امام زین العابدین علیه السلام د شام په جماعت کښې

يوه ورځ د شام په جامع جمات کښې يزيد يو خطيب ته ووې چې منبر ته وخيژه او په امام علی(ع) او امام حسين(ع) پسې بد رد ووايه. خطيب منبر ته اوختو او دغو دوؤ ته يې ډيرې بدې ردې وويلې او د معاويه او يزيد تعريف يې وکړ. امام سجاد(ع) هم موجود ؤ او په لوړ اواز سره يې وويل افسوس دې وي په تا ای خطيبه چې د يزيد خوشحالي دې د خداي په خوشحالۍ واخسته او ځان ته دې په دوزخ کښې ځاې جوړ کړ. بيا يې يزيد ته مخ کړ او وې فرمايل! پريږده چې زۀ هم منبر ته وخيژم او داسې خبرې وکړم چې خداي راضی کړی او د حاضرانو لپاره هم اجر او ثواب لري. يزيد ونۀ منل، خلقو ټينګار وکړ چې پرې يې ږده خو يزيد وويل که دی منبر ته اوختو نو زما او د ابو سفيان د کورنۍ له رسواۍ پرته نۀ راکوزيږي. خلقو وويل نو دی څۀ ويلی شي؟ يزيد وويل دا داسې کورنۍ ده چې علم او پوهه يې په شیدو کښې څښلې ده. خلقو ډير ټينګار وکړ او امام سجاد(ع) منبر ته وختو د خداي له ثنا او په رسول له دروده وروسته ې وويل: ای خلقو! خدای پاک مونږ ته علم، صبر، سخاوت، فصاحت او زړۀ ورتيا راکړه او د مومنانو په زړۀ کښې يې زمونږ مينه پيدا کړه. د اسلام پيغمبر(ص) له مونږ دی. د دې امت صديق علی(ع) له مونږه دی. جعفر طيار سيدا الشهداء (ع)، حمزه او د پيغمبر دوه نمسي حسن او حسين عليهما السلام له مونږه دي، زۀ د مکې، منا، زمزم او صفا بچی يم زۀ د هغۀ بزرګورار اولاد يم چې حجر اسود يې د عبا په ګوټونو اوچت کړ[1]. زۀ د هغه کس بچی يم چې په يوه شپه کښې له مسجدالحرامه، الاقصی جمات ته بوتلل شو. زۀ د هغه چا زوی يم چې وحي پرې کيده زۀ د حسين(ع) بچی يم چې په کربلا کښې شهيد کړي شو زۀ د حضرت مصطفي(ص)، فاطمې(ع) او خديجه(ع) اولاد يم. او د هغه چا بچی يم چې په خپلو وينو کښې ولامبول شو(خلقو په جوش او جذبې سره امام ته کتل او امام په هرې جملې سره د خپلې کورنۍ لوړاوی او د حسيني شهادت مقصد بيانول، ورو ورو خلق په ژړا شول او بيا په ټول جومات کښې ژړا انګولا خپره شوه) يزيد غصه شو او د امام د خبرو د پريکولو لپاره يې موذن ته وويل چې بانګ ووايه. مؤذن شروع وکړه. الله اکبر. امام چې هماغه راز په منبر ؤ وې فرمايل: اَلله اکبر وَ اَعلی وَ اَجَل وَ اَکرَم مِمَا اَخَافُ وَ اَحْذر (او خداي پاک له هر شي لوې، لوړ، عزتمن او محترم دی چې زۀ ترې ويريږم.

 (بيا مؤذن ادامه ورکړه) اشهد ان لا اله الا الله(ګواهي ورکوم چې له خدايه پرته بل معبود نشته) اشهد ان محمدا رسول الله (ګواهي ورکوم چې محمد د الله رسول دی)

 سرونه ټول ټيټ وو او خلقو اذان او ورسره د امام ځواب اوريدو. حضرت محمد(ص) له نوم سره خلقو امام ته وکتل. امام له سره عمامه اوچته کړه او وې ويل: ای موذنه تاته په دې محمد(ص) قسم لږ ودريږه. موذن ودريدۀ او خلق ټول غلي وو د يزيد رنګ هم زيړ ؤ او ډير حيران ؤ چې څۀ وکړي؟ امام يزيد ته مخ کړ او وې فرمايل: ای يزيده! دا رسول چې په بانګ کښې يې نوم راغلی دی ستا نيکۀ دی که زما؟ که تۀ ووايې چې ستا نيکۀ دي نو دروغژن يې او که ووايي چې زما نيکۀ دي نو بيا راته ووايه چې ولې دې زما پلار وواژۀ او مالونه دې راله لوټ کړل او کورنۍ دې راله بندي کړه؟ ای يزيده! سره له دې حضرت محمد(ص) پيغمبر ګڼې او قبلې ته مونځ کوې، افسوس دې وي په تا.

يزيد موذن ته وويل چې اقامت ووايه، خو خلق سخت غصه وو او ان تر دې چې ځینې له جاعته ووتل.[2]

تاريخ په دې سفر کښې د امام د خطبو د اثراتو ګواهي ورکوي ځکه چې يزيد سره له دې چې په شام کښې د امام سجاد (ع) د وژلو نيت لرلو خو هغه او د هغوي کورنۍ يې مجبوراً په احترام سره مدينې ته ستنه کړه او ډير وخت تير نۀ ؤ چې په عراق کښ بني اميه له حکومت سره د مخالفت او انقلاب بيرغونه هسک شول او په زرګونو تنو د امام حسين(ع) د بدلې او انتقام لپاره پاڅون وکړ، نو د امام حسين(ع) د کورنۍ بنديتوب او د امام سجاد(ع) تودو خطبو په بيلا بيلو فرصتونو کښې خلق بيدار کړل او د امام حسين(ع) د شهادت اصلي موخه او پيغام يې خلقو ته ورسوو.

سرچینې

[1]  . د پيغمبر اکرم په لاس مبارک د حجر اسود نصب کيدو ته اشاره ده . له عام الفيل نه 35 کاله مخکښې.

[2]  . کامل بهائي ج 2، ص 302.