امام مهدی علیه السلام په هکله د سُني علماو اقوال

سني بزرګان او عالمان په دې خبره اعتراف کوي چې امام مهدي (ع) د امام حسن عسکري (ع) زوے دے او د هغه د ولايت وضاحت يې کړے دے .

قرماني، ابو العباس احمد بن يوسف دمشقي (وفات ۱۰۱۹ هـ) وائي:

د کتاب يولسم باب  د امام حسن عسکري د فرزند خلف صالح امام ابي القاسم م .ح. م. د حال په بيان کښې دے چې د پلار د وفات په وخت يې عمر پينځه کاله ؤ، خو خداے پاک هغه ته حکمت (او امامت) عطا کړ لکه چې حضرت يحيی ته ورکړے شو. هغه متوسطه قامت، ښکلي وېښتۀ، ښکلې پوزه او پراخه تندي لرونکے دے.[1]

نو معلوميږي چې مسئله دومره واضحه، حتمي او يقيني ده چې دغه تاريخ ليکوال حتی د هغه حضرت د قيافې او شمائلو مبارکو ذکر هم کړے دے او د هغه ولادت يې له حتمي چارو څخه بللے دے او هغه بزرګوار يې د الخلف الصالح لامام په جملې سره ياد کړے دے.

حافظ ابو عبدالله محمد بن يوسف کُنجي شافعي (وفات ۶۵۸ هـ) د نورو په شان د امام مهدي (ع) رحلت او د امام مهدي (ع) ولادت  يې بيان کړے دے او هغه يې امام منتظَر نومولے دے. د هغه عين کلام داسې دے:

اما حسن عسکري – صلوات الله عليه-  په ۲۶۰ هجري کال کښې د ربيع الاول په ۸ نېټه د جُمعې په ورځ  په سامرا کښې له دنيا رخصت شو او په هغه کور کښې چې پلار يې  دفن شوے ؤ دفن کړے شو. زوے يې له ځانه وروسته پرېښود او هغه امام المنتظر دے.

کفايت الطالب کتاب مو دلته ختم کړ او د امام المنتظر حالات به په يو خاص کتاب کښې وليکوو.[2]

بايد وويل شي چې دغه عالم «کفايت الطالب فی المناقب» کتاب د حضرت عسکري صلوات الله عليه په حالاتو کښې ختم کړے دے او بيا يې د حضرت مهدي (ع) حالات «البيان  فی اخبار صاحب الزمان» نومې کتاب کښې ليکلي دي. حاج خليفه په کشف الظنون کتاب[3] کښې وائي: البيان فی اخبار صاحب الزمان للشيخ ابی عبد الله محمد بن يوسف الکنجي المتوفي سنه ۶۵۸. نو ځکه له هغه سره د دغه کتاب په نسبت کښې هيڅ شک نشته.

البته د ډېرې زېرتيا ځاے دے. چې دغه مشهور حافظ په وضاحت سره وائي: و هوالامام المنتظر.

خدايه! د دغو علماو په نزد مضمون څومره واضحه او څرګند ؤ چې بې له څه شک او ترديده وائي، و هو الامام المنتظر. سبحان الله! خو افسوس چې د امويانو او عباسيانو خلافتونه د دغو حقائقو د ترويج د لارې خنډ وګرځېدل.

مسعودي، ابي الحس علي بن الحسين (وفات ۳۴۶ هـ) د حضرت امام حسن عسکري (ع) رحلت د ۲۶۰ هجري کال له پېښو څخه ګڼلے او د امام مهدي (ع) د ولادت وضاحت يې  کړے دے. د هغه عين کلمات په دا ډول دي:

په ۲۶۰ هجري کال کښې ابو محمد حسن عسکري ... له دنيا لاړ، د هغه عمر ۲۹ کاله ؤ  او هغه د اماميه شيعه ؤ په نزد د مهدي منتظر او دولسم امام  پلار دے.[4]

بايد وويل شي چې شيعه، مسعودي شيعه بولي او سنيان يې په سني عقيده بولي. حاج خليفه په کشف الظنون کتاب کښې د هغه د کتاب په حقله خبرې کړې دي. په هر حال د هغه خبرې د سني او شيعه مسلمانانو دواړو لپاره معتبرې دي. دغه معتبر مورخ هم د زمانې د امام –  صلوات لله عليه – ولادت مسلم او قطعي بولي.

ابن حجر هېثمي مکي شافعي ( وفات ۹۷۴ هـ ) په صواعق محرقه  کښې د امامانو حالات نقل کړي دي او چې کله امام حسن عسکري (ع) ته رسيږي نو داسې ليکي:

امام حسن عسکري (ع) په سامرا کښې وفات شو او له خپل پلار او ترۀ سره نزدې دفن کړے شو، د رحلت په وخت يې عمر ۲۸ کاله ؤ. د يو قول له مخې زهر ورته ورکړے شول او هغه له ځانه وروسته له ابو القاسم محمد حجت نه بغېر بل فرزند پرې نښود. د خپل پلار د رحلت په وخت يې عمر پينځه کاله ؤ خو خداے په هم هغه کم عمر کښې هغه ته د امامت حکمت عطا کړے ؤ.[5]

دلته ضروري ده څو ټکو ته اشاره وکړو؛

وړومبے) لکه چې په وړومبۍ برخه کښې تېر شول چې ابن حجر مکي له هغو کسانو څخه  دے چې  په تواتر سره يې «يکون بعدي اثنا عشر خليفه کلهم من قريش» حديث باندې اقرار کړے دے، خو د هغو دولسو کسانو په ټاکلو کښې څه ځاے ته نه دے رسېدلے او نه يې دي کړې شوي د هغو مصداق بيان کړي سره له دې چې د حضرت امام علي (ع) او د هغه د يولسو فرزندانو حالات يې په تفصيل سره بيان کړي دي.

دويم) په ظاهره په عند ابيه و عمه عبارت کښې به د عمه په ځاے عمته وي، ځکه چې په سامرا کښې څلور کسان څنګ په څنګ ښخ شوي دي. امام علي نقي، امام حسن عسکري، د امام مهدي مور بي بي نرجس خاتون او د امام محمد تقي لور او د امام حسن عسکري چاچي بي بي حکيمه سلام الله عليهم اجمعين. او هلته کښې د هغه حضرت د ترۀ په نامه څوک کس موجود نه دے.

دريم) دا چې د امام مهدي (ع) په باره کښې ويل شوي دي: لکن اتاء الله فيها الحکمه. ابن حجر د امام مهدي (ع) په امامت اقرار کړے دے. لکه څنګه چې د حضرت يحيی (ع) په باره کښې راغلي دي ﴿وَآَتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا﴾[6] او حضرت عيسی (ع) په زانګو کښې فرمايلي دي: ﴿إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آَتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا﴾[7]

په هر حال هغه د حضرت امام مهدي (ع) له ولادت څخه په تېرېدو د هغه امامت ته هم اشاره کړې ده او کېدې شي په ذهن کښې يې ځينې څيزونه لرل چې د هغه وخت حالاتو ورته د ويلو اجازه نه ده ورکړې. والله اعلم.

ابن صباغ نورالدين علي بن محمد بن صباغ مالکي (وفات ۸۵۵ هـ) د حضرت امام حسن عسکري (ع) په باره کښې وائي:

د حسن عسکري د امامت موده دوه کاله وه.... او هغه له ځانه وروسته  خپل فرزند حجت قائم باقي پرېښود چې د هغه د برحقه حکومت لپاره انتظار کيږي. پلار يې د هغه ولادت پټ ساتلے ؤ او دغه واقعه يې په پرده کښې ساتلې وه او دا د وخت د باچا لخوا د سختۍ او ويرې په وجه وه چې شيعه به يې لټول او نيول به يې.

ابن صباغ د هغه حضرت نسب، ولادت او د مور بي بي په اړه داسې ويلي دي: ابو القاسم محمد حجت د حسن خالص زوے په سامرا کښې د ۲۵۵ هجري کال د شعبان د مياشتې په نيمائۍ کښې دنيا ته راغے . البته نسب يې: هغه ابو القاسم م ح م د حجت بن حسن خالص بن علی هادي بن محمد جواد بن علی الرضا بن موسی الکاظم بن جعفر صادق بن محمد باقر بن علي زين العابدين بن حسين بن علي بن ابيطالب دے. مور يې د نرجس په نامه يوه کنيزه ده، ډېره غوره کنيزه. نوم  يې له دې نه علاوه هم اخېستل شوے دے. کنيت يې ابوالقاسم، لقبونه يې حجت، مهدي، خلف صالح، قائم، منتظَر، صاحب الزمان او تر ټولو مشهور يې هم هغه مهدي دے.[8]

په دا ډول ابن صباغ هم د هغه حضرت ولادت ته اشاره کړې ده او د هغه امامت او  دولسم امام والے يې بيان کړے دے.

عز الدين ابن اثير (وفات ۶۳۰ هـ) د ۲۶۰ هجري کال د پېښو په بيان کښې ليکي:

د ۲۶۰ کال له پېښو څخه دا وو چې پکښې ابو محمد عسکري (امام حسن عسکري) وفات شو. او هغه د شيعه ؤ په عقيده له دولسو امامانو څخه يو امام دے چې ولادت يې په ۲۳۲ کال کښې ؤ او هغه د محمد پلار دے چې شيعه ؤ هغه منتظَر ونوموۀ.[9]

دغه مشهور مورخ د حضرت امام مهدي (ع) ولادت بيانوي او  هغه او پلار يې د شيعه ؤ په عقيده له دولسو امامانو  څخه ګڼي او هغه حضرت منتظَر نوموي او د دواړو نسبت شيعه ؤ ته ورکوي. خو د تېرې برخې روايتونه ښودنه کوي چې د سنيانو عقيده هم په حقيقت کښې داسې ده، ګنې د هغو ټولو احاديثو لپاره چې د دولسو امامانو په نومونو سره بيانوي او يا دا حديث چې اولهم علي و آخرهم المهدي او داسې نورو لپاره بل څه احتمال پېدا کېدې شي؟

عماد الدين ابوالفداء اسماعيل بن نورالدين شافعي (وفات ۷۳۲ هـ) وائي:

علي هادي (لسم امام) په ۲۵۴ هجري کال کښې په سامرا کښې وفات شو. هغه د حسن عسکري پلار دے او حسن عسکري له دولسو امامانو څخه يولسم امام دے او هغه حسن بن علی زکي بن محمد جواد بن علي الرضا بن موسی الکاظم بن جعفر الصادق بن محمد الباقر بن علي زين العابدين بن حسين بن علي بن ابي طالب دے چې ذکر يې تېر شو. رضي الله عنهم اجمعين.

د حسن عسکري ولادت په ۲۳۰ کال کښې ؤ او د ۲۶۰ کال په ربيع الاول کښې په سامرا کښې له دنيا سترګې پټې کړې  او د خپل پلار علي زکی د قبر تر څنګه خاورو ته وسپارل شو.

بيا مخکې ليکي:

نوموړے حسن عسکري د محمد منتظَر د سرداب خاوند پلار او د اماميه په عقيده هغه دولسم امام دے. هغه قائم، مهدي او حجت نوميږي چې په ۲۵۵ هجري کال کښې زېږېدلے دے.[10]

دغه مشهور مورخ هم د امام مهدي (ع) ولادت منلے او هغه يې د شيعه ؤ په نزد دولسم امام ګنلے دے. تېرو دلائلو ثابته کړه چې د سنيانو په عقيده هم داسې ده خو د بني اميه ؤ او بنی عباسو او له هغوي نه مخکې تيارۀ دورانونو اجازه ورنکړه چې هغه څه چې په کتابونو کښې ليکل شوي دي په ژبه جاري کړې شي.

همدغه مورخ د خپل تاريخ د ۲ ټوک په ۴۹ مخ کښې د معتمد عباسي د حالاتو او د ۲۶۰ هجري کال د پېښو په بيانولو سره د امام حسن عسکري (ع) د رحلت په بيان کښې د امام مهدي موعود(ع) د ولادت ذکر کوي او وائي:

په هم هغه کال کښې حسن بن علي بن علي بن موسی بن جعفر بن محمد بن علي بن حسين بن علي بن ابي طالب رضی الله عنهم په عسکري مشهور وفات شو او هغه د اماميه مذهب په عقيده له دولسو امامانو څخه يو امام دے او د هغوي په عقيده هغه د محمد پلار دے  چې د سامرا له سرداب څخه يې د ظهور انتظار لري او د هغه ولادت د هغه څه له مخې چې په ۲۵۴ کال کښې يې ذکر وشو ۲۳۲ کال دے.

دلته وينو چې هغه د دولسو امامانو نومونه اخلي او د حضرت عسکري (ع) د رحلت له نقلولو وروسته  وائي: هغه د محمد منتظر پلار دے.

ابوالفرج بن جوزي د امامت په باره کښې له شيعه عقيدې څخه په انکار سره د امام مهدي (ع) (د امام حسن عسکري (ع) د زوے) په ولادت تاکيد کوي او وائي:

اماميه وائي چې امامت په موسی بن جعفر کښې دے بيا يې په زوے علي کښې بيا محمد بن علي بيا حسن بن علي عسکري او له هغه وروسته د هغه په فرزند محمد کښې دے چې دولسم امام دے او شيعه ګومان کوي چې هغه نه دے وفات شوے او په آخره زمانه کښې به ظهور کوي او زمکه به له عدل او انصاف څخه ډکوي.[11]

دغه کس چې مشهور حنبلي عالم دے سره له دې چې د اهلبېتو امامانو عليهم السلامو امامت نه مني خو له کلامه يې واضحه ده چې حسن عسکری (ع) د، م ح م د په نامه زوے لرلے دے. ابن جوزي په ۵۹۷ کال کښې په بغداد کښې وفات شوے دے.

ابوالفوز، سويدي محمد امين بغدادي (وفات ۸۲۱ ) د امام مهدي (ع) په باره کښې وائي:

و کان عمره عند وفاة ابيه خمس سنين و کان مربوع القامة حسن الوجه والشعر، اقنی الانف، صبيح الجبهه يعنې د هغه د پلار د وفات  په وخت د هغه عمر پينځه کاله ؤ، هغه متوسط قد، ښکلے مخ، ښکلي وېښتۀ، ښکلې پوزه او پراخ تندے لرونکے ؤ.[12]

له دې ځايه معلوميږي چې د هغه حضرت قيافه ټولو عامو خاصو ته څرګنده او معلومه وه.

کُنجي شافعي (وفات  ۶۵۸ هـ) په «البيان في اخبار صاحب الزمان» کتاب کښې نه يوازې د امام مهدي (ع) ولادت قبول کړے دے بلکه د «الباب الخامس و العشرون فی الدلالة علی کون المهدي (ع) حياً باقياً منذ غيبته الی الآن» په عنوان سره يو باب يې راوړے او د غيبت له وخت نه تر اوسه پورې يې د هغه حضرت حيات او ژوندے والے ثابت کړے دے. هغه د دغه باب په شروع کښې وائي:

د حضرت مهدي په بقا کښې څه شک نشته د عيسی او الياس او د خداے له اولياو څخه د خضر (عليهم السلام) د ژوندي پاتې کېدو په دليل. او د دجال او ابليس ملعون چې د خداے پاک دښمنان دي د ژوندي او باقي پاتې کېدو په دليل. او د دوي باقي پاتې کېدل د قرآن او سنت له لارې ثابت شوي دي او ټول ورباندې عقيده لري. په داسې حال کښې چې د امام مهدي (ع) له بقاء څخه انکار کوي. او زۀ به اوس د هر يو بقاء څرګنده او ثابته کړم ، په دا ډول چې بيا به له هيڅ عاقل څخه د امام مهدي (ع) له بقاء نه انکار وانورېدې شي.[13]

محمد صبان نقلوي چې:

قطب شعراني ويلي دي چې مهدي د حسن عسکري فرزند دے، په ۲۵۵ هـ کال کښې د  شعبان (شوقدر) د مياشتې په نيمائۍ کښې پېدا شوے او ژوندے دے چې د ظهور په وخت کښې به له عيسی بن مريم سره يو ځاے کيږي.[14]

نو په دې بنياد محمد صبان له شعراني څخه د دغه کلام په نقلولو سره د هغه حضرت په ولادت باندې له اعتقاد لرونکو څخه ګڼل کيږي.

ابن ابي الثلج بغدادي  (وفات ۳۲۵ هـ) د هغه حضرت د ولادت او د هغه د پلار بزرګوار په باره کښې وائي:

خلف صالح (امام مهدي عليه السلام) په ۲۵۸ هـ کال کښې وزېږېد. او بيا يې چې پلار ابو محمد له دنيا سترګې پټې کړې نو مهدي (ع) د دوو کالو او څلورو مياشتو ؤ. دا خبره د مشهور تاريخ له خاوند محمد بن جرير طبري څخه اخېستل شوې ده.[15]

په ابن عقبه مشهور جمال الدين احمد بن علي الحسيني (وفات ۸۲۸ هـ) ويلي دي:

د علي هادي (ع) لقب عسکري دے، ځکه چې په سامرا کښې  يې په هغه سيمه کښې چې عسکر نوميږي ژوند کاوۀ. د هغۀ له نسل څخه دوه تنه دي، يو امام ابو محمد الحسن العسکري چې په زهد او علم کښې يې لوړ مقام لرۀ او هغه د امام محمد مهدي ـ صلوات الله عليه- چې د اماميه په نزد دولسم امام دے، پلار دے. هغه هم هغه د هغوي په نزد قائم منتظَر دے او  له نرجس نومې يوې کنيزې څخه زېږېدلے دے.[16]

خواجه پارسا (وفات ۸۲۲ هـ) چې د حنفي مذهب له بزرګانو څخه دے د حضرت امام مهدي (ع) د ولادت، پلار ، مور او  د بلا فصل فرزندي والي په باره کښې وضاحت کوي او د حضرت امام حسن عسکري (ع) رحلت او د هغه حضرت د دفن ځاے يې ټاکلے دے. او بيا د امام مهدي (ع) په يوازېني زوے والي تاکيد کوي او هم هغه القاب بيانوي چې شيعه ؤ له اهلبېتو امامانو عليهم السلام څخه  نقل کړي دي او د هغه د قدرمنې مور بي بي نوم هم اخلي او د ولادت نېټه هم ټاکي.[17]

حافظ قندوزي حنفي په ينابيع المودة کتاب کښې د «الباب التاسع والسبعون فی ذکر ولادة القائم المهدي عليه السلام و زايجة ولادته...» ترعنوان لاندې  باب د حضرت امام مهدي (ع)له ولادت سره مختص کړے دے او په هغه باب کښې يې د هغه حضرت ولادت د شيخ طوسي له غيبت  کتاب، د ابن حجر له صواعق محرکه او د خواجه پارسا له فصل الخطاب څخه او په نورو بابونو کښې له شعراني او داسې نورو څخه په ارسال مسلمه توګه نقل کړي دي.

شمس الدين ابوالمظفر سبط ابن جوزي حنفي (وفات ۶۵۴ هـ ) د حضرت امام مهدي (ع) په اړه داسې ويلي دي:

هغه محمد بن حسن بن علي بن محمد بن علي بن موسی الرضا بن جعفر بن محمد بن علي بن الحسين بن علي بن ابي طالب او کنيت يې ابو عبد الله او ابوالقاسم دے، او هغه خلف حجت، صاحب الزمان، قائم، منتظر او د امامانو آخر دے.

عبد العزيز بن محمود بن بزاز د ابن عمر په نقل سره مونږ ته وويل چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل: په آخره زمانه کښې به زما له اولاد څخه يو سړے چې نوم به يې زما د نوم په شان او کنيت به يې زما د کنيت په شان وي خروج کوي او زمکه به له عدل او انصافه ډکوي هم هغه ډول چې له ظلم او ستمه ډکه وي او هغه مهدي دے.[18]

دغه عالم چې په ابتداء کښې حنبلي ؤ او بيا يې حنفي مذهب اختيار کړ بې له څه شک او ترديده دولس امامان نقل کړي دي او په وضاحت سره څرګندوي چې له يخرج.... حديث څخه د خداے ګران رسول (ص) مراد هم هغه د حسن عسکري (ع) بلافصل فرزند دے او وائي حجت، صاحب الزمان او قائم منتظر هغه دے.

بيا د اماميه قول چې د زمانې امام ژوندے دے په مقبوله توګه نقلوي او استدلالونو ته يې اشاره کوي او د ابوالفضل يحيی بن سلامه قصيدې په نقلولو سره  چې د اهلبېتو امامانو عليهم السلام په مدح کښې يې ويلې ده خپله وېنا خاتمې ته رسوي.

سيد مومن شبلنجي شافعي مصري ليکي:

د ابو محمد حسن بن علي رحلت د جُمعې په ورځ د ۲۶۰ هـ کال د ربيع الاول يا وړومبۍ خور په اتمه نېټه ؤ، هغه په فرزندانو کښې يوازې يو زوے محمد باقي پرېښود.[19]

عبدالوهاب شعراني شافعي مصري (وفات ۹۷۳ هـ ) د امام مهدي (ع) په اړه وائي:

هغه د امام حسن عسکري (ع) له اولاد څخه او ولادت يې د ۲۵۵ هـ کال د شعبان يا شوقدر د مياشتې نيمائي نېټه ده. هغه به باقي پاتے کيږي چې عيسی بن مريم (ع) اجتماع وکړي او عمر شريف يې زمونږ تر زمانې پورې چې اوس ۹۵۸ کال دے ۲۰۶ کاله دے.[20]

ابن خلکان، ابو العباس شمس الدين برمکي اربلي شافعي د هغه حضرت د ولادت، عمر، مور او پلار په باره کښې وائي:

ابو القاسم محمد بن حسن عسکري بن علي هادي بن محمد جواد عليهم السلام د شيعه عقيدې مطابق له دولسو امامانو څخه دولسم امام دے او په حجت مشهور دے. هغه هم هغه کس دے، چې شيعه عقيده لري چې منتظَر، قائم او مهدي دے.

ولادت يې د جمعې ورځ د ۲۵۵ کال د شعبان (شوقدر) د مياشتې نيمائي نېټه ده. کله چې يې پلار وفات شو چې ذکر يې تېر شو عمر يې پينځه کاله ؤ. د مور نوم يې خمط او ځينو نرجس ويلے دے.

ابن ازرق په تاريخ ميافارقين  کښې ويلي دي چې نوموړے حجت د ۲۵۸ کال د ربيع الاول  وړومبۍ خور) د مياشتې په نهمه نېټه زېږېدلے دے.[21]

دغه بيانات ښودنه کوي چې د هغه حضرت په ولادت او د امام حسن عسکري (ع) د بلافصل زوے والي کښې هيڅ شک او شبهه نشته، ګنې داسې به يې بې دريغه نه نقلول.

قاضي بهلول بهجت د امام حسن عسکري (ع) په باره کښې وائي:

امام حسن عسکري په ۲۶۰ هـ کال کښې له دنيا رحلت وکړ او په سامرا کښې له خپل بزرګوار پلار سره نزدے ښخ کړے شو. د هغه يوازېنے اولاد د زمانې ولي حضرت محمد ؤ.[22]

هغه وائي:

امام القائم المهدي صاحب العصر  و الزمان په ۲۵۵ هجري قمري کال کښې د شعبان (شوقدر) په ۱۵ نېټه وزېږېد، مور يې ام ولد او نوم يې نرجس خاتون ؤ او هغه د پينځو کالو ؤ  چې پلار يې له دنيا لاړ.

امام تر اوسه پورې ژوندے دے او کله چې خداے وغوښتل نو ظهور به وکړي او زمکه به له عدل او انصافه مالا مال کړي.[23]

دا خبره د پام وړ ده چې دغه مشهور او ستر عالم لکه چې له کلماتو يې معلومه ده د شيعه ؤ په شان د زمانې په امام (امام مهدي ع) باندې مکمل اعتقاد لري.

محقق او مورخ  شهيد قاضي محمد، مشهور په بهلول بهجت آفندي (وفات ۱۳۵۰) د «تاريخ  آل محمد» کتاب په ۱۹۷ مخ کښې ليکي:

له دې امله چې «من مات و لم يعرف امام زمانه فقد مات ميتة الجاهلية» حديث د عام او خاص علماؤ متفق عليه دے نو په دې بنياد له اهل اسلام څخه هيڅوک داسې نه پېدا کيږي چې د صاحب عصر و الزمان په وجود باندې اقرار ونه لري. مونږ عقيده لرو چې امام مهدي صاحب العصر والزمان په سامرا ښار کښې پېدا شوے او د نبوت وراثت او د امامت وصايت هغه حضرت ته رسيږي. الهي حکمت د قيامت تر ورځې د امامت د سلسلې د حفاظت او دوام تقاضا کوي. د خداے له ګران رسول (ص) نه پس د امامانو شمېر محصور او معلوم دے چې دولس تنه دي، ځکه چې له رسول اکرم (ص) څخه په معتبر سند سره په صحيح بخاری او صحيح مسلم کښې روايت نقل شوے دے چې له ما نه وروسته خلفاء دولس تنه دي او هغوي ټول له بني هاشمو څخه دي.

ابن الوردي زين الدين عمرو بن مظفر الشافعي (وفات ۷۴۹ هـ) په خپل مشهور تاريخ کښې په نورالابصار[24] کښې د شبلنجي په نقل سره وائي:

ولد محمد بن الحسن الخالص سنة خمس و خمسين و ماتين. محمد د حسن خالص زوے په ۲۵۵ کال کښې زېږېدلے دے.

دغه مشهور مورخ هم دا رنګ د حضرت امام مهدي (ع) ولادت، د دين له مسلماتو څخه ګڼلے دے.

نور الدين  علي بن سلطان محمد هروي حنفي د شيعه عقيدې په باره کښې وائي:

شيعه ؤ د خپل ايمان کمال، د اسلام ستنه او د احکامو ارکان په دې بنياد ګرځولي دي چې محمد بن حسن عسکري هم هغه ژوندے، قائم او مهدي موعود دے چې د مقام محمود خاوند او د حوض کوثر خاوند د خداے ګران رسول (ص) يې خبر ورکړے دے.[25]

شبراوي، عبدالله بن محمد بن عامر شبراوي مصري شافعي (وفات ۱۱۷۲ هـ) د نورو مورخينو او محدثينو په شان د امام حسن عسکري (ع) رحلت او د امام مهدي (ع) ولادت داسې بيانوي:

دولسم امام ابوالقاسم (م ح م د) حجت دے. ويل کيږي مهدي منتظَر هغه دے. امام (م ح م د) حجت د امام حسن خالص زوے د ۲۵۵ کال د شعبان (شوقدر) د مياشتې د نيمائۍ په شپه کښې د پلار له وفات نه پينځه کاله مخکې دنيا ته راغے. پلار يې د هغه ولادت د وخت د مشکلاتو او د خلفاو له ويرې پټ ساتلے ؤ. امام (م ح م د) حجت چې لقب يې مهدي او قائم، منتظَر، خلف صالح، صاحب الزمان يې هم مشهور لقبونه دي هم هغه مهدي دے. نو ځکه شيعه معتقد شوي دي چې هغه هم هغه کس دے چې صحيح احاديث وائي په آخره زمانه کښې به ظهور کوي او هغه په «سرداب» کښې موجود دے.[26]

دلته د دريو ټکو ذکر لازمي دے.

وړومبے) د سرداب سپېځلتيا يوازې د عبادت د ځاے په وجه ده او عسکرينو عليهم السلام به دغلته عبادت کوۀ او د زمانې امام (ع) نه په سرداب کښې غېب شوے او نه هلته کښې دے او نه به له هغه ځاے څخه ظهور کوي او دا هسې يوه غلطه خبره مشهوره شوې ده.

دويم) دا چې ويل کيږي شيعه د هغه مهدي موعود والي باندې معتقد شوي دي، وويل شول چې سنيان هم هغه مهدي موعود بولي.

دريم) د شبراوي او نورو په کلامونو کښې تېر شول چې امام حسن عسکري (ع) د خپل زوے ولادت  د خلفاو له ويرې پټ ساتلے ؤ، پوښتنه دا ده چې ولې يې پټ ساتلے ؤ؟ ولې د هغه ولادت پټ ساتي او ولې له خلفاو ويرېدلے دے؟ څه وجه نشته مګر دا چې معلومه شوې وه چې مهدي موعود (ع) د امام حسن عسکري (ع) زوے دے، ګنې د پټ ساتلو لپاره بله څه وجه نشته.

ابن عماد، عبدالحی بن احمد دمشقي حنبلي (وفات ۱۰۸۹ هـ) د ۲۶۰ هجري کال په پېښو کښې ليکي:

په دغه کال حسن بن علي بن جواد بن علي الرضا بن موسی کاظم، بن جعفر صادق علوي حسيني وفات شو. هغه له هغو دولسو کسانو څخه يو دے چې شيعه يې د عصمت (معصوم والي) اعتقاد لري او هغه د محمد منتظَر د سرداب د خاوند پلار دے.[27]

داسې ښکاري چې دغه مورخ او محدث لکه چې له کلماتو يې معلومه ده د واقعې له بيانولو کرکه کراهت لري خو مجبوراً د حضرت مهدي (ع) په ولادت او په دې باندې چې حضرت عسکري (ع) فرزند دے اقرار او ګواهي ورکوي.

عبد الله بسمل د حضرت امام مهدي (ع) د ولادت به حقله وائي:

اَلاِمامُ الْمَهْدِیُّ اِسْمُهُ مُحَمَّدٌ کُنْيتُهُ اَبُوالْقاسِمِ، لَقَبُهُ الْحُجَّةُ وَالْمَهْدِیُّ وَالْخَلَفُ الصّالِحُ وَ الْقائِمُ وَالْمُنْتَظَرُ وَصاحِبُ الزَّمانِ وَعُمْرُهُ عِنْدَ وَفاةِ اَبِيهِ خَمْسُ سِنينَ لکِنْ آتاهُ اللَّهُ فِيهَا الْحِکْمَةَ يعنې د امام مهدي نوم محمد، کنيت يې ابوالقاسم دے او لقبونه يې حجت، مهدي، خلف صالح، قائم، منتظَر او صاحب الزمان دي. هغه د خپل پلار د وفات په وخت پينځه کلن ؤ، خو په هم هغه کم عمرۍ کښې ورته خداے پاک حکمت عطا کړ.[28]

دغه وېنا د تېرو وېناګانو په شان ده. د کتاب د خاوند په نزد د هغه حضرت ولادت يقيني ؤ او له عبارت نه يې پوره معلوميږي چې هغه خپله هغه حضرت د امام حسن عسکري (ع) بلافصل فرزند بولي او د لکِنْ آتاهُ اللَّهُ فِيهَا الْحِکْمَةَ جمله يعنې خداے پاک ورته په هغه پينځه کلنۍکښې حکمت عطا کړ د دې مبارک آيت چې فرمائي: ﴿وَآَتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا﴾[29] په شان دے چې د حضرت يحيی (ع) په باره کښې دے.

دغه ستر عالم په دې بيان سره د هغه حضرت امامت قبول کړے دے. نو له دې نه بل کوم اوچت بيان شته.

زرکلي هغه حضرت له اعلامو څخه بللے او د هغه ولادت او د پلار تر وفات يې د عمر مودې ته اشاره کړې او وائي:

محمد بن حسن عسکري (خالص) بن علي هادي ابوالقاسم د اماميه په نزد د دولسو امامانو آخري امام دے. هغه د اماميه په نزد په مهدي، صاحب الزمان، منتظَر او حجت مشهور دے او په سامرا کښې دنيا ته راغلے دے او کله چې يې پلار وفات شو نو هغه پينځه کلن ؤ. ځينو يې د ولادت نېټه د ۲۵۵ هـ کال د شعبان (شوقدر) د مياشتې د نيمائي شپه بللې ده.[30]

دغه نوراني عبارتونه د هغه انسان په باره کښې دي چې له پينځو کلونو يې زيات عمر نه لرۀ او له اعلامو څخه دے؛ د هغه په امامت او مهدي موعود والي باندې له دليل نه بغېر بل څه لري؟

ديار بکري، حسين بن محمد بن حسن مالکي (وفات ۹۸۲ هـ په مکه معظمه کښې)  د هغه حضرت د ولادت او نسب په باره کښې وائي:

دولسم امام (م ح م د) بن حسن بن علي بن محمد بن علي الرضا دے کنيت يې ابوالقاسم دے. شيعه ؤ هغه ته حجت، قائم، مهدي، منتظَر او صاحب الزمان لقبونه ورکړي دي. د شيعه ؤ له نظره هغه د دولسو امامانو خاتم او تمامونکے دے. مور يې کنيزه ده چې نوم يې صيقل او د بل يو قول له مخې سوسن او د بل قول له مخې نرجس ده او له دې نه علاوه هم يې نومونه اخېستل شوي دي. هغه حضرت د ۲۵۸ کال د رمضان د مبارکې مياشتې په درويشتمه نېټه په سامرا کښې وزېږېد.[31]

همدغه مورخ د امام حسن عسکري (ع) د رحلت د ذکر تر څنګه بيا د حضرت امام مهدي (ع) ولادت ته اشاره کوي او وائي:

وَفِی سَنَةِ سِتِّينَ وَ مأَتَينِ ماتَ الْحَسَنُ بْنُ عَلِیِّ بْنِ الْجَوادِ بْنِ الرِّضا الْعَلَویِّ اَحَدُ اْلأَئِمَّةِ الاِثْنَیْ عَشَرَ الَّذِينَ تَعْتَقِدُ اْلاِمامِيةُ الرّافِضيةُ عِصْمَتَهُمْ وَ هُوَ والِدُ مُنْتَظَرِهِمْ مُحَمَّدِ بْنِ الْحَسَنِ  په ۲۶۰ کال کښې له دولسو امامانو څخه چې شيعه د  هغوي په عصمت عقيده لري يو امام حسن بن علي عسکري له دنيا لاړ او هغه د محمد بن حسن پلار دے چې شيعه يې د راتلو په انتظار کښې دي.[32]

سرداب

يو شمېر هغو علماو چې د هغه حضرت د ولادت په اړه مو د هغوي اقوال نقل کړل د سرداب مسئله وړاندې کړې ده او شيعه ؤ ته يې نسبت ورکړے دے چې امام مهدي (ع) په سامرا کښې په يو سرداب کښې پټ شوے او يوه ورځ به له هغه ځاے څخه ظهور وکړي. په داسې حال کښې چې دا له يو تهمت ته زيات څه نه دي.

پکار دي وضاحت وکړو چې د حضرت امام علي نقي (ع) په کور کښې يو سرداب ؤ چې هغه حضرت او امام حسن عسکري (ع) به پکښې عبادت کوۀ. اوس هم هغه سرداب د عسکرينو په انګڼ کښې موجود دے او شيعه مسلمانان يې زيارت ته ځي. دغه ځاے په دې وجه چې د امامانو د عبادت ځاے دے سپېځلتيا لري. شيعه عقيده لري چې امام نه هلته کښې غېب شوے دے او نه به له هغه ځايه ظهور کوي.

آيت الله سيد صدرالدين صدر په المهدي کتاب کښې وائي:

له صواعق محرقه کتاب څخه داسې معلوميږي چې اماميه شيعه يا د هغوي يوه ډله داسې ګومان کوي چې مهدي منتظَر په سرداب کښې پټ شوے دے او هغوي د هغۀ بهر ته د راوتلو په انتظار کښې دي. هغوي له خپلو اسونو سره د سرداب غاړې ته ولاړ دي او د هغه د بهر راتلو دعا کوي.

کاش چې ليکوال په دې حقله څه ثبوت او مدرک وړاندې کړے وې. زما په ګومان دغه ليکوال  هيڅ کله له حجازه بهر نه دے راوتلے او عراق يې له نزدې څخه نه دے ليدلے او بې له شکه چې د سامرا زيارت يې هم نه دے کړے، ګنې په دې به ښه پوه شوے ؤ چې دا دعوا هيڅ کله صحت او حقيقت نه لري....[33]

آيت الله لطف الله صافي ګلپائګاني ليکي:

د شيعه ؤ او اهلبېتو د دښمنانو او معترضينو يو بهتان دا دے چې وائي شيعه عقيده لري چې امام په سرداب کښې غېب شوے دے  او په سرداب کښې موجود دے او له سرداب څخه به بهر راووځي. هغوي هره شپه د ماښام له نمانځه وروسته د سرداب په ور کښې ودريږي چې نېک ستوري راڅرګند شي نو له بيا تر راتلونکې شپې پورې خوارۀ وارۀ کيږي....

دغه ليکوالان او هغه کسان چې له دوي وروسته زمونږ تر وخته پورې راغلل، په ځاے د دې چې د شيعه عقائد او رائې خپله له هغوي او د هغوي له کتابونو څخه ترلاسه کړې وې په جعلسازۍ او بهتان لګونو يې شروع کړې ده او يا د تېرو کسانو جعليات او بهتانونه د شيعه عقائدو او د هغوي د رايو د معرفت معيار ګرځوي او ځانونه او نور خلق ګمراه کوي...

له شيعه ؤ څخه يو کس هم نه دي ويلي چې امام د سامرا په سرداب کښې غيب شوے دے بلکه شيعه کتابونه او روايتونه دغه ټول نسبتونه تکذيبوي..[34]

آيت الله اميني په دې باره کښې ليکي:

دغه نسبت سوچه دروغ او د کينې او دښمنۍ له رويه ورکړے شوے دے او شيعه هيڅ کله داسې څه عقيده نه لري. په هيڅ يو روايت کښې نه دي ويل شوي چې دولسم امام په سرداب کښې ژوند کوي او له هغه ځايه به ظهور کوي. هيڅ يو شيعه عالم داسې څه خبره نه ده کړې..[35]

دغه دي د ځينو شيعه عالمانو نظرونه او که يوه ډله دا خوښوي چې د حقيقت په خلاف شيعه ؤ ته د ځينو خبرو نسبتونه ورکړي نو مونږ هغوي ته په سمه لاره د تګ کولو دعوت ورکوو.[36]

 

[1] ـ اخبارالدول و آثارالاول  ۱۱۷ مخ.

[2] -  کفايت الطالب في المناقبو فرع فی ذکر الائمه ۳‍۱۲ مخ.

[3] - کشف الظنون ۱ ټوک  باب الباء ۲۶۳ مخ.

[4] - مروج الذهب ۲ ټوک ۴۴۱ مخ (د معتمد عباسي د احوالو ترڅنګه)

[5] - الصواعق المحرقه ۱۱ باب ۳ فصل ۲۰۶ مخ.

[6] - سورۀ مريم ۱۲ آيت.

[7] - سورۀ مريم ۳۰ آيت.

[8] -  الفصول المهمة في معرفة الائمة

[9] - تاريخ کامل ۵ ټوک ۳۷۳ مخ.

[10] - المختصر فی اخبارالبشر مشهور په تاريخ ابوالفداء ۲ ټوک خلع مستعين عباسي باب ۴۵ مخ.

[11] - تلبيس ابليس، ذکر تلبيسه علی الرافضه بابا ۹۷ مخ.

[12] - سائک الذهب ۷۸ مخ.

[13] - البيان ۱۰۲ مخ.

[14] - اصعاف الراغبين، حاشيه نورالابصار ۱۴۱ مخ د يواقيت و جواهر شعراني په نقل سره.

[15] - تاريخ الائمه ۱۵ مخ.

[16] - عمدةالطالب في انساب آل ابي طالب فصل عقب موسی بن جعفر (ع) ۲۲۸ مخ.

[17] - فصل ا لخطاب د ينابيع المودة په نقل سره ۷۹ باب ۴۵۱ مخ.

[18] - تذکرة الخواص دولسم باب ذکر الحجة المهدي باب ۳۲۵ مخ.

[19] - نورالابصار الباب الثاني د حضرت عسکري (ع) حالات باب ۱۶۱ مخ.

[20] - اليواقيت والجواهر ۲ ټوک، المبحث الخامس والستون.

[21] - وفيات الاعيان ۱ ټوک ۳۱۶ مخ الميم باب تحت رقم ۵۳۴ چاپ مصر.

[22] - تاريخ آل محمد (تشريح و محاکمه) ۲۶۹ او ۲۷۰ مخونه.

[23] - تاريخ آل محمد (تشريح و محاکمه) ۲۷۰ مخ دولسم امام باب

[24] - نورالابصار فصل ذکر مناقب محمد بن الحسن خالص ۷ ټوک ۱۶۸ مخ.

[25] - مرقاة المفاتيح في شرح المشکواة المصابيح ۵ ټوک ۱۸۴ مخ.

[26] - الاتحاف يحب الاشراف ۵ باب ۱۷۹ مخ.

[27] - شذرات الذهب فی اخبار من قد ذهب ۲ ټوک ۱۴۱ مخ.

[28] - ارجح المطالب چاپ هند ۴۷۱ مخ (په اردو ژبه) د «اتفاق در مهدي موعود» نومې کتاب ۷۱ مخ  په حوالې سره.

[29] - سورۀ مريم ۱۲ آيت.

[30] - قاموس الاعلام ۶ ټوک۸۰ مخ (د محمد لفظ)

[31] - تاريخ الخمسين ۲ ټوک باب ذکر الائمه الاثنی عشر ۲۸۸ مخ.

[32] - تاريخ الخمسين ۲ ټوک باب ذکر الائمه الاثنی عشر ۳۴۲ مخ.

[33] - المهدي ۷ باب  ۱۶۵ مخ.

[34] - نويد امن و امان، لطف الله صافي ۲۰۴ او ۲۰۵ مخونه.

[35] - دادګستر جهان ، آيت الله اميني ۲۰۴ مخ.

[36] - په شيعه ؤ پورې د سرداب د خبرې تړل  دومره مشهور شوي دي چې ستر پښتو مشر او د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا هم چې کله د وخت د ظالمو حاکمانو له ظلم او ستم نه تنګ راځي نو له غاره د هغه حضرت د راوتلو خبره کوي او وائي:

مهــــــدي لـــــــه غـــــــــاره ووزه کېږده پښه پــــــه پلنــــګــــونه

نـــــۀ ديـــــــن شته نۀ آئين شته شرم لاړ پـــــه فــــــرسنګـــــــونه

مختــــــورن ظالمــــان ډېر دي چې اخلــــــــي قلنــــګــــــونـــه

د عــــــدل تــــــوره واخــــلــــــه ملک اسلام کړه په جنګونه

بېـــــــداره اوســـــــه زرکـــــې شهند ګرځــــي په څنګـــــونه

خوشحــــــاله فکـــــر وکـــــــړه چې پريوزي خــــرسنګــــــونه