امام محمد باقر علیه السلام د علم او معرفت رڼا

مدینې ته د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د هجرت ۵۷ کلونه تیریدل چې د رجب له فضیلت د ډکې میاشتې په لومړۍ ورځ نړۍ، د یوه نیکمرغه زیږیدا په نور سره رڼا شوه .
په دې مبارکه ورځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله  د کورنۍ یو بچی وزیږیده چې د پیغمبر اکرم حضرت محمد، د نورو اهل بیتو په شان، د اسلام د تاریخ په کتاب کښې زرینې پاڼې زیاتې کړې .
امام محمد باقر علیه السلام د امام سجاد علیه السلام زوی وو چې په باقر مشهور شو .
امام ته به خلکو باقر علیه السلام ویل چې د څیرونکي په معنا وو .
هغه حضرت د علمونو څیرونکی او سپړونکی و.
هغه حضرت په بیلا بیلو علمونو تسلط درلود او د علمونو له پیچلتیاو او رازونو به یې پرده پورته کوله .
د هغه حضرت ګټور وجود د معارفو او حکمتونو نه ختمیدونکي سرچینه وه په دا ډول چې عالمان د هغه حضرت د علم د سمندر تل ته نه رسیدل.
عبدالله بن عطا مکي چې په خپله د هغه وخت یو عالم وو وایی هیڅ کله مې عالمان د امام محمد باقر په شان د بل هیڅ چا په وړاندې واړه ونه لیدل .
ما حکم بن عتیبه چې لوړ علمي مقام یې درلود، ولیده چې د امام محمد باقر علیه السلام په حضور کښې د یو استاد په وړاندی د یو ماشوم په شان ناست وو .
د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د زوکړې کلیزې دې تاسو ټولو ګرانو دوستانو ته مبارک وي او اوس څو شیبې د هغه حضرت له لوړ مکتب څخه ګټه پورته کوو .
امام محمد باقر علیه السلام د خپل پلار امام زین العابدین علیه السلام له شهادته وروسته تر نولسو کلونو پورې د اسلامي امت د بیړۍ ساتونکی وو چې د تاریخ په حساس پړاو کښې د امامت او مشرۍ دنده ترسره کړي .
دغه پړاو له سیاسي بدلونونو او له امویانو عباسیانو ته د قدرت له انتقال سره سمون خوړه .
په دغه پړاو کښې امام محمد باقر علیه السلام وتوانید له رامینځته شوي موقعیت په ګټه پورته کولو سره د اسلامي کلتور او علمونو په پراختیا او تدریس بوخت شي .
امام محمد باقر علیه السلام په اسلامي نړۍ کښې کلتوري او علمي غورځنګ پیل کړ چې په ورپسې وختونو کښې یې ښې ګټې او فایدې ښکاره شوې .
د امام محمد باقر علیه السلام هڅه دې ته متمرکزه وه چې د یوه پیاوړي دیوال په شان د انحرافي او باطلو عقیدو د خنډ رامینځته کولو په وړاندې ودریږي او د سترې کلتوري او علمي حوزې د رامینځته کولو له لارې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله او د هغه حضرت د اهل بیتو لوړو تفکرونو ته پراختیا ورکړي .
د اسلام ستر عالم شیخ طوسي د امام محمد باقر علیه السلام د نامتو شاګردانو شمیر ۴۶۲ تنه اعلان کړی دی .
د هغه وخت ستر علمي شخصیتونه به د امام محمد باقر علیه السلام محضر ته ورتلل .
د جابر بن یزید جعفي، زهري، ابوحنیفه، انس بن مالک او شافعي په شان کسان د امام محمد باقر علیه السلام له پراخ علم او خزانې ګټه پورته کړه او د هغه حضرت وینا یې په واسطې سره نقل کړي ده .
محمد بن طلعه شافعي د امام محمد باقر علیه السلام په ستاینې کښې لیکي .
هغه د علم څیرونکی و .
د هغه وینا به لنډه خو له معنا ډکه او زړه یې نوراني وو.
هغه پاک او ښه عمل درلود .
هغه نیک اخلاق لرل .
هغه حضرت خپل ژوند د خداي پاک د فرمانبردارۍ په لاره کښې تیر کړ .
هغه له خداي پاک سره نږدې وو او د مشرۍ وړتیا یې لرله .
د امام محمد باقر علیه السلام امامت په هغه پړاو کښې پیل شو چې هغه وخت اسلامي امت د اسلامي فرقو ترمینځ له ژورو فقهي او عقیدتي چینلجونو سره مخامخ و .
په دغه وخت کښې د امام محمد باقر علیه السلام په شتون سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه واله د اهل بیتو علیهم السلام د نظرونو د بیانولو لپاره اغیزشیندونکي او رغنده ګامونه پورته شول .
په دا ډول چې امام محمد باقر علیه السلام په لږ وخت کښې د انحرافي فرقو عقیدې او تفکرونه تر ډیره حده څنګ ته کړل .
د امام محمد باقر علیه السلام او د هغه د ګران زوي حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د امامت په پړاو کښې په سیاسي واکمنۍ کې اختلاف او تاوتریخوالی اوج ته رسیدلی وو او سیاسي او ټولنیز حالات بې ثباته وو .
نتیجه یې دا وه چې خلیفه ګان به ژر ژر بدلیدل لکه څرنګه چې د امام محمد باقر علیه السلام د امامت په وخت کښې پینځه خلیفه ګان قدرت ته ورسیدل .
نو ځکه د امام محمد باقر علیه السلام لپاره یو مناسب او بې ساری موقعیت رامینځته شو چې د واکمنانو له سیاسي دباونو لیرې د حکمت او علمونو لویان ځان ته نږدې راغونډ کړي او د اسلام حقیقتونه نیغه په نیغه د هغه حضرت له فصیحې او ګویا ژبې واوري .
د امام محمد باقر علیه السلام په وخت کښې د امویانو لخوا منظم شوي کلتوري یرغل د اسلامي امت په تفکرونو او ارزښتونو یرغل پیل کړی وو .
دغه راز د هستۍ د پیژندګلوۍ په باره کښې د کږو تفکرونو او د اعتقادي نظرونو په باره کښې پیچلي فلسفي نظریات اسلامي ټولنې ته ور داخل شوي وو .
په همدې دلیل ځینې مسلمانان د حقیقت په موندلو کښې سرګردانه او حیرانه شوي وو .
امام محمد باقر علیه السلام په دلیل او ثبوت سره هڅه وکړه د دغه بې لاره کونکي فلسفي افکارو د بنسټ په هکله کره کتنه وکړي او شننه یې هم وړاندې کړي او د دغه بې لاره کونکي فلسفې انحرافي ټکي روښانه کړي او په دقیقو علمي شننو سره غیر مذهبي فلسفې له چیلنج سره مخامخ کړي .
د اسلام د اعتقادي لیدتوګو په وړاندې کولو کښې د امام هڅې د دې سبب شوې چې د امام محمد باقر علیه السلام په وخت کښې علم کلام او یا اصول عقاید به ښه برابر کړي .
امام محمد باقر علیه السلام د خلکو په مینځ کښې وو او د هغوې ملګری وو .
له هغه ټول شان و شوکت سره چې درلوده یې، خپل ځان یې د ټولنې بې وزلې او کمزوري پرګنې برخه ګڼله .
هغه حضرت به له داسې کسانو سره کښیناست چې هیڅ چا به نه پیژندل وینا به یې کوله او د هغوې په مشکلاتو به یې غور کاوه .
د حضرت امام محمد باقر علیه السلام صمیمانه او خاکساره چلندونو به خلک د هغه لیوال کول .
امام محمد باقر علیه السلام به هیڅ اړمن بې ځوابه نه پریښوده او تل به یې نورو ته سپارښتنه کوله چې اړمنو کسانو ته داسې نومونه واخلي چې له احترام او عزت څخه ډک وي .
امام محمد باقر علیه السلام په نیکو او له مینې او ادب په ډکو چلندونو سره توانیدلی و او حتی خپل مخالفان هم ځان ته جذب کړي .
په تاریخ کښې راغلي دي چې د شام هیواد یو سړی له دې سره سره چې له فکري نظره امام محمد باقر علیه السلام سره یې یو شان عقیده نه لرله خو تل د هغه حضرت خدمت ته رسید .
هغه له امام محمد باقر علیه السلام سره د تګ راتګ علت د امام نیکه روده او ښه اخلاق ګڼل او هغه حضرت ته به یې ویل «تاسو مسایل په ډير فصیح او روښانه ډول بیانوئ، د ستا په ژبه تل ښه خبرې وي .
په همدې وجه ده چې له تا سره له کښیناستو خوند اخلم .
امام محمد باقر علیه السلام د پراخو کلتوري او علمي فعالیتونو په څنګ کښې له سیاسي او ټولنیزو چارو هم غافل نه وو او تل به یې په ظالمو واکمنانو نیوکه کوله .
امام محمد باقر علیه السلام خلکو ته د سیاسي پوهې د ورکولو په لاره کښې د صالحو واکمنانو ځانګړتیاوې بیان کړې چې خلک د هغه وخت واکمنانان په معیارونو سره وسنجوي او د هغوې په ژورو انحرافونو او کمزورتیا پوه شي .
هغه حضرت فرمایی «د ټولنې مشرۍ له هغه سړي سره ښه لګیږي چې په هغه کښې درې ځانګړنې شته وي .
لومړۍ دا چې هغه پرهیزګار وي چې د خلافو کارونو په لومه کې د هغه د ښکیلیدو په شمول د قدرت د افتونو په وړاندې د هغه تقوا وساتي .
دوهمه دا چې هغه زغم ولري چې خپله غوسه کنټرول کړي .
دریمه دا چې له هغو کسانو سره چې حکومت پرې کوي د یوه مهربان پلار په شان ووسي او له نیکۍ سره چلند وکړي .
امام باقر علیه السلام فرمایی مومن هغه سړی دی چې په زړه کښې یې سپین او نوراني ټکی وي .
هر کله چې هغه کومه ګناه وکړي په هغه سپین ټکي کښې یو تور ټکی رامینځته کیږي .
که چیرې توبه وکړي هغه تور ټکي له مینځه ځي او که چیرې په ګناهانو کښې ډوب شي تور ټکی زیاتیږي تردې چې ټول سپینوالی له مینځه ځي .
کله چې سپینوالی ختم شي دا ډول زړه لرل به هیڅ کله د نیکمرغۍ مخ ونه ګوري .
د حضرت امام محمد باقر علیه السلام د زوکړې د کلیزې په مناسبت تاسو ته د بیا مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې دغه پروګرام د هغه حضرت د ژوند په یوه بل روایت سره پاې ته رسوو .
اسود بن کثیر وایی «د خپلو وړونو د جفا او اړمنیدا په اړه مو امام محمد باقر علیه السلام ته شکایت وکړ .
هغه حضرت وفرمایل څومره بد دی هغه ورور چې د شتمنۍ او وس په وخت د ستا خیال ساتي او کله چې بې وزله شئ نو تا نه پیژندي .
هغه حضرت ورپسې حکم ورکړ ماته اوه سوه درهمه راکړي چې زه خپل مشکل حل کړم او ما ته یې وفرمایل ما له خپلو حالاتو خبر ساتئ .