امام زین العابدین او مسلمانو ته ښوونه او روزنه

د کربلا له پيښې او مدينې ته تر ستنيدو وروسته د امام سجاد(ع) يو پروګرام د ځينو مسلمانو کسانو روزنه او د هغوي په وسيله د حديثونو او اسلامي علومو خپرول وو.

شيخ طوسي د هغو کسانو شمير چې د امام اصحابان وو يا يې له هغوي روايتونه نقل کړي دي يو سل اويا تنه ښئي. چې د نمونې لپاره يوازې د دريو کسانو نومونه اخلم.[1]

  1. سعيد بن مسيب: امام سجاد (ع) د دۀ په حقله وائي: سعيد د تيرو اثارو په حقله له ټولو عالم او پوه دی او په خپلې زمانې کښې له ټولو اصحابو ښۀ پوهيږي.[2]
  2. ابو حمزه ثمالي.

       3- سعيد بن جبير: چې دی هم ډير لويې عالم ؤ.                                          

صحيفۀ سجاديه

د ضرورتونو او مشکلاتو په وخت خدايې ته دعا کول او له هغۀ مرسته غوښتل يو فطري کار دی. او له همدې امله کله چې انسان له ټولو وسيلو مايوسه شي او ټولې لارې پرې بند شی. د خداي لويې قدرت او رحمت ته لاس هسکوي او له هغۀ غواړي. او حقيقت دا دی چې د مشکلاتو په داسې طوفان کښې يوازې د دعا په وسيله زړونه اراميږي، انديښنې له منځه ځي او روح ته يوه غښتلې تکيه په لاس ورځي.

سائيکالوجسټان او نفسياتي ډاکټران پوهيږي چې دعا د انسان د روح لپاره ډيره ښه دوا خوراک او ستړو ستومانو روحونو ته ارام ورکوونکې او تازه کوونکې ده. چې د انسان دننه دړدونه کموي او روح ته ارام ورکوي. په اسلام کښې له دې فطري چارې څخه د انسان د لارښوونې او روزنې لپاره کار اخستل شوی دی. د اسلام مخکښانو چې بيلا بيلې دعاګانې او ثناګانې يې پريښی دي په دې طريقه خپلو منوونکو ته سمې عقيدې او تعليمونه ورکړي دي او د انسان د ناروغيو او روحي سپيڅلتياؤ لپاره يې علاجونه وړاندې کړي دي.

يو پوه او محقق په دې حقله ليکي: د اسلام له علمي او روزنيزو زيرمو څخه هغه دعاګانې هم دي چې له رسول اکرم او امامانو نقل شوي دي. ځکه چې په دغو دعاګانو کښې د توحيد، الهياتو، نبوت، امامت، د حکومت او واکمنۍ د نظام، اخلاقو، ښاريزو حقونو او د بيلابيلو ادابو او اخلاقو په باب خبرې شوی دي. په دا ډول چې ويلی شو  دا ټولې دعاګانې يوه داسې لويه مدرسه ده چې د مسلمانانو په روحي او ټولنيزې ودې او پر مختګ کښې لويې اغيز لري او تر څو چې مسلمانان دغه مدرسه ونۀ ويني د هغوي اسلامي شخصيت نۀ کامليږي. په هغو دعاګانو کښې چې زمونږ له قدرمنو مخکښانو راپاتې شوي دي "صحيفه سجاديه" چې څلورم امام ليکلې ده، خاصه ځلا او اهميت لري.

يو لويې اهلسنت عالم او د "الجواهر" تفسير مفسر ته چې کله دا نسخه د قم له علميه حوزوی ور واستول شوه او په لاس ورغله نو وې ويل: دا کتاب مې ډير په احترام سره واخستو او دا ځانګړې او يوازينی کتاب دی چې داسې علمونه، معرفتونه او حکمتونه پکښې موجود دي چې په نورو کتابونو کښې نۀ پيدا کيږي. په حقيقت کښې دا زمونږ بد بختي او بدمرغي ده چې تر اوسه راته د نبوت او اهلبيتو دا قيمتي او تل پاتې کتاب په لاس نۀ ؤ راغلی، څومره چې د دې مطالعه کوم نو راته معلوميږي  چې دا د مخلوق له کلامه اوچت او د خدايې له کلامه راټيټ يو کلام دی. په رښتيا سره چې څومره قدرمن کتاب دې خدايې تاسو ته د دې ښې هديې ښه بدله درکړه.[3]

له دې ارجمن کتاب سره د لازياتې اشنايۍ لپاره د دې د دعاګانو فهرست وړاندې کوم

  1. د خدايې ستاينه
  2. د محمد (ص) او د هغۀ په کورنۍ درود
  3. د عرش په فرښتو سلام
  4. د انبياوو د منوونکو لپاره د رحمت غوښتنه
  5. د خپل ځان او ملګرو لپاره د هغه حضرت دعا د سهار او ماښام دعا
  6. د سهار او ماښام دعا
  7. د يوې خاصې پيښې يا غم په وخت د هغه حضرت دعا
  8. د ناوړو او سپکو کارونو او ناخوښه اخلاقو څخه خداي ته پناه وړل
  9. د بخښنې غوښتنې دعا
  10. خدايې تا پناه وړل.
  11. د نيکمرغۍ لپاره د امام دعا
  12. د اعتراف او توبې د غوښتو دعا
  13. د حاجتونو غوښتل
  14. د ظالمانو د ظلم او زياتي په وخت و هغوي دعا
  15. د ناروغۍ يا غم او دړد په وخت د هغوي دعا
  16. د ګناهونو او عيبونو د بخښنې دعا
  17. د شيطان د يادولو او د هغۀ له مکر او چال څخه د پناه غوښتلو په وخت د هغه حضرت دعا
  18. د حاجت د پوره کيدو او د خطر د لرې کيدو په وخت د هغه حضرت دعا
  19. له قحطه او وچ کالۍ وروسته د باران دعا
  20. د ښو او د خوښو اخلاقو غوښتل
  21. د غم په وخت دعا
  22. د سختۍ او د کارونو د سختيدا په وخت دعا
  23. د بخښنې او په هغې د شکر دعا
  24. د مور او پلار لپاره دعا
  25. د اولاد دعا
  26. د ګاونډيو او ملګرو دعا
  27. د اسلامي ملکونو د پوله ساتوونکو لپاره  دعا
  28. خدايې ته د پناه وړلو او د ويرې د څرګندولو دعا
  29. د روزۍ د تنګيده په وخت دعا
  30. د پور د ورکولو لپاره دعا
  31. د توبې او له خدايه د توبې د غوښتلو دعا
  32. د شپې له مانځۀ وروسته دعا
  33. د خير غوښتلو دعا
  34. د مشکلاتو او په ګناه کښې د ځينو کسانو د ليدلو په وخت دعا
  35. د راضي کيدو په وخت دعا
  36. د اسمان د غوريدو په وخت دعا
  37. د دې اعتراف چې د ټولو نعمتونو شکر نشي ادا کيدی
  38. د بندګانو د حقونو په ادا کولو له کوتاهۍ څخه بخښنه
  39. عفو او رحمت غوښتل
  40. د مرګ د يادولو او يا د چا د مرګ د خبر د اوريدلو په وخت دعا
  41. د پرده پوشۍ او له ګناهونو د ساتلو دعا
  42. د قران لا قرائته ورسته دعا
  43. د نوې مياشتې د ليدو په وخت دعا
  44. د روژې د مياشتې د لومړيو ورځو دعا
  45. د روژې د ختميدو دعا
  46. د وړوکي اختر او جمعې دعا
  47. د عرفې د ورځې دعا
  48. د لويې اختر او جمعې دعا
  49. د دښمنانو د مکر د ختمولو دعا
  50. لا خدايه د ويرې دعا
  51. عاجزي او زاري
  52. له خدايه په غوښتنې ټينګار
  53. د خدايې در ته تواضع او عاجزي
  54. او د غمونو د ختميدلو دعا

سرچینې

[1]  . رجال شيخ طوسي ص 81

[2]  . رجال کشي ص 119

[3]  . د صحيفه سجاديه د ترجمې په پايې کښې.