امر با لمعروف له اما م حسين عليه السلامه زده کړئ

له دې وړاند ې چې د امر با لمعروف په شان د مهمې مسلې په اړه د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفي صلي ا... عليه و اله وسلم د ګران لمسي حضرت اما م حسين ع له نظره رڼا واچو م ضروري ګڼم چې ديذيد په لاس د اما م عا لي مقام د بيعت د نه کو لو د څو علتو نو په اړه يو څو ټکيو ته اشا ره وکړم چې د اصلي مو ضوع په روښانه کو لو کې اسا ني وي .

له هر څه وړاندې په دې پو هيدل ضروري دي چې په اسلام د حضرت اما م حسين عليه سلام ايمان او عقيده دومره پخه وه چې دغه ايما ن او عقيدې د هغه په زړه او روح کې نفوذ کړې وو يعني د هغه د ځان برخه ګر ځيدلي وه . د ايما ن د دومره پخه والي علت دا وو اما م حسين ع د اسلام په لمنې کې زيږيدلې وو، د اسلام په زانګو کې روزل شوې وو او د نبوت په کو رنۍ کې د اسلام له اصلي حقيقتونو خبر شوې وو .

د حضرت اما م حسين عليه سلام د عقيدې پر اساس انسا نيت ته د اسلام ضرورت دې او د اسلام مکتب بايد عا لمګير او نړيوال وي چې انسا نيت ته د يوه بشپړه او نيکمر غه انسا ني ژوند لارښونه وکړي . نو ځکه د اما م حسين ع له نظره هر هغه کا ر چې نيغ په نيغه يا غير مستقيمه تو ګه اسلام ته تا وان ورسوي يا د اسلام د خپريدا په لاره کې خنډ کيږي ، يوه ستره او نه بخښو نکي ګناه ده .

اوس دې مسلې ته راځو چې يذيد د تورې په زور له اما م حسين عليه سلام څخه بيعت وغو ښته او اما م حسين د هغه له بيعت کو لو انکا ر وکړ . اما م حسين ع په څو علتو نو د يذيد بيعت نشو کولې چې پکې ځينو ته اشاره کوو.

۱: د يذيد د بيعت مطلب د صفا دروغو ويل وو ، په داسې حا ل کې چې امام دروغ نه واي . يذيد غو ښتل چې له اما م حسينه د بيعت په اخستلو سره ، نړيوالو په تيره بيا د هغه وخت مسلما نا نو ته دا وښي چې د اما م حسين په شان عظيم شخصيت د هغه بيعت کړې نو تاسوي هم زما بيعت وکړې . دا حقيقت په خپل ځاي موجو د وو چې په هغه وخت کې ډيرو مسلما نا نو حضرت اما م حسين خپله بيلګه بلله او هغو ته يې ستر ګې وې چې اما م څه کوي . نو د يذيد په شان د فاسق او فاجر کس بيعت مطلب دا منل ووهغه يو ښه او د مسلما نانو د بيعت کولو وړ کس دې چې دا تش دروغ وو نو ځکه اما م حسين دا کا ر ونکړ .

۲:د يذيد بيعت کول د امام ع د ضميرپه اپوټه وو او اما م د خپل ضمير او وجدان په اپوټه کا ر نه کوي .

۳:د يذيد بيعت کول ګناه او په ظلم او زياتي کې د مرستې کو لو په شان وو دا ځکه چې د يذيد حکو مت په خلکو تپل شوې وو .

۴: په دې بڼه کې د اما م حسين عليه سلام له لوري د يذيد د خلافت منل په داسې حا ل کې چې هغو انکا ر هم کو لې شو، دې کار به خلک ګمراه کړي وواو خلکو دا پو ښتنه کولې شوه چې اما م حسين د يذيد له بيعته انکا ر کو لې شو ،خو هغو دا کا ر ونکړ او بيعت يې وکړ چې دا د ې خبرې دليل دې چې د يذيد خلافت قا نوني او اسلامي دې .

۵: د يذيد د خلافت منل په اسلام د يوه غير مستقيمه ګو زار کولو په معنا وو ځکه چې د يذيد حکو مت په عملي تو ګه دا ثابته کړي وه چې اسلام په خپلو ارزوګانو او شهوت پا لنې قر با نو لې شي .

۶:د يذيد د حکو مت له منلو وروسته حضرت اما م حسين عليه سلام هيڅ اصلاحي تحريک نشو چلو لې ځکه چې اما م به مجبوره وو چې د خپل بيعت په باب وفاداره ووسي . په داسې بڼه کې به اما م حسين يوازې يو تما شچې وو او د اسلام بر بادي او تباهۍ به يې په خپلو ستر ګو ليدله هغه به هم په داسې حا لاتو کې چې له دې وړاندې د انقلاب او پا څو ن مو قعه مو جو ده وه .

دا هغه څو علتو نه وو چې اما م حسين ع د يذيد بيعت نشو کو لې . ( ولا تعا ونو اعلي الا ثم و العدوان ، د مايده سوره دويم لمبر ايت ) په ګناه او زياتي کې ديوه بل مر سته ما کوي .

هيله ده چې په دغې سريزې سره به په اصلي مو ضو ع د رڼا اچولو لاره اواره شوي وي . البته د حضر ت اما م حسين له خوا د يذيد د بيعت د نه کو لو په اړه په تا ريخ کې نور واړه واړه دليلو نه ور کړ ل شوي دي چې هغه ډير غټ ښو دل کيږي خو د اما م حسين له لوري د يذيد د بيعت د نه کو لو اصلي وجه امر بالمعروف او نهي از منکر ده .

اما م حسين عليه سلام د خپل ګران نيکه له مدينې ښاره له روانيدا مخکې خپل ورور محمد حنفيه ته په يوه وصيت ليک کې فر ماي ( اني اخرج اشرا ولا بطرا ولا مفسد ولا ظا لما ، انما خر جت لطلب الا صلاح في امت جدي ، اريد ان امر با لمعروف و نهې عن المنکر و اسير بسيرت جدي وابي )

د نړې خلک دې پو هه شي چې زما د پا څون مقصد ځاي غو ښتنه ، مقام غو ښتنه يا په چا رو کې لاسوهنه او ظلم او فساد ندې بلکې زما پا څو ن يو اصلاحي پا څو ن دې او زه ځکه پا څو ن کو م چې د خپل نيکه دامت اصلاح وکړم او امر با لمعروف او نهي عن ا لمنکر وکړ م او د خپل نيکه او پلار په سيرت عمل وکړم .

خپل ورور ته د اما م حسين ع په وصيت ليک کې د هغه د پا څو ن هدف او اصلي علت يو ا زې امر با لمعر وف او نهي عن ا لمنکر او په اسلام کې اصلاحات بيان شوې دې . ځکه چې يذيد د اسلام په نو م په دين کې ډير ستر برعتو نه دود کړي وو او هغه څيزونه چې په اسلام کې حرام وو ، هغه يې حلال او په شرعې کې هغه څيزونه چې حلال وو ، هغه يې حرام کړي وو او اسلام يوازې نو م پا تې شوې وو او که دغه حا لت دوام مو ندلې واي نو له دننه به د اسلام نښې نښانې ختمې شوي واي .

حضر ت اما م حسين ع له مدينې ، مکې په لو ر روان شو . دا ځکه چې هلته حج هم وکړي او د حج په مو قعه مو جو دو مسلما نا نو ته اصلي حقيقتو نه هم بيا ن کړي . خو کله چې اما م عالي مقا م ته د ا پته ولګيده چې يذيد خپل جا سو سان مکې ته استو لي چې اما م حسين ع په مکې کې شهيد کړي ، نو اما م حسين ع د مکې د حر مت او درنا وي په خا طر خپل حج په عمره بد ل کړ اوپه عر اق کې د کوفې په لور روان شو .

له بلې خو ا د کو فې خلکو هم اما م ع ته ليکو نه استو لي وو او په هغو کې له اما م څخه غو ښتل شوي وو چې کوفې ته دې راشي ځکه چې کو فيان د هغو ملاتړي دي . که څه هم د کو فې دوالي ابن زياد د ظلمو نو او چا لاکيو په وجه يو ازې هغه يو شمير کسان چې په کر بلا کې له اما م سره يو ځاي شهيدان شول ، د کوفې نور خلک د دباو او دوکې له امله له اما م حسينه واوختل .

په هر حال د اما م د وتلو او پا څون په اړه خبره کيده چې د اما م ع اصلي هدف او مقصد امر با لمعر و ف او نهي عن المنکر او د خپل نيکه په دين کې د اصلاحا تو کول وو ، ځکه چې د يذيد د بدعتو نو په وجه د اسلام په نوم په اسلام کې ځينې بد عتو نه دود شوي وو . په دې هکله اما م حسين ع له مدينې تر مکې او بيا تر کربلا پورې چې کو م سفر وکړ ، په دې دوران کې په زرګو نو خلک له اما م ع سره ملګري شول ، خو تر عا شورا پورې په هغو کې يوازې دوه اويا کسان د پتنګانو په شان د اما م له ګير چا پيره پاتې شول چې د جنګ په ميدان کې يې د زړورتيا او سر شيندنې تا ريخ جو ړ کړ او شهيدان شول . اما م حسين ع تر کر بلا پو ر ې په لاره کې په بيلابيلو ځا يونو کې د زرګو نو کسانو په وړاندې د امر با لمعروف او نهې عن ا لمنکر دنده تر سره کړه . د بيلګې په تو ګه د عراق او مکه تر مينځ په يوه ځاي کې يې له لما نځه وروسته خپلو ملګرو ته وفر ما يل : اې خلکو د دنيا ژو ند يوازې د وريښمود چينجې په شان له خپل ځانه دتار د تا وولو او خوړو څښو نو م نه دې د يوه کس د ژوند مقصديوازې هوس پا لنه او شهو ت پا لنه نده . زما نيکه حضرت محمد ص د دې لپاره مبعو ث شو چې تاسو د ژوند له حقيقته خبر کړي او د دنيا له ذلتونو او بندونو مو وژغوري . هغه حضرت د دې لپاره مبعو ث شو چې انسان په خپل قدر پو هه شي او له خپل حقيقت او حقه خبر شي .

اې خلکو غفلت او ګمراهۍ تاسو دلته رسولي ياست دا ژوند نا بلکې فساد دې تاسوي د يوه بل وينې څښي د يوه بل هډوکي خوري ديوه بل شتمني او شخصيت ته د کينې او کر کې په ستر ګه ويني . دغو درستو بد بختيو په تاسو د ظلم لاس مسلطه کړې دې . ما دې لپاره پا څو ن کړې دې چې د ظلم دغه لاسونه ما ت کړم او بې عدالتې او ظلم ختم کړم . تاسي ما يروي چې په دغه لاره کې به وينه وبهيږي خو تاسي ته دا پته نشته چې که د يوه مظلو م وينه وبهول شي نو داسې ولو له او جذبه به پيدا کړي چې ظا لمان به له مينځه يوسي دا زما لاره او مقصد دې څو ک چې د دې مقصد لپاره زما سره راځي نو هغه دې راشي او څو ک چې د دنياګټې او مقصدونه په نظر کې لري هغه دې لاړ شي او خپل ژو ند دې تير کړي .

د اما م حسين عليه سلام سيا سي بصيرت او معنوي نظر دومره ژو ر وو چې هغو ته پته وه دا په زرګو نو کسان چې له هغو سره ملګري شوي دي زيا تره د دنياوي مقصدو نو لپاره دي . هغو دا خيال وو چې حضر ت اما م حسين ع د رسو ل ا... مبا رک لمسې او اما م دې او حکو مت به د هغو شي او که اما م ع ته حکو مت په لاس ورشي نو دوي ته به هم پکې برخه ورسي . همدا وجه ده چې تر کر بلا پورې څومره څو مره چې خلک د هغو له مقصد او هدفه خبريدل نو شمير يې کميده . البته د عا شورا تر شپې هم کا في شمير مو جو د وو . د عا شورا تر شپې د يذيد ملعو ن مقصد روښانه شوې وو چې په هره ممکنه بڼه حضر ت اما م حسين عليه سلام قتل کړي .

حضرت اما م حسين عليه سلام د محرم په لسمه شپه يعني د عا شورا په شپه خپل خوريونه ، ورارونه ، ملګري او دوستان په خپلې خيمې کې راغو نډ کړل او ورته يې اتما م حجت وکړ .

د حضرت اما م حسين زوي حضرت اما م زين العا بدين عليه سلام په دې اړه فر ما ي ما پر دې شپه سخته تبه وه او زه په بسترې لماست وم ما غو ښتل چې وګورم زما پلار د ژوند په وروستۍ شپه څه ويل غو ا ړي نو مخکې لاړم او د ګران پلار خبرې مې اوريدې .

ما واوريدل چې زما پلار حضر ت اما م حسين عليه سلام د خپلې کو رنۍ کسانو او دوستانو ته په خطاب کې وفر ما يل : ثنا او صفت د خدا وند متعا ل لپاره دې او په سختۍ او خو شحالۍ کې د هغه منندوې يم . اې خدايه زه د تا مننه کوم چې زما روزنه دې د نبوت په کو رنۍ کې وکړه او زه د په دين کې پو ه او عا لم جو ړ کړم او ما تا دې د روښانه زړونو د ليدلو او اوريدلو قدرت راکړ ، ته ما په خپلو شکر ايستو نکو کې وبولې .

اما بعد ؛ ما له خپلو ملګرو او دوستانوزيات وفاداره دوستان ونه ليدل ، زه له خدا وند متعاله دعاکوم چې تا سو ته اجر درکړي . خو زما خو ږو دوستانو تاسو ته پته پکار ده چې زه به سبا د عا شورا په ورځ له دغه ظا لم قو م سره سخته ورځ تيروم نو ځکه زه تاسو ته اجا زت درکوم چې تاسي لاړ شي تاسي ازاد ياست زما فکر ما کوي زه له تا سو خپل بيعت اخلم تا سو د شپې له دغې تيارې ګټه پو رته کړي او لاړ شي او ما له دغې ګمراه ډلې سره پريږدي ځکه چې دوي يوازې له ما سره کا ر لري .

سالار شهيدان حضرت اما م حسين عليه سلام له خپلې مبا رکې وينا وروسته شمعه مړه کړه چې که څو ک غو اړي لاړ شي ،نو لاړ دې شي او شرم دې احسا س نکړي .

خا موشي وه ځينې کسا نو يوه بل ته وليدل . حضرت اما م حسين عليه سلام سر ټيټ کړ چې کو م کس ونه شر ميږي . له دې وروسته کسان په يوه بل پسې له خيمې ووتل . له ډيره موده وروسته اما م حسين عليه سلام خپل سر پو رته کړ او ويې فر ما يل ځينې کسان اوس هم په خيمې کې مو جو د دي ، ما خو درته وويل چې ما له تا سو خپل بيعت اخستلې دې تا سو لاړ شي خپل ځا نو نه بچ کړي .

د اما م حسين عليه سلام له خبرو وروسته په خيمې کې پا تې کسانو صبر ختم شو او هغو لمبر په لمبر ودريدل او په ډاډ او يقين سره يې وويل يا ابن رسو ل ا... تا سو مو نږ ه ته ولې داسې وړانديز کوي د دې لپاره چې مو نږه د تا سو له شها دته وروسته ژو ندي پا تې شو ؟مو نږه له خدايه غو ا ړو چې داسې ورځ ونه ګو رو .

په دې ډو ل په کر بلا کې د اما م حسين عليه سلام دوه اويا وفا داره ملګري پا تې شول ځکه چې هغو د دنياوي مقصدو نو لپاره د اما م ملګر تيا نه وه کړي .

د ليکلو مقصد دا دې چې اما م حسين عليه سلام د حکو مت او واک لپاره نا بلکې د امر با لمعروف او نهي عن المنکر لپاره پا څو ن کړې وو . که په حکو مت د قبضې نيت وې نو له مدينې تر کر بلا پو رې د اوږده سفر په بيلابيلو پړاونو کې به له هغو سره په زرګو نو کسانو کې يو ا زې دوه اويا کسان نه پا تيکيدل .

د حضر ت اما م حسين له لو ري د امر با لمعروف او نهي عن المنکر دنده يو ا زې د عا شوره تر شپې نه وه محدوده بلکې هغو د عا شوره تر ما زيګره په دغې مهمې اسلامي دند ې عمل وکړ . سالار شهيدان حضر ت اما م حسين عليه سلام د عا شوره په ورځ په خپل اس ذوالجناح سپور شو او د يذيد ملعون د لښکر په وړاندې ودريد او لوړ غږ يې وفر ما يل :

اې د عراق او کوفې خلکو : زما خبره واوري او په خپل دغه جنګ کې بيړه ما کوي که تاسو په انصاف سره له ما سره معا مله وکړه نو دا د تا سو لپاره د نيکمر غي خبره ده او که انصا ف ته مو پا م ونکړ نو بيا تا سو له ما سره هره معا مله کو لې شي . ايا زما نيکه او د تا سو رسو ل حضر ت محمد صلي ا... عليه و اله وسلم ما او زما ورور حضر ت اما حسن مجتبي عليه سلام ته د جنت د ځو ا نا نو سر داران ندي ويلي ؟ د دې خبرو تصديق تا سو د رسو ل ا... مبا رک له اصحا بو کو لې شي .

اما م ع دا پوره کو شش وو د يذيد لښکر چې د يذيد د غلطو تبليغاتو له امله ګمراه شوې وو له حقيقتو نو خبر کړي او ورته امر با لمعر و ف او نهي عن المنکر وکړي چې سبا دا څوک ونه واي چې مو نږ ه نه وو خبر . البته اما م حسين عليه سلام د بيا بيا استغا ثو او پيغا مو نو په وجه له مدينې راواخله تر کربلا پو رې ډير خلک حتي د يذيد په لښکر کې ځينې کسا ن وژغو رل شول .

د بيلګې په توګه په کر بلا کې د يذيد د لښکر يو قو ما ندان حر ابن يذيد رياحي چې په کر بلا کې يې د اما م حسين عليه سلام د کا روان مخه نيو لي وه او د نبو ت د کو رنې کا روان يې د کربلا په ګر مو ريګو کوزيدا ته مجو ره کړې وو ، همد غه حر د عا شوره په ورځ د يذيد له لښکره وواته او خپلې څپلې يې په غاړه کې واچو لې او په ګو نډو د اما م حسين عليه سلام خيمې ته ورغې او د خپلو کړو يې بخښنه وغو ښته . حضر ت اما م حسين ع هغه اوچت کړ او له خپلې سينې سره يې ولګوه او هغه لپاره يې دعا وکړه . مو رخان ليکې چې د اما م حسين ع له لو ري د جنګ ميدان ته لو مړنې تلو نکې کس هم حر وو چې د اما م په اجا زې سره ميدان ته ولاړ او په ډيرې بها درۍ سره وجنګيده او شهيد شو . همدارنګه چې د اما م ع درست ملګري ، ورور ،خوريونه او ورارونه شهيدان شول او اما م حسين ع يو ا زې پا تې شو ، نو هغه وخت هم اما م ع د خداې د رسو ل ص د امت د ګمراهۍ په فکر کې وو او نه يې غو ښتل چې د رسو ل ا... مبا رک امت ګمراه شي . هغو ته پته وه چې له څو شيبو وروسته به هغه شهيد کړې شي خو د خپل ژو ند تر وروستيو شيبو او له سختې ستړيا سره سره چې درسته ورځ يې د ملګرو او خپلو ا نو مړي اوچت کړي وو ، يذيدي لښکر ته يې په خطاب کې وفر ما يل : هل من نا صر ينصرنا .

ايا څو ک شته چې زما مرسته وکړي ؟ زه د محمد لمسې او د فا طمه سلام الله عليها د زړه تکړه يم .

دا په کر بلا کې د اما م حسين ع وروستۍ استغا ثه وه چې هدف يې يوازې دا وو چې کيدلې شي د يذيد په لښکر کې اوس هم داسې څو ک وي چې وژغو رل شي . د مو رخا نو په قول له دغې استغاثې وروسته د يذيد په لښکر کې دوو وروڼو د اما م دا استغا ثه واوريده او يوه بل ته يې وويل چې دا خو ډير ظلم دې چې مو نږه هغه حسين وژنو چې رسو ل ا... مبا رک په خپلو اوږو کښيناوه . نو دغه دواړه وروڼه ډير سخت پښمانه شول او د يذيد لښکر يې پريښوده او د اما م حسين ع لور ته ورغلل او د اما م په قد مو نو کې پر يوتل .اما م ع هغو اوچت کړل او د هغو لپاره يې له خدايه دعا وغو ښته او بيا يې هغو ته دميدان تلو اجا زه ورکړه چې له دې وروسته دغه دواړه ورو ڼه په ډيرې بها درۍ سره وجنګيدل او شهيدان شول . د هغو له شها دته وروسته اما م حسين ورغې او د هغو سرونه يې راوچت کړل او له خدايه يې د هغو د بخښلو غو ښتنه وکړه .

که په دغې پيښې لږ غور وکړو نو وينو چې دوه هغه وروڼه چې غړيدلي وو او د اما م حسين ع د ملګرو په شهيدولو کې د هغو لاس وو ، خو د اما م ع د پراخ زړه او په خپلې دينې دندې د عمل کو لو په وجه دغه دواړه وروڼه د ژو ند په وروستيو شيبو کې وژغو رل شول . حتې له دې وروسته هم اما م حسين د يذيد د لښکر په وړاندې ځا ن معر في کړ خو چې کله يې وليدل نور د يذيد په لښکر څو ک د ويښيدو ندې نو بيا اما م ع توره راوويسته او د يذيد د لښکر په لور روان شو .

جنګ پيل شو او د جنت په سردار له هر لوري د تورو ، نيزو او غشو با ران شو تر دې چې اما م حسين عليه سلام د ډيرو زخمو نو په وجه له اسپه ، مځکې ته راغې . د کر بلا د پيښې دو خونړيو او بد کردارو يعني شمر او خولي کله چې اما م حسين عليه سلام د خپل معبود په درګاه کې سجده کوله ، د هغه حضرت مبارک سر له بدنه جدا کړ .

نن له څو ا رلس سوه کلو نو وروسته مسلما نانو ته ليدل پکا ر دي چې د پيغمبر ص ګران لمسي يذيد او د يذيدي لښکر اسلام ته د بللو لپاره او يا د خپل ګران نيکه د دين د اصلاح او امر با لمعروف او نهي عن المنکر لپاره ځان وژونکې حملې ونکړې بلکه په خپلو خطبو او تبليغ سره يې د مسلما ن امت د ويښو لو هڅه وکړه او يذيد چې په زوره يې له اما م حسين ع څخه بيعت غو ښته چې د هغه د غير اسلامي او غير شرعي کارونو تاييد وشي ، اما م حسين ع د هغه له بيعته انکا ر وکړ او د حقو لارې د ښو دلو او په حق د دريدو په خاطر د اسلام له غليما نو سره په جنګ کې شهيد شو .

که څه هم له پو ځي نظره اما م حسين ع ظاهري ما ته وخو ړه ،خو له معنوي نظره دا حسين ع وو چې بر يالې شو که داسې نه وې نو نن به د حسين ع نوم ژوندې نه وو . نن مو نږه ګورو چې په يذيد درست انسانيت لعنت کوي او د حسين ع لاره ځينو غير مسلما نو ازادي غو ا ړو هم خپله لاره او نصب العين ګر ځو لې دې .

په اخر کې دغه ټکې ته اشارې کول ضروري ګڼم چې که يذيد له اما م حسين ع څخه بيعت هم نه وې غو ښتې بيا به هم اما م حسين ع د يذيد دا سلام پر ضد او د اسلام په نو م د رامينځته شويو بدعتو نو په وړاندې پا څون کا وه او د امر با لمعروف او نهې عن المنکر په دندې به يې عمل کا وه . خو بيا به يې هم دغه کا ر د ځا ن وژونکو حملو له لارې نه کا وه بلکه له ځان سره د خلکو په يو ځاي کولو سره به يې يا يذيد له خپلو اسلام ضد کا رو نو منع کا وه او يا به يې د هغه په حکو مت کې بد لو ن راوسته .