا مــدار يــکــي از هزار حاجــتـم

په دواړو جهانو کښې چې کله هم ماته مشکلات رامنځته کيږي نو رسول(ص) او د هغوي اولاد زما د خلاصي سبب جوړيږي. که چرې زۀ د ال نبي نه بغير څۀ حاجت وغواړم نو اي خدايه زما په زرو حاجتونو کښې يو هم پوره نۀ کړې.

دلم زحب محمد(ص) پر است و ال مجيد

ګــواه حــال مــن اســت اين همه حکاياتم

زما زړۀ د حضور پاک(ص) او د هغوي د پاک ال له مينې نه ډک دی. او ددې بيان د تصديق لپاره زما حال کافی دی.

چون زره زره شود اين جسم به خاک لحد

تو بــشنـــوي صــلــواۀ از جــميــع ذراتــــم

زما دا بدن چې څنګه د قبر په خاورو کښې ذره ذره شي. نو له هرې ذره نه به مې د درود اواز اورې.

کمينه خادم خدام خاندان توام

زخادمۍ تو دائم بود مبا حاتــم

اي رسوله(ص)! زۀ ستا سو د خاندان د خادمانو يو ادني خادم يم. او هم ددغې خادمۍ په وجه راته دائمي فخر حاصل دی.

سلام ګويم و صلواه با تو هر نفسي

قبــول کن بکرم اين صلواه صلــواتـم

زۀ په هرۀ ساه کښې په تا سو درود و سلام وايم او تاسو زما د

درود و صلواه و نزورات  قبول کړي.

ګناه بې حد من بين تو يا رسول الله(ص)

شفـــاعــتـــي بــکــن و مــحــو کـن خيالتم

يا رسول الله زما بې شميرو ګناهانو ته پام وکړئ، زما شفاعت وکړئ او ويره مې لرې کړئ

ز نيک و بد همه دانندکه من  محمدي يم.

خــلايــقـــي کــه کنــد ګــوش بــر مــقـالاتــم

هر يو نيک او بد پوهيږي چې زۀ محمدي (ص) يم، ځکه خلق زما مقلات اوري.

هر انکه بدتر از او نيست من از او بدم

ندانم اين که به تو چون شـود ملاقاتــم

 زۀ له ټولو بدترينو بد تر يم او نۀ پوهيږم چې له تاسو(ص) به څنګه ملاقات کوم.

بګو اي محي که بهر نجات کي ګويند

درود ســـرور کــونـــين در منــاجـاتــــــم

اي محي الدينه! رښتيا وينا ده چې د دواړو جهانو په سردار درود ويل په هره دعا کښې فطري خبره ده.

دغه شان سخي شهباز قلندر(رح) هم له حضرت علي عليه السلام سره  د خپلې بې کچه مينې اظهار په يو لوئې کلام کښې کړی دی چې يو دوه شعرونه برې عرض کوم.

حيـدريــم قلنــدرم مستــم

بنده مرتضي علي هستـم

زۀ حيدري يم قلندر يم او د علي عليه السلام په مينه کښې مست يم. او د حضرت علي عليه السلام غلام يم.

پيـــشــواي تـمــام رندانـــم

که سګ کوي شير يزدانم

زۀ د ټولو زندانو ځکه بادشاه يم. چې د علي عليه السلام شير خدا د در سپی يم.

      حضرت نظام الدين اوليا(رح) هم په يو لوئې نظم کښې لکه د خواجه صاحب په شان د حضور(ص)، د جنت ميرمنې(ع) او د دولسو امامانو(ع)  سره د ټولو د نومونو په اخستو سره د خپلې مينې اظهار کړی دی. او په يو شعر کښې فرمائي چې نظام الدين ته حيا ورځي چې ووائي چې زۀ د علي (ع) غلام يم بلکې زۀ د علي عليه السلام د غلام قنبر د در يو ادني ګدا يم.

      حضرت داتا ګنج بخش (رح) هم په خپل مشهور کتاب کشف المحجوب کښې د اهلبيتو عليهم السلام د دولسو برحقو امامانو ذکر کړی دی.حتي ټولو اولياؤ کرامو په مختلفو شکلونو کښې د حضور پاک (ص) له اهلبيتو عليهم السلام سره د خپل مودت او محبت اظهار کړی دی. چې په تفصيل سره د بيانولو ګنجائش يې نشته.

      له دې سره سره که مونږ د دنيا په ټولو حق پرستو دانشورو ادبيانو او شعراؤ باندې يو لنډ نظر واچوؤ نو هغوي هم په خپلو اقوالو او اشعارو کښې د اهلبيتو عليهم السلام ذکر کړی دی. لکه د پښتو ژبې يو ستر شاعر او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک بابا په خپل ديوان کښې ځاې په ځاې د رسول اکرم(ص) له اهلبيتو عليهم السلام سره د خپلې مينې څرګندونه کړې ده او په يو نظم کښې ئې باقاعده د دولسو امامانو ذکر کړی دی او فرمائې:

د امـــــت دولــــــس امــــــــام دی

په حديث کښې نام په نــام دی

يو علي(ع)دويــم حســـن (ع)دی

بل حسين (ع)پـــاکــيزه تــن دی

چهــارم زيــــن العـــابـــديــن دی

بـــل بــــاقــر (ع) ستنه د دين دی

بـــل جعـــفـــر(ع) ورپسې هم دی

بـــل امــام مـوسي (ع) کاظم دی

بــل امـــــام عـــلي رضــــا(ع) دی

مـــحـــمــد تـــقــي (ع)بل بيـا دی

بـــــل امـــــام عـلـــي نــقـي(ع)دی

بـــل حــــسن عــــسکــــري(ع)دی

بــل امـــام، امام مـهـــدی(ع) دی

چــې د درست جهــان هــادی دی

د بــــي بـــي زهـــــرا (ع) اولاد دی

پشت په پشـت دا هسـې ياد دی

پــــاک ســـنـــــي هـــــغــــــه ادم دی

چې د ال(ع) پـه عشق مـــحکم دی

      د پښتو ژبې مشهور شاعر او د غزل با با امير حمزه شينواري بابا هم په خپلو مختلفو کتابونو کښې ځاې په ځاې له اهلبيتو عليهم السلام سره د مينې په توګه د شعرونو وئيلو نه علاوه د (د زړۀ اواز ) په نوم يو مکمل شعري مجموعه کښې فقط د محمد (ص) و ال محمد(ع) په شان کښې کلامونه پيش کړي دی لکه فرمائي:

چې مخلص په محبت کښې د علي (ع) يــــم

کــــه زۀ ډيـــر زيــات ګنګار يم خو ولـي يــــم

لا به ما په خوب ليدو په ماشومتوب کښې

پـــه شبـاب کښـــې شـــوي نـۀ يــم ازلــــي يـــم

      دغه شان غني خان د حضرت امام حسين عليه السلام په شان کښې د پښتو ادب يوه شاهکاره مرثيه وائيلې ده چې په هغې کښې ئې له[1] اهلبيتو عليهم السلام سره د خپلې مينې اظهار او د کربلا صحيح فلسفه بيان کړې ده. ددې نه علاوه د فارسۍاو اردو ژبو شعراؤ لکه شيخ سعدی، حافظ شيرازي، مولانا روم، علامه اقبال، غالب، مولانا کوثر نيازي، جوش مليح ابادی او نورو ګڼو شاعرانو هم په خپلو ډيرو کلامونو کښې د رسول الله له اهلبيتو عليهم السلام سره د خپل محبت او مودت څرګندونه کړې ده چې د تفصيل لپاره د يو غټ کتاب ليکلو ضرورت دی.او دا ئې لا څۀ کړې په تېرو وختونو او زمونږ په زمانه کښې ډيرو غير مسلمو ادبيانو او شاعرانو هم له اهلبيتو عليهم السلام سره د مينې په توګه داسې ليکل کړي دي چې انساني عقل ورته حيران پاتې کيږي. په دغو کښې د (سبد ګل) کتاب شاعره روپ کماري د (دن کيم حضرت علي(then came hazrat ali) مصنف ډي ايف کراکا او د (نداي عدالت انساني) مصنف جارج جرداک نومونه اخستي شو. نو ډير د افسوس مقام دی چې زمونږ د دور مسلمان او په خاصه توګه پښتانۀ د اهلبيتو عليهم السلام د معصومو امامانو له نومونو هم واقف نۀ دي او ځينې په ناپوهۍ کښې د يزيد په شان کښې د اهلبيتو عليهم السلام په دښمنانو بد وئيل هم نۀ برداشت کوي او هغوي له دغه ظلم نه مبرا ګڼي حالانکه د پښتو ژبې صوفي شاعر رحمان بابا فرمائي:

د حسن حسين عزا دې څوک په زړۀ کا

چــې هـمــه واړه پــه تـيــغ شــو شهيـدان

رحمان بابا د اهلبيتو عليهم السلام جنګ ته غزا يعني له باطل سره د جنګ نوم ورکړي دی. او اهلبيتو عليهم السلام ته ئې شهيدان وئيلي دی. او د قران مطابق مومن له باطل سره په جنګ کښې شهيد کيږي.

      نو د اهلبيتو عليهم السلام د دښمنانو د غلطو تبليغاتو او پروپيګنډو په وجه په پښتنو وروڼو کښې د پيدا شوو غلط فهمو د لرې کولو لپاره زمونږ خوږ دوست عبدالرحيم دراني صاحب د اهلبيتو عليهم السلام د څوارلسو معصومينو يعني د حضرت محمد(ص)، بي بي فاطمې(ع) او دولسو امامانو د ژوند حالات له مختلفو کتابونو نه په پښتو کښې د ترجمې اهتمام وکړوچې واقعي دا د پښتو په ادب کښې د يو نوي انقلابي اقدام اضافه ده. او خدائې دې وکړي چې زمونږ پښتانۀ روڼه د حق او حقيقت لټون وکړي او د اسلام ګران پيغمبر(ص) له مظلومو اهلبيتو عليهم السلام سره خپل غيرت او پښتو ثبوت ورکړي. و ما علينا الا البلاغ.

 

1: يادونه کوم چې حمزه با با د حضرت علي عليه السلام د نهج البلاغه کتاب پښتو ترجمه هم کړې ده.