امام زین العابدین علیه السلام د خپل وخت له چارواکو سره

امام سجاد(ع) د خپل امامت په دوران کښې له ظالمو حاکمانو سره مخامخ ؤ. يزيد، عبدالله بن زبير، مروان حکم، عبدالملک بن مروان او وليد بن عبدالملک هغه ظالم واکمنان وو چې د دوي په زمانه کښې واکمن وو.

د شهيدانو د سرخيل امام حسين(ع) له شهادته وروسته د مدينې ځينې کسان د هجرت په کال 62 شام ته لاړل او له نزدې يې وليدل چې يزيد شراب څښي، له سپو سره لوبې کوي، شپه او ورځ په عيش و عشرت او ګناهونو کښې تيروي. دوي مدينې ته راغلل او خلقو ته يې دا قيصې وکړې. د مدينې خلقو چې د امام حسين(ع) په شهادت هم سخت غصه وو، د مخالفت بيرغ هسک کړ.[1] يزيد د مخالفانو د ځپلو لپاره د يو پليت سړي مسلم بن عقبه په مشرۍ ځينې سپايان مدينې ته واستول. د يزيد سپايانو درې ورځې مدينه چور تالا کړه. د لسو زرو تنو قتل عام يې وکړ او هر ډول بې ناموسي او جنايت يې وکړ[2]. د هجرت په څلور شپيتم کال د يزيد له مرګه وروسته د هغۀ زوی معاويه د هغۀ په ځايې کښيناست خو له ډيرې لنډې مودې (څلوښت ورځې يا درې مياشتې) ورسته يې استعفا ورکړه او له حکومته څنګ ته شو.[3] او له اهلبيتو سره په جنګ کولو او قتلولو يې په خپل پلار نيکه باندې نيوکه وکړه.

د يزيد په مرګ سره عبد الله بن زبير چې په کلونو د خلافت او حکومت په طمع ؤ په مکې کښې پاڅيد او حجاز، يمن، عراق او خراسان خلقو هم د هغۀ بيعت وکړ. په شام کښې مروان بن حکم د معاويه بن يزيد له مرګه ورسته په يو سازش سره په ګدۍ کښيناست او له عبد الله بن زبير سره يې مخالفت شروع کړ. په دوکې او چل ول سره يې شام او بيا مصر ونيوۀ خو حکومت يې ډير پاتې نۀ شو ځکه چې لږه موده پس مړ شو او زوې عبدالملک يې په ځايې کښيناست.[4]

عبد الملک په پنځۀ شپيتيم هجري کال کښې په ګدۍ کښيناست او د خپل پوزيشن له کلکولو او د شام او مصر تر نيولو وروسته يې عبدالله بن زبير په مکه کښې محاصره کړ او وې وژلو.[5] عبد الملک يو ظالم او بې رحمه کس ؤ يوه ورځ يې سعيد بن مسيب ته وويل زما طبيعت داسې دی چې په ښۀ کار خوشحاليږم نه او په بد کار خفه کيږم نه، سعيد ورته وويل: معلوميږي چې زړۀ دې بلکل مړ شوی دی.

د عبد الملک له لويو جنايتونو څخه په کوفې او بصرې کښې د حجاج بن يوسف ثقفي  ګورنرول وو، حجاج د اموي حکومت تر ټولو خونړۍ او رذيله څيره ده. هغۀ د خلقو د ځورولو او ازارولو بيماري(ساديزم) لرله او په ډيره وحشيانه توګه به يې خلق وژل او شکنجه کول. په تيره بيا د اهلبيتو(ع) د دوستانو ختمولو ته يې خو سمه ملا تړلې وه او د خپل حکومت په لنډه موده کښې يې قابو يو سل شل زره تنه وژل.[6] عبد الملک د امام سجاد(ع) سخته څارنه کوله او تل به په دې لټه کښې ؤ چې د امام سجاد(ع) په کړچار کښې څۀ اشکال يا غلطي پيدا کړي او په دې پلمه له امام سره سختي وکړي چې سپک يې کړي. امام سجاد(ع) له خپلې يوې وينځۍ سره چې ازاده کړې يې وه، وادۀ وکړ. د عبد الملک جاسوسانو عبد الملک خبر کړ او هغۀ امام ته يو سپک ليک واستوۀ چې ما ته پته لګيدلې چې تا له خپلې ازادې کړې وينځې سره وادۀ کړی دی، حال دا چې په قريشو کښې داسې مشهورې ښځې شته چې له هغوي سره وادۀ ستا د عظمت او وياړ سبب کيدی شو او تاته به ترې ښه اولاد په لاس درغلې ؤ. تا په دې وادۀ سره نۀ د خپل ځان خيال ساتلی دی او نۀ دې د بچيو د بزرګۍ لپاره څۀ لاره پريښې ده. امام په ځواب کښې وليکل: ستا ليک راورسيدۀ تا له ازادې شوې وينځې سره په وادۀ ما ته بد ويلي دي او ګمان دې کړی دی چې د قريشو  لويو ښځو سره به زما وادۀ، ما وياړمن کړي او ښۀ بچې به مې نصيب شي. حال دا چې په لويۍ او بزرګۍ کښې هيڅوک زمونږ يعنی د پيغمبر(ص) له کورنۍ لوړ نۀ دي. او له مونږ سره وادۀ کول د لويۍ سبب کيږي، څوک چې د خدايې په دين کښې پاک وي هيڅوک د هغۀ شخصيت ته تاوان نشي رسولی. خدايې پاک د اسلام په ذريعه پستي او کموالی له منځه وړي (څوک چې مسلمان شي که فقير او کنيزه يا غلام هم وي له هغۀ سره وادۀ هيڅ بد نۀ لري)[7]

عبد الملک يو ځل د امام د سپکاوي، د خلقو د ويرولو او د هر ډول فعاليت د مخنيوي لپاره امام ډير په سختۍ سره شام ته راوغوښت او بيا يې مدينې ته ستون کړ.[8] د هجرت په شپږ اتيايم کال کښې د عبد الملک له مرګه وروسته د هغۀ زوې وليد د هغه په ګدۍ کښيناست. وليد هم ظالم او بې پروا سړی ؤ. جلال الدين سيوطي د هغۀ په حقله ليکي: کَانَ الوَلِيدُ جباراٌ ظالماً (وليد يو ظالم او ستمګر سړی ؤ)[9]

 وليد په خپلې لومړۍ وينا کښې وويل: څوک چې زمونږ په وړاندې سر ؤچت کړي هغه به ووژنم او څوک چې غلي پاتې شي. چپتيا به يې ووژني.[10] وليد هم دې لپاره چې حکومت ته يې خطره رامنځته نشي د مسلمانانو په ټولنه کښې يې د امام وجود ونۀ زغمۀ او په يو سازش سره يې هغۀ مبارک ته زهر ورکړل.[11]

د امام سجاد(ع) د امامت د وخت حالاتو ته چې له بيلا بيلو ټولنيزو کړکيچنو بلواګانو او مسئلو ډک ؤ په يوې کتنې سره او له امام څخه د دغو ظالمو او جنايتکارو واکمنانو سختو څارنو او د ايمان لرونکو، سر ښيندونکو او مجاهدو يارانو نه شتون ته په پام سره دې نتيجې ته رسيږو چې هغه حضرت له منفي مبارزې، د ښو شاګردانو له روزلو او د علمي او اخلاقي اثارو له خپرولو پرته بله چاره نۀ لرله.

يوه ورځ امام حج ته روان ؤ چې په لاره کښې ورته يو سړي وويل: جهاد او سختي دې پريښې او حج ته دې، چې يو اسان کار دی، مخه کړې ده؟ امام ورته ويل که وفا لرونکي او ايمان لرونکي ياران مې وی نو جهاد له حجه غوره دی.[12]

ابو عمر نهدی وايي: امام سجاد (ع) به فرمايل په مکې او مدينې کښې زمونږ شل تنه رښتيني او وفادار دوستان نشته.[13]

سرچینې

[1]  . کامل ابن اثير ج 4 ص 103.

[2]  . البدايه والنهايه ابن اثير ج 8 ص 221 چاپ اول.

[3]  . کامل ابن اثير ج 4 ص 130.

[4]  . تاريخ الخلفاء سيوطي ص 212.

[5]  . کامل ابن اثير ج 4 ص 348.

[6]  . کامل ابن اثير ج 4 ص 587.

[7]  . کافي ج 5 ص 344.

[8]  . تذکره الخواص.

[9]  . تاريخ الخلفاء ص 223.

[10]  . تاريخ طبري ج 8 ص 1178 چاپ لندن.

[11]  . مناقب شهر اشوب ج 3 ص 311.

[12]  . احتجاج طبرسي ص 171.

[13]  . شرح نهج البلاغه ابن ابي الحديد ج 4 ص 104.